هغه کمپيوټري تېروتنه چې ممکنه وه نړۍ په بل مخ واړوي

تازه ګل شینواری

د نن څخه 41 کاله وړاندې د 1979م کال د نومبر په پېل کې ډېره کمه پاتې وه چې د متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر مېنځ درېمه او د ځينو کارپوهانو په وېنا وروستۍ نړېواله جګړه پېښه شي .
د نومبر په نهمه نېټه امريکايي پوځېانو ته په ډېر ناڅاپي ډول خبر ورکړل شو چې شوروي اتحاد پر امريکا باندې ډېر پراخه اټومي حمله پېل کړه . د سهار په 3 بجې ، د متحده ايالاتو د هوايي دفاع قومندانۍ عمومي مرکز ته داسې سیګنال ورسېد چې د شوروي اتحاد 2200 باليستيکي توغندي د امریکا په لور وتوغول شول .
امريکايي پوځېانو ډېر چټک غبرګون وښود ؛ پوځ ته ېې د چمتووالي امر ورکړ ، ښکاري الوتکې ېې هوا ته پورته کړي او د مقابل عمل لپاره ېې اماده ګي ونيوله . د مقابلې حملې لپاره هغوي د ولسمشر ( چې هغه وخت جيمي کارتر و ) امر ته اړتېا لرله خو په دې هم پوهېدل چې د هغه خبرول او د هغه له لوري د پرېکړې کول کم تر کم 7 دقېقې وخت نيسي او دا ښايي ناوخته وي …
هغوي پرېکړه وکړه چې د وروستي ځل لپاره د تر لاسه شوو مالوماتو روغتېا – ناروغتېا مالومه او غبرګون وښايي او دا کار باېد په ثانېو کې تر سره شي . کله چې د سيمه ايزو هوايي مدافعې مرکزونو سره تماس ونيول شو نو ټولو احوال ورکړ چې د هغوي رادارونو هېڅ ډول تحرکات نه دي ثبت کړي ، خېر او خېرېت دی . ورو ورو حالات بېرته د ارامۍ خواته لاړل ، الوتکو ته د راښکته کېدلو او پوځ ته آرام سئ هداېت ورکړل شو .
په څېړنو کې ثابته شوه چې د عمومي دفاع د مرکز کمپيوټري سيستم کې تخنيکي تېروتنه رامېنځ ته شوې وه او غلط سیګنال ېې ورکړی و . ښه خبره دا وه چې تکېه پر انساني هوښېارتېا وشوه ، او له زغم څخه کار واخيستل شو . که چېرته راسآ د کمپيوټر سیګنال منل شوی او بالمثل عمل تر سره شوی وای نو داسې ېوه فاجعه به پېښه وه چې موږ ېې حتا اټکل هم نه شو کولی .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button