هغه څه چې بايد نه واى شوي

اېمل فیضي

له پاکستان سره د استخباراتي‌ همکاریو د تفاهم لیک پټ او عجولانه لاسلیکول د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ رابطه خرابه او لارې سره جلا کړې دي.

د پاکستان په وړاندې د ارګ سیاست او د پردیو په مشوره د نوموړي هېواد له نظامیانو سره معاملې، د افغانستان پخوانی او اوسنی ولسمشران بلاخره هغه سرحد ته ورسول چې بايد نه واى رسېدلي.

د پاکستان په مقابل کې د ملي یووالي حکومت د روان سیاست، پخوانی ولسمشر دې ته اړ کړی دی چې خپله لاره جلا کړي.

د جمهوري ریاست د وروستیو ټاكنو په ورځو کې بغیر له یو کاندید څخه، نورو ټولو کاندیدانو په خپله غوښتنه له ولسمشر کرزي سره په وار وار لیده کاته درلودل. په هغو ورځو کې ښاغلي غني تکرار دا خبره ولسمشر کرزي ته کوله چې که دی ولسمشر شي، “هر څه به په مشوره کوي”.

ولسمشر کرزي په ځواب کې ښاغلي غني‌ ته هغه وخت ځینې وړاندیزونه وکړل. په هغو وړاندیزونو کې محوري موضوعات د افغانستان د ملي حاکمیت، د ملي وحدت تقویت، د بهرني سیاست استقلال، له پاکستان سره اړیکې او د ډیورنډ د کرښې په اړه وو.

ښاغلي کرزي په ډېر وضاحت او تفصیل سره ولسمشر غني ته وویل چې: که ته ولسمشر شوې، د افغانستان د “ملي وحدت او ملي حاکمیت” څخه به په تمامه معنا ساتنه او دفاع کوې، له پاکستان سره به زموږ پر ملي حاکمیت او د “ډیورند” پر موضوع هېڅکله هم معامله نه کوې….

پر یادو مسایلو باندې دواړو په تفصیل او په جزئیاتو سره خبرې وکړې او ولسمشر کرزي د خپلو تجربو په اساس چې په ډېرو یې ښاغلی غني هم پخپله پوه و، د هېواد او سیمې د اوضاع او حالاتو تحلیل ورته بیان کړ.

ښاغلي غني ظاهراً په ټولو مواردو کې موافق و او وعدې یې هم ورکولې چې دی به دا کوي او هغه به کوي.

جمهوري ریاست ته په رسېدو سره، ښاغلي غني ـ د خپلو پخوانیو اظهاراتو پر خلاف ـ د پاکستان له نظامیانو سره د پټو او ښکاره توافقاتو او معاملو یوه سلسله پيل کړه چې په ملت کې یې پوښتنې، شکونه او مخالفتونه رامنځته کړل. د دې کار یو روښانه مثال د کابل او اسلام اباد تر منځ د استخبارتي‌ همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکېدل دي.

پخواني ولسمشر، چین ته له خپل وروستي سفر څخه مخکې (د مې په ۱۹مه نېټه) له ولسمشر غني سره د استخباراتي تفاهم لیک په اړه سپینې او جدي ټيلیفوني خبرې وکړې. حامد کرزي د ټيلیفوني خبرو په جریان کې ولسمشر غني ته واضح وویل چې له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو د دا ډول تفاهم لیک لاسلیکول “له دې خاورې سره غداري ده او خیانت دی.”

په داسې حال کې چې ولسمشر غني له یاد تفاهم لیک څخه دفاع کوله، حامد کرزي دا پوښتل چې‌ د دې سند پر اساس موږ له کومو “بېلتون غوښتونکو” سره په افغانستان او پاکستان کې مشترکه مبارزه کوو؟ دا روانه جګړه په افغانستان کې د چا لخوا جګړه ده؟ څنګه د افغانستان دښمن (پاکستاني‌ نظامیان) دوست او د افغانستان دوست (هند) دښمن شو؟ ولسمشر غني د جنګ پر داخلي فکتور ټينګار درلود، خو پخواني‌ ولسمشر د افغانستان د جګړې پر خارجي عواملو او څرنګوالي اصرار درلود.

ولسمشر غني ته چې یودم د ښاغلي‌ کرزي له ډېر سخت مخالفت او غبرګون سره مخامخ شوی و، دا سوال پيدا و چې کرزي ته د دې محرم سند کاپي څنګه رسېدلې ده، په همدې خاطر، ولسمشر د ملي امنیت د ریاست دوه معاونین له دندې ګوښه کړل چې په دې کار او نوي تعیناتو سره، نوموړې اداره هم اوس سیاسي شوه او هم په کې د آی اس آی رخنې ته ښه زمینه برابره شوه.

له دې ټيلیفوني مشاجرې څخه روښانه وه او ده چې، د افغانستان اوسنی او پخوانی ولسمشران دواړه په هېواد کې د روانې جګړې پر څرنګوالي او عواملو جدي اختلاف نظر لري. دا ډېر ستر اختلاف نظر شاید پخوا نه و څرګند او یا هم دا چې اوس زموږ د سترو ” ستراتیژیکو متحدینو” غوښتنې او اهداف یو په بل پسې پر موږ ښه عملي کېږي؟

د مې په ۲۰مه نېټه، کله چې د پخواني ولسمشر دفتر غوښتل چې د ملي امنیت او د آی اس آی ترمنځ د لاسلیک شوي‌ تفاهم لیک په مخالفت کې یوه اعلامیه خپره کړي، په کابل کې د امریکا سفارت چې د دې اعلامیې په اړه مخکې خبر شوی و، د نوموړې اعلامیې نشرېدل یې نه غوښتل او دا ډاډ یې ورکاوه چې “په تفاهم لیک کې تغیرات او اصلاحات راځي.” نوموړې اعلامیه خپره شوه او په اعلامیه کې حامد کرزي د “دولت له مشرتابه” څخه وغوښتل چې له پاکستان سره تفاهم لیک “ژر تر ژره باطل کړي.”

د هېواد د دواړو رهبرانو له دې ټيلیفوني اړیکې وروسته او په اصل کې د پاکستان په مقابل کې د اوسني‌ حکومت د روان سیاست په دلیل، پخوانی ولسمشر دې نتېجې ته ورسېد چې خپله لاره جلا کړي؛ هغه څه چې بايد نه واى شوي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت باید په ملي او سترو سیاستونو کې د ټول افغانستان، په خاصه توګه د هېواد د ټولو سیاسي رهبرانو پوره ملاتړ ولري.

د پاکستان له استخبارتي ادارې سره د همکارۍ د تفاهم لیک لاسلیکول د افغانستان د ملي یووالي حکومت سیاسي‌ ثبات له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی. د دې توافق په مخالفت کې ـ د هېواد په کچه ـ مخ په زیاتېدو فشارونو ارګ بلاخره دې ته مجبور کړ چې د تفاهم لیک له لاسیکېدو څخه مطلقاً انکار وکړي او په دې اړه د هېواد له سیاسي، جهادي مشرانو او پارلمان سره سلا او مشوره وکړي.

دا ټول زموږ افغانانو، په خاصه توګه د هېواد سیاسي رهبرۍ لپاره یو ښه درس دی. افغانستان د پردیو د سترو ګټو لپاره د جګړې او توطیو ډګر دی. افغانان د دې جګرې قربانیان دي. په داسې حالاتو کې د هېواد د سیاسي‌ رهبرانو استقلال او خپلمنځي یووالی ډېر مهم دی. ولسمشر غني باید د حامد کرزي حمایت بېرته تر لاسه کړي. د افغانستان د ملي یووالي د حکومت رهبري‌ باید په خپلو سترو سیاستونو او تګلارو کې جدي‌ دقت وکړي، مخکې له دې چې فرصتونه له لاسه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button