هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په درېیمې جګړې کې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ګټلو لپاره جنګيدلی و. نثار محمد افغان د اکتوبر انقلاب، لېننېزم او د هندي کمونیست مشرانو لکه منابندرا نات رای (۱۷۹۴-۱۸۸۷) څخه اغيزمن شوی و. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې هغه خپل پلرنی ټاټوبی د همېش لپاره د شوروي روسیې په موخه پریښود او هلته د بلشویک په ګوند کې شامل شو او د تورکستان شوروي سوسیالیست جمهوریت ته واستول شو.

د ۱۹۲۹ د‌ ډسمبر په ۵مه د تاجیک شوروی سوسیالیست جمهوریت په رامینځته کېدو، هغه د ښوونې او روزنې لپاره د خلکو د لومړي کمیسار (وزیر) په توګه وټاکل شو. هغه دا دنده د ډېری کلونو لپاره پر مخ يوړه، تر هغه چې نوموړی د سټالین ناخوښ شو، او د ۱۹۳۰مو کلونو په وروستیو کې په مړینې محکوم شو او زندان ته واچول شو. د بند په بهير کې وسوځول شو او ايرې د مسکو په يوه هديره کې پټې کړای شوې. له ده سره یو ځای د شوروي تاجيک دوه نور مشران نصرت الله مخدوم او شيرين‌شاه شاه‌تيمور او يوشمېر روسان د ۱۹۳۷ د اکتوبر په ۲۰مه په ډزو ووژل شول. د نثار محمد شاليد او پېژاند ددې سبب شوی و چې شوروي چارواکو نوموړی د کار لپاره تاجکستان ته واستوي او د تاريخ په يوه مهم پړاو کې ترې استفاده وشي.

نثار محمد د پښتون توکمیزې ریښې په لرلو ځان يوسفزی افغان معرفي کړی دی. هغه د زیده له کلي سره تړاو درلود چې د پېښور وادي په صوابۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري. نوموړی کلی اوس د یوسفزي پښتنو مرکز دی، صوابۍ ښېرازه سیمه د یوسفزي- تیموریانو تر نیواک ۵۰۰ کاله دمخه د تاجیکو خاوره وه، او د مغلو په امپراتورۍ کې د پښتني حکومت د بونیر ولایت په چوکاټ کې شامل شوې وه.

د زيده کلی په مندڼ یوسفزیو کې د اباخېلو برخه ده. دا قبيلې په دې پیژندل شوي چې ۵۰۰ کاله دمخه په دې سیمو د دوی د یرغل پر مهال هغوی بومي تاجيک پښتونزېشن کړي و.

نثار محمد د اول خان زوی و او نيکه يې محمد علي نومېده او دوه نور نيکونه يې په ترتیب سره کریم خان او کرم خان دي.

فیصل فاران

Exit mobile version