هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ژوند د اضدادو ټولګه ده. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، ناکامي او یا هم بریا ټول هغه مسایل دي، چې له ژوند سره تړلي دي. که ژور فکر وکړو، نو د دې حالاتو تجربه کول تقریباً د ټولې نړۍ په انسانانو حتمي بللای شو. خو بریالي وګړي هغوی دي، چې له دې حالاتو سره سم ځان چمتو کړي.

آیا فکر مو کړی دی، چې د ژوند بدلون یعنې څه؟ له دې خبرې څخه زموږ موخه دا ده، چې موږ او تاسو مثبت لوري ته بدلون او پرمختګ وکړو. همدارنګه د ژوند هر ډول حالاتو زغمل او پر روښانه راتلونکي باور مو د ژوند خوښي تضمينوي.

د ژوند ښه او بد ټول تجربه کوو، مګر ډېر کم خلک د خپل حالت د بدلون فکر لري، چې همدا خلک بریالي وي. آيا پوهېږئ، چې یو له هغه کسانو تاسو یې چې د بدلون انګېزه لرئ؟ هو همدا تاسو! ځکه چې دا لیکنه په پوره غور لولئ، ترڅو خپل ژوند بدل کړئ.

ـ له خپل کار سره مينه ولرئ!

د بریا لپاره لومړنی شرط همدا دی. چې خپل مسولیت په سمه توګه سرته ورسوئ. که تاسو زده کوونکي یا محصل یئ نو ښه درس ووايئ، ښوونځي/پوهنتون ته پر وخت لاړ شئ او کورنۍ دندې ته مو هم مناسبه توجه ولرئ. همدارنګه که تاسو بزګر یئ، خپلو ځمکو ته پوره پاملرنه وکړئ. دا کړنه ددې سبب کېږي، چې په خپل کار کې پرمختګ وکړئ، چې همدا ستاسو د بریا لپاره یو شرط دی.

ـ ولټر څه وايي؟

آيا تاسو بېکاره یئ!؟ دنده نه لرئ؟

فرانسوي لیکوال ولټر ويلي: “کار انسان له درېيو سترو بلاګانو (غریبي، احتياج او غم) څخه ژغوري. آیا تاسو د ولټر وينا په غور سره ولوستله؟ که نه مو وي لوستې نو دا ځل یې په غور ولولئ.

هو! ولټر تاسو د کار د اهميت په اړه غږېږي. که تاسو کار وکړئ نو له درېيو سترو بلاګانو څخه د خلاصون په حال کې یئ. کله چې کار نه کوئ، نو حتما به له احتیاج سره مخ یئ او احتیاج خپله غم دی. تاسو باید هڅه وکړئ، چې کار وکړئ. بوخت انسانان په فزيکي او ذهني لحاظ د سکون احساس لري. زموږ پيغام دا دی، چې بېکاره مه ګرځئ. که هېڅ کار نه وي د خپلې حوېلۍ (انګړ) یوه برخه واړوئ بوټي او ګلان وکرئ. یا هم د کلي په خیریه کارونو کې برخه واخلئ.

ـ سارتر څه وايي؟

آیا ستړي یئ؟ ناهیلي لرئ؟ مه خفه کېږئ! یوازې او یوازې پر له پسې هڅې تاسو خپلو موخو ته ور نږدې کوي.

ژان پل سارتر د فرانسې یو فیلسوف دی. هغه وايي: “انسان هغه څه دی، چې دی یې له ځانه جوړوي.” آيا پوهېږئ، چې د سارتر موخه څه ده؟ نوموړی وايي چې تاسو ځان بدلولای شئ، موخې ترلاسه کولای شئ، خو په هغه صورت کې چې تاسو پر ځان باور ولرئ او دا ومنئ چې زه هغه څه کېدای شم، چې غواړم یې. نو همدا نن د خپلې موخې پر لور قدمونه ګړندي کړئ. حرکت ته وخت مه ټاکئ همدا اوس یې وخت دی. فقط پيل وکړئ. پيل په دې معنا وي چې تاسو رښتيا هم خپلې موخې ته ژمن یئ او مينه ورسره لرئ.

ـ شکسپير څه وايي؟

آیا د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره وارخطا یئ!؟ که وارخطا یئ نو ومنئ چې په ناسمه روان یئ.

د انګلېسي ژبې نوموتی لیکوال شکسپير وايي: “څومره چې صبر زیات وي، دقت زیاتېږي او څومره چې دقت زیات وي، بریا زیاتېږي.” آیا پوهېږئ شکسپير څه وايي؟ نوموړی په دې آند دی، چې صبر ولرئ، خپلو موخو ته به هغه وخت ورسېږئ، چې صبر ولرئ. د صبر په پایله کې دقت رامنځته کېږي او دقت د بریا تضمين کوي.!

نو که تاسو هم وارخطا یئ، صبر پيدا کړئ. دا ومنئ چې هر څه به وي، مګر پر خپل وخت.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button