هغه تېروتنې يچې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدلو لامل کېږي

 

موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو اسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان ډېری وخت داسې کړنې ترسره کوي چې د دوی د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو تېروتنو په اړه معلومات درکوو چې په ترسره کولو یې ستاسو موبایل خرابېږي.

که تاسو هم غواړئ د دغو تېروتنو په اړه پوه شئ او له تر سره کولو یې ډډه وکړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 

۱. هېڅکله د چارجر د ځای د پاکولو لپاره له ستنې څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د دې لپاره چې د چارجر ځای له دوړو څخه پاک کړي، د اوسپنې له وسایلو لکه، ستن، سنجاق چاړې او داسې نورو وسایلو څخه ګټه اخلي. سربېره پر دې ځینې کسان د خپل موبایل د چارجر ځای پوف کوي، چې دا کار هم ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېدلای شي، نو ښه ده چې د دغو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

 

۲. هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ!

هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ، ځکه چې د لمر وړانګې د دې لامل کېږي چې ستاسو د موبایل ښیښه ژر خرابه شي او هغه موبایلونه چې لمر ته پاتې شوي وي د عادي موبایلونو په پرتله پر سختۍ او ځند چارج اخلي، نو هېڅکله خپل موبایل لمر ته مه پرېږدئ.

 

۳. مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي!

د موبایل د بټرۍ د چارجېدلو لپاره غوره حالت له شلو سلنو څخه تر اتیا سلنو پورې دی، نو هېڅکله مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي، ځکه دغه حالت مو موبایل خرابولای شي.

 

۴. د ناسمو اپلېکشنونو له ډانلوډ څخه ډډه وکړئ!

ډېری اپلېکشنونه شته چې  ویروسونه لري او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي، نو ښه ده چې لومړی د اپلېکشن له ښه والي څخه ځان ډاډه کړئ او وروسته یې ډانلوډ کړئ.

 

۵. هېڅکله مو موبایل تشناب ته له ځان سره مه وړئ!

د الکټرونکي وسایلو په ځانګړي توګه د موبایل وړل تشناب ته ډېر خطرناک دي، که تاسو په تشناب کې خپل موبایل چارج ته کېږدئ د ډېرې کوچنۍ تېروتنې په ترسره کولو سره برښنا شارتي کولای شي، ځکه تشناب او شاوخوا ټول ځایونه لانده وي، نو د برښنا د نیولو خطر او وېره هم شته.

 

۶. هېڅکله د موبایل د پاکولو لپاره د کور د پاکولو له وسایلو څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د خپل موبایل د ښیښې د پاکولو لپاره د هغې مایع څخه ګټه اخلي، چې د خپل کور ښیښې پرې پاکوي او یا د خپل موبایل د شاوخوا  د پاکولو لپاره د لوښو مینځلو له مایع څخه ګټه اخلي چې دا کړنه بېخي غلطه ده او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

نو که غواړی چې موبایل مو ژر خراب نه شي، نو د یادو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ، ډېری موبایلونه یو یا دوه کاله د ضمانت لپاره وخت لري، خو که موږ د یادو کړنو له تر سره کولو څخه ډډه وکړو کولای شو چې له دغې دوه کلن ضمانتي موبایل څخه اته کاله ګټه واخلو، نو ښه ده چې له یادو کړنو څخه ځانونه لرې وساتو تر څو له یو ښه موبایل څخه د ډېر وخت لپاره ګټه واخلو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button