هر انسان نابغه کېدای شي

د مشهور مخترع توماس اډیسن دا جمله ډېره مشهوره ده چې، نبوغ ۱ سلنه الهام او ۹۹ سلنه زیار دی. زه دا منم چې په ژوند کې درښتیني بریالیتوب لپاره هلې ځلې مهمې او اړینې دي، خو داسې فکر کوم چې په ژوند کې د بدلون لپاره یو ژور الهام او هوډ، تر دې هممهمه اړتیا ده.

د نړۍ ټولو نابغو له دې الهام اخیستی او همدې غوښتنې انګېزه ورکړې چې د نورو خلکو ژوند ښه کړي. تاسې چې د دې خلکو ژوندولولئ، پوه به شئ چې همدا غوښتنه دې خلکو ته تر ټولو لویه اندېښنه او وسوسه وه. دغه خلکو د خپلو ماغزو یوه یوه حجره د همدې الهاماو وسوسې لپاره کارولې ده. اډیسون غوښتل هغه انځورونه خلکو ته په رښتینې نړۍ کې وښيي چې ده د خپل ذهن په پرده لیدلي وو. جوناس سالک د پولیو واکسین کشف کړل، ده غوښتل خلک له یوې پټې ناروغۍ وژغوري. ماري کیوري د نوبل جایزې ګټونکې ساینسپوههوه، دې راډیوم کشف کړل او غوښتل یې د همدې کشف په مرسته خلکو ته خیر ورسوي. وډرو ویلسن ویلي: تاسې دلته یوازې ژوند کولولپاره نه یاست راغلي. تاسې دلته د دې لپاره راغلي یاست چې خلکو ته ډېر ژوند ورکړئ، لوی ارمان ورکړئ، ظریفه اروا ورکړئ او هیله اولاس ته راوړنه ورکړئ. تاسې دلته د دې لپاره راغلي یاست چې نړۍ غني کړئ او که تاسې دا خپل ماموریت هېر کړئ، نو ځان به مو خوارکړی وي.

تاسې له خپل ژوند نه څومره الهام اخیستی دی؟ تاسې له رخصتۍ وروسته د خپل خوب له تخت نه ژر راپورته کېږئ او که کرار ویده یاستاو خپل ځان درته هسې بې هدفه ښکاري؟ که چېرې ستاسې الهام لږ وي، نو تاسې باید ځان سره د مرستې لپاره ښه مرستیال کتاب ولولئیا د هڅونې غږیزې کیسټې واورئ. د داسې یوه کس وینا یا لکچر ته کېنئ چې تاسې ورته درناوی لرئ یا د خپل یوه اتل د ژوندلیک پهلوستو څو ساعتونه تېر کړئ. له داسې خلکو سره وخت تېر کړئ چې خپل کار سره یې شوق وي او د ژوند ښه کولو لپاره قربانۍ ورکوي. کهچېرې تاسې سم الهام تر لاسه کړئ، نو ژوند به مو ډېر ښه یوه نوي پړاو ته بوزئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button