نړۍ د رشوت خورو سره څنګه چلند کوي ؟

تازه ګل شینواری
رشوت ورکول او اخيستل ېوازې د افغانانو ستونزه نه ده بلکې تقريبا د نړۍ ټول هېوادونه او ملتونه له دغه رنځه کړېږي . هر هېواد په خپل خاص ډول او طريقې د دغه ښامار د ختمولو هڅې کوي چې ځينې دغه طريقې کامېابې او ځينې هم چندان ګټورې نه دي.

د نړېوال بانک په وېنا هر کال په نړۍ کې ېو تريليون ډالر رشوت اخيستل کېږي . ( غواړئ پوه شی چې 1 ټرېليون څومره پېسې دي ؟ که چېرته تاسې د ورځې ېو لک ډالر مصرف کړی نو د دې ټولو پېسو مصرفولو لپاره تاسې شاوخوا 3000 کلونو ته اړتیا لری ).

– نن سبا د رشوت پر ضد تر ټولو سخته جزا په چين کې ورکول کېږي چې هغه اعدام دی . په وروستېو لس – پنځلس کلونو کې تر 10000 زېات لوړ رتبه دولتي چارواکي د رشوت په تور اعدام شوي او له سل زره څخه زېات نور ېې دلسو څخه تر 20 کاله پورې په حبس محکوم شوي دي .
– په جرمني کې به رشوت اخيستونکی ډېره غټه جريمه ورکوي ېا به هم 3 کاله زندان ته غاړه ږدي . که چېرته قاضي رشوت واخلي نو د زندان موده ېې لس کاله ده .
– په اېټالېا کې د زنداني کېدلو موده له څلورو څخه تر 10 کاله پورې ده .
– په متحده ایالاتو کې کې به رشوت خور 15 کاله قېد تېروي او ېا به هم په رشوت کې د اخيستل شوو پېسو 3 چنده جرېمه ورکوي.

تر ټولو خطرناکه جزا :
يونانی مشهور مؤرخ ( هرودت ) په خپل کتاب کې د هغه جزا نکل راوړی چې په وېنا ېې پخواني فارس کې ېو پاچا ېو رشوت خوړونکي قاضي ته ورکړې وه . د هغه په وېنا د فارس پاچا ( دوهم کامبيز ) په امر له ېاد شوي ( رشوت خور ) قاضي څخه په ژوندينې څرمن وويستل شوه . هغه وړاندې وايي چې بېا وروسته د هغه د څرمن څخه پوښ جوړ کړل شو او هغې چوکۍ ته ورواغوستل شوه په کومه چې پخوا همغه قاضي او تر هغه وروسته نور قاضېان کېناستل.

Exit mobile version