نړيوال پرمختګونه، راتلونکي توپانونه او زموږ شلېدلې شړۍ

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

د اوکراین غلطه محاسبه وه او يا هم په بل تعبير د خپل تير عظمت د را ژوندي کولو خيال وو، خو روسيه د سريښو په ډنډ کې ونښته/ ونښلول شوه. اروپا له مستقیم ګواښ لاندې ده. د خپل امنیت لپاره به ګامونه پورته کوي او دغه کار لګښت ته اړتیا لري. د امریکا په کورنیو او بهرنیو تګلارو باندې د خپل ولس لخوا د پراخه کچې بې باوري، په وروستیو کلونو کې د همدغه هيواد نړیوال وقار له لاسه ورکول او داسې نور ګڼ لاملونه ( له افغانستان څخه ناببره تېښته پکې ستر رول لوبوي) زیات شمیر نړيوال پوهان او شنونکي داسې وړاندوينه کوي چې د دغه هېواد د هژمونيکي ماتيدو وخت رارسیدلى دى.

د نړیوال نظم له منځه تلل به په روانه پيړئ کې ستر بدلون وي. دا به د امریکا لخوا د دوهمې نړيوالې جګړې د ګټلو، د انګریزانو د صنعتي انقلاب او د فرانسې د کلتوري ارزښتونو له امله د ترلاسه شوي برم پاي وي، چې لامل به يې هم د هغوى خپلې تېروتنې، يواړخيزې کړنې، نظامي يرغلونو او په نورو هېوادونو باندي د خپلو کلتوري اړخونو د تپلو فشارونه وي.

شنونکي د چين چټک پرمختګ ته د نوي پيل او يا هم په بله اصطلاح د تاريخ د پاى په سترګه ګوري. له څو لسیزو راهیسې د چين اقتصادي، نظامي او جيوپوليتيک پرمختګ دغه تيوري پياوړي کوي چې دغه هېواد د نړيوال مشرتابه لپاره چمتووالى نيسي. ددغه نظر مخالفین فکر کوي. چې د چین اقتصادي وده د متحده ایالاتو د بازار په ثبات پورې تړلې ده. که احياناً د امریکا اقتصاد اغيزمن کيږي نو د چين اقتصادي وده هم راښکته کيږي.

ويښ او په علم باندي سمبال ملتونه له توپانونو څخه د ځان ژغورلو په موخه اړين ګامونه اخلي او ځان د بدلون له ځپونکو اغيزو څخه خوندي کوي. په دغه تناظر کې زموږ د ملي يووالي او جغرافیوي جوړښت په وړاندې پرتې ننګونې او فرصتونه شتون لري او موږ کولاى شواى چې ننګونې په فرصتونو باندې بدلې کړو، خو متاسفانه موږ د خپل مټکور ذهنيت له مخې لاهم پريکړه ونکړاى شوه چې انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړو او که ناروا يې وګڼو.

زموږ د اوسنى ترينګلى اقتصادي رکود ستونځه، په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شويو پولي زېرمو د خلاصون، ترلاسه کولو او د غربي هېوادونو د مرستو په جلبولو نه حل کېږي. د تيرو شلو کلونو پراخو نړيوالو مرستو سره سره زموږ شليدلې شړۍ ته په کتو موږ اړ يو د اقتصادي ستراتیژی له لارې د کورنيو توليداتو کچه لوړه کړو، عوائد زيات کړو، بهرنئ پانګونې جلب کړو او د نړيوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره په فني توګه د اغيزمنو پرمختيايي پروژو پلانونه جوړ کړو، خو موږ په دغو مسایلو باندې لاهم فکر نکوو.

داخبره کول اسانه ده چې موږ به چاته اجازه ورنکړو چې د افغانستان د خاورې په کارولو د بل هېواد امنيت وننګوي او يا هم دا چې زموږ هېواد به بل ځل د سترو ځواکونو او سيمې د هيوادونو ترمنځ د ناروا رقابت او نيابتي جګړو ډګر ونګرزي. مګر زموږ ناوړه حکومتولي، نا انډوله حکومتي جوړښت، له هر ډول توجیه څخه وتلي اوامر، د واک شديد انحصار، د اداراتو په ټپه ولاړ حالت، د معاصرو زده کړو له بنسټونو سره بيځايه دښمني، له ښاري کلتور سره مطلق نابلديت، له خپل ملت او نړيوالو سره د تعهداتو ماتول، د لوړې کچې ولسي حساسیتونو شتون، له نړيوالو سره د تقابل صورت حال، خطرناک جغرافیايي موقعیت، کورنيو اختلافاتو، اړتياو، سياسي نيمګړتياو او ستونځو ته په کتو په يادو ژمنو عمل کول به يقيناً نه يوازې ګران وي، بلکې ناشونئ کار دى.

زموږ د اوسني قيادت لپاره به په واقعي توګه د بين الافغاني بهير په مرسته د انډوليزې تګلارې ترتیبول چي د افغانانو د ګډ برخلیک مفکوره تعقیب کړي، د ټول شموليت، ناپېيلتوب، سولې، پرمختګ، برابري، عدالت او ازادي پر ګډو ارزښتونو باندي متمرکزه او د عملي کولو وړتیا هم ولري، په اوسني په ټپه ولاړ حالت کې ناشونې ښکاري.

که موږ په ريښتوني ډول غواړو چې د راتلونکي نړيوال بدلون له زيانونو څخه هيواد وژغورو، له هيواد څخه د رقابتي او بلې سړې جګړې ډګر جوړ نشي او مخته پرتې ننګونې په فرصتونو باندې بدلې کړو، نو اړینه ده چې د يو بل د نفى کولو په موخه د جمهوريت د مهال (صفر سم) (zero sum) او د امارت د (ميم زبر ما ټول د ما) تګلارې پریږدو، مشترکات ولټوو، يو بل ته متقابل درناوي وکړو، نو د بريا د څرک لټون به ستونځه ونلري.

شک نشته چې زموږ په دوديزه مذهبي ټولنه کې نه د پخواني حکومت د ليبرليزم او نه هم د اوسنيو حاکمانو يونيلټراليزم او انحصار پاليسي د چلن وړ ده. مجبور يو چې له نړيوالو سره د ترتيب شويو ستراتیژیکو اړیکو له لارې سیاسي دوه اړخیز اعتماد ته وده ورکړو، د ګډو ګټو د تعقیبولو ميکانيزم وکاروو. د اسلام له اصولو سره سم د پراخ ملي مشارکت او ولسي استازيتوب پر اساس د حکومتولۍ بنسټ کيږدو. ټول منلى اساسي قانون نظام او ملي بنسټونه جوړ کړو.

که کله په ديموکراسي او کله هم په اسلام کې د افراطيت خوا نيسو او يا هم د يو بل د حذف او نفى تګلاره مخته وړو، د خپل ولس او نړئ په وړاندې سملاسي سنګر نيسو، پوهنتونونه او ښوونځي تړو، نا اهله افراد په دندو ګمارلو، د ولس د دردونو د درک کولو پرځاى يوازې ورباندې د حکم چلول خپل مسئولیت ګڼو، نو په زغرده وايم چې زموږ شړئ شلېدلې، موږ محتاج ملت پاتې شوي يو. موږ پرون هم غلامان وو، نن هم يو او سبا به هم غلامان يو.

اوسني ترخه ځمکني حقائق دادى چې يوازې امريکا او لويديزه نړۍ زموږ د لنډمهاله اقتصادي رنځ درملنه کولولاى شي. چين او روسيه له اقتصادي اوس مهال زموږ د هيڅ درد درملنه نشي کولاى، خو له اقتصادي ګرداب څخه زموږ له راوتلو وروسته د پانګونې او تيکنالوژي له لارې زموږ د زيرمو راسپړلو، زراعت او صنعت عصري کولو په برخه کې ښه شريکان جوړيداى شي.

اوس پوښتنه داده چې ايا موږ د فنى او مسلکي وړتیاو په برخه کې خپلو نيمګړتياو ته په کتو ددغو سترو ځواکونو ترمنځ د انډول ساتلو او په خپل وخت کې له هر يو سره د مشترکاتو د لټون له لارې د ګټې اخیستنې ظرفیت لرو؟ که موږ له ژورو اصلاحاتو پرته لکه د اوس په شان په سرټمبه توب حکومت کولو ته دوام ورکوو، علمي بنسټونه تړو، دولتي پوستونه د غنيمت مال ګڼو، د معلوماتي ټکنالوژي په اوسني توپاني څپو کې د رسنيو مخه نيسو، نو ځواب يقيناً منفي دى. موږ له سترو اصلاحاتو راوستو او د مسلکي حکومت له جوړولو پرته په هيڅ ډول دا وړتیا نلرو چې افغانستان د يوه ناپييلي انډوليز سوکاله او ښيرازه هيواد په توګه وساتو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button