نړيوال مداريان، مظلوم افغانستان

 
يوسف خان
چې دا موږ يو او دا مو فکر،فکر نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي.
د وروستيو څو لسيزو ناخوالو څخه ور اخوا هم ګران هيواد افغانستان په قراره نه دی پاتې شوی.
دا به ومنو چې په هغه پخوا حکومتونو کې دا ډول وينې نه دي توی شوې کومې وينې چې نن روانې دي،د وينې تويه ول او يا په ټول کې د انسان وژل د جګړې يو ډول دی خو هغه وخت د جګړې يو بل ډول رنګ خپل کړی وو،رواني جګړه روانه وه او سړې جګړې هم زور اخيستۍ وو.
نړيوالو هيوادونو د ګران هيواد سره هغه ډول اړيکې نه دي پاللې کومې چې د نړيوالې ډيپلوماسۍ په اصولو او پرنسيپونو کې ذکر شوې دي.
ګران افغانستان په کال(1946) کې د ملګرو ملتونو غړيتوب واخيست او د دغه نړيوال بنسټ منشور يې په ځان ومانه،دغه نړيوال بنسټ د نړيوالې سولې او ټيکاو د راوستلو دنده او مسؤوليت په غاړه لري خو د افغانستان په غميزو کې يې هغه ډول ګام نه دی پورته کړی کوم چې لازم ښکاري.
ګران افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه ګڼل کيږي چې دې نړۍ جفرافي په ارزښتناکه سيمه کې پروت دی چې د دغه هيواد څخه سمه ګټه پورته کول سيمې او همدارنګه نړۍ ته قوت وربښلۍ شي.
خو د بده مرغه لا يې هم څوک پر وړاندې صادق او متعهد نه ليدل کيږي.

لنډه دا چې هيچا لا تر اوسه د دغه مظلوم هيواد سره هغه ډول مرسته نه ده کړې کومې ته چې اړتيا ليدل کيږي.
په ګران هيواد کې مو د جګړو بيلابيل ډولونه وليدل او لا هم روان دي،دغه جګړې هغه نه دي چې د دې خاورې د مظلوم ملت له وصه د پوره وي،زموږ مظلوم ملت د خپل ژوند د اسانتياؤو په پوره کولو کې هم پاتې راغلۍ دی نو بيا څنګه کولای شي چې د نړۍ د نارامه کولو لپاره د پلان جوړ کړي؟  
دې نړۍ او دې سيمې هيوادونو د ګران افغانستان څخه راته د خپل منځۍ سياليو ډګر جوړ کړی،هر يو دلته خپل زور سره ازمائي،دې جګړو طرحه او مفکوره د دوی وي خو مخ ته وړل يې په مظلومو افغانانو او په خپلو استخباراتو باندې کوي.
افغانستان هيڅوک اقتصادي پرمختګ ته نه پريږدي،فکري خپلواکۍ ته يې خنډونه جوړه وي او دې نړۍ د هيوادونو څارګرې ادارې هڅه کوي چې تر څو د دغه هيواد هر وګړۍ په خپل واک کې راولي لکه څرنګه يې تر ډيره بريده يو شمير کسان راوستي هم دي،د دوی تر واک لاندې کسانو ته د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې او همدارنګه دوی چې ورسره تړلي دي د هغو بنسټونو ګټې مهې دي او د دغو ګټو لپاره مبارزه کوي.
دې نړۍ د دريځ په هکله به ووايو چې راسره ژمن او صادق نه دی.

خو له بله پلوه په کور د ننه کورنۍ سياست مو ځواکمن نه دی چې عوامل يې بيا هم دې نړۍ په څارګرو ادارو پورې تړلي دي.
خو په هر صورت پردۍ خو هر څه غواړي او کوي يې،زموږ مسؤوليت څه شئ دی؟
موږ بايد څه وکړو؟
په ننۍ پرمختللي عصر کې زموږ مشرانو ته څه کول په کار دي؟
ايا يوازې د خپل موقف ساتل به ګران افغانستان د روانې غميزې څخه وژغوري؟
لنډه دا چې موږ د سيالو سره څنګه سيال کيدلای شو؟
دغه ټولې پوښتنې د نن ورځې پرمختللو هيوادونو هم ځواب کړې،هغوی د ګران افغانستان څخه هم بدتر وو،ناخوالو او اقتصادي کړکيچ سره مل وو،خو د دې ټولو ستونزو سره يې کلکه مبارزه په ملي فکر،ژمنتيا او په وړتيا سره وکړه،ځوريدونکې ناخوالي يې د منځه يو وړې،اقتصادي وضيعت يې سم شو او د سيالو سره سيال شول.
نن دغه ده د هغو هيوادو له ډلې څخه ګڼ هيوادونه د نړۍ زبرځواک دولتونه ياديږي او په ټوله نړۍ خپل راج چلول غواړي،ځينې يې په نظامي ځواک او ټکنالوجۍ کې د نړۍ پاچاهان ښکاري او ځينې يې په اقتصادي قوه کې د نړۍ حکمرانان ښکاري،دغو هر يوه د شخصي موخو او اهدافو پر ځای ملي موخې او اهداف وټاکل هغوی ته يې طرحه جوړه کړه او طرحې ته يې صادقانه هلې ځلې وکړې.
خو د بلې خوا زموږ په ګران هيواد افغانستان کې هر څه برعکس دي،ملي موخې او اهداف لا سم نه دي تعريف شوي،ژمنتيا نه ليدل کيږي او وړتيا په نظر کې نه نيول کيږي،نو څنګه به ګران هيواد له شته ستونزو او غميزې څخه د باندې شي؟
اساسي قانون د هر هيواد لارښود دی د امر څخه نيولې تر ګدا يو برابر تطبيق کيږي،حکومتونه خپله بقا د قانون په ټينګښت کې بولي او هر وګړۍ ورته درناوۍ لري،د قانون مواد په ځان مني او د قانون په چوکاټ کې ژوند تېره وي.
خو په ګران هيواد کې بيا هم قانون په يوه ډله باندې تطبيق کيږي او بس،که څه هم په دولتونو کې د قانون څخه کوم څوک ځان پورته نه شي بللۍ خو دلته ځينې څېرې ځانونه له قانون څخه لوړ بولي،هر څه يې چې زړه وغواړي هغه سرته رسوي،شعار يې د قانون پلي کيدل وي خو عمل يې په قانون کې ختل ښکاره کوي.
راځۍ د سياسي مبارزې اصول او پرنسيپونه زده کړو،په ځان يې ومنو،ځانونه ژمن پاتې کړو،ملي ګټو ته کلکه مبارزه وکړو،د مظلوميت څخه ځان وباسو او د سيالو سره ځان سيال کړو،د نن په څېر د دغو روانو ملنډو څخه هيواد وژغورو او تاريخ ته ځان سپين کړو.
د يو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button