ننګرهار کې د طالبانو پر حال ځان خبر کړئ

سیدعبدالله پاچا

تازه له درې کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د ننګرهار ځينو ولسوالیو کې طالبانو پيدا شوي او جګړې یې پيل کړي دي.

هسکه مېنه، پچیر اګام او خوږیاني هغه ولسوالۍ دي چې تازه طالبانو پکې بیا سر راپورته کړی او لومړیو بریدونو کې یې ځینو سیمو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

له دې بریدونو سره یو ځای افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر طالبانو بریدونه پيل کړي او تېرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا دوه سوه طالبان په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبان داسې فکر کوي چې بهرني ځواکونه د جګړې له ډګر ووتل او دوی ته به اسانه وي چې ځینې سیمې ونیسي، خو دوی د ځانګړو ځواکونو، کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت قطعاتو له زور نه دي خبر چې طالب ترې بیا نه اسمان ته ختلی شي او نه ترې په ځمکه ننوتلی شي.

هر ځل طالبان همداسې کار کوي، کندهار، هلمند، غزني، لغمان ولایتونو کې یې همداسې بریدونه وکړل، متقابل بریدونو کې طالبانو د خپلو مړو جسدونه پريښودل او پښې یې سپکې کړې.

هر ځل طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ کیږي او تيښته کوي، خو دا چې طالبان له خپل عادت او تاوتریخوالي مجبور دي، بیا پردې او لادونه جګړې ته رامخ ته کړي او پر افغان ځواکونو یې ووژني.

طالبان په دې جګړو باندې پيسې اخلي او وسله وال د جنت په حوسونو باندې تېر باسي، د هرې جګړې مالوم قیمت دی او پيسې یې د طالبانو مشران په دوحه او پاکستان کې ترلاسه کوي او خپل ژوند پرې جوړوي.

د طالبانو به دا خیال له سره وځي چې فکر کوي دا وطن چې تیرو شل کلونو کې ساتل شوی دی، بهرنیانو ساتلی دی، اوس به ورته مالومه شي چې د بهرنیانو یواځې نوم و، دا وطن د دې وطن رښتنې اولادونه ساتي.

طالبانو ته هر ځل ماتې کې د دې وطن د زړه ورو سرتیرو زور ورمالومیږي او هر ځل له درنې مرګ ژوبلې سره خپلو سمڅو ته ستنیږي.

که طالبانو د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار نه اخیستلی، یوه میاشت یې هم مقاومت نه شو کولی، خو دا چې طالب عام خلک د سپر په توګه کاروي، په همدې خاطر باندې ډير کله له جګړې ژوند وځي.

د طالب سر به خلاصیږي چې دا وطن د ۹۰یمو کلونو وطن نه دی، دا وطن اوس فعاله امنیتي او دفاعي ځواک لري چې په هر قیمت ترې دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button