نـنګرهارد ګلونو هار او که د وینوهار!؟

نـنګرهارد ګلونو هار او که د وینوهار!؟
آه،آه ! د همیشه بهار نـنګرهار د پسرلني د نارنج سپین ګلونه دا مهال د وینو سور رنګ اخیستی او همیشه بهار ټاټوبی د ساندو او چیغار په ماتمځای اوښتی دی .
آه،آه! لویه نـنګرهاره کوم ویر اوکوم ناورین ته دې خپل ګریوان څیري کړم او په سویو کړیکو اووه آسمانونه او عرش ولړزوم .
آه،آه ! غمجنه نـنګرهاره ! د حمزه بابا، الفت بابا، رښتین بابا، پژواک بابا، خادم بابا، مجروح بابا د شهید موسی شفیق او ولسپال او پښتوپال ارواښاد ملنګ جان او د لسګونو، لسګونو نومیالیو فرهنګپالو او ادبپالو برمیاله کوره !
آه،آه ! د مستې موسیقی، ټنک ټکور، د دیرې د مجلسونو، د دریا اومنګي او استاذ زاخیل د ارمونیې روح نوازه نغمو داستاذ ایوب ، استاذ منور، استاذ سیدعلم ،استاذ سپين بادام، استاذ توربادام ، هنري بلبلې اغلي قمرګلې اونورو زړه ټکوروونکو سندرغاړو دحضرت بازبابا اواستاذ ګلاجان زړه وړونکي اوتخنوونکي هنري ځانګړي سندرې او کومیکي نڅاوې د لوی نـنګرهارد غاړې هنري هارونه او آمیلونه ول چې ساری به یې له مبالغې پرته د ځمکې پرمخ پیدا نه شي.
آه،آه! لا د وطنپالو او میوندې ملالو پیغلو ویني اود قبرونو خاورې وچې شوي نه وي چې بیا د تور دوزخي شيطان ، دوزخي پنجابي تورطالب، ځناور داعش او متحجرترهګر لیونیو سپیو له خوا د نـنګرهار د تنکیو ماشومانو خدمتګارې او بشرپالې سپیني کوترې درې تنه واکسیناتورانې چې د پولیوضد واکسین بکسونه یې په لاسوکې وود ماشومانو دکورونو د دروازو مخ ته په خورا نامردی او غلچکی رذیلانه برید شهیدانې شوې .
سترنه بښونکی.نه جبرانیدونکی، نړیوال سترجنایت اوبشري جرم دی چې د ۱۵ لمريزي پيړۍ او۱۴۰۰ ليږديز، لمریزکال په پیل کې ترسره شو.
اتلو ماشومپالو او انسانپالو شهیدو واکسیناتورانو!
تاسو بشریت اوانسانیت ته د چوپړ او د ګوځڼ پولیود ناروغیو څخه د تنکیو ماشومانو د ژغور او ساتنې په لاره کې تاریخي قرباني ورکړه. سپیڅلي په سرو وینولړلي ارواوې مو تل ښاد او یادونه ځلبلاند او زنده یاد اوسه .
د نـنګرهار چارواکی ښاغلی والي صیب ضیاَء الحق !
ستا د واکمنی په لنډ مهال خونړی دردوونکي اوتراژیکي پیښې رامنځته شوې . بې ډزه ،ډیزه اوځانوژونکي حملې د پاکستان په قونسلګری کې د ويزو داخيستلو په مهال په لسګونو ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړاوډیری ټپیان شول . که دې په تن کې وجدان اورښتینی ایمان وي بې له ډیله خپل ځای یوبل ویښ اوهڅاند مبارز شخصیت ته پريږده او د لوی نـنګرهار په وړاندې دا شهامت ښکاره کړه .
ستاسوپه اپورچونیستي اوورځچاري دریځ کې به ولس مشر غني هم بد نامه شي .
لوی نـنګرهاره ! په غم کې دې شریک یم .
۳۱/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button