نعنا «ويلنی» مو ستړیا له منځه وړي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نعنا هغه بوټی یا سابه دي چې د روغتیا لپاره ګټور او د کال په هر فصل کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. نعنا چې په کلیوالي یا عامیانه ژبه ورته وېلنی هم ویل کېږي، دوه ډوله دی: یو ډول یې په طبیعي ډول د پسرلي په را رسېدو سره د ویالو او پولو پر غاړو را شین کېږي.

بل ډول هغه نعنا ده چې بزګر یې په خپلو پټو کې کري او بیا ترې په کلونو کلونو ګټه اخلي او په بازار کې یې پلوري چې نورو سبزیو او سبو ته ځانګړی رنګ ورکوي.

د تغذیې برخې یو مشهور متخصص پیام فرح وایي، نعنان انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې له منځه وړي، نعنا د هاضمې سیستم لپاره ګټوره ده، هغو کسانو ته یې هم د خوړو سپارښتنه کېږي چې د ستړیا د له منځه وړو او انرژۍ اخیستو لپاره شيریني خوري.

کولی شئ له شنې او تازه نعنا څخه د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم په ورځني ډول د چای پر ځای د نعنا ځانګړی چای وڅښئ.

د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد باسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، سرطان کابو کوي، وینه پاکوي او د سابندۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

نعنا په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټایمین بي ۳ او فاسفور لري، ويټامین بي ۳ د پوستکي له سلامتیا سره مرسته کوي او نه پرېږدي چې د لمر هغه مضرې وړانګې چې تر پوستکي لاندې ژینیټیکي سلولونه له منځه وړي، پوستکي ته داخلې شي، له همدې کبله په بدن کې ويټامین بي ۳ او (نیاسین) ته اړتیا لرو تر څو د بدن تر ټول پوستکي لاندې د دې ډول سلولونو ساتنه وکړي.

که څه هم چې نعنا د معدې لپاره ګټوره ده، خو روغتیا پالان وایي هغه کسان چې د معدې زخم لري، د نعنا تر خوړلو مخکې باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button