مېوه باید له ډوډۍ دوه ساعته وروسته وخوړل شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول د مېوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او د خوښۍ احساس درکوي، خو په موږ کې دود دا دی چې د ټولې ورځې مېوه په دوو وختونو کې، یعنې له ډوډۍ وروسته خورو.

د تغذیې د برخې مشهور متخصص نوروز حقي وایي، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې ټول حجم اشغالېږي، معده ډکه او درنېږي، په دې وخت کې د مېوې خوړل د ګټې پر ځای ستونزې جوړوي، ښه دا ده چې له ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته مېوه وخوړل شي.

دی همدا راز وایي چې د ډېری کسانو بدن له ډوډۍ خوړلو وروسته د خوږو خوړو ته اړتیا پیدا کوي، نو اړ دي چې مېوه وخوري، دوی ته سپارښتنه کېږي، د دې پر ځای چې هم یې پر معده فشار نه وي راوستی او هم یې په وینه کې د خوږو یا قندو مېزان ساتلی وي، ښه ده چې د همدې مېوو مربا وخوري.

نوروز حقي وایي، د ورځې په اوږدو او بېلابېلو وختونو کې د مېوې خوړل د وینې فشار کنټرولوي، د فکري کار لپاره انرژي تولیدوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ستړیا له منځه وړي او د زیاتې غوسې مخه نیسي.

په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو بېلې مېوې په بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري، په مېوه کې د بدن د اړتیا ټول مواد په اصلي شکل پیدا کېږي.

هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button