مڼه مو له کومو ناروغیو خوندي ساتي؟

• مڼه يو له هغه میوو څخه ده چې د هر ډول ناروغي لپاره ګټوره ده.

• روزانه د يوي مڼي خوړل مو د زړه له حملې څخه ژغوري.

• په هره متوسطه مڼه کې ۲۵۸کالوري انرژي موجوده وي.

• د مڼې ډېر ويټامینونه د هغې په پوټکي کې او د پوټکې لاندې موجود وي، هڅه وکړئ چې مڼه له پوټکې سره وخورئ.
کوم کسان چی يې له پوټکې سره نشي خوړلای، بايد د مڼې پوټکی ورڅخه ډير نازک جدا کړي.

• مڼه د ويټامين A،B او C درلودونکي ده.

• د مڼي شربت د ټوخي او ټپ شوې آواز لپاره ګټوره ده.

• مڼه په زياته کچه کلسيم لري او دغه کلسيم يي په بدن کي د نورو کلسيمونو په جذب کی مرسته کوي.

• مڼه د ځيګر قوي کوونکې او اشتها راوړونکې میوه ده

• مڼه د ساه لنډۍ لپاره ګټوره ده، تر دې چې د مڼې بويول هم ورته تاثیرات ښيي.

• پخه شوې مڼه د معدې او ځيګر قوي کوونکې ده.

• مڼه د وينې د کلوسټيرول د کموالي سبب ګرځي.

• د مڼې خوړل د شکر ناروغانو ته هم ګټوره ده.

• په سترګو باندې د څو دقيقو لپاره د پاکې او يخې مڼې کيښودل د سترګو درد آرامه کوي.

• د مڼو اوبه د مخ په ښکلا کې هم رول لري، او د مخ ګونځي هم له منځه وړي.

• مڼه د مخ د پوستکې د نرموالي سبب ګرځي، داسي چې پخه شوي مڼه له شيدو سره مخلوط شي او مخلوط یې پر مخ د څو دقيقو لپاره مساژ شي او بيا په نیم ګرام اوبو ومینځل شي.

که غواړئ چې روغ او سالم بدن ولرئ نو ډېر کله له مڼې څخه ګټه پورته کړئ.

لیکنه: ډاکتره پلوشه حلیم

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button