مړینه Death‎‎

ژباړه: وړانګه اکبر

مړینه د ټولو هغو بیولوژیکي دندو یوه نه راګرځېدونکې او دایمي درېدنه ده کوم چې د یو ژوندي ژوي ملاتړ په غاړه لري. د دماغي مړینې لفظ کله کله د مړینې د قانوني تعریف په توګه کارول کېږي.د پخوانیو ژوندیو ژوو پاتې شوني په نورماله توګه وروسته له مرګه رژېږي یا هم په تجزیه کېدو پیل کوي.مړینه یوه حتمي او نړیواله پروسه ده چې بلاخره په ټولو ژوندیو ژوو کې پېښېږي.مړینه په ټوله کې له هره پلوه په ټولو ژوندیو ژوو کې د همغږۍ وړ ده.د مړینې کلمه یوازې دې ته نه کارول کېږي چې یو انسان او یا یو ژوندی ژوی په بشپړه توګه ومړ، د مړینې کلمه د یو ژوندي ژوي په جسم کې د یوې حجرې یا یو نسج له کاره غورځېدو او یا د دندې د نه ترسره کولو لپاره هم کاروو.ځينې څیزونه لکه وایروس چې تر اوسه د یو ژوندي ژوي په توګه نه دی پېژندل شوی وروسته له کاره د غورځېدو نه شونې ده چې د فزیکي زیان لیدنې نوم ورته وکاروو خو د مړینې نوم نه شو ورته کارولای ځکه وایروس یو ژوندی ژوی نه دی.د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ۱۵۰۰۰۰ انسانانو څخه زیات هره ورځ مري.
ډېری کلتورونه او دینونه د مړینې څخه وروسته د ژوند په هکله بېلابېل نظرونه او آندونه لري او ځينې کېدای شي د مرګ څخه وروسته د انسان دتېر ژوند په هکله د قضاوت په هکله هم باور ولري.د مړینې مفهوم په مړینه باندې د پوهېدو لپاره د انسانانو لپاره یوه کلۍ ده خو ډېر علمي او بېلابېل تعبیرونه د مړینې د مفهوم لپاره شتون لري.سربېره پردې د مړینې د مفهوم لپاره د یو رنځپال او حقوق دان له نظره د بېلابېلو تعریفونو د وړاندې کولو له امله یو واحد تعریف ته نه شو رسېدلای.د مړینې په تعریف کې یوه ننګونه له ژوند څخه د مرګ موندل دي.داسې هم ویلای شو چې مرګ هغه څه ته اشاره کوي چې ژوند پکې پای ته رسېدلی.د مړینې د کره وخت پېژندل ګران دي ځکه چې د ژوند د فعالیتونو درېدل په یو وخت کې په عضوي سیسټم کې رامنځته کېږي له همدې امله د مرګ او ژوند تر منځ باید کره حد موجود وي خو دا هم سخته ده ځکه چې د ژوند د تعریف په اړه لږه پوهه او د نظر عدم توافق شتون لري.دا ممکنه ده چې ژوند د هېښتیا او یا شعور تر اصطلاح لاندې تعریف کړو.کله چې هېښتیا او یا شعوري حالت ودرېد کولای شو ووایو چې ژوندي ژوي مړه دي. خو د دې لپاره چې وپوهېږو چې ایا ژوی ژوندی دی که مړ د هېښتیا یا شعور د اصطلاح کارول له عیبه پاک نه دی ځکه ډېری داسې ژوي شته چې ژوندي دي خو شعور نه لري لکه یو ژوندینکه ایز ژوي.بله ستونزه چې د شعور او هېښتیا په اصطلاح کې شتون لري هغه د ساینسپوهانو، ارواپوهانو او فیلسوفانو د تعریفونو سره نه همغږي ده. سربېره پر دې د ډېری دینونو او عقایدو پېروان په دې عقیده دي چې مړینه د شعور او هېښتیا د پای ته رسېدو سبب نه دی.د مړینې نور تعریفونه د بیولوژیکي کړنو په څرنګوالي راڅرخي لکه:کله چې یوه ژوندۍ هستي د بیولوژيکي دندو یوه نه ګرځېدونکې درېدنه تجربه کړي نو مړینه واقع کېږي.دا تعریف په انسان پورې هم اړوند دی داسې چې مړینه یوه نه ګرځېدونکې پروسه ده په کوم کې چې یو کس دا وړتیا له لاسه ورکوي چې د یو انسان په څېرواوسېږي. د دې له پاره چې د انسان د مړینې شېبه په کره توګه تعریف شوې وای د تاریخ له نظره دا بلکل یوه خیالی نظریه وه.د زړه د ټکان درېدل او د ساه د اخیستلو نه شتون به مرګ ګڼل کېده په داسې حال کې چې اوس موږ په دې پوهېږوچې د CPR او د Defibrillation (یو کنټرول شوی او له پاملرنې سره مل بریښنایي شوک دی چې د سینې د دیوال او یا د دسینې دعضلاتو له پاسه په زړه واردېږي تر څو د زړه نارمل ریتم رامنځته کړي) په پرمختګ سره پورته تعریف ناسم دی ځکه چې د زړه د ټکان له منځه تلل او د ساه ورکېدل کله کله د پورته پرمختګونو په شتون کې بیا ځلي د رغېدو وړ دی.د مړینې دا ډول چې پکې د زړه ټکان او د ساه اخيستل له درېدو سره مخ کېدل د DCDD په نوم یاد شو دا مخفف د The circulatory definition of death څخه اخیستل شوی چې معنا یې د مړینې د دوران تعریف دی.هغه چا چې د DCDD په هکله یې توضیح ورکړې وه په دې باور وو چې دا تعریف د قناعت وړ دی ځکه چې کله چې یو کس د وینې د دوران او د ساه د اخیستلود دندې له دایمې بایلنې سره مخ شي نو مړینه هرومرو ده چې رامنځته شي.ددې تعریف انتقاد کوونکو داسې نظر وړاندې کړ کله چې د ذکر شوو برخو دندې په دوام لرونکې بڼه کېدای شي کار پرېږدي نو دا په دې معنا نه ده چې حالت د بدلون وړ نه دی ځکه کله چې CPR تطبیق شي نو کس کولای شي چې ژوند وکړي.CPR د انګرېزۍ ژبې له Cardio pulmonary resuscitation څخه اخیستل شوی او معنا یې د د زړه او د سږو بیاځلي ژوندي کول دي.سربېره پردې که زړه او سږي له کاره ولوېږي د نورو ډېرو ژوند بخښونکو لارو چارو څخه کار اخیستل کېږي لکه د غړو پیوند او artificial pacemaker .
په اوس وخت کې که خبره د مړینې په هکله شي نو رنځپالان د دماغي مړینې او یا بیولوژیکي مړینې نوم کاروي تر څو یو کس د مړپه نوم ونوموي.خلک هغه وخت مړه ګڼلی شو کله چې د هغوی د دماغو برېښنایي کړنې ودرېږي. دا په دې معنا چې د دماغو د برښنایي کړنو درېدل د هیښتیا یا شعور د پای ته رسېدو ښودنه کوي.
نښې:د مړینې نښې په لاندې ډول دي کوم چې د ګرمې وینې لرونکو ژوو په بدن کې رامنځته کېږي:
د ساه د اخیستلو درېدل یا د ساه نه اخیستل.
د زړه درېدل چې کوم نبض شتون ونه لري.
دماغي مړینه چې عصبي کړنې شتون ونه لري.
هغه مرحلې چې وروسته له مرګه پېښېږي:
د پوستکي د رنګ پیکه کېدل چې له مړینې څخه ۱۵-۱۲۰ دقیقې وروسته رامنځته کېږي چې ورته pallor mortis ویل کېږي.چې د لاتینې ژبې له pallor د کم رنګه یا خاسف کېدو او mortis د مړینې په معنا ده اخیستل شوې ده.او د مړینې څخه وروسته لومړۍ مرحله ده.او په هغه خلکو کې رامنځته کېږي چې سپین پوستي وي.
د بدن د تودوخې کموالی چې وروسته له مړینې رامنځته کېږي او دا یو ثابت کموالی دی د تودوخې دې کموالي ته algor mortis ویل کېږي. چې د لاتینې ژبې له algor چې د سوړوالي په معنا او mortis د مړینې په معنا ده اخیستل شوی دی.
وروسته له مړینې د مړي نهایات یعنې پښې او لاسونه کلکېږي چې دې نښې ته rigor mortis ویل کېږي چې د لاتینې ژبې له rigor دکلکوالي په معنا او mortis دمړینې په معنا ده اخیستل شوی دی.
د بدن په شا تخته د وینې ټولیدل هم د مړینې څخه وروسته رامنځته کېږي چې دې نښې ته livor mortise وایي دا هم د لاتینې ژبې له livor یعنې آبي ته ورته رنګ او mortis د مړینې په معنا دی اخیستل شوی دی.
خوسا کېدل چې د تجزیه کېدو لومړی پړاو دی دې پړاو ته .putrefaction ویل کېږي.
تجزیه کېدل چې هر څه په جسم کې په کوچنیو ټوټو ویشل کېږي چې له یو ځواکمن او نه خوښوونکي بوی سره مل وي دې پړاو ته decomposition ویل کېږي.
په سکلیټ بدلېدل کوم چې د تجزیه کېدو وروستی پړاو دی او ټول نرم انساج په تجزیه اخته شوي وي او یوازې سکلیټ پاتې وي دې پړاو ته skeletonization ویل کېږي.
د مړینې څخه وروسته بل پړاو د fossilization په نوم دی چې سکلیټي پاتې شوني تر یوه اوږده وخته ساتل کېږي.
د مړینې لاملونه: په مخ پر ودې هیوادونو کې د مړینې عمده لاملونه انتاني ناروغۍ دي. په پرمختللو هیوادونو کې د مړینې عمده لاملونه د زړه ناروغۍ او سټروک دی چې دا دواړه د atherosclerosis (د اکلیلی شریانونو دننه لومن چې د شحمي پلک په واسطه نری شوی او یا بند شوی وي) په واسطه رامنځته کېږي.سرطان او نورې هغه ناروغۍ چې په څاغوالي او عمر پورې اړوند دي هم په پرمختللو هیوادونو کې د مړینې کچه لوړه کړې ده.په پرمختللو هیوادونو کې د مړینې لوړه سلنه په مړینې پورې د تړلو ناروغیو له امله رامنځته کېږي چې دا ناروغۍ هم د عمر په تېرېدو سره رامنځته کېږي لکه د هومیوسټازس بایلل (هومیوسټاسز د یو ثابت داخلی ،کیمیاوي او فزیکي حالت څخه عبارت دی کوم چې د ژوند له سیسټمونو سره تړلی دی دا حالت د بدن د تودوخې ،د PH توازن او د مایعاتود برابرۍ له مخې ساتل کېږي )،د زړه درېدل،په اکسېجن او غذایي توکو د خړوبېدو نیمګړتیا او د دماغو او نورو انساجو نه راګرځېدونکی له منځه تګ.په نړۍ کې له ۱۵۰۰۰۰ مړو څخه چې هره ورځ مري څه نا څه دریمه برخه د دې مرګونو په عمر پورې د اړوند ناروغیو له امله رامنځته کېږي. په صنعتي هیوادونو کې د مړینې دغه تناسب ډېر لوړ دی چې نږدې ۹۰٪ ته رسېږي.د طبي وړتیاوو په زیاتېدو سره مړینه اوس داسې یو حالت دی چې د اداره کولو وړ دی او هغه مړینه به چې په کور کې رامنځته کېده په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې تر ډېره راکمه شوې ده.په مخ پر ودې هیوادونو کې څرنګه چې عصري طبي ټکنالوجۍ ته لاسرسي نشته او خلک یې له ښکتني روغتیایي حالت سره مخ دي مړینه د انتاني ناروغیو له امله رامنځته کېږي.له دغو انتاني ناروغیو څخه یو هم نری رنځ دی چې یوه بکټېریایي ناروغي ده چې په ۲۰۱۵ کال کې یې ۱.۸ میلیونه وګړي وژلي وو.ملاریا هم چې د مخ پر ودې هېوادونو ناروغي ده په هر کال کې یې له ۴۰۰ څخه تر ۹۰۰ میلیون پېښې یې د تبې سره مل وي او ۱-۳ میلیونه وګړي هر کال مري.په ۲۰۲۵ کال کې له ایډز څخه له ۹۰-۱۰۰ میلیونه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د Jean Ziegler د وېنا پر بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې د ټولو مړینو ۵۸٪ سلنه د غذایي توکو د نه شتون له امله رامنځته شوې وه.زیګلر ویلي وو چې که په ټوله نړۍ کې دوه شپېته میلیونه وګړي د هر لامل له امله ومري په دوي کې به شپږدېرش میلیونه د ولږې او هغو ناروغیو له امله مړه وي چې د غذایي توکو د کموالي له امله رامنځته شوې وي.
د تمباکو کاروونې ،۱۰۰ میلیونه وګړي په شلمه پېړۍ کې له مېنځه یووړل او په ۲۱ پېړۍ کې کولای شي یو بیلیونه وګړي له منخه یوسي چې دا مسله د نړۍ د روغتیایي سازمان له خوا وړاندې شوې ده. سټرس یا ذهني ستړیا،د ترافیکي پېښو زیاتوالی،د فابریکو د لوګیو زیاتوالی چې د ساییزو ستونزو زېږوونکي دي، د جنایي جرمونو زیاتېدل او ګڼ شمېر نور فکتورونه شته چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې مړینې رامنځته کوي.
زوړوالی: زوړوالی هغه سناریو ته اشاره کوي چې په هغه کې یو ژوندی موجود له ټول بدو پېښو څځه د ژوندي پاتې کېدو وړتیا ولري خو بلاخره مړینه د زاړه عمر سره مل ده.د څارویو او بوټو حجرې په طبیعي ډول د تولید په ټوله دوره کې د مثل تولید او فعالیت کوي خو د عمر په تېرېدو حجروي فعالیتونه بدتر کېږي او منظمې دندې له ویجاړۍ سره مخ کېږي.د حجراتو په تدریجي ډول مړینه او د بدتر کېدو وړتیا دا څرګندوي چې حتا له دې سره سره چې دوامداره مېټابولیک فعالیتونه او د ژوند وړتیا شتون لري خو حجرې په طبیعي ډول په اوږد مهاله او ثابت ډول د ژوند د ظرفیت په کموالي محکومې دي.په برتانیې کې په هرو لسو مرګونو کې نهه داسې وي چې له زوړوالي سره اړیکه لري چې په۱۵۰۰۰۰ ورځنیو مرګونو کې ۲/۳ برخه یې د زوړوالي سره اړیکه لري.
مړینې ته احساساتي ځواب: ډېری خلک له مړینې وېره لري. دمړینې په هکله فکر کول،پلان ورته برابرول او په هکله یې غږېدل د انسانانو د نا راحتۍ لامل ګرځي. بېلابېل وګړي د خپلو مړینو په هکله بېلابېل تصورات لري.خو له دومره اوهامو سره سره خلک داسې مري چې نه یې وېره څرګندېږي او نه هم د خپلې مړینې پېښېدل موندلی شي.ځکه یو کس په یوه شېبه کې خواړه خوري،قدم وهي او مطالعه کوي خو په بله شېبه کې همدا کس مري.شونې ده چې دا کس کومه ناروغي ولري یا یې ونه لري.

نور ښکاره کړئ
Back to top button