مينه او وخت

مينه او وخت

ژباړه :: محيب رحمتي
يو وخت يو ځاى يوه جزيره وه، چېرته چي ټول احساسات خوښۍ، خفګان، پوهه،
او نور ټول د ميني په ګډون سره اوسېدل ، يوه ورځ احساساتو ته خبردارى
وركړل شو چي جزېره غرقېږي، هغه ټولي كښتۍ چي جوړې شوې وې راوړل شوې او
ټول په كي شپاره شول، يوازي مينه پاته شوه .
ميني غوښتل چي د ژوند تر وروستۍ شېبې پوري پاته شي .
څه وخت چي جزېره ټوله په غرقېدو شوه، نو ميني پرېكړه وكړه چي د مرستي غوښتنه وكړي .
شتمنۍ په يوې ستري كښتۍ كي د ميني له څنګ څخه تېرېده، مينه ورته و ويل :
– شتمنۍ! ته ما له ځان سره وړلاى شې؟
شتمنۍ ورته و ويل :
– نه، له ما سره په كښتۍ كي ډېر سره او سپين زر دي، دلته ستا لپاره كوم ځاى نسته .
ميني پرېكړه وكړه چي له باطل څخه د مرستي غوښتنه وكړي، چي هغه هم د دې له
څنګه تېرېدى :
– باطله، مهرباني وكړه له ماسره مرسته وكړه .
– مينې ! زه له تا سره مرسته نه شم كولاى، ځكه چي ته ټوله لنده يې، كېداى
شي چي زما كښتۍ خرابه كړې .
خفګان ميني ته نژدې و، ميني غوښتنه ترې وكړه :
– خفګانه! ما پرېږده چي له تاسره ولاړه شم .
– اوووو، مينې! زه ډېر خفه يم، زه دې ته اړتيا لرم چي له ځان سره مرسته وكړم .
خوښۍ هم د ميني له څنګ نه تېرېده، هغه په دا ډېره خوشحاله وه چي هغه د
ميني غږ نه دى اورېدلى، او ځان يې كوڼ واړوى .
ناببره يو غږ شو :
– مينې ! راشه، زه تا له ځان سره وړم .
دا يو خوشحاله مشر و .
ميني له يوه بل مشر پوهي څخه پوښتنه وكړه :
– له ما سره چا مرسته وكړه ؟
پوهي ورته و ويل :
– دا وخت و .
ميني پوښتنه ځني وكړه :
– وخت ولي له ما سره مرسته وكړه ؟
-پوهي وخندل او په ځيركتيا سره يې ورته و ويل :
– ځكه چي يوازي وخت په دې پوهېږي، چي مينه څومره د قدر ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button