مينه او عشق؛ توپيرونه يې څه دي؟

ليکنه ـ خالقداد همت

راشئ دې پوښتنې ته دقيق ځواب ولټوو چې مينه څه ده او منشا يې چېرې ده؟
زړه، دماغ، روح او که شهوت؟
د مينې په اړه فيلسوفان بېل تعريف لري، عارفان ورته بېل تعريف لري، شاعران بېل او پيغمبران “ع” بېل.
آيا کله مو فکر کړی چې يوه مور تنور ته ناسته وي ډوډۍ ورته وهي ناڅاپه د زوی ژړا واوري، له ځان سره ووايي: دلته مې تنور تود شو، ذغالې مې ورته جوړې دي او هلته مې نازولی زوي ژاړي خدايه څه وکړم. بيا ووايي په ډوډۍ دې اور ولګي ځم چې زوی مې قرار کړم په منډه لاړه شي زوی په غېږ کې واخلي په مخ مخ يې په وار ـ وار ښکل کړي اوښکې يې ورپاکې کړي، غذا ورکړي چې کله ارام شي، په شونډو يې مسکا راشي په ځای يې څملوي او لاړه شي خپلې ډوډۍ ته. دا کومه مينه ده چې يوه مور دې ته هڅوي؟
ددې صحنې په ليدو به تاسې حتمأ وايئ چې خدايه تا ددې مور په زړه کې څومره زوروره مينه اچولې چې تود تنور يې د زوی له ژړا ځار کړ.
ښايي تاسې به په کوم ژوبڼ يا فلم کې زمرۍ يا پړانګه ليدلې وي چې بچې يې راشي او په غاړه او زنه يې خپله ملا ومښي او مور يې هغه په مخ او څټ په وار وار وڅټي، زمرۍ يا پړانګه دلته د خپل فطري عادت له مخې چې داړل او څيرل دي هېروې او په زړه سوانده مور بدلېږي. پوښتنه دا ده چې ددې صحنو وروسته که تاسې ته څوک ووايي چې ددې مينې منشا عقل ده. په داسې حال کې چې دې ټولو د عقل خلاف کار کړی. يا ووايي ددې مينې منشا ښايست ده آيا دا ادعا ورسره منئ؟ په داسې حال کې چې مينې بدرنګي ورته ښايسته کړی. يا ووايي چې احتياج ده ورسره منئ يې؟
دلته مينه څو حالتونه او صورتونه لري.
محبت، الفت، رحمت او عشق
چا په مينه، ګرانښت، خوښېدل او عشق وېشلي
که تاسې يو څوک ګورئ چې ډېر بې وزله دی دده دا بې وزلي او پرېشان حالت ستا په زړه کې يو احساس راولاړوي چې دې ته رحمت وايي.
که ته يو څوک ګورې چې افکار او اخلاق يې تاته ورته دي ځان ته يې نږدې مومې دغه نږدېوالی چې ستا په زړه کې کومه کينه راولاړوي دې ته الفت وايي.
که څوک له تاسره احسان وکړي کوم څه يې تاته ښه وبريښي د احسان چې په تا کې کوم احساس را پاروي دې ته محبت وايي او عشق عمومأ شهواني وي.
بعضې صوفيان له الله تعلی سره هغه مينه چې نوم يې محبت او منشا يې عقل ده د عشق په نوم يادوي. ځان ته عاشق او خپل محبوب ته معشوق وايي چې دا له ادبي پلوه غلط تعبير او د بعضې موليانو په وينا نا جايزه نمونه ده.
له الله تعلی سره زموږ مينه عشق نه عقل ده، موږ الله “ج” پېژندلی دی، د هغه بې شمېره پېرزوينې مو احساس کړي دي، د هغه د رحمت اثرات هر لوري ته او په هر ګام کې وينو.
په عالم کې ښکلا، جمال، نظم، اداره، ساتنه، پالنه، د مخلوقاتو اړتياوو ته ځواب ويل…. د هغه د قدرت او صفاتو مظهر ګڼو او دغه احساس د الله تعالی په اړه په موږ کې محبت پيدا کوي. لکه چې وايي:الله ج د هغه چا د ايمان ادعا نه قبلوي چې خپل رب تر هر څه ورته محبوب نه وي.

عشق څه ده؟
که په لنډه کې ووايو عشق د خپلې معشوقې ډېر ګرانښت ته وايي. عشق ته مختلف تعريفونه شوي او له اوسه ورته جامع تعريف نده شوی، عشق درې مرحلې لري:

۱_ مبتلا کېدل يو انسان يو ناڅاپي ډول د يو چا په مينه کې مبتلا کېږي هغه که هره وجه وي.
۲_ دوهمه مرحله د اولې په نسبت لږه سخته ده په عشق کې عاشق ځورېږي او دا درد يوازې دې احساسوي.

۳_درېمه مرحله وصال يا بېلتون ده
کله چې عاشق وصال ته ورسېږي نو نړۍ ورته نوې ښکاري، هر څه ورته تازه ښکاري ځکه د عشق درد ورته له هر څه سخت وي.

د عشق د کلمې منشا
عشق د عشقيه له کلمې اخيستل شوی او دا يو بوټی ده چې ځان د نورو په وجود پورې نښلوي او د هغه له بدن ګټه اخلي.
عشق د لېونتوب هغه حد دی چې انسان پکې خپله ګټه او تاوان نه پېژني، د انسان عقل او شعور کار پرېدي او يوازې د خپل معشوق په غم کې غمجن وي.
په عشق کې عاشق ړوند وي هغه په خپل معشوق کې هيڅ ډول خامي نه ويني معشوق يې ددنيا تر ټولو لويه هستي وي او لاس ته راوړل يې د ژوند لوی هدف وي.

د عشق او مينې تر منځ فرقونه
په شروع کې د عشق او مينې څو نښې وايم بيا ځم خپلې موضوع ته

د مينې نښې:
۱_له چا سره چې مينه لرئ نو هره خبره ورته مستقيمأ کولی شئ.
۲_له چا سره چې مينه لرئ په ليدو يې خوشالېږئ او مخې ته ورځئ.
۳_له چا سره چې مينه لرئ د زړه خبره ورته کولی شئ.

د عشق نښې:
۱_له چا سره چې عشق لرئ نو خبره به ورته صفا نشئ کولی.
۲_له چا سره چې عشق لرئ په ليدو به يې ستا رنګ ژېړ او ورخطا کېږې به.
۳_له چا سره مو چې عشق وي ترې شرمېږئ به او خبره به ورته صفا نشئ کولی.
مينه ددوو زړونو تړلو ته او عشق د زړه تړلو ته وايي. مينه کوونکي ته محب او مقابل جانب ته يې محبوب وايي چې محب پرته لدې چې د محبوبې خوشالي غواړي ورځني کارونه هم کوي خو عاشق په خپل عشق کې دومره غرق وي چې هر څه ترې پاتې وي او يوازې د معشوقې خوشالي غواړي.
مينه د يوې لافاني جذبې او رښتينولۍ نوم ده مګر عشق د عاشق د هغې دنيا نوم ده، چې په هغه کې د خپل معشوق پرته بل هيڅ نه ويني او د لېونتوب تر داسې بريده رسېدلی وي چې خپل ځان هم تر هېر وي.
مينه کوونکی د ټول بشريت ارامي او سوکالي غواړي او عاشق په خپل جنسي تسکين هسې وي نو ځکه د مينې نسبت الله تعلی،د هغه رسول،مور اړ پلار او بل هر چا ته کېږي خو د عاشق هغه تر خپلې معشوقې محدود وي.
مينه د هر چا هر شي سره او هر وخت کېږي،خو عشق يوازې د معشوق لپاره وي او يوازې يو ځل کېږي.

صوفيانه عشق
محبت يا مينه د حب له کلمې څخه اخيستل شوې ده چې کږېدلو او ورماتېدلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه ګرانښت ده چې د کرکې او نفرت ځای نيسي. خو عشق ته داسې تعريف شوی چې ټول يوې معنې ته راګرځي. فيلسوفانو او عارفانو عشق په درې برخو وېشلی ده.
۱_د خدای ج خوښي او هغه خپل معشوق بلل.
۲_ د واقعي عشق خلاف يعنې هغه عشق چې د خدای ج له ډات پرته له يو بل چا سره کېږي.
۳ ـ پټ يا نفساني عشق: شهواني يا حيواني عشق هم ورته وايي.
د واقعي عشق مسله په افلاطوني فلسفه کې ځانګړې رېښه لري خو د پيغمبرانو په فلسفه کې روښانه معنا نلري يعنې ډېر ندی استعمال نو عشق او نور فلسفي مفاهيم لکه عرفاني اصطلاحات په احاديثو کې ځان ته ځای ندی احاطه کړی.
په قرانکريم کې مينه او حب نسبت خدای ج ته او بنده ګانو ته يې ډېر کارېدلی خو د عشق کلمه يو ځل هم نده ذکر شوې.
د عشق او مينې اساسي توپير څرنګه چې په تعريف کې ذکر شوی لدې ټکي معلومېږي چې عشق په محبت کې زياده روي ته وايي او د اعتدال له حالت نه وتل دي. دا لازم دي چې عشق بايد په عاشق کې د عقل له زوال سره ثابت قدمه وي.

اوس راځو څو ټکو او مطلبونو ته:
عشق نه يوازې د پيغمبرانو په نزد بلکه د عاقلانو او عالمانو په نزد هم مدی ستايل شوی.که چېرې عشق ستايل شوی امر وای نو په قرانکريم کې بايد خدای ج د رسول ص اقرباوو او خپلوانو ته د عشق کلمه کارولې وای. په اسلامي متونو کې عشق د نه استعمال وجه داده چې اسلام د عدل دين دی نه افراط قبلوي او نه تفريط. نو ويلی شو چې عشق نسبت مينې ته د بې باکۍ په حالت کې قرار لري.
مينه او مېړانه د عقل ملازم دي نو ځکه يې د خوښې وړ اعمالو له ډلې حسابوو.
خو تهور او بې باکي د عقل د زوال باعث کېږي ځکه يې د بدو اعمالو له ډلې حسابوو.
نو بنأ پيغمبران ع د مينې او مېړانې غوره اشخاص دي. و هيڅ کله هم د پيغمبرانو له خوا نه بې باکه کارونه ندي ليدل شوي او هيڅ يو پيغمبر ته د عشق او عاشقۍ نسبت ندی ورکړل شوی او نه کېږي.
د مينې بل فرق له عشق سره دادی چې عشق يو ارادي امر دی او معمولأ د هغه منشا ښکلا وي خو کس د عارفانو په نزد عشق نه تېرېدل په حيواني عشق لري. له بل پلوه هر ښکلی شی نشي کېدای د عشق موضوع شي لکه عشق نسبت يوې ښکلې مجسمې ته اصلأ معنا نلري نو په عشق کې علاوه د ښکلا له حسه يو ډول ژوندۍ اړيکه د عاشق او معشوق تر منځ لازمه ده.
محمد بن ذکريا د عشق په باره کې وايي: عاشق په عشق کې د حيوانيت له حده هم تجاوز کوي له هوا او خپلې شهواني غوښتنې هم اطاعت کوي او دوی اکثره لېوني وي چې له خورد او خوراک پاتې وي.
نو عشق هغه هم شهواني نشي کېدای د خدای ج د عشق مقدمه شي نو بنأ عشق له خدای ج سره کومه روښانه معنا نه لري. ددې ادعا د ثبوت لپاره څو دليلونه او مطلبونه وړاندې کوو:

اول مطلب
خدای ج په يوه ايت شريف کې فرمايي: ما انسان او پېريان ندي پيدا کړي، خو پيدا کړي مې دي د خپل عبادت لپاره.
د انسان د خلقت هدف يوازې او يوازې د خدای ج عبادت ته ځانګړی شوی او ددې هدف لپاره يې پيغمبران ص هم راستولي دي .او فرمايلي يې دي: ما په هر امت کې رسول مقرر کړی تر څو د يوه خدای عبادت وکړئ او د طاعون له پلوۍ وګرځئ.
خدای ج ځينو ډلو ته هدايت وکړ او ځينې ډلې يې ذليله کړې چې د ګمراهي لمنه يې نيولې وه

دوهم مطلب
د پيدايښت له پلوه خدای ج ته تر ټولو محبوبترين مخلوق عقل دی.
امام باقر رح فرمايي: څنګه چې خدای ج عقل پيدا کړ له هغه يې پوښتنه وکړه چې مخکې راشه؟
نو مخکې راغی. وويل لاړ شه، نو بيا لاړ
نو ويې ويل: په خپل جلال او عزت مې قسم له تا مخکې مې داسې مخلوق ندی پيدا کړی چې تر تا راته محبوب وي او ته مې هغه چاته چې راباندې ګران وي ورکړی يې. همغه امر او نهې، مکافات او مجازات تاته متوجه دي. د شريعت له نظره عقل هغه شی دی چې د هغه په وسيله د خدای ج عبادت کېږي.
له امام صادق رح څخه وپوښتل شول، عقل څه ده؟
(څه شی چې د هغه په وسيله د خدای عبادت کوو او په وسيله يې جنت لاس ته راوړو)
کله چې ادم ع ته د عقل، دين او حيا کې اختيار ورکړل شو نو ده ع عقل انتخاب کړ دين او حيا وويل هر ځای چې عقل وي موږ هم هلته يو.
که چېرې ايتونو شريف او احاديثو ته توجه وکړو نو دا نتيجه لاس ته راځي چې اسلام د عقل دين دی نه د عاطفې او نه هم د عشق او عشق بازۍ.
علامه طباطبايي رح فرمايي:کوم فکر چې قران دهغه طرف ته هدايت کوي هغه صراط مستقيم ده او صراط مستقيم هغې روښانه لارې ته وايي چې په هغه کې هيڅ اختلاف نه وي او حق سره په ټکر کې نه وي او دا مفکوره اصلأ په کتاب کې نده تعينه شوې خو دا چې انسان يې د فطري عقل په وسيله پېژني حواله يې ورکړې.
او اسلام په عقلي درک ولاړ ده او عقلي درک نه مراد د صحح لارې فکر کول دي دا هغه څه دي چې په فطري عقل د هغه نه يادونه کوو.
ددې دوو مطلبونو نتيجه دا شوه چې د خدای ج عبادت او کمال ته رسېدل پرته له عقل ممکن ندي.

درېيم مطلب
په ايتونو او د پيغمرانو ع په رواياتو کې عقل د کمال له حيثه د بشري ټولنو په لوړو څوکو کې ځای لري او د خدای ج محب دی. همدارنګه د فقهاوو په کلماتو کې د تقليد په مرجعو کې او د دين لويو عالمانو چې د پيغمبر وارثين دي ويلي چې: د انسان بشپړ او پوره کېدل يوازې او يوازې د خدای په عبادت پورې تړلي دي او د عبادت لارې او طريقې پيغمبرانو ښودلې دي. نو د قران، احاديثو او د پيغمبر د رواياتو با وجود بعضو ابداعي لارو ته چې صوفيانو او عارفانو ښودلې چې عشق خدای ج د رسېدو يوازينۍ لاره ده هيڅ ضرورت نشته.

څلورم مطلب
په قرانکريم او د پيغمبر ص په احاديثو کې حتا يو ځل هم ندي ليدل شوي چې عشق دې د انسان د تکامل باعث شي او يا حداقل انسان د عبادت طرف ته کش کړي او يا عشق خپله عبادت ګڼل شوی وي. نو پدې حوزه کې عشق يو بېکاره او غريب شی ګڼل کېږي. خو په قرانکريم کې د حب او مؤدب کلمې ډېرې ليدل کېږي حتا په قرانکريم کې ايتونه شته چې زموږ حقيقي مينه نسبت خدای ج ته واضح کوي.

مثلأ وايي:ووايه اې!که خدای ج سره په رښتيا مينه لري نو دهغه عبادت وکړه تر څو تا سره هم مينه وکړي. مينه له شککنو چارو څخه ده چې پياوړې او ضعيفه رتبې لري. “اشدحبالله” پدې دلالت کوي چې حب يا مينه رتبې لري چون مينه يوه وجودي اړيکه ده او وجود پخپل ذات کې مشکوک وي خدای ج اهل حب ده او خپلو بنده ګانو سره مينه لري. اما د مينې حقيقت په شعور او علم ندی ولاړ نو د طبيعي بنسټونو لپاره هم مينه وجود لري.
د مينې مشکوک والی ددې دليل نشي کېدای چې عشق هم د مينې له مرتبو څخه دی چون د مينې او عشق تر منځ ماهيتي اختلاف وجود لري هماغه شان چې د کرکې او مينې تر منځ اختلاف وجود لري. همدا علت ده چې کله لېوالتيا د محبت له حده تېره شي په عشق بدليږي.

لکه څنګه چې په مجتمع البحرين کې د عشق تعريف داسې شوی: هوتجاوز الحدفیالمحبه

همدارنګه که د مينې صفت کم شي په کرکه بدلېږي نو بنأ مينه يو ارادي امر دی او پخپل ټول کمال د عقل په قدرت د انسان په نفس کې د تحقق وړ دی .او عشق چې يو غير ارادي امر دی او کله چې د انسان په نفس کې موجود وي د عقل قدرت کمزوری کېږي او حتا زايل کېږي.

څنګه چې کينه او نفرت د مينې له مرتبو نه شمېرل کېږي همدارنګه عشق هم د مينې له مرتبو نه شمېرل کېږي.
علامه طباطبايي رح فرمايي:مينه د عبادت يو خالص ترين علت ده او فرمايي عبادت په دريو لارو حاصلېږي خوف،رجا او حب محبت د مينې په سبب خالصترين عبادت دی اما عبادت د خوف او رجا په سبب له شرک نه خالي ندی او عبادت د اميرالمؤمنين غوندې د مينې په سبب دی چې فرمايي:زه تاته عبادت ستا د ډار له امله نکوم او نه هم ددې لپاره چې د جنت تمه ولرم بلکه ددې لپاره چې ته مې د عبادت لايق پيدا کړی يې او ستا عبادت کوم.
له خدای ج سره دمينې يوه نښه داده چې موږ له لمانځه او نورو عباداتو خوند اخلو
خو صوفيان او عارفان ددې برخلاف عشق له عقل پورته ګڼي او عشق خدای ج د نژدېوالي اصلي لامل بولي. ډاکټر عباس(کي منش)پدې باره کې وايي: صوفيان عشق د خدای تعلی صفت او د انسانيت عالي او انساني لطيفه يې بولي او د عقل سلامت والی او حس په هغه سنجوي او عشق د تهذيب، اخلاقو او د باطن د تصفيې وسيله ګڼي او وايي عشق ادمي هيلې په يوې غوښتنې بدلوي.
استاد شهيد مطهري رح وايي: د صوفياني او عارفانو په نزد د انسان ارزښت په عشق کې خلاصه کېږي او په نورو ارزښتونو حتا په عقل هم اعتنا نه کوي او له حده ډېر شوق د عقل ضد ګڼي او د هغه په وړاندې مبارزه کوي.
ملا صدرا د عارفانو د عشق په باره کې نظر ورکوي او وايي:له ښکلو مخونو نه شديد خوند اخيستل چې په هغه کې نرم خويونه او د بدن د غړو ښايسته ترکيبونه وجود للريپه انسان کې ددې عشق موجوديت له فضايلو او محسناتو شمېرل کېږي چې لمين ښايسته هلکانو ته کوم تمايل چې لري ددې په وجه ورته ښه درس ورکوي او وايي چې دا عشق انسان حقيقي عشق ته رسوي پدې دليل چې«المجاز القنطره الحقيقه»
يعنې مجازي عشق د حقيقي عشق مقدمه ده اما کومې کړنې چې بعضې صوفيان يې ترسره کوي دهغوی له نقل قولونو څخه چې ويل شوي ټول په حيواني عشق مبتلا دي.

صوفيان او عارفان پدې عقيده دي چې مجازي عشق ،حقيقي عشق ته د رسېدو پول يا لاره ده او پدې باره کې ملا صدرا وايي:ددې مينې(عشق)استعمال درفاني لارې په نيمايي کې په داسې حال کې چې د نفس مجازات او د غفلت له خوبه د نفس او شهوت د پاڅولو وسيله بولي. خو د نفس د تکميل په وخت دالهي علومو او قدس عالم سره د هغه تړل نور د لياقت لپاره ندي چې بيا ځلې په دې عشق مشغول کړي.

البته دا د صوفيانو لپاره ښه بهانه ده خو اصلي مسله متعدد شکلونه لري.

اول خو حقيقي عشق نسبت خدای ج د تحقق وړ ندی تر څو مجازي عشق ورته پول جوړ شي .دوهم عارف هغه وخت په مجازي عشق کې مشغول دی چې څنګه ده ته ممکن ده چې حيواني عشق په مجازي عشق واړوي او څنګه دا حدود د حقيقي او مجازي عشق په هغه کې ايجاد شي تر څو هغه پوه شي چې د وصال مقام ته رسېدلی او نور بايد له مجازي عشق نه پرهېز وکړي.

دوهم_ايا له مجازي عشق نه پرهېز وروسته له دې نه چې پکې غرق شوی وي امکان لري؟

دريم_ د قدس عالم سره د وصال نه وروسته د عارف بيا ځلې ګرځېدل مجازي عشق ته دا پخپله ددې چې عاشق اصلأ حقيقي عشق ته ندی رسېدلی او نه رسيږي.

په هر صورت دا واضح ده چې صوفيان او عارفان عشق د انسان د بشپړتيا يوازينی لامل بولي پدې سربېره عشق د خدای ج په عبادت او د انساني کمالاتو په حاصلولو کې کم ځای نلري نو هغه بايد له دې حوزې خارج ونګڼو او هغه محدوديت چې دوی ته ځانګړی شوی خاص ځای لري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button