موقت حکومت د بهرنیو استخباراتو نسخه

موقت حکومت د بهرنیو استخباراتو نسخه

عبدالمنان توحیدیار

افغانان کلونه خواري وکړي، قرباني وکړي، نظام په وینو وساتي، خو یوه ډله د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ راپورته شي، جګړه وکړي، وینې توی کړي، افغانان ووژني او بیا د سولې په بدل کې هر څه له سره پيل کول غواړي.

دا که تیر څلویښت کلن تاریخ ته ولیدل شي، همدا وضعیت روان دی، هر څوک او هره ډله چې راپورته کیږي، وایي له سره یې پيل کوو، خو هره ډله خپلې نیمګړتیاوې لري او بیا د بل نظام د تجربه کولو نسخه وړاندې کیږي.

افغانستان چې تیرو شل کلونو کې سختې ورځې تیرې کړې، بهرنیانو ملیاردونه ډالر مصرف کړل، سلګونه زره افغانان ووژل شول، جمهوریت نظام د پياوړتیا لپاره سرتیرو قرباني ورکړه، اوس بله ډله راپورته شوې چې دا نظام دې له منځه لاړ شي او یو بل عبوري یا موقت حکومت دې راشي.

دا هر څه هرو څو کلونو کې افغانانو تجربه کړي او داسې څه نه دي پاتې چې بیا یې تجربه کړي، خو نتیجه یې سمه نه وه، یواځې جمهوریت او د اوسني نظام دوام کولی شي چې افغانان هیلو ته ورسوي.

هو، اصلاحات کیږي چې په هر نظام او ډول کې راشي، دا اصلاحات د ټولو طرفونو له لوري رامنځ ته کیدلی شي چې د اوسني نظام او جمهوریت د پياوړتیا سبب کیږي، خو دا هر څه له منځه وړل او بل نظام او یا بل سیستم رامنځ ته کول، هر څه له سره پيل کوي، خو هیڅ نه ښه کوي.

موقت حکومت د افغانانو غوښتنه نه ده، یواځې یو څو سیاسي او قومي سوداګر چې اوسني نظام کې حاشيې ته شوي دي، ځان په نظام کې نه ګوري، هغوی دا چیغې د دې لپاره وهي چې د نوي نظام جوړښت کې به رول لوبوي او راتلونکي به نوي نظام چې هر ډول وي، د دې یو ښه ځای به پکې وي.

دا سیاسي سوداګر په تیرو کلونو کې ازمایل شوي دي، چې په موقف کې وی، بیا همدا نظام د ټولو د درد دوا وي، خو چې له دې نظام بیرون شي، بیا په ټول توان هڅه کوي چې د بل نظام لپاره ډنډوره وغږوي.

دا به نه لومړی ځل وي او نه به وروستی ځل وي چې د موقت حکومت لپاره ډنډوره غږیږي.، خو جالبه دا ده چې دا ډنډوره هغه کسان غږوي چې همدې نظام کې شته شوي، کار یې کړی، خو اوس چې حاشيي ته شوي دي، د فشار لپاره دا چیغې وهي.

افغانان دې وپوښتل شي چې ایا موقت او یا عبوري حکومت غواړي که نه، ګټه به یې څه وي، مشر به یې څنګه وي، راتلونکی نظام به یې څه وي، ټول یې نه مني، ځکه تر جمهوریت بل ښه نظام په هیڅ نړۍ کې ښه نشته، نو بیا ولې هر څه له سره پيل کړي او د موقت حکومت لپاره لاس پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button