موبوفوبیا (Mobophobia) ناروغي

قاسم امیري

مخکې تر دې چې د موبو فوبیا (رواني ناروغۍ) په اړه پوه شو؛ د دې ناروغۍ بېساري ډېر سرایت او لاملونو ته یې لږ تم کېږو.

په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان ځان ناروغ نه بولي! که څه هم په خپل غیر نورمال (اعتیاد) اقرار کوي. په داسې حال کې چې په موبوفوبیا اخته کسان ځان جوړ بولي خو د دوی تر څنګ نور کسان په (ځیرک ټلېفون د معتاد کس) له لیدلو یا له دوی سره له یو ځای کارکولو یا یو ځای اوسېدلو څخه کړېږي.

پوهېږم چې د دې کوچنۍ اشارې لوستلو به د خپل ځان په اړه هم اندېښنه دراچولې وي ځکه چې نن سبا د عامه اړیکو وسایل په تېره بیا ځیرک ګرځنده ټلېفونونه ډېرو ته لکه د خپل وجود نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلي چې نه یوازې ترې ځان نه شي بېلولئ بلکه له مؤقتي لېرې والي یې هم ځوریږي.

ډ ۲۰۲۰ کال د شمېرنو پر اساس د نړۍ ۹۱ یلنه وګړي له ۷ اعشاریه ۲۶ ملیارد موبایل ټېلفوونو کار اخلي. داې کوچنۍ وسیلې که له یوې خوا د اړیکو په ډګر کې بیساری انقلاب راوست او بشر ته یې په خپل ذات کې ډېرې آسانتیاوې رامینځته کړې خو تر څنګ یې روغتیایي او رواني ستونزې هم پیدا کړي چې ورڅخه انکار نه شي کېدای. پکار ده چې له دې ګواښونو څخه د خلاصون لپاره حتی الإمکان وقایوي او د ژغورنې هڅې وشي.

“موبوفوبیا” یعنې کله چې تاسو د خپل ګرځنده ټلېفون د سېګنل ورکېدو، اړیکو د پرې کېدو، انټرنیټ د نه نښلېدو، د بټرۍ د چارج خلاصولو او تر ټولو خطرناک دا چې د خپل ګرځنده ټلېفون د ورکېدو یا کوم ځای کې د پاتې کېدو په خاطر له بېړني اضطراب او وېرې سره مخ کېږئ! یقین لرم هر ګرځنده ټلېفون لرونکی له ورته حالاتو سره مخ شوی.

موبوفوبیا ته ځینې وخت د “نوموبوفوبیا” ( No-Mobile-Phone Phobia) نوم هم کارول کیږي چې د (ګرځنده ټلېفون د نشتوالي اضطراب) مفهوم لېږدوي.

څومره وګړي په موفوبیا یا نوموفوبیا اخته دي؟

د څېړنو له مخې ۸۰ سلنه وګړي په تېروتنې داسې احساس کوي چې ګواکي په جیب کې یې پروت ګرځنده ټلېفون لړزیږي او ۳۰ سلنه بیا داسې انګیري چې ګواکي ټلېفون ته یې زنګ را روان دی. دوی چې کله خپل ګرځنده ټلېفون ګوري؛ پوهېږي چې تېروتلي.

د څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي: د هغو وګړو له ډلې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ وي؛ ۸۰ سلنه یې د شپې لخوا له خپلو ګرځنده ټلېفونو سره یو ځای ویده کیږي. دا او دې ته ورته په لسګونو نور عادتونه چې دلته یې لیکل د لیکنې د اوږدیدو سبب کیږي؛ د همدې (موبوفوبیا) په خورا چټکي سره د خپرېدونکې (پانډمیک) ناروغۍ نښې نښانې دي.

د دې څېړنې د موندنو په بنسټ: یو عادي کس په یوه شپه او ورځ کې حد اکثر تر ۱۱۰ ځلې خپل ګرځنده ټلېفون ته ګوري حال دا چې په موبوفوبیا اخته کس تر ۹۰۰ ځلې خپل ګرځنده ټلېفون ته په پرله پسې ډول یا له لنډو دمو وروسته ګوري.

که غواړئ د “موبوفوبیا” د پراختیا له ژورو خبر شئ؛ باید پوه شئ چې: ۹۵ سلنه د ګرځنده ځیرک ټلېفونونو خاوندان د شپې لخوا مخکې له دې چې ویده شي له نورو سره چټ کولو، پیغام لېږلو او د په ټولنیزو رسنیو کې په لټون وخت تېروي. له هرو څلورو کسانو یو کس خپل ګرځنده ټلېفون د شپې لخوا نه مړ کوي او له هرو ۲ کسانو یو کس چې کله نیمه شپه په ناڅاپي ډول را ویښیږي؛ تر ټولو د مخه خپل ملفون چېک کوي.

د موبوفوبیا نښې: لکه څرنګه چې ګرځنده ټلېفونونه د شخصي او منحصر په فرد انځورونو، لیکلو پیغامونو، غږیز پیغامونو او داسې نورو محرم محتویاتو ډک وي؛ په همدې خاطر یې خاوند د ناڅاپي ورکېدو څخه ویره لري تر څو یې محرم ډاکومنټري د نورو لاس ته ونه لویږي.

د دې ناروغۍ یوه بله بارزه نښه دا ده چې: د ګرځنده په تېره بیا ځیرک او په تېره بیا ټولنیزو رسنیو کاروونکی د خپل ټلېفون څخه ژر ژر او مکرراً ګټه پورته کوي. دوی آن د کار په درشل کې د نویو پیښو، غبرګونونو، پېښو او پیغامونو د تر لاسه کولو په تمه شېبه په شېبه د خپل موبایل سکرین ګوري، دوی هڅه کوي پدې اړه پر وخت خبر شي او خپل غبرګون ښکاره کړي.

د موبوفوبیا په دوام سره اخته کس ته اضطراب، تنفسي ستونزي، د وجود لړزه، تعریق، د سر خوږ، د زړه ضربان شدت، ناببره وېره، اعتیاد، په خپل نفس د اعتماد کموالی، او یوازیتوب احساس پیدا کیږي. هر څومره ژر درملنه یې اغېزناکه پرېوتی شي.

که فکر کوئ چې په دې قسماً عادي خو خطرناکه ناروغۍ اخته یاست؛ اند‌ېښنه مه کوئ! ځکه چې له دې ناروغۍ څخه د خلاصون او علاج لاره یوازې له تاسو سره ده.

دا ناوړه اعتیاد کرار کرار را لږ او بالآخره له مینځه یوسئ!

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button