ملی وحدت او اسلامي پیوستون

عبدالمنان توحیدیار

ملی وحدت او اسلامی پیوستون او انسجام یوه سیاسی معنا لرونکی توری دی چې د اسلامي نړۍ په سیاسي نظام او مدیریت کې د یو عملي استراتیژي لرونکي معیارونو معنی ورکوي، چې د ځینو دغو معیارونو څخه قرآن کریم ملاتړ کوي چې د انساني کرامت ساتنه، د عدالت پلی کیدل او ساتنه، د محبت ایجادول او د عداوت ريښه ویستل دي.

پیوستون، انسجام او ملی یووالی بی لدې میعارونو او اصولو څخه په ټولنه کې عینیت نلري؛ له دې وجهې نه انساني کرامت پرته د مطلقه ارزښتونو څخه پیژاندل یې شونی ندی او ټول هغه وګړي چه د یوی جغرافي او یوې خاورې اوسیدونکي وي د یو شان حقوقو څخه برخمن کیږي.

انسانی منزلت او اسلامي رسالت تقاضا کوي چې د دولت، مخالفې ډلې او اسلامي امت باید ریښه د عداوت، کینې، دښمنې، قوم او ژبپالنه له بیخه وباسي او د محبت ونې کښینوي؛ به محبت سره ترخي خوږیږي او ناکامي په کامیابیو تبدلیږي.

قرآنکریم د یوې خوا د اسلامي یووالي موضوع ته ځانګړي پاملرنه کوي، د یووالي مثبت پایلی څرګندوي او له بلې خوا د شخړو د منفي پایلو په وړاندې خبرداری ورکوي. دغه آیت (( واعتصموا بحبل الله …)) ټولو مسلمانانو ته بلنه ورکړه چې یووالی وکړي او د اختلاف څخه ډډه وکړي. د دې آیت په سیاق کې هغه ایاتونو قرار لري چې مومنانو ته د تقوی د رعایت حکم کوی چې د الهي وحې متابعت وکړي له دې څخه نتیجه ترلاسه کولی شو چې په اسلامي ټولنه کې د یووالي حفاظت او ساتنه د ټولنیز او سیاسي مظاهرو له جملي څخه بلل کیږي لکه څرنګه چې تاوتریخوالی او شخړي رامینځته کول د الهي تقوی خلاف کار بلل کیږي دا طبیعی خبره ده چې د اختلاف او نقمت په مقابل کې الهی عذاب نازلیږي اختلاف د بشري ټولنۍ لپاره د عذاب تر ټولو بد شکل دی، چې داخلي او بهرني بدي پایلې لري؛ داخلي پایله دا ده چې په هر وخت کې په داسې ټولنۍ کې د شخړو او اوربلیدلو احتمال موجود وي او بهرني پایله یې دا ده چې داسې ټولنۍ خپل ځواک له لاسه ورکوي او کمزورې کېږي او د نورو مقابل کې ضعیفه او د مبارزې توان له لاسه ورکوي او د داسې ټولنې نور وقار او حیثیت د نړیوالو لپاره نلري. له همدي امله اسلامي وحدت په اوسني نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د پام وړ لیوالتیا ده، په تیره بیا زموږ په ګران هیواد کې د ډوډۍ خوړلو څخه هم ډیره اړینه ده ټوله اسلامي نړۍ خصوصاً افغان مشران د شرایطو په درک کولو سره باید دغه د ملي وحدت او اسلامي پیوستون قراني اصول او اسلامي ارزښتونه، ظاهري او باطني وحدت ایجاد او په پام کې ونیسي او د یو بل د مقدساتو د بی حرمتي او تکفیر څخه ځان وژغوري او خپل مسولیت د خالق او د راتلونکي نسلونو لپاره ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button