مــینه

ډېره ښکلي – کیسه –

مــینه-
نجلۍ د کړکۍ پرده چوله کړه، د سهارنی لمر ژېړې وړانګې ئې پر سپین مخ ولګیدې او له وېښتو ئې سر بخونه رڼا پورته شوه، یوه شېبه ئې له پورته انګړ ته وکتل، غرېو واخیسته او ځان ئې پړ مخ په کټ وغورځاوه.یو ورو غږ ئې واورېد:
ته لیونۍ یې!
نجلۍ هماغسې اوږده غځیدلې وه، تورې څڼې یې په سپین بالښت غونچه پرتې وې او ورو ورو سونګیدله…. وروسته پر اړخ را واوښته، د لویو سترګو سپین یې د کوچنیو نریو رګونو له لاسه سور بخون ښکاریدل، په مخامخ کټ ناستې چاغې نجلۍ ته یې وکتل او سره راټولې ډکې شونډې یې وخوځیدې:
زما ساده تروزئ ته څه خبره یې؟
چاغه نجلۍ ولاړه شوه، د پردې یوه څنډه یې په ګوتو کې ونیوله او پداسې حال کې چې انګړ ته یې کتل ویې ویل:
لیونتوب مه کوه، ته ورته وګوره، څه بلا ده؟!
یو وحشي کلیوال.دا یې وویل پرده یې پرېښوده او د غځیدلي نجلۍ تر څنګ کېناسته ورو یې وویل:
له زړه یې لرې که. هیسته یې وغورزوه، زړه دې داسې چاته ورکه چې ستا وړتیا ولري… ته ښکلي یې، لوستي یې، د شتو مو شمېر نشته، کورنۍ مو په عزت یادیږي، خو ستا خپل مزدور خوښ شوئ دی.
نجلۍ په خوابدي غږ وویل:
ته پدې شیانو نه پوهېږې، مینه داسې څه نه ده چې یو څوګ یې پخپله وغواړي، او یا بیه پرې ورکړي. مینه پخپله راځي او د انسان له خوښې پرته د هغه زړه نیسي. هغوئ چې غواړي په زور ځان مین کړي او په مینه پسې ګرځي، دا مینه نه بلکې د نفس او شهوت غلامي ده. مینه د سهارنۍ وږمې په څېر پاکه او زړه راښکونې ده.چاغې نجلۍ ته خندا ورغله، تنګې سترګې یې لاپسې تنګې شوې او په ملنډو یې وویل:
– دا د کتابونو خبرې پرېږده. !!
– تاته به خود د کتابونو خبرې ښکاري ، ځکه تا مینه نه ده کړي، ته د مینې په راز نه پوهېږې، ته….چاغې نجلۍ د خبرو وار ورڅخه واخیست:
خو کاشکې په یوه سم شی مینه وائ. له رنګه تور، ببر ویښته، او خیرنې جامې.
نجلۍ یو سوړ اسویلئ وویست، ولاړه شوه، پرده یې چوله کړه او ویې ویل:
ته به یې بدرنګ بولې، خو ماته د طاووس تر بڼکې ښائسته دی.دوه میاشتې وشوې چې هر سهار تر لمر ختو مخکې را ویښېږم، کله چې د لمر وړانګې د پردې په پاسنۍ برخې ولګیږي، هماغه مهال دئ هم راځي. یو، یو نیم ساعت د انګړ په ګلانو او چمن کې کار کوي او بېرته پخپله مخه ځي. زه پدې موده کې دلته ولاړه یم. هر سهار مې همدا حال وي ورته ګورم او ژاړم.نجلۍ یو سوړ اسویلئ وویست. یوه شیبه غلي شوه او بېرته په خبرو راغله:
په لومړی ځل مې په همداسې یوه ژېړ سهار کې ولید، له خوبه را پورته شوم، سترګې مې وموښلې او له همدې کړکۍ مې لاندې انګړ ته وکتل، یو نری خو خیرن ځوان ولاړ ؤ او په پائپ یې د انګړ د منځ سړکونه پریمنځل…له کوټې ووتم، په زینو ښکته شوم. په سالون کې مې پلار، مور او کوچنئ ورور سهارنۍ ته ناست وو، پلار ته مې مخ ور واړاوه:
دا پردئ سړی څوګ دی؟
هغه پلې عینکې په سترګو سمې کړې. د مېز په سر دایښي میشکاب څخه یې د کیک یوه ټوټه ورپورته کړه او په ډکه خوله یې وویل:
مزدور دی، سهار سهار به یوه ګړۍ راځي او انګړ به پاکوي.
زه د تل په څېر له یوې پراخې زیرپیرانۍ سره سر تور سر د باندې ووتم.د عادت له مخې به هر سهار یوه شیبه د تاکونو تر چیلې لاندې په ایښي څوکۍ کېناستم او د انګړ له آزادې هوا ، سرو ګلانو او شنو وښو څخه به مې خوند اخیست، لاړم په څوکۍ ایښی کتاب مې را واخیست، دا یو عشقي ناول ؤ چې ما به یې هر سهار څو پاڼې لوستلې، ځوان ته مې پام شو، د تاکونو تر منځ له یوې لویې چولې څخه ښکاریده د هغه راته شا وه، خړ کمیس یې د ولیو په برخه کې په خولو لوند ؤ او په کوچني لور یې د انګړ واښه رېبل.د کتاب په لوستلو بوخته شوم… د پاڼې د اړولو په وخت مې سر پورته کړ، ځوان خپل پخوانئ ځائ پریښئ ؤ او د انګړ په بل سر کې یې په ځړیدلي سر واښه ریبل.
په بل سهار چې کله تر چیلې لاندې کېناستم،د دوو ولاړو تاکونو د تنو تر منځ لویه چوله سرو ګلانو نیولي وه، ځکه درې لویې ګلدانۍ څنګ په څنګ ایښودل شوي وې، دا یواځې لویه چوله وه چې زما د ناستې له ځایه به د انګړ ډېره برخه ترې ښکاریده، ځکه د تاکونو له تنو سره د مرسل د ګلانو بوټي ولاړ وو. له پورته د تاکونو ګڼې پاڼې له چیلې څخه را ځوړندې وې، او د ګلانو او پاڼو ترمنځ له کوچنیو سوړو پرته بل څه نه ښکاریدل.خدای شته چې یو څه خُشکه راغله. له خولې مې چیغې ته ورته ناره ووته.اې، تاته وایم، دلته راشه!
ځوان خپل لور په چمن پرېښود ، راغئ او په زړیدلي سر دوه درې ګامه لرې رانه ودرېد، د هغه په غنم رنګه تندی ډومبک ډومبک خوله پرته وه.هڅه مې کوله چې خپل ځان آرام وښیم خو لاسونه مې له خُشکی لړزیدل.
ورو مې وویل:
دا ګلدانۍ دې د څه لپاره دلته ایښي دي؟
بې لدې چې سر پورته کړي، خړې شونډې یېوخوځیدې:
– ښه ښکاري.
د هغه پدې خبره کې یو رنګه وېره راته ښکاره شوه.
ما ځان آرام کړ.
– نه پخپل پخواني ځائ ښه ښکاري، بېرته یې یوسه!
هغه تر یوې ګلدانۍ لاندې ووت خو بېرته یې پخپل ځائ کېښوده. ورو یې وویل:
– که یې سبا ته یوسم، پروا خو به نه کوي؟
بې لدې چې له کتاب څخه سترګې واړوم ومېویل:
– ولې، درنې دي؟
نه، خو ما ویل چې دغه نږدې چمن به را ورېبم.
په حیرانتیا مې وپوښتل:
– ولې، د ګلدانیو د چمن له ریبلو سره څه؟
هغه یوه شیبه غلئ ؤ وروسته یې لنډ ځواب راکړ:
– هېڅ.شیبه وروسته چې مې سر پورته کړ، د پخوا په څېر مې د انګړ ډېره برخه لیدای شوه. ځوان په پخواني ځائ کې واښه ریبل.په دریم سهار د حویلئ ټول چمن د غالۍ غوندې یو لاس او ښکلئ ښکاریده خو چولې ته نږدې واښه لا د پخوا غوندې رسیدلی او څڼیور وو.د ځوان بیاتي په لاس کې وه او د ګلانو په مینځ کې ولاړ ؤ.هغه ته مې ور غږ کړ ، راغئ او په زړیدلي سر زما مخې ته ودرېد.
ما وویل:
– د چمن دا ځای هم وریبه، وروسته بیا کولای شې چې ګلان جوړ کې.
– ښه، نن به یې وریبم.
– خو همدا اوس لور را واخله!!
د هغه تندی تریو شو ، بې لدې چې څه ووایي چټک ګامونه یې واخیستل د چمن په سر ایښی خیرن څادر یې ور پورته کړ او له انګړ نه ووت.په زړه کې را تېره شوه، لکه چې کار یې پرېښود.
له ځان سره مې وویل، بلا مې ورپسې.
خو په هغه غرمه چې له پوهنتون څخه راغلم، ټول چمن په یوه حال ؤ.
نجلۍ غلي شوه پرده یې پرېښوده، کټ ته نږدې د مېز په سر ایښی ګیلاس یې د جک له اوبو ډک کړ او په سر یې واړاوه. او د خپلې ترورزئ تر څنګ کېناسته.
چاغې نجلۍ د هغې تر اوږدې غاړې خپل لاس را وګرځاوه، ورو یې ړنګه کړه دهغې سر یې پخپل ځنګانه کېښود او د تندي له خوا یې د خپل لاس ګوتې د هغې په تورو ویښتو کې تېرې کړې.
نجلۍ په مخامخ دیوال راځړیدلي انځور ته وکتل په انځور کې دوه د غاټولو سره ګلان ښکاریدل، بې لدې چې بلې خواته وګوري په مړاوي غږ یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
– د مور له خولې خبره شوم چې هغه ټکنده غرمه راغلئ او چمن یې ریبلی ؤ، ذهن مې له پو ښتنو ډک شو. په سبا چې د باندې ووتم، دی د سړک په جارو کولو بوخت ؤ، یوه شیبه مې کتاب وکوت، بیا ولاړه شوم، څو ګامه مې واخیستل د هغه تر څنګ ودریدم. ورو مې وویل:
– ولې دې د سهار لخوا چمن نه ریبې؟
هغه په جارو را ټولې شوي پاڼې او خزلې په پلاستیکي سطل کې واچولې ویې ویل:
– څه فرق کوي؟
– خو تا نن سهار هم چمن ریبلئ شو. د څه لپاره ټکنده غرمه راغلئ وې؟
هغه ځواب را نه کړ، لاړ او دوه درې ګامه لرې یې د نل خولې ته پلاستیکي پائپ ور واغوست زه هم ځیل واخستم چې دا خبره به هرو مرو معلوموم، په خُشکه ) غوصه ( مې وویل:
– تاته وایم، کوڼ یې که څنګه؟
د لومړي ځل لپاره یې نېغ راته وکتل، په سترګو کې یې شرم، معصومیت، او قهر سره ګډ شوي وو، خو غږ یې پوست ؤ.
– ولې مې زوروې چمن ؤ وریبل شو، څه سهار څه غرمه، او مې پرېږده چې دا سرکونه پري مینځم.
دا یې وویل او د غزیدلي اوږده پائپ په څوکه پسې لاړ.
آه! ما په لومړي ځل ماته وخوړه، خپل ښائست او غرور مې تر پښو لاندې لیده. خپل ټولګیوال مې سترګو ته ودریدل، هغوئ چې له ما سره د خبرو لپاره به یې زده پوښتنې را څخه پوښتلې او یا به یې زما د نوټ د کتابچې وړلو ته پلمې پیدا کولې خو اوس د لومړي ځل لپاره یو نا لوستی او خیرن کلیوال زما له خبرو ستړی شوی ؤ.
دا نو ماته د زغملو وړ نه وه.
ګړندي ګامونه مې واخیستل، ورغلم او په غوصه مې ورته وویل:
– ته باید د خبرو آدب زده کړې.
هغه وخندل.
خو ما هېڅکله په تورو شونډو کې دا ډول خوږه خندا نه وه لیدلي هغه یواځې د پیپ اوبوته کتل چې په رغړیدو یې د سرک خړه وړله.
ومې ویل:
– نور نو تاته ضروت نلرو.
– ډېر ښه، خو دا خبره دې باید د پلار له خولې راته راووځي نه ستا، ځکه زه هغه راوستی یم، دهغه په خوله به لدې ځایه ځم.
لړمون مې اور واخیست!
– ته یو احمق او بې سواده کلیوال یې.
– او ته یوه لوستي، خو کم عقله نجلۍ.
ماته یواځې ژړا راپاتې وه. بې اختیاره مې له خولې یوه چیغه ووته، هغه پیپ وغورزاوه. زما مخې ته ودرېد وارخطا یې د کور خواته وکتل، په دواړو لاسونو یې خپله لمن ونیوله او په وارخطا غږ یې وویل:
– دا لمن قرآن ومنه، مور او پلار به دې څه فکر کوي؟
په ګلانو مې ځکه چوله بنده کړه چې تا ونه وینم ، چمن مې ځکه د سهار لخوا ونه ریبه چې ته هلته ناسته یې ، ما ویل چې سترګې مې در وانه وړي ،،پردی ناموس یې.
ژړا مې په ستوني کې بنده شوه، یوه شیبه مې ورته وکتل، د هغه په سترګو کې وېره او وحشت سره راټول وو…په خواره خوله یې وویل.
– ځم، چې دا سړک پریمنځم ځم.
نجلۍ غلې شوه، وښوریده او ستونی ستغ پرېوته، چاغې نجلۍ خپل ځنګون ته وکتل په ځنګانه باندې یې د کمیس پرته لمن په اوښکو لنده وه، د نجلۍ غږ یې وارېد:
– په سبا چې د باندې ووتم، په چمن کې هیڅوک نه و، نه پوهېږم چې ولې مې زړه نیولی راته وایسېده، داسې وم لکه کومه ورکه چې مې شوي وي، بې له دې چې د کتاب پاڼې را واړوم بېرته مې پخپل ځای کیښود، په چمن کې مې قدم وهل غوره وګڼل خو کله نا کله به مې بې اختیاره د انګړ د دروازې په لور ورمېږ کوږ شو ټوله ورځ مې چرت خټه و، ټیکه نه راتله، ماته کله پخوا داسې احساس نه و پیدا شوی، د شپې مې هم سر درد کاوه او تر ډېره خوب نه راته.
سهار یو څه ناوخته له خوبه را پاڅیدم، له پاسه مې انګړ ته وکتل. نه پوهېږم چې ولې مې د خوشۍ احساس وکړ، ټکري ته مې لاس ور وغځاوه او په لومړي ځل په پټ سر انګړ ته ووتم. هغه د مڼو د ونو سیوري ته ناست و او سهارنۍ یې خوړه. له خولې مې بې اختیاره ووتل:
– بښنه غواړم.
ویې ویل:
– پروا نه کوي.
یوه شیبه دواړه غلي وو. ده له ډوډۍ څخه غټه ګوله جوړه کړه، بیا یې د چایو سور ورپسې وکړ او په ډکه خوله یې وویل:
– چای او ډوډۍ دې مور راته راوړل، هغه ډېره مهربانه.
– ستا مور به هم مهربانه وي.
– وه.
– څه مانا؟
– هغه مړه ده.
– اوف، وبښه.
پروا نه کوي.
هغه پیاله له چایو ور ډکه کړه او بې له دې چې راته وګوري ویې ویل:
– مور نلرم، پلار مې هم پور پرې کړی، دوه کوچنۍ خویندې را تر غاړې دي.
– هغوی له تا سره اوسي؟
– نه، په کلي کې دي، له خپلې انا سره، خو زه د هغوی لپاره کار کوم، سهار دلته راځم او نوره ورځ په ریړه کې میوه خرڅوم.
په خوشالی مې وویل:
– ښه، نو چې داسې ده، له خپلې ریړې څخه زموږ کور ته هم میوه راوړه.
ده وخندل:
– سمه ده.
ده رښتیا ویل، په سهار د څوکۍ تر څنګ د میوې کڅوړه ایښي وه او دی د ګلانو په پرې کولو بوخت و.
پورته کوټې ته وختم د غاړې له بکس څخه مې دوه سلګونه را واخستل، انګړ ته لاړم او پیسې مې ورته ونیوې.
خو ده یو سلګون ور واخیست، جیب ته یې لاس کړ او څه ماتې روپۍ یې راته ونیولې.
ما وویل:
– پروا نه کوي.
خو دی په خبره کې را ولوېد:
– نه، مما خپل حق را وګرځاوه، یواځې لس روپۍ مې ګټه درباندې کړې ده.
د میوې راوړل راته ښه و، ځکه د پیسو د ورکولو په مهال به له هغه سره د خبرو پلمه راته جوړیدله، د هغه خبرو خوند راکاوه، خندا یې په زړه پورې وه، خو دی ببه ډېر نه غږېده.
په کوم سهار چې به را نه غی نو ټوله ورځ به مې د خولې خوند بد و.
نجلۍ یوه شیبه غلې شوه، د ښۍ سترګې له کونج څخه یې یوه اوښکه ورغړیده او د غوږ له پاسه یې په ګڼو ویښتو کې پټه شوه ورو یې وویل:
– پوهېږې! زه مینه شوې وم.
هغې یو سوړ اسوېلۍ ویست او زیاته یې کړه:
یو سهار مې ورته وویل:
– ولې واده نه کوې؟
ویې خندل:
– ولور غواړي، زه یې وسه نه لرم.
په خندا مې وویل:
– خو ښاري نجلۍ وکه.
بې له دې چې راته وګوري شونډې یې موسکۍ شوې:
– ښاري نجلۍ؟
په بیړه مې وویل:
– زه یوه داسې نجلۍ پیژنم چې هم لوستي ده، هم شتمنه او هم د ښې کورنۍ، غواړي چې له تا سره واده وکي.
ده وخندل، ټیټ شو او د ګل د بوټي یوه ماته لښته یې په بیاتي غوڅه کړه، په خندا یې وویل:
– دا لیونۍ څوک ده؟
– ولې به لیونۍ وي؟
– لیونۍ یې توره وي که سپینه؟
– ټوکې نه کوم رښتیا وایم!
زه پوه شوم چې وروستۍ ټکۍ مې په ډېر جدیت سره له خولې را ووت، ځکه هغه راته کتل او څیره یې نیولي غوندې وه.
یوه شیبه غلی و او وروسته یې په حیرانتیا وپوښتل:
– زه یې لیدلی یم؟
– هو! ستا له ژوند څخه هم خبره ده.
حیرانتیا یې دوه چنده شوه.
– ولې غواړي چې له ما سره واده وکړي؟
– د دې خبرې ځواب نشم در کولای .
– یو دلیل خو به لري!
بې اختیاره مې وویل:
– شاید درباندې مینه وي.
خندا ورغله، ښه شېبه یې وخندل او په خندا کې یې وویل:
– په لیونۍ مې اړوې که څنګه؟ تا وویل چې هغه زما له ژوند څخه خبره ده، په دې به هم پوهیږي چې زه له نیستۍ سره غرمه را جګېږم یو بې سواده او کلیوال سړی یم.
په خبرو کې یې ور ولویدم:
– خو ته یې خوښېږې.
هماغسې یې په خندا کې وویل:
– لیونۍ ده، لیونۍ، زه هغه نه شم خوشاله کولی، او بله…
ناڅاپه غلی شو.
په بیړه مې وپوښتل:
– او بل څه؟
هغه یو سوړ اسویلی ویست، یو داسې اسویلی چې ما ویل د ونې له را ځړېدلو پاڼو څخه به لوګي پورته کړي یوه خبره یې له خولې را ووته.
د هغه دې خبرې زما په زړه کې نرۍ څړیکه تېره کړه. شونډې یې خوځیدلې، خو ما څه نه اورېدل. نه پوهیږم چې څه به مې ویلي وي که نه، څنګه به له هغه ځایه را ولاړه شوې یم، خو چې یو وخت مې ځانته پام شو، په همدې کټ پړمخې پرته وم او په اوښکو مې د بالښت پوښ لوند و.
نجلۍ غلې شوه، خپلې پښې یې ور ټولې کړې، کېناسته، د هغې د سترګو اوږده باڼه د ډېرو اوښکو له لاسه سره سرېښ وو.
یو ځل بیا د پردې تر څنګ ودرېده، او پداسې حال کې چې د باندې یې کتل شونډې یې ورپیدې:
– له هغې ورځې را هیسته بیا نه یم ور ښکته شوي، یواځې ورته ګورم او د غم پېټی درنوم،
آه! مینه څومره ظالم نوم!!!
نجلۍ غلې شوه، خپلو لاسو ته یې وکتل د ښي لاس طلایي بنګړی یې پورته کش کړ. بنګړی یې څنګلې ته نږدې ونښت، ورو یې وویل:
– مینې داسې خواره کړم، خندا یې را څخه واخیسته، ملګري را څخه خوابدي شول، درسونه مې هېر کړل، خوب او خوراک یې راباندې حرام کړ، مور او پلار مې خوابدي کړل، آن کوچنۍ ورور مې چې تر ځان راباندې ګران و په څپېړه وواهه.
نجلۍ یو ځل بیا غلې شوه، شونډې یې سره سرېښ وې، خو په اننګو یې یوې اوښکې په بلې پسې منډې وهلې… د پخوا په څېر یې انګړ ته وکتل ورو یې وویل:
– څه وکم، په زیارتونو وګرځیدم، تاویزونه مې په غاړه کړل، خدای ته مې وژړل، خو هغه زما له زړه څخه ونه وت.
آه! زه حاضره یم چې پخپله هستۍ نیستۍ خپل پخوانۍ ژوند واخلم، خو نه یې شم تر لاسه کولای، ته پوهېږې د هغه وروستۍ خبره څه وه؟ دی مین دی. په خپلې یوې کلیوالې یې زړه بایللی.
چاغې نجلۍ وازه خوله نیولي وه، په سترګو کې یې اوښکې رغړیدلې، خو څه یې ونه ویل.
د نجلۍ شونډې وخوځیدې:
– منی را روان دی، دی به لاړ شي، چمن به ژېړ شي، پاڼې به تویې شي، خو زه نه پوهېږم چې زما د ژوند پاڼه به پخپل ځای پاتې شي که نه؟
پای

– لـــــــــــــــیکوال: سادات

– وړاندې کوونکی: شاهین

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button