مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ<خومبه ، خومبه ویته ،دلیوه پسکۍ ،پسکې مالګه، ګو مانډه ،د هندو ټوپۍ، شیشتري، دینگري ،خیر دیگی،دخره ډګ ،ګیدړ چتر او دکارغه خولۍ هم وایي چې په انګریزي ژبه یې مشرومMushroom بولي. همدارازمرخیړیو یا خریړو ته په فارسي ژبه کې سمارق یا سماروغ وایی ،. خو ایرانیان ورته قارچ چتري او په عربی ژبه یې عيش الغراب او المشروم بولي چې ښه او ګټور خواړه دي. مرخیړي د غوښې پر ځای خوندور او لږ کالورۍ لرونکي خواړه دي چې کولای شي د وزن پر کمولو ښې اغېزې ولري. که په هر ځل خوړو کې د غوښې پر ځای مرخیړي وخوړل شي نو اضافي کالوري به مو له بدنه لېرې کړې وي.مرخېړي دB ويټامينو او منرالو ښه منبع ده. معمولا د سلاتې سره خام خوړل کیږي، خو ځيني خلک یې د غوښې په څير په سيخانو کې د کباب په شا نې پخوي او خینې خلک یې په غوړیو کې دپیازواو رومي بانجانو ( ټماټرو )سره یوځای سره کوي .مرخیړي د شکرې ناروغۍ سربیره د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کسانو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي.مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کيږي چې په کولمو کې گټور ې باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي.مرخیړي بي ویټا مین ، ډي ویټا مین اوسی ویټامین هم لري او ددې تر څنګ کلشیم ، مګنیشیم ، پوتاشیم اومعدني مواد هم لري . مرخیړي ترلسوزروپورې ډولونه لري ، خو ډیرډولونه یې بیا زهرجن دي چې نه خوړل کیږي اوروغتیا ته زیا ن رسوي. باید وویل شي چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم اوس دمرخیړیو کرکیله زیاته شوې ده ده په تیره بیاپه هلمند ولایت کې د مرخېړیو کرکېلې ښه نتېجه ورکړې او دا د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.همداراز دافغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې هم ډیر ښه مر خیړي پیداکیږي. لطیف یاد

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button