مذهب او سیاست

ليكوال: ډاكتر مبارك علي

ژباړن: غضنفر

مذهب او سياست دواړه يو مشترك مقصد لري. دواړه غواړي چې قدرت يې په لاس كې وي او خپلو مقصدونو ته د رسېدو لپاره استفاده ورنه وكړي. البته، مرام ته په رسېدو كې د دوى ميتودونه بېل دي. مذهب د ځان د حمايت لپاره د خپلو پيروانو مذهبي احساسات پاروي خو سياستوال له چل، سازباز او ديپلوماسي كار اخلي . سياستوال په ديموكرات سيستم كې د خلكو د رايو په خپلولو پسې ګرځي او كه ټولنه وروسته پاتې وي نو د لښكرو په زور واك ته رسېدا هم نا مناسبه نۀ ګڼي.

د قدرت د حصول په كشمكش كې سياست و مذهب د يو بل د تخريب هڅه كوي. مذهب چې سياسي اقتدار يې ملګرى وي، اسره يې دا وي چې دغه اقتدار د اسماني او غيردنيايي مقصد لپاره وكاروي. مذهب وايي چې اقتدار يې له خدايه منشا اخلي او په همدې وجه يې د روحاني لارښوونې په رڼا كې د ټولنې د سمون مقصد مقدس دى. خو، سياست برعكس ، له هر ډول ارزښته بېل، د ټولنې د اړتياوو مطابق خپلې پاليسۍ جوړوي او د اړتياوو په اساس د دولت سيستم او قوانين بدلوي.

د مذهب او سياست په طريقو كې يو بنيادي فرق په دې كې دى چې د مذهب واك او اقتدار د خدايي قوانينو په حدودو كې وي چې بشر پكې لاس نه شي وهلى خو د سياست په پراګماتيكه او عملي طريقه كې ټولنه بايد وخوځي، په مخ لاړه شي او د وخت له نويو چلينجونو سره په ځان كې بدلون راولي . په سكيولر او غير مذهبي لاره او روده كې بنيادم پخپله د خپل تقدير د ټاكلو مسوول دى. دى د اسماني قدرت په كنټرول كې نۀ دى چې مطيع واوسي. بلكه برعكس، له دۀ تقاضا كېږي چې د خپل ليد او ارزو مطابق د ټولنې د جوړولو لپاره پلان ولري او نوښت وكاندي.

د مذهب او سياست په اړه په تاريخ كې درې ماډله وينو: په دا يوۀ كې مذهب او سياست د قدرت د انحصار لپاره يو بل ته لاسونه وركړي دي. په بل ماډل كې سياست په مذهب باندې له برلاسه كېدو وروسته هغه د ځان دګټو لپاره استعمالوي. په دريم ماډل كې سياست او مذهب په ټكر كې وي چې په پاى كې سره بېلېږي.

د اديانو د ابتدا او خپرېدا مطالعه راښيي چې هر دين په خاص چاپېريال او خاصه زمانه كې ظهور كوي او په همدې وجه يې لارښوونې تر ډېره حده د هاغه وخت او چاپېريال موجودو پرابلمونو ته متوجه وي. خو چې زمانه واوړي او پرابلمونه بدل شي نو دين د خپلې بقا لپاره د دغو نويو پرابلمونو د اوارولو هڅه هم كوي. په دې بهير كې دين له نويو حالاتو سره د خپلو تعليماتو د برابرولو ضرورت محسوسوي. د وخت په تېرېدو سره داسې مرحله راځي چې دين د عصر پرابلمونو ته په ځواب موندلو كې له مشكلاتو سره مخ شي او له نويو شرايطو سره ځان عيارول ورته ګرانه واېسي. د مثال لپاره به اسلام راواخلو. د اسلام د مطابقت بهير كابو دوه نيمې پېړۍ واخيستې خو كله چې د ودې دا بهير بشپړ شو نو راسخ العقيده خلكو ته دا بيا ناممكنه واېسېده چې نويو او نورو افكارو او نظريو ته لار پرانيزي. د دوى دا باور راغى چې د اسلام په اډانه كې هر ډول بدلون به د هغۀ اساس وركمزورى كړي او په همدې پلمه د پخوانۍ اډانې په ساتنه د هر ډول نوي څۀ له اضافه كولو پرته ټينګار وشو.

د خپل ژوند په بهير كې هر دين له دريو انتخابونو سره مخ كېږي: يو انتخاب خو دا دى چې د دين په اډانه كې له هر ډول بدلانۀ سره مخالفت وشي او د ديني تعليماتو دهر نوي تعبير او تفسير هڅه د حكومت په زور او يا د مذهبي حكم په مټ (چې په اسلام كې يې فتوا بولي) شنډه شي. په دغسې حالت كې هغه كسان چې د مذهبي افكارو د بيا رغېدو ادعا كوي د دين غليمان ګڼل كېږي او د ايمان له خاوندانو غوښتنه كېږي چې له داسې كسانو سره بايد اړيكې غوڅې كړي.

په دويم انتخاب كې د مذهب غېږه نويو نظرياتو ته پرانيستې وي او دا ورته د منلو وي چې تعليمات يې د وخت له غوښتنو سره سم له سره تفسير او تعبير شي.

كله چې مذهب د نويو مشكلاتو په اوارولو كې پاتې راشي او ځان نا امنه وويني نو دغه وخت د مذهب لپاره دريم انتخاب هم شته او هغه دا چې له فعال ژونده څنډې ته شي او خپل فعاليت يوازې په روحاني مسايلو پورې محدود كاندي.

په اوسنو شرايطو كې چې ساينسي او تخنيكي ايجادات په سرعت سره دنيا بدلوي اوپه تېره بيا د پوهې او سياسي و اقتصادي علومو په خپرېدو سره ټولنه ورځ په ورځ پېچلې او ماشيني كېږي نو مذهب نهيلى وينو. ساينس او د معرفت نورې څانګې اوس د يوې بېلې هستۍ فكر كوي چې د تخصص په ذريعه اداره كېداى او كارېدلى شي. مذهبي علما په دې دريځ كې نۀ دي چې د دې مهارتونو پېچلتياوې وپېژني او له مذهبي لارښوونو سره سمون وركړي. همدا علت دى چې په ځينو ټولنو كې مذهب له سياسته بېل شوى دى او په ټولنه باندې نور هاغسې غلبه نه لري لكه په منځنيو پېړيو كې يې چې لرله.

په هره ټولنه كې داسې كسان شته چې په خپل عملي ژوند كې د بدلون پلويان دي خو له دينه بېلېيدل هم نۀ غواړي. دغه ډله كسان د دين د نوي تعبيرو تفسير تقاضا كوي، داسې چې د دوى د ژوند له طريقې سره سمون وخوري. دغه شى د نويو مذهبي فرقو او نظريو د پيدا كېدو سبب ګرځي.

موږ په هر دين كې د خلكو د يوې ډلې د غوښتنو د ځواب لپاره نوې فرقې مومو چې يو وخت وي او بيا ختمې شي. خو ځينې فرقې په پايېدو ټينګار كوي او پايېدونې وي. مثلا كله چې په مسيحي ټولنه كې بورژوازي د سود لپاره د مذهب اجازه وغوښته نو مذهبي ريفورميسټ و سمونپال كالوين( د ۱۵۹۴ مړ) د مذهب په اساس د سود اجازه وركړه. دغه شي تجارتي خنډونه لرې كړل او د صنعت كارو او سوداګرو كاروبار ورسره وغوړېد. آر، ايج تاوني ( ۱۸۸۰-۱۹۶۲) په خپل كلاسيك اثر( مذهب او د كاپيټاليزم ظهور) كې سم ويلي دي چې : كالوين د شپاړلسمې پېړۍ د بورژوازۍ لپاره هغه څۀ وكړل چې ماركس د نولسمې پېړۍ د پرولتاريا لپاره وكول.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button