مذهبی سیاسي او نوري ستونزی

سید عبیدالله نادر
مذهبی سیاسي او نوري ستونزی
پاکستان د ګړنګ پرغاړه له کتابه څخه
ژباړن: ډاکټر ځلاند
اتم څپرکی ، پاکستان ماتي ، اړیکې،جرمونه او غلطۍ
۲۳۸ پاڼه
مذهبی او سیاسي او نوري ستونزی ،د مشرف له وخته ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دي ، تر ټولو لویه ستونزه ،هغه د غیر مسلمان لږکیو پروړاندی د زغم کمیدل دي ،د پاکستان د پیدایښت او جوړیدو ، په وړاندی یوه لویه د خنډ او خرابیدو نښه ګڼل کیدای شي ، کله چې جناح دا هیواد رامینځ ته کاوه ،د پاکستان په بیرغ کې سپین رنګ د لږکیو د آستازیتوب ، په مانا وه ،له کومو څخه چې به اکثریت مسلمانه برخه ساتنه کوي ، او هغوي ته په یوه سترګه ګوري ،اوس عیسویان کوم چې ،وس لري ،له هیواده څخه په وتو،مجبوره شوي دي ،احمدیان کوم چې ډیره وړه برخه لږکي مسلمان دي ، د ملایانو او حکومت د تهدید او ګواښ سره مخ دي ، اسماعیلیان د شیعه ګانو ډله ، چې آغاخان یې مشری کوي ، ګوري چې د دوی سوداګر او پوه کسان هره ورځ د افراطیانو په وسیله په نښه کیږي ،دا ډلي په ځانګړې توګه شیعه ګان او یو څه کم هندوان هره ورځ په دي هڅه دي ، چې د هیواده بهر لاړ شي ، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې سني افراطیانو له پنځه سوه زیات شیعه ګان وژلي دي ، ډیری یې د افغانستان هزاره ګان دي ، کوم چې په سوله کې ، په بلوچستان کې اوسیدل ، افراطیان غواړي پاکستان د یو اسلامی جهادی هیواد په نامه له سره بیرته تعریف کړي ، د دي کار له پاره دوی باید داسي یو چاپیریال رامینځ ته کړي ، چې د غیر اسلامی ډلو لپاره په کې هیڅ زغم موجود نه وي ،ایاز امیر لیکي (زمونږ د ملت جوړونۍ د سفر په اوږدو کې ، د منطق د استعمال په ځای مو د مذهب په نظر کې نیولو ته ترجیح ورکړی ده ، نن چې پاکستان په کوم حالت کې دی ،د جنګ کرکې او نفاق د یو کلا په څیر دي ، نه د اسلام د کلا په څیر، د همدې دوامداره تشدد پایله ده )تر ټولو حساسه او حاده موضوع هغه د مذهب د توهین قانون دی ، چې د خلکو د ګوند ډیری غړي غواړي ،چې هغه بدل کړي ، نوموړی قانون د دویشتمۍ فقری لاندی راځي ،دقانون له مخي تورن کس د پولیسو له لوری ، سمدلاسه نیول کیدای شي ، نوموړی قانون دي ته لاره هواروي ،چې هر څوک کولای شي ، په چا د مذهب د توهین تور ولګوي ، د نوموړي تور ثبوت او نوم کله هم څوک نه شي اخیستلای ، ځکه چې هغه بیا خپله د مذهب توهین بلل کیږي ،له زرو زیات کسان په دې تور په بندیخانو کې بندیان دي ، ځیني یې عیسویان دي ،خو ډیری یې مسلمانان دي ، تر ټولو لوړ غږ چې د نوموړی قانون د سمونۍ له پاره پورته شو ،هغه د سلمان تأثیر غږ وو ، سپین ګویه والی ، چې د لوی ولایت پنجاب والي وو ، ده په ۲۰۱۱ کال د جنوری په ۴ هغه په اسلام آباد کې ویشتل شو ، د هغه خپل ساتونکی ، ملک ممتاز قادری ، هغه چې د پنجاب د پولیسو غړی هم وو ، ۲۷ ځله یې هغه په شاه ، او سر کې په مرمیو ویشت ،نورو ساتونکو د قادری له وژلو ډډه وکړه ،هغه ځان تسلیم کړ ، او اعلان وکړ چې هغه ډیر یو مقدس کار تر سره کړ ، وژونکي یا قاتل د ډیرو خلکو ملاټړ تر لاسه کړ ،چې په ملیونو پاکستانیان یې حیران کړل ، او دا د هیواد د پاره د یو نوی پیل په معنی وه ، کله چې قاتل بندیخانی ته واچول شو ، د هغه ستاینه وشوه ، او مننه ترې وشوه ، پنخه سوه وکیلانو ، د هغه څه په دفاع خپلي عریضي محکمې ته وړاندی کړې ، هیڅ مولوي په لاهور کې ،د تأثیر د جنارې تر سره کولو لپاره تیار نه وو ،د هیواد مشران د تلثیر جنازی ته د ورتګه ویریدل ، د لمړي ځل له پاره ،د پاکستان خاموشه اکثریت ،کوم چې کله هم ،د افراطیت ملاټړي نه وو ، کله یې هم د طالبانو ملاتړ نه وو کړی ،او کله یې هم مذهبی کاندیدانو ته رایه نه وه ورکړې ،داسي ښکاریدل ،چې یا یې خپل دریځ بدل کړی ،او یا داچې له ویرې د نوموړي عمل په خلاف نه شي دریدلی ،
د دې پرځای چې حکومت خپل دریځ خپل کړي ،له خپل پخواني دریځ څخه د افراطیانو له ویرې په شا وګرځید ،او د مذهب د توهین د قانون د بیا څیړلو ، چې دوی یې په پیل کې ژمنه کړی وه ،چې تر سره به شي ،شا په شا شول ،او هغه یې په خپل ځای پریښود

Exit mobile version