متقي صاحب! په غوښتنو مو بيا غور وکړئ

ليکنه: عبدالوحيد وحيد

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

په نړۍ کې اوس د زور له لارې د حکومتونو نسکوريدو پېښې کمې شوې دي، ليکن په هغو هېوادونو کې چې د قانون واکمني ټکنۍ او د واک ترلاسه کولو معيارونه دقيانوسي وي، کله کله پکې د تاوتریخوالي له لارې حکومتونه نړيږي. زموږ په هېواد کې هم تاوتریخوالى د حکومتونو د نسکورولو دود شته.

زيات وخت وشو چې د اسلامي امارت چارواکي په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو محترم وزیر اميرخان متقي په هر سفر او هره ناسته کې د اسلامي امارت د رسميت پيژندلو او په امریکا کې د کنګل شويو اسعاري زېرمو د ترلاسه کولو خبره کوي. غواړم په لاندې کرښو کې له چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکې کړم:

رسميت پيژندنه؛

نړيواله رسميت پيژندنه د تاوتریخوالي په نتیجه کې رامنځته شوې حکومت ته د مشروعیت داسې سند ورکول دي چې د تازه حکومت د جوړېدو ترشا منطقي لاملونو شتون درلوده، په بدلون کې ستر فجائع او ستر جنايتونه نه دي شوي، د هيواد په ټوله جغرافيه باندي تازه حکومت سلطه لري او د نړيوالو مسئوليتونو تر سره کولو وړتیا لرى. رسمیت پیژندل په نړيواله ټولنه کې د مشروع غړي په توګه د نورو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو ترڅنګ د نورو هېوادونو لخوا د همدغه حکومت د مشروع ګټو د خوندیتوب ژمنه هم ده.

د هغو تازه حکومتونو د بريا ګراف لوړ وي چې د اوښتون ترشا په منطق ولاړ لاملونه او د خپل ولس د بشپړ ملاتړ کره شواهد ولري، ژمنې يې مشخصې وي، په ممکنه نزدې وخت کې د قانوني حکومت جوړولو ته ژمن وي، ځانګړي کړنلاره ولرى او د نړيوالو مکلفیتونو د ترسره کولو وړتیا ولري. کله چې تازه جوړ شوي حکومتونه پورته يادې شوې ځانګړتیاوې ولري، نو د رسميت پيژندلو لپاره ورته د غوښتنو اړتیا نه وي بلکې نړيوال ورته د خپلو ګټو د ساتلو په موخه را وړاندې کيږي او د تازه حکومت په رسمیت پيژندلو اعلان کوي.

شک نشته چې؛ په رسميت پیژندنه د معاصر حاکمیت یو اړین شرط دی مګر دا کار پخپل ذات کې د دولت جوړونه نه ده. نوى رامنځته شوې حکومت مکلفیت لري چې د یو دولت په څیر عمل وکړي، د ډیپلوماټیک پیژندلو او د نړیوالو سازمانونو د غړیتوب لپاره د مسئوليتونو او مکلفيتونو د پوره کولو وړتیا ولري. مګر ستونځه دلته ده چې د رسميت پیژندلو لپاره هره غوښتنه د خپلواکي کچه اغيزمنه کوي، ملي عظمت له منځه وړي. د احتياج کچه لوړوي، د خپلواکي يوه برخه په بهرنیو هیوادونو پورې تړل کېږي، د ځان ارزښت کموي، د هیواد په سیاسي او اقتصادي پراختیا اغیزه کوي.

د رسميت پیژندنې اړتیا ته په اوسني نړيوال طرزالعمل کې يقيناً نيمګړتياوې شتون لري. هغه دا چې استعماري هيوادونه د تازه حکومتونو د رسميت پيژندلو له اړتیا څخه بده ګټه پورته کوي. د دولت يا حکومت د رسميت پيژندلو شرایط په نړيوال سیاست کې د فشار او تنګ اِپيستمولوژیکي (خپل ځانګړي تعبيرونه) فکر تحميلول دي. دغه ډول ذهنيت د محکومو خلکو د حقونو او آزادیو په قیمت د ځواکمنو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

د کنګل شويو پولي زېرمو خلاصون؛

د امریکا لخوا په هغه هېواد کې کنګل شويې اسعاري زېرمې د افغانستان ملکيت او زموږ د پولي سياست د پياوړتیا او ملاتړ ضمانت دى. دغه ډول پيسې چې اکثراً په دالرو کې ساتل کېږي بانکي سیستم کې د کرنسي له ملاتړ ورهاخوا د هيوادونو ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا لپاره هم کارول کېږي. پولې زيرمې د کلنۍ بوديجې برخه نه وي او د عادي لګښتونو لپاره نه کارول کېږي. که احياناً د تصادفي ناورين او يا هم په خپل پولي واحد باندې د فشار کمولو لپاره وکارول شي نو له عوائدو څخه دغه کمبود بيرته پوره کول اړين وي. اوس چې موږ له بهرنیو مرستو څخه بې برخې يو، صادرات هم خورا کم لرو او زيرمې بيرته نشو پوره کولاى، نو د اسعاري زېرمو کارول به زموږ د افغانئ ارزښت ته سخت زيان اړوي.

متبادلې لارې؛

متقي صاحب ته دې معلومه وي چې تراوسه يې د نړيوالو اړيکو جوړولو په برخه کې هڅې ګټورې نه دي ثابتې شوې. د رسميت پيژندلو مکرره غوښتنه او د افغانستان د کنګل شويو پولي زېرمو د خلاصون لپاره د نوموړي د مبارزې په ناکامي کې د لويديځ د کينې پاللو ذهنيت سره سره نور کورني سياسي او حقوقي خنډونه هم شتون لري چې نړيوالو ته يې په دواړو برخو کې د اقدام نه کولو لپاره بنسټ جوړ کړى دى.

اوس هم وخت شته چې په متبادلو لارو چارو غور وکړي. د مسلکې خلکو غونډه راوغواړي، اوسني چلن په ملي او نړيواله کچه ستونځې زيږوي. د له بهرنیو هیوادونو څخه د رسميت پيژندلو لپاره د غوښتنو پرځاى خپلې کورنئ اجماع ته لاره هواره کړي. د حکومتي تشکيلاتو په برخه کې اوسنى تګلاره او معيارونه ستونځه نوره پيچلتيا ته بيايي. له قومي مخورو او سياسي هغو مشرانو څخه مرسته وغواړي چې په فساد کې ښکېل او تورن نه وي. خورا زیات تجربه لرونکي او مسلکي کادرونه شته. د هغوى له پوهې او تجربې څخه ګټه واخلي.

اوسنۍ تګلاره مو هدف ته نه رسوي. په سياست کې نوښتونه د بريا راز ګڼل کېږي. ښه قيادت هغه دى چې ننګونې په فرصتونو بدل کړي، مګر متأسفانه موږ په مسلسله توګه فرصتونه په ننګونو بدلوو. متبادلې لارې دادي چې په کور دننه د سمون او بدلون لپاره جرئت، همت او شهامت وکاروو، زه منم چې د طالب قيادت په مخکې د اصلاحاتو لپاره ستونځه شته، خو دغه ستونځه بالاخره حل غواړي. همدا اوس يې وخت دى چې خبره يو اړخيزه شي. باید رويې بدلې شي، چلن ته تغير ورکړل شي، د واک له جنون سره مخه ښه وشي. د بې باوري له خطرناک ويروس څخه نجات حاصل شي او افغانستان د غنيمت مال نه، بلکې د دغه عظيم ملت کور وګڼل شي.

تر ټولو مهمه او ساده لاره، وړتیا لرونکو افرادو ته کار وسپارئ. کورني بيځايه لګښتونه کم کړئ، د لوړ رتبه پوستونو معاشات او امتیازات کم کړئ، ترڅو د دغو پوستونو د اشغال لپاره ناروا رقابتونه کم شى، په مالياتو او ګمرکاتو کې شفافیت يقيني کړئ، فساد له منځه يوسئ، خپل عائداتي منابع او سرچينې زياتې کړئ او د معادنو په قراردادونو کې روڼتيا رامنځته کړئ. په يقين سره وايم؛ که ستاسو ملګري لکه د اوس په شان د پوستونو ترلاسه کولو او د امتیازاتو په منډه کې ښکېل وۍ، نو پورتنى هدف ترلاسه کول ناشونى کار دى. البته که طالب مشرتوب يوازې امنیتي عدلي او قضايي ارګانونه پرمخ يوسي او په نورو برخو کې يوازې نظارت وکړي او کارونه اهل کار ته وسپارل شي نو د رسميت پيژندلو او په امریکا کې د افغانستان د پولي زېرمو د خلاصولو لپاره به د بيا بيا غوښتنو اړتیا قطعاً نه وي.
والسلام

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button