مبارکه روژه او تاوتریخوالی

عبدالمنان توحیدیار

طالب مشرانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د روژې میاشت کې تاوتریخوالی زیات کړي.

طالب مشرانو خپلو وسله والو ته ویلي چې روژه کې تاوتریخوالي زیاتیدل ثواب لري او ټولو سیمو کې وسله والې ډلې باید جګړه شدیده کړې.

د تازه مالوماتو په اساس یواځې تیرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۵ ملکي وګړي د طالبانو په چاودنو او مخامخ بریدونو کې شهیدان شوي او ۶ نور ټپيان دي.

دا یواځې د یوې ورځې مالومات دي، طالبان هره ورځ په چاودنو او مخامخ جګړه کې د ملکیان په نښه کوي او دې جګړې ته بیا د ثواب په نیت هم ګوري.

له بلې خوا طالب مشران د دې جګړې له درکه هوسا او ارام ژوند لري، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عبدالحکیم له قطر څخه کویټې ته سفر کړی او د روژې میاشت له خپلې کورنۍ سره په ارام تیروي.

د شیخ عبدالحکیم د امنیت مسوولیت په کویټه کې د پاکستان استخبارات په غاړه لري او خوندې ځای کې یې ورته کور ورکړی دی.

نو تاسو فکر وکړئ چې د پاکستان حکومت چې د خپلو خلکو امنیت نه شي ساتلی، بیا څنګه لیوالتیا لري چې د طالبانو د مشرانو امنیت وساتي، خو ښکاره خبره ده چې همدا کسان د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې جنګوي.

دا یواځې د شیخ عبدالحکیم یادوونه مو وکړه، داسې لسګونه طالب مشران چې افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي کوي، په پاکستان کې ډير ارام او هوسا ژوند لري، پيسې ورکول کیږي او د ژوند نور سهولتونه ورته شته دی.

خو طالب مشرانو بیا د جګړې لپاره د افغانستان تر ټولو جاهله بشري قوه استخدام کړې او د پردیو ګټو لپاره یې خپلو افغانانو سره جنګوي.

طالبانو چې تیرو کلونو کې ښوونځیو ته د فعالیت اجازه نه ورکوله، یو لامل یې همدا و چې که ماشومان او ځوانان ښوونځي ولولي، بیا هیڅکله د دوی تر کاذبو تبلیغاتو لاندې نه راځي او دوی نه شي کولی چې د جګړې لپاره یې استخدام کړي.

طالبانو تر خپل فعالیت لاندې سیمو کې خلک مدرسو ته هڅولي، له ډیورنډ کرښې یې اړولي او هلته یې ورته د سخت دریځۍ د درسونو تر څنګ جنګي روزنه ورکړې او بیا یې افغانستان کې جنګولي دي.

نو طالبان چې د سولې له پروسې څخه تيښته کوي، یو لامل یې دا دی چې د جګړې له درکه د طالب مشرانو ژوند هوسا دی او هيڅکله تیار نه دي چې سوله کې دا هوسا ژوند له لاسه ورکړي.

جګړه کې نه طالب مشر وژل کیږي او نه یې اولادونه ، د غریب اولاده یې د جګړې لپآره جذب کړي او خپلې پروژې پرې تطبیق کوي، طالب مشران د دې پروژو له درکه نغدې پيسې او ښه امکانات ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button