ماما قدوس يکاولنگي

اکبر کرګر

لکۍ لرونکي اوښکرور دروغ

يو مهال په خپل کلي کې په يوه ديره وربرابر شوم، چې څو تنه چرسيان له نورو خلکو نه گوښي دچرسو چيلم نه را تاوو ، خو يوه چې دچيلم له نلۍ خوله ليري کړه او لوگي يې له خولي وويست دوه درې ټوخه يې وکړه نو په خبرو يې پيل وکړ :

«ملخيه يکبار جستي، دوبار جستي، سه بار جستي اخير به دستې۔» د هغه مطلب دا وو چې يو وار دروغ، دوه واري دروغ خو نه ترقيامته دروغ ۔

د يو ترقي خواه فيلسوف خبره ده چي وايي:

«تاسو دېوې ورځي له پاره ديوي اونې له پاره يا دېوې مودي له پاره کولي شۍ خلکو ته دوکه ورکړئ خو تر ابده نه شي کولي خلک تېر باسي۔»په دروغو ويلو کې د دروغجن ستره گناه پر دروغ ويلو سربيره داده چې په مخاطب داسې گومان کوي چې گواکي مخاطب خر او غول دې او هغه زما په خبره باور کوي ۔

په قران پاک کې هم پر دروغو سخت بد ويل شوي او دروغجن منافق گڼل شوي او منافق په ټيټه کنده د دوزخ کې دۍ۔

خبره داده چې د افغانستان خلکو دتېرو نظامونو څخه ډېر دروغ اوريدلي دي ۔ خو هغه دروغ يوازۍ دروغ وو، لکى اوښکر يې نه درلودل۔ خو د اوسني بي نظمۍ او ملا شاهي دروغ ويل ولا که مستوفي هم وشميري داسې د پټکي، ږيري، پرتوگاښ او کلوشو سره دخلکو په سترگو کي ننووزي سړۍ حيران شي له ځانه سره وايي:

«اۍ خداۍ مو کور دميردين جومات که، لږه حيا خو وکى که دروغ وايي په شرع يې روغ ووايي دا څه د دروغو مارکيټ مو خلاص کړي دۍ۔ چې اوس غواړي په خداۍ په رسول او په شريعت دروغ وايي:

دڅو دروغو بيلگي را وړو:

په اصطلاح اسلامي دروغ

عباس ستانکزی: د امريکا له ماتولو وروسته موږ د نړۍ زبرځواک یوو۔ دا په زړه پوري خبره ده ۔ سړي حيران شي. يو څوک چې ځانته سياست پوه وايي لږ څه خو دې په خپل گريوان کي سرکښته کړي ايا سوپر پاور همدي ته وايي چي ولس يې دډوډۍ په خاطر خپل اولادونه پلوري۔ خلک پکي له لوږي ځان وژنه کوي ۔ دبهرنيو چارو په اصطلاح وزير يې په اردو ژبه بيانيه ورکوي۔ د اۍ اس اۍ مشر ورته د کابيني جوړولو دستور ورکوي ۔ عمران خان او قريشي ورته لابي کوي ۔ دا څرنگ سوپر پاور دۍ۔ د خداۍ په خاطر د هماغه الله په نامه چې تاسو پري هيڅ باور نه لري او ټول عمر مو پري دروغ ويلي چې نور وشرميږي او له دروغو ډډه وکړي ۔

د لوړو تباهيو وزير

«هغوی چې بهرنيو هيوادونو ته بورسونه اخيستي دي افغانستان يې بد نام کړ»

بايد پوه شې چې افغانستان تعليم يافته کسانو او په نورو هيوادونو کي د ليسانس، ماستر اودوکتورا۔لرونکو نه دۍ بدنام کړي۔ بلکي هغو چې د زده کړي او دښوونځيو دروازي يې تړلي دي نوي نسل يې له زده کړي محروم کړي، او د جراحي متخصص يې هم دکنز او قدوري چړي ورټاکلي دي روغتونونه يې تړلي دوی خراب کړي۔ هغوی چې د افغانستان له تاريخ، فرهنگ او جغرافيه نه بې خبره دي هغو دافغانستان نوم وشرماوه۔ هغوی چې د تنکي زلميتوب او ماشومتوب شپي يې د مدرسې په کونجونو کي تير کړي۔ چې که روسي ليکوال ناباکف ژوندي وايي په سلگونه لوليتا به يې پري ليکلي واۍ۔ هم ورته حيرانيږي ۔ نه تعليم يا فته کادرونو ۔

چړي صيب: ليري که پلو له مخې چې زه دي ننداره کړم ۔ اوس به دي ۔۔۔۔۔۔۔)

۳-«د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ده په وینا د افغانستان د بېساري امنیت ساتلو له کبله یې باید تحسین کړي، نه دا چې تحریمونه ورباندې حاکم وساتي هغه له الجزیرې ټلویزون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او ناټو په مشرۍ ټوله نړۍ د افغانستان په امنیت تامینولو کې ناکام شوي وو».

د ده په وینا، د افغانستان امنیت ټولې نړۍ ټینګ نه کړای شو، خو طالبانو دا کار په ډېره لږه موده او تش لاس ترسره کړای شو۔

پوښتنه دا ده چې هغه وخت د افغانستان د خلکو امنيت چا گواښه؟ چا انتحاري کول، چا په جوماتونو کي خلک وژل؟ او چا په ښوونځيو، پوهنتون او نورو عام المنفعه ځايونو کي بمونه چول؟۔ اوس چې تاسو حاکمان ياست۔ ايا دا ملک ارام دي هره ورځ چاودني نه کيږي؟ هره ورځ انسانان نه وژل کيږي؟۔ ايا پخواني افسران او کارکوونکي له کورونو نه ويستل کيږي او نه وژل کيږي؟

په يو بل خبر کې لولو چې مستور او گونگه ريس الوزرا اوس بغاريي وهي چې:

.«ملا حسن اخند په دې غږيږ پيغام کې له خپل مرستيال ملابرادر او نورو طالب مشرانو غوښتي، چې ځان غوښتنه او شخصي خواهشات يوه خوا پريږدي او په تقوا دارۍ سره خپلې دندې مخې ته یوسي.

د طالبانو رييس الوزرا دا هم ويلي،‌ چې حضرت محمد (ص) يې خوب کې لیدلی، هغه له خپل امت څخه ناراضه دی او دا له دې کبله ۲۰ شپې کیږي، چې خوب نه لري.»

خو دافغانستان د مظلوم او قرباني ولس غوښتنه دا ده چې دهماغه لوۍ ذات په خاطر چې تاسو پري هيڅ ايمان نه لري او يوازې دروغ پري واياست۔ چې نور له دروغو ډډه وکړۍ۔ او خلکو ته د ابراهيم عليه السلام د قرباني دپسه او د موسی عليه السلام د زماني د سامرې د خوسکي نظر مه کوي۔ پوه شې چې د«خلکو زور د خداۍ زور دۍ» ۔

پاۍ ۔

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button