مالي کال، ملي بودیجه او طالبان

استاد امین ستانکزی

په افغانستان کې (۱۴۰۱ ) مالي کال په داسې حال کې پیل شویدی، چې سیاسې تحولاتو په راتګ سره د حکومت پیژندنې له چارې را پېل تر اقتصادي او د دولتدارۍ چارو پورې تړلې ټولې برخې په یو نه یو ډول زیانمنې شویدي او د مالي کال لپاره د ملي بودیجې د تمویل موضوع هم یوه جدي پوښتنه ده. 

طالبانو اعلان کړی، چې د ( ۱۴۰۱) ملي بودیجه یې ترتیب کړېده چې ډیر ژر به یې اعلان کړي. دوی همدارنګه وویلې، چې  دا ځل به ملي بودیجه په بشپړ ډول له ملي عوایدو او سرچینو څخه جوړوي.

ترهر څه مخکې باید مالي کال وپیژنو؛ 

د مالي کال تعریف :(Fiscal Year )

د مالي کال اصطلاح یوه اقتصادي اصطلاح ده چې، په اقتصادي او مالیاتي چارو کې ګڼ نور نومونه هم لري لکه (Fiscal Year ,Tax Year, Financial Year ,Budget Year) 

مالي کال لپاره هرهېواد او کمپنۍ خپل، خپل تعریفونه لري او د خپل لېد لورې تر ټاکلو وروسته ورته تعریف غوره کوي. 

مالي کال یوه کلنۍ محاسبوي دوره ده چې، په ادارو او تجارتي راکړو ورکړو کې د مالي کارونو د پیلیدو، مالي مسایلو، ګټو او تاوان او همدا رنګه د پروژو تخصیص او مالیاتي مسایل پکې ځای په ځای شوي وي. په بل عبارت؛ مالي کال له هغه کال څخه عبارت دی چې، پیل او پای یې په مالي فعالیتونو سره وي او عموما د حسابدارۍ او مالي حساباتو لپاره په کار وړل کیږي . 

د فلوریدا پوهنتون استاده او د (accounting) متخصصه (Alicia Tuovila) بیا مالي کال داسې تعریفوي؛ مالي کال له هغه کلنۍ (12) میاشتنۍ دورې څخه عبارت ده چې هېوادونه او کمپنۍ یې د خپلو مالي راپورونو او بودیجوي مسایلو لپاره په کار وړي. (Tuovila, 2021) 

لکه څرنګه چې پورته ذکر شول؛ مالي کال یوه دوره ده یانې له یو ټاکل شوي وخت څخه تر بل ټاکل شوي وخت پورې مالي مسایل تر څارنې لاندې نیول، دې ته مالي کال ویلی شو.

افغانستان او مالي کال 

افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په څېر مالي کال لري چې د همدې مالي کال له مخې بودیجه پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کوي .

افغانستان په (2009 ) میلادي کال د مارچ په (18) د افغانستان د مالیاتو قانون وړاندې کړ چې د مالیاتو د قانون د درېیمې مادي له مخې مالي کال (Fiscal Year) د هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې (حمل) له لومړۍ نېټې څخه پېلیږي او د حوت په وروستي نېټه پای ته رسیږي چې پدې حساب د مارچ په یوویشتمه پېل او د مارچ په شلمه پای مومي. 

خو دا قانون پخوانی دی، چې اوس پکې تغیر راغلی، د افغانستان د مالیاتي چارو د ادارې قانونو( ۱۳۹۴  چاپ) درېیمې مادې مالي کال داسې تعریف کړی دی ((هغه موده ده چې د هجري لمریز کال د مرغومې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پېل او د را وروستي هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې تر پایه پورې دوام مومي یا هم هغه دوره ده چې، د مالیه ورکوونکې د غوښتنلیک پر بنسټ، د مالیاتو د ادارې لخوا منظوریږي.))

د پورتنۍ محاسبې له مخې د افغانستان مالي کال د عیسوي کال د ډیسمبرله یویشتمې نېټې پيل او ډیسمبر په شلمه نېټه پای ته رسیږي.

(د طالبانو تازه پریکړه دا ده، چې تر دې وروسته به مالي کال د جدي له لومړۍ نیټې څخه د هجري شمسي کال د حمل لومړۍ نیټې ته اړول کیږي، چې د ۱۴۰۰م هجري شمسي پاتې درې مياشتينۍ ضميمه (جدي، دلو او حوت) لپاره یې ځانګړې بودیجه د وزیرانو شورا په همدې جلسه کې له تغیر او ملاحظې پرته تصویب کړه. د اعلامیې له مخې دا ضمیموي بوديجه  ۵۳٫۹ ميليارده افغانۍ کيږي، پدې کې ۴۹,۲ میلیارده عادي او ۴,۷ میلیارده افغانۍ يې انکشافي بودیجې ته ځانګړي شوي ده.)

د بودیجې پيژندنه:

بودیجه د فرانسوي ژبې له بوژت (Boujette) یاهم (Beget) څخه اخیستل شوې کلیمه ده چې د چرمې کڅوړې یا چرمي همیانۍ په مانا ده په هغه وخت کې به چرمي همیانۍ کې پیسې ساتل کېدې

(Danesh, 2012)

بودجه له هغه قانوني سند څخه عبارت ده چې، د یو کال لپاره د یوې ادارې ټول عواید او لګښتونه پیشبیني کوي. یا هم بودیجه له هغه مالي سنجش څخه عبارت ده چې، اجرایه قوه، مقننه قوه اوعدلیه قوه د خپلو خلکو د ژوند د بهبود، حکومتي چارو د اجرا، عادي مصارفو او پراختیایي پروژو لپاره د یو کال په موخه جوړیږي.

یا هم بودیجه له هغې سنجول شوې ټاکلې لارې څخه عبارت ده، چې د عاید، لګښتونو او په ټوله کې د مالي توازن او مسایلو لپاره  لپاره په کار وړل کیږي، بودیجه د عایداتو او لګښتونو په بنسټ ترسره کیږي. همدارنګه بودیجه دا اټکل کوي چې د عایداتو او لګښتونو په تناسب څنګه تګلاره غوره کړئ او د راتلونکې لپاره یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطرمالي توانایي ولرئ.(Schwahn, , 2020)

بودیجه د راتلونکې دورې لپاره د یوې ادارې د مالي پایلو او مالي وضعیت د وړاندوېنې لپاره کارول کیږي، چې د پلان تیارولو او مالي وړتیاوو د اندازه کولو په موخه کارول کیږي.

بودیجه د عاید او لګښت پر بنسټ یو ډول پلان دی، چې په یوه معلومه موده کې د عایداتو او لګښتونو د پیسو مقدار معلوموي. د بودیجې جوړول موږ سره مرسته کوي تر څو د عایداتو او لګښتونو په برخه کې د یوه مخکې تادیه شوي پلان له مخې کار وکړو او مالي ثبات رامنځته کړو. (Team, 2021)

ملي بودیجه په خپله یو مصرفي او د راتلونکي لګښتونو پلان او لارښود دی چې ، اورګانونه یې د خپلو عادي او پراختیایي چارو د ترسراوي لپاره ترتیبوي. 

د بودیجې جوړونې طرزالعمل بیلا، بیلې برخې لري، چې پدې اړه د (مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره) کې یې په اړه د همدې قانون د درېیم فصل، پنځلسمه ماده کې د بودجې د جوړولوطرزالعمل ذکر شویدی ((بودجه د ملي انکشاف د ستراتیژۍ له مخې جوړیږي چې په افغانستان کې د زده کړو، روزنې او تربیې، روغتیا او امنیت لپاره پکې مهمې سپارښتنې شویدي چې د وزیرانو شورا تر پاس کېدو وروسته به یې  ولسي جرګې ته وړاندې کوي )) (Afghanistan, 2006)

که په لنډ ډول ووایو باید د بودیجې د جوړولو څخه د مخه د بودیجې په تړاو خپلې ټولې سرچېنې وپلټو د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره یې تحلیل او بیا یې د موثرې استفادې په مدیریت باندې پلان جوړ کړو.

د افغانستان د ملي بودیجې ډولونه

د افغانستان ملي بودیجه ډولونه په لویه کې په دوو سترو برخو باندې وېشل کیږي خو دوه نور ډولونه یې هم شته چې د خارجي بودیجې او ولایتي بودیجې په نوم یادیږي خو زیات بحث په همدا دوو سترو ډولونو  چې عبارت له عادي او پراختیایي بودیجې څخه دی، کیږي.

عادي بودیجه: هغه بودیجه ده چې د ادارو د عادي مصارفو لکه معاشاتو، روزمره مصارف، او دفترونو د اړتیا وړ مصارف پکې شامل دي. یانې د ورځنیو مصارفو او د کارمندانو معاشات له همدې عادي بودیجې څخه ورکول کیږي.

انکشافي بودیجه: لکه له نوم څخه یې معلوميږي د پراختیایي او رغنیزو چارو د ترسراوي لپاره په کار وړل کیږي چې وزارتونه او نورې ادارې یې د خپلو پلانونو سره سم د پروژو په بڼه تطبیقوي. په انکشافي بودجه کې اختیاري او غیر اختیاري بودجه شامله ده چې خارجي او ولایتي بودیجه د پلان مطابق پکې راتللی شي.

د بودیجې څلور عمده پړاوونه

1 ـ د بودیجې ترتیب

2 ـ د بودیجې تصویب

3 ـ د بودیجې اجرا او مصرف

4 ـ د بودیجې کنترول، نظارت او ارزیابي

د افغانستان د ملي بودیجې زماني جدول (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره درېیم فصل څوارلسمه ماده) کې داسې ذکر شویدي؛د مالیې وزارت مکلف دی چې، مخکې د بودجې له خپرولو د بودجې له کمېټې سره مشوره وکړي او د مالي کال د بودجې وړاندیز او صلاحیتونه تشخیص کړي چې بیابه د لاندې پروسو لپاره بودجه وړاندې کوي.

1 ــ د مالي پروګرامونو د تخمین راپور ورکول

2 ــ د بودجې وړاندې کولو پیشنهاد

3 ــ د بودجې بررسي

4 ــ د بودجې نهایې او وروستي حدونه

5 ــ د بودجې مسودې ترتیبول

6 ــ د بودجې منظورول (Justice, 2006)

د افغانستان ملي بودیجې د تمویل سرچینې او تاریخي مخینه 

تر ټول مهمه خبره دا ده، چې د ملي بودیجې د تمویل سرچېنې وپیژندل شي. ځکه د بودیجې جوړونې پړاو د پېلېدو څخه د مخه د سرچینو پلټنې لپاره ذهنیت تر ټولو مهم بحث دی، افغانستان په تاریخي لحاظ تل د بودیجې د تمویل په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او د عادي بودیجې لپاره هم په کور دننه د تمویل سرچینې نه لري یوازې په تاریخي لحاظ موږ د ستر احمد شاه بابا د واکمنۍ په دوره کې د ملي بودیجې د بشپړ تمویل داخلي او بیروني سرچینې لرلې او بله دوره هم د غازي امان الله خان په دوره کې له کورنیو سرچینو څخه د ملي بودیجې تمویل کېده چې تر ډیره یې دوام ونه کړ.

د احمدشاه بابا په دوره کې مالي او بودیجوي چارو ته ډیره پاملرنه کیده تر دې چې د بودیجې د تمویل لپاره یې بشپړ داخلي سرچینې پیدا کړې او بودیجه یې ملي کړه په لومړي ځل یې وزارت مالیه رامنځته کړه، اوسني مالیې وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې د مالیې وزارت په تاریخچه کې لیکي؛ د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چارو ته زیات ارزښت ورکول کېده، د لومړي ځل لپاره په ( ۱۱۴۰) لمریز کال کې د دولت د نورو چارو او تشکیلاتو تر څنګ یوه شعبه رامنځته شوه چې د همایون اعلی په نامه سره یادیده او سردار عبدالله خان بامیزي یې چارې پر مخ وړلې دې شعبې ته د دیوان بیګي نوم هم ذکر شوی وه چې د وخت په تېریدو سره د دیوان بیګي لقب په مستوفی المالک واوښت او مسؤلیتونه یې د اوسني مالیې وزارت هومره وو. مستوفي المالک په خپل کاري ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي او حسابي چارې همغږې کولې او څارلې .(Finance, 2019)

د احمد شاهي دورې کلنی عاید چې له مالیاتو، وړو حکمرانیو او ځمکو څخه ترلاسه کېده (31) میلیونه روپیو ته رسیدې دا یې په درې برخو باندې وېشلې وه. یوه برخه یې نظامي چارو او ددې برخې صنعتي او تجهیزاتي برخې ته ځانګړې شوې وه او بله برخه یې ملکي خدماتو اوعادي بودیجې؛ لکه د ملکي کارمندانو معاشات او نور انکشافي او د رغونې کارونه پکې ترسره کېدل او د دې بودیجې بله برخه د پس انداز په موخه په دولتي خزانه کې ساتل کېدل او د دې د تنظیم او کنترول لپاره ادارې رامنځته کړې وې.

خو افغان تاریخ پوه میرغلام محمد غبار بیا خپل تاریخي یاداښت کې د دې بودیجې په اړه داسې لیکي. دا کلنۍ  بودیجه چې (31) میلیونه روپۍ کېدې د پوځ د سرتیرو او نورو پوځي مصارفو د مقدار له مخې شاوخواو (19) میلیونه روپۍ کلنی مصارف کېدل چې پدې حساب تقریبا دوه حصې د ملي بودیجې په پوځي او نظامي چارو باندې لګېدې او باقي روپۍ به عادي بودیجې او سپما ته پاتې کېدې.(Mohammad, 1997)

د شاه غازي امان الله خان اصلاحاتو ته په کتو متوجه کېږو چې لومړي د اصلاحاتو پېل یې له مالي برخې څخه کړیدی، په اماني دوره کې د دولت د عوایدو د راټولېدو په شفافیت او څرنګوالي باندې ډیر کار وشو بیا یې د همدې دولتي بودیجې څخه د مصارفو او لګښتونو په تګلارو او روشونو کې د اساسي تغېر لپاره کار وکړ او بېلا بېلې برنامې یې په لاره واچولې.

لکه مخکې مو چې وویلې، اماني نهضت د مالي برخې د ښه تنظیم لپاره د عالي اقدامو په لړ کې یو لړ ځانګړې او د پام وړ اصلاحات رامنځته کړل. د لومړي ځل لپاره د مالیاتي ارقامو د ثبت عصري سیستم رامنځته کیدل، په کابل کې يې د مالیاتي او اداري چارو د تنظیم په موخه د میرزا مجتبی تر نظارت لاندې ځانګړی ښوونځی پرانیست، چې د دغه ښوونځي فارغان به د هېواد د مالیاتي او اداري چارو د مخته بیولو لپاره په لوړو بستونو مقریریدل. د مالیاتو راټولونې سیستم په لومړي ځل د ماډرن او عصري تګلارو په کارولو سره په پښو ودریده او ملي بودیجه په بشپړ ډول له داخلي سرچېنو څخه تمویلیده. همدارنګه یې د ملي بودیجې څخه د مصرف تګلاره په داسې ډول جوړه شوه چې حتی پاچاه ته هم د مصارفو لپاره د یو حد وټاکل شو، روحانیونو اشرافو او قبایلي مشرانو او قومي مخورو ته د بې حسابه امکاناتو او خزانې ورکړه بنده شوه او دا همدا وجهه وه چې د (1923 م  او 1924) میلادي کلونو کې د دولت بودیجه د عوایدو او مصارفو په تفکیک سره معادله وه او بودیجه په بشپړه ډول له ملي سرچینو او عوایدو څخه پوره کېده او هیڅ نوعه کسر یې نه لاره، چې دا د ستراحمد شاه بابا له امپراتورۍ وروسته د افغانستان په تاریخ کې لومړنی دولت و چې وتوانیده، ملي بودیجه له خپلو عوایدو پوره کړي خو په اشرافو، روحانیونو او قبایلي مشرانو د امتیازاتو بندیدو سره یې د دوی کینه را پیدا کړه او هماغه وه چې د شاه غازي امان الله خان د اصلاحاتو په وړاندې یې مزاحمت شروع کړ، که په لنډ ډول ووایو د افغانستان د معاصر تاریخ په دوره کې یوازې همدا دوه دورې د ملي بودیجې د تمویل سرچینې داخلې وې او د منابعو په برخه کې کار شوی وو. 

په افغانستان د امریکا له یرغل وروسته ملي بودیجه په بشپړ ډول له بیروني مرستو تمویلده، چې پدې وروستیو کې یوازې ډیره کمه یا هم تر نیمایي کمه بودیجه د ملي عوایدو او سرچینو څخه تر لاسه کېده که په لنډ ډول ووایو په تیرو شلو کلونو کې د اقتصادي ودې او د پانګونې  سره، سره بیا هم افغانستان د ملي بودیجې د تمویل لپاره اړ وو، چې د بیروني مرستو له لارې خپله ملي بودیجه چمتو کړي. پدې تړاو له نړیوالې ټولنې را نیولې تر افغان حکومت او ادارو پورې هیچا هم خپل مسؤلیت اداء نه کړ. 

د افغانستان ملي بودجې لپاره په نړیواله کچه د مرستې راټولولو غونډې دایریږي او بیا همدا مرسته شوې روپۍ د ملي بودجې برخه ګرځي او په مصرف رسول کیږي چې ډیره برخه یې امریکا، ملګري ملتونه، اروپایي اتحادیې، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال اسلامي بانک، انګلستان، ډنمارک، هند او عربي هېوادونو له لورې ترسره کیږي.

په لاندې جدول کې به د تیرو پنځو کلونو په موده کې د ملي بودیجې د تمویل داخلي او خارجي سرچینو ګرافونه وګورئ چې ترسره شويدي. 

شکل: اول         ارقام په افغانیو د ملیارد په کچه دي.        سرچینه: د مالیې وزارت

پورته شکل ته په کتو پوهیږو، چې د ملي بودیجې لپاره د تمویل کورنۍ سرچینې کال په کال زیاتې شوېدې او بهرنۍ مرستې کمې شوېدې چې دا یو ښه خبر ګڼلی شو تر څو د ملي بودیجې لپاره د تمویل په برخه کې د وخت په تیریدو سره په بشپړ ډول له کورنیو سرچینو کار واخیستل شي.  

البته یوه خبره باید په یاد ولرو، چې د بیرونیو مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له لورې د ترسره شویو مرستو ډیره برخه به خپله د هماغه هېوادونو او سازمانونو په خوښه مصرف کېده او افغان حکومت پکې غیر اختیاري ځای دلود. دا غیر اختیاري برخه اکثره یې انکشافي پروژو کې پلي کیده اما د دې ټولو مرستو او نړیوال ملاتړ سره ، سره بیا هم هرکال په ملي بودیجه کې کسر موجود وي او مالیې وزارت یې له خزاینو، نړیوالو بنسټونو څخه د قرضې په ډول چمتو کوي د بودیجې کسر په بېلا، بېلو کلونو کې فرق کوي د تیرو پنځو کلونو بودیجوي کسر ته په کتنې ډیره برخه یې د امنیت خرابوالی، سیاسي بې ثباتې، د عوایدو فرار، د پانګونې فرار اوغټ لامل یې فساد په ګوته کولی شو. اما د(۱۳۹۹) کال د بودیجې کسر انتخاباتي لامل لاره چې د ټاکنو په سر د راپیدا شوي جنجال له امله د وزارت مالیې د رسمي ارقامو له مخې نږدې پنځه میلیارده ډالره د افغانستان اقتصاد ته زیان اوښتی وو.

په همدې کال په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وایروس د بحران له امله د افغانستان له لورې د پیسو نړیوال صندوق څخه د بودیجې کسر د پوره کولو په خاطر د ( 266 ) میلیونه ډالره قرض غوښتنه کړې وه. چې د ولسي جرګې له لورې رد شوی هم وو. 

د تیرو پنځو کلونو په موده کې د ملي بودیجې کسر هم یو مهم بحث وو، دولت د دې کسر د پوره کولو لپاره اکثره له مخکنیو خزاینو، پورونو، مرستو راجلبولو نوې لارو او د مالیو له لوړولو میکانیزم څخه استفاده کوله. د بودیجې کسر په تیرو پنځو کلونو کې په لاندې شکل کې کتلای شئ.

شکل: دویم           ارقام په افغانیو د ملیارد په کچه دي.       سرچینه : د مالیې وزارت

په پورته توګه په تیرو پنځو کلونو کې د ملي بودیجې کسر یوازې په ( ۱۳۹۸) کال کې نزولي حالت غوره کړی دی چې وروسته په نورو کلونو کې د بودیجې کسر صعودي حالت غوره کړیدی چې ډیر لاملونه لري. یوعمده لامل یې هم د کرونا او د مرسته کوونکو هېوادونو او نهادونو د مرستې کموالی دی.

دلته به د تیرو (۱۳۹۶، ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹، ۱۴۰۰) هجري شمسي کلونو د کلنۍ، عادي او انکشافي بودیجې په اړه معلومات په لاندې ګراف کې وګورئ. 

شکل: درېیم    ارقام په افغانیو د ملیارد په کچه دي.    سرچینه: د مالیې وزارت

د بودیجې د تصویب پړاوونو کې ستونزې 

د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د اداري اصلاحاتو په بڼه د دولتدارۍ نوې څپې ډیر موارد تر بحث لاندې ونیول. د ملي بودیجې لپاره د یوه منظم میکانیزم لپاره کار وشو. نړیوالو په لومړي سر کې ډیرې مرستې په خپله خوښه او د خپلې علاقې له مخې مصرف کړې اکثره مرسته شوې پیسې په ولایاتو کې د(PRT) پرمټ مصرف کېدې چې د موثریت په تړاو یې ډیرې اندیښنې له ځان سره لرلې او څو ځل پرې نړیوالو ډلو او ادارو د فساد او بې ځایه لګښتونو ادعاوې وکړې. د محمد اشرف اغني د واکمن کیدو سره سم د ملي بودیجې په برخه کې د یوه واضح کړنلارې چې، خپله د نړیوالو مرسته کوونکو له لورې غوښتنه وه رامنځته شوه چې له مخې یې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د مرستو کولو شرایط او اندازه ځانګړې کیده چې بیا دولت د همدې مرستو پر مټ خپله ملي بودیجه جوړوله. 

یو بل بحث چې ډیر مهم دی او په وروستیو کې یې ډیر شدت پیدا کړ په حقوقي او قانوني بڼه د بودیجې د تصویب جنجال وو چې ډیر کله به د مالي کال د پیل کیدو وروسته بیاهم تر میاشتو میاشتو ملي بودیجه نه تائید کیدله چې پدې برخه کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ ډیر جنجالونه او تر ډیره یې پړه یو پر بل وراچول هغسې چې د افغانستان د ملي بودیجې زماني جدول (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره درېیم فصل څوارلسمه ماده ) کې پدې تړاو ټول قانوني موارد ذکر شویدي خو بیایې هم د تائید او تصویب په برخه کې ډیر جنجالونه رامنځه کیدل . 

پایله: 

بودیجه او د بودیجې استقلالیت د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده رول لري دا چې د افغانستان مخکنۍ بودیجه تر پنځوس فیصده پورې په امنیت او جنګ مصرفیده او نیمایي برخه یې د هېواد د نورو ټولو چارو د پر مخ بیولو لپاره په کار وړل کیده اوس چې جنګ پای ته رسیدلی او امنیتي برخه کې هومره بودیجې ته اړتیا نشته نو د عادي بودیجې په نظر کې نیولوسره انکشافي بودیجې لپاره زیاته توجه کول پکار دي چې د بیارغاونې د نا تمام شوو پروژو د تکمیل ، د نویو پروژو د پېلولو ، د لویو بندونو او په کور دننه د توکو د تولید فابریکو او صنعتي وړتیاوو لپاره ډیر کار کول باید خپل لومړیتوب وګڼل شي.

دا چې په اوس وخت کې د بودیجې کسر حتمي خبره ده نو پکاره ده، چې له داخلي عوایدو زیاتوالي (د مالیاتو لوړول) د نړېوالو مرستو را جلبول (Grants) د دولتي ځمکو او ځایونو خرڅول یا په لوړه بیه اجاره ورکول، له داخلي او بیروني مالي ادارو قرضې اخیستل (Internal or External Debts) البته دا قرضونه باید په هغه کچه نه وي چې بیا یې اداینه بل سرخوږی جوړ کړي او د دولتي با اعتباره چیکونو وړاندې کول چې دا چاره هم په خپل ذات کې یو خطر لري البته پدې کې (Capital Notes) شاملیدای شي. 

همدارنګه دولت کولی شي، چې د ملي بودیجې لپاره د تمویل د یوې ښې سرچینې په ډول له هغه نړیوالو کمپنیو چې په بېلا، بېلو برخو کې پانګونې کوي هم غوښتنه وکړي تر څو په افغانستان کې د انرژۍ، ټینکالوژۍ، معادنو استخراج او زراعتي انکشاف په برخه کې د پانګونې زمینې برابرې کړي.

 بله ډیره مهمه چاره د سوداګرۍ او ترانزیټ ده، چې افغانستان د سیمه ایز اتصال په برخه کې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د لويې لارې په مرکز بدلیدلی شي د کاسا یک هزار، ټاپي، اپټا سوداګرۍ او ترانزیټ تړون، سیپیک او د لاجوردو لار بیا احیا کول به حتمي د ملي بودیجې د تمویل لپاره یوه ښه سرچینه په لاس کې ولرو. 

References

1 _Afghanistan, M. o. (2006). Public Finance and Expenditure. kabul , kabul : Ministry of Justice – Afghanistan.

2 _ Danesh, M. I. (2012, september 29). Investigating the legal causes of the inefficiency of the Afghan political system. journal University of Tehran . Retrieved from https://ut-ac-ir.translate.goog/fa/thesis

3 _ Finance, M. o. (2019). mof.gov.af. Retrieved from https://www.mof.gov.af/ps

4 _ Justice, M. o. (2006). Public Finance and Expenditure. kabul, kabul: Ministry of Justice – Afghanistan.

5 _ Mohammad, G. M. (1997). Ahmad Shah Baba Afghan. Peshwer: Danish.

6 _ Schwahn, L. (, 2020, Dec 18). nerdwallet. Retrieved from www.nerdwallet.com: https://www.nerdwallet.com/article/finance/what-is-a-budget

7 _ Team, I. E. (2021, March 9). indeed. Retrieved from www.indeed.com: https://www.indeed.com/career-advice/career-development/what-is-budget

8 _ Tuovila, A. ( 2021, October 1 15). investopedia. Retrieved from www.investopedia.com: https://www.investopedia.com/terms/f/fiscalyear.asp

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لیکوال په اړه 

امین ستانکزی په ننګرهار کې  د پوهنتون استاد او د اقتصادي برخې شنونکی او کارپوه دی. 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button