مالي ستونزې د بدن دردونه پیدا کوي

څېړوونکي وایي، کله چې کوم انسان ډېر مفلص شي او ورسره خپل فکر ټول واړوي، دې وخت کې د مالي ستونزو د خفګان له کبله انسان له بدني دردونو سره مخ کیږي.

امریکایي څېړوونکي وایي، هغه خلک چې له اقتصادي ستونزو ځورېږي، د وجود په دردونو اخته کېږي.

دوی د یوې څېړنې له مخې وایي، اقتصادي ستونزې په مستقیم ډول د ژوند کولو پر وړاندې احساسات زیانموي.

د یادو امریکایي څېړوونکو په باور، غربت او مالي ستونزې د وجود دردونه پیدا کوي او د درد پر وړاندې د شخص حوصله هم له منځه وړي.

څېړونکي دغه راز زیاتوي، اقتصادي ستونزې د تشویش، وېرې او روحي فشار لامل کېږي.

دوی وایي، دا ټول په وجود کې د بېلابېلو دردونو لامل کېږي.

په څېړنه کې دغه راز موندل شوې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان خلک تر بل هرچا زیات درد اراموونکي درمل خوري.

له بل پلوه په اروپا کې د زړه د ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه کې دا هم ثابته کړې، چې مالي ستونزې د شدید سټرېس لامل ګرځي او دغه چاره د زړه د حملو کچه ۱۳ سلنه لوړوي.

د دې څېړنې پایلې د جنوبي افریقا د زړه ډاکټرانو په کلني کنفرانس کې، چې په جوهانسبرګ کې جوړ شوی و، اعلان کړي دي.

د څېړنو پایلو ثابته کړې، هغه کسان چې مالي ستونزې لري، د زړه د حملې ګواښ پکې شپږ سلنه دی، خو هغه کسان چې بیا له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، دغه ګواښ پکې ان ۱۳ سلنه ښودل شوی دی.

خو د دې سربېره څېړوونکي دا هم وایي، هر هغه کسان چې دې برخه کې مبارزه کوي، هغوی بیا غښتلي خلک دي او ښایي دا ناروغۍ پرې چتدان تاثیر ونه کړي.

دوی زیاتوي چې د هر ډول ستونزې پر وړاندې باید مبارزه وکړئ او د خفګان کولو پر ځای ورته د حل لار ولټوئ.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button