ماشومان څنګه او کله ژبه زده کوي؟

دا چې ماشومان یوه ژبه کله او څنګه زده کوي، په دې اړوند خورا ډېرې څېړنې شوي دي. ژبپوهانو او ارواپوهانو د ژبې د زده کړې مختلف پړاوونه په بېلو شرایطو کې تر څېړنې لاندې نیولي دي، چې د بېلو څېړنو نتایج نظر بېلو شرایطو ته توپیر لري. مونټیسوري چې یوه ایټالوۍ ډاکټره او روزونکې ده وایي چې یواځینۍ ژبه چې خلک ورباندې په بشپړه توګه خبرې کولای شي، هغه ژبه ده چې دوئ یې په خپل ماشومتوب کې زده کوي، په داسي حال کې چې د هیچا له خوا ورته د ژبې په اړوند هیڅ شی نه ښوودل کېږي.

نور او راشد ۲۰۱۸) په خپله څېړنیزه مقاله کې لیکلي ،چې ډېر والدین په دې باور دې چې د ماشومانو لپاره یې په ژوند کې هیڅ شی دومره حیاتي نه دی لکه د ژیې زده کړه. دوئ وړاندي وايي چې اکثریت ماشومان مورنۍ ژبه په اسانه زده کولای شي، چې ددوئ په اند، د مورنۍ ژبې زده کړه ساده او مستقیمه ده. مګر سره له دې چې د ماشوم لپاره د مورنۍ ژبې زده کول اسانه دي، خو زده کړه یې په خپل ذات کې مختلف پېچلي پړاوونه لري، چې د هر پړاو له تېرېدو ماشوم د خپلې مورنې ژبې له مختلفو پړاوونو تېرېږي او بالاخره ژبه زده کوي.

کلارک (۲۰۰۹) په خپل کتاب کې چې د مورنۍ ژبې د زده کړې په اړوند دی لیکي ؛چې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو لسییزو کې د ماشوم د زده کړې مخ پر ودې څېړنو د ماشوم د زده کړې په پروسه کې په ژبه تمرکز کاوه، او ډېرو څېړونکو د خپلو ماشومانو د ژبې د پرمختګ ورځني یاداشتونه اخیستل. په دوئ کې د کالا سټیرن او ویلیم سټیرن په څېر کسان هم شامل وو چې د خپلو ماشومانو د ژبې د زده کړې د مختلفو پړاوونو او پرمختګونو یاداشتونه یې له پوره جزیاتو سره اخیستي، او په هغو یاداشتونو کې داسي موضوعات شته چې په ۲۱ مه پېړۍ کې هم لا د جربحث وړ دي. تر هغې وروسته د ۲۰ مې پېړۍ تر شپږمې لسیزې څېړونکو ددغي موضوع په څېړلو کې علاقه مندي نه وه ښوودلې، خو بالاخره د ۲۰ مې پېړۍ د شپږمې لسیزې په شاوخوا کې نووم چامسکي ، چې امریکایي ژبپوه او نقاد دی د ژبپوهنې مختلف اړخونه یې څېړلي، او په معاصره نړۍ کې د یو مطرح ژبپوه په حیث ځای لري دغه موضوع له یوه نوي لیدلوري وڅېړله. ده د ژبپوهنې د نورو نظریو تر څنګ د ماشوم د زده کړې په اړوند هم څېړنې وکړې چې په دې اړوند یې یو ځل بیا دغې موضوع ته د څېړونکو پام راواړاوه چې دا وڅېړي چې ماشومان څنګه ژبه زده کوي.

چامسکي په (۱۹۶۰) کلونو کې د ژبې د زده کړې یوه نظریه وړاندي کړه چې ګواکي د ماشوم په ذهن کې په طبیعي شکل سره د ژبې د زده کړې یوه اله موجوده ده ،چې پر مټ یې ماشومان کولای شي چې ژبه زده کړي. نوموړي دغې الې ته د (LAD) نوم ورکړ، چې د (Language Acquisition Device) مخفف دی او د ژبې د زده کړې د الې په مانا ده. د چامسکي په اند، هر ماشوم کولای شي چې د همدغې الې په واسطه ژبه زده کړي. ددې سره تړلې موضوع د (UG)یا یونیورسل ګرامر ده، چې د چامسکي په اند، ټولې ژبې په دې برخه کې یو ډول شباهتونه سره لري، چې ماشوم په طبیعي توګه سره د ژبې د زده کړې ګرامري سټرکچرونه د (LAD) په مرسته زده کوي.

کرَشَن او چامسکي د (Innatism) د نظریې په وړاندي کولو سره د ژبې زده کړه یوه طبیعي پروسه وبلله، چې ګواکي ماشومان په طبیعي توګه سره د ژبې د زده کولو وړتیا لري.

سکینر (۱۹۸۵) کې د (Behaviorism) تیوري وړاندي کړه، چې تر ډېره د یادې نظریې څړیکه د روسي ارواه پوه ایوان پاولوف (۱۸۹۷) هغې تجربې ته رسېږي چې په خپلو سپیانو یې کړې وه. سکینر په دې اند دی چې ژبه یو ذهني سیستم نه دی، بلکه یو سلوکي (تقلیدي) او یا هم عادتي سیستم دی چې ماشوم یې له خپل محیط نه په پېښې(تقلید) کولو سره زده کوي. په دې نظریه کې بې له دې چې د ژبې ذهني(داخلي) پروسه په پام کې ونیول شي، ډېر تمرکز یې په عادتي(سلوکي) اړخ دی، چې تر ډېره د ژبې د زده کړې لپاره محیطي فکټورونه (عوامل) په پام کې نیول شوي. دده په اند، ماشومان په خالي ذهن سره پيدا کېږي (یعني د ژبې په اړوند د چامسکي د نظریې خلاف، هیڅ شی په خپل ذهن کې نلري)، چې د وخت په تېرېدو سره د ځانګړيو انګېزو په ورکولو سره ځانګړي غبرګونونه ښيي، چې د مثبتې انګېزې په وړاندي یې غبرګون مثبت او د منفي هغې په وړاندي منفي وي. نوموړی په خپله دې نظریه کې وړاندې وایي، چې ماشوم د وخت په تېرېدو سره ژبه په خپل یو عادتي عمل بدلوي، او له نورو خلکو د پېښو کولو په مرسته دغه عادت ته وده ورکوي. د سکینر دا نظریه نه یواځي دا چې د چامسکي له نظریې سره په ټکر کې ده، بلکه د پیاجیټ له نظریې سره هم په ټکر کې ده.

پیاجیټ او جورج هربرټ د (Interactionism) د نظریې وړاندي کوونکي دي. په دې نظریه کې په دې ټینګار شوی چې ژبه په مطلق ډول د ټولینزو ارتباطاتو له طریقه زده کېږي. نوموړي په دې پروسه کې د دماغ د ونډې یاودونه هم کوي، چې د ژبې په زده کړه کې کلیدي رول لوبوي، خو ټینګار کوي چې ژبه د هغه پوهاوي پایله ده چې د ماشوم او چاپېریال له عیني ارتباط څخه منځ ته راځي. ویګاټسکي (۱۹۷۸) هم د ژبې د زده کړې د دغې نظریې (Interactionism) ملاتړ کوي او ذکر کوي چې د ماشوم اړیکې له نورو ماشومانو، ځوانانو او په ټوله کې له ټولینز محیط سره ددې باعث کېږي چې د ژبې زده کړه صورت ونیسي. دده په اند، د ماشوم دغه ټولنیزې اړیکې له محیط او نورو سره د هغه د ژبې په زده کړه کې مرسته کوي.

خو په ټوله کې ویلای شو چې د ماشومانو د ژبې زده کړه له غږونو را پیلېږي، چې په اوایلو کې ماشوم نامکمل غږونه، بیا مکمل غږونه، بیا نا مکملې کلیمې، مکملې کلیمې، نامکملې جملې، مکملې جملې، تولیدوي او بالاخره د ژبې د زده کړې نورو پېچلو پړاوونو ته رسېږي.

ددې تر څنګ، څېړونکو د ژبې د زده کړې په دوران کې ددماغ په ونډه هم تمرکز کړی دی او څېړنو ښوودلي چې د ژبې په زده کړه کې یې ونډه ښکاره او د پام وړ ده. ګاټ (۲۰۰۹) کې په خپل کتاب کې ذکر کړې، چې د غږونو په تولید کې ډېر اورګانونه دخیل دي. نوموړې وړاندي وایي، چې په دې پروسه کې تر ټولو اساسي ونډه د مغز (Brain) ده، چې پرته له ونډې یې، د ژبې د غږونو ادا کول ناممکن دي. ډاکټره ګاټ (۲۰۰۹) وړاندي ذکر کوي چې ماغزه نه یواځی دا چې د غږ په تولید کې د دخیلو غړو حرکات کنترولوي، بلکه ټولې هغه برخې چې د اواز په تولید کې اړینې دي هم کنترولوي: لکه د غږیز پیغام پلانول، ګرامري جوړښټونه انالیز(تحلیل) کول، او داسي نور چې د پوهاوي او ارتباطاتو لپاره مناسب مفهوم وړاندي کړای شي.

دا چې د انسان مغز کومې برخې لري، او ونډه یې د ژبې په زده کړه کې څومره د پام وړ ده، یو بېل بحث دی چې د ددې لیکنې د ډېر اوږدېدو له کبله پرې بحث نه شم کولای.

کلارک (۲۰۰۹) کې په خپل کتاب کې ذکر کړي، چې ماشومان په لومړیو کې د ژړا اوازونه تولیدولای شي، چې دی ورته (Babbling) کلمه کاروي، چې ددې کلمې مانا په پښتو کې (ګډې وډې خبرې، بې مفهومه خبرې) او په دری کې (سخن نامفهوم ګفتن) مانا لري. د ژړا دغه اوازونه د وخت په تېرېدو سره غږیز غړي (Vocal Folds) دې ته برابروي چې د ژبې نور ډول ډول غږونه چې د غږیز سیستم په مختلفو مخرجونو کې اداکېږي تولید کړلای شي.

راشد او نور ( ۲۰۱۸) هم په خپله څېړنیزه مقاله کې ذکر کړې، چې ماشوم په ۶ میاشتني عمر کې ددې توانایي پیداکولای شي چې غږونه تولید کړي، اما دا غږونه د (Babbling) په شکل کې وي. (Babbling) له ماشومانو سره په دې کې مرسته کوي، چې د خپل غږیږ سیستم د غړو په واسطه د غږونو د تولیدلو عمل تر سره کړي، چې په راتلونکي کې د غږونو په تولید کې اړین دي. دوئ وړاندي ذکر کوي، چې دغه عملیه ممکن تر ۱۲ میاشتنۍ پورې ادامه ولري، چې په دې عمر کې ممکن ماشوم ددې توانایي پیدا کړي چې څرګندې کلیمې تولید کړي. کله چې دوئ ددې وړتیا پیدا کړي، چې په محدود شمېر کې کلیمې زده کړي، نو د ۱۸ میاشتنۍ په شاوخوا کې به ددې وړتیا ولري چې د کلیمو سم تلفظ وکړي.

کلارک (۲۰۰۹) بیا په خپل کتاب کې ذکر کړي، کله چې ماشومان په خپل دوه کلن عمر کې خبرې کول پیل کوي، ډېری وخت یې لومړنۍ کلیمې په اسانه د پوهاوي وړ نه وي. ددې په اند، ماشومان د خپل عمر په دې دوران کې په ځینو کلیمو کې ځیني غږونه پرېږدي او کلیمې نیمګړې تلفظ کوي. د غږونو دغه نیمګړی تلفظ نظر ژبو ته ممکن توپیر ولري.

د نور او راشد ( ۲۰۱۸) په څېړنه کې وړاندي ویل شوي، چې د ماشوم د ژبې د زده کولو پروسه تر هغه وخته دوام لري، چې دوئ منفردې کلیمې سمي ادا کړلای شي. کله چې دوئ د ۱۸-۲۴ میاشتي رسېږي، دوئ کولای شي چې دوې کلیمي سره یو ځای کړي. د ۲۴-۳۰ میاشتو په شاوخوا کې، دوئ نور ددې وړتيا پیدا کوي چې روښانه کلیمې او د جملو روښانه سټرکچرونه (جوړښتونه) تولید کړای شي.

په پایله کې، د ماشوم د بدن د فزیکي ودې سره سم د ژبنیزو مهارتونو زده کړه هم وده کوي. دا په دې مانا ده چې د وخت په تېرېدو سره نور ماشوم ددې وړتیا پیدا کوي چې د ژبې مغلق جوړښتونه زده کړي او د ټولینز پوهاوي راپوهاوي لپاره یې وکاروي. دا چې د ژبې په زده کړه کې د ماشوم ذهني وړتیا، ټولینز ماحول، خپله د ژبې جوړښتونه، د ژبو تر منځ توپیرونه او نور فکټورونه (عوامل) شامل دي، نو ممکن د ژبې د زده کړې پروسه په ټولو ژبو ،محیطونو او شرایطو کې یو شان نه وي.

ددې مقالې په پای کې مې وړاندیز دا دی ؛ اړینه ده چې په پښتو ژبه کې هم په دې اړوند ژبپوهان نوي څېړنې وکړي چې پښتوـژبي ماشومان ژبه څنګه او کله زده کولای شي. تر ټولو مهمه داده چې ددې څېړنه وشي، او دې او دې ته ورته پوښتنو ته مناسب ځوابونه پيدا شي چې: پښتوـژبي ماشومان د پښتو ژبې د زده کولو په لومړنیو پړاوونو کې په پښتو کې د کومو غږونو په زده کولو پیل کوي؟ کوم غږونه نیمګړي تلفظ کوي؟ کومې لومړنۍ کلیمې زده کوي؟ کومې کلیمې نیمګړي تلفظ کوي؟ کومې جملې زده کوي؟ کومې جملې نیمګړي زده کوي؟

ماخذونه:

Gut, U. (2009). Introduction to English Phonetics and Phonology. Peter Lang: Germany. pp. 37,41

Mohammad Nor, N., & Rashid, A., R. (2018). A Review of Theoretical Perspectives on Language Learning and Acquisition. Kasetsart Journal of Social Sciences, 39(1), 161-167.

Clark, V., E. (2009). First Language Acquisition, 2nd Ed. UK: Cambridge University Press

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button