مات غرور

مات غرور
« من عرف نفسه فقد عرف ربه”

یو مغرور بنده چې ډک و .ډیر له شوره

په لټون د خدای راووت له خپل کوره

پنډ ه کې يي شاته واړاوه روان شو

په کوڅه کې یوه نیالګی ته هم ګویان شو

څومې توان شته لټومه حقیقت

څومره ښه دی زما نیت او حرکت

زه به خپل سفر ترهغوو پورې کاندم

چې حق ومومم په کړس کړس به وخاندم

دا خو ښه ده چې زه ځمه اوسفر کړم

زه به ځمه په ګام ګام کې به نظر کړم

په خندا یی بیا نیالګي ته وي نیالګیه!

ته خو نشي خوځیدای نری لرګیه!

دا به ستا د پاره سخته اوترخه وي

چې په خمکه پسي بنده ستا ریښه وي

زه به پنډه، کې حق راوړم بیا به راشم

یو شیبه به هغه وخت هم په خندا شم

ـ نیالګی ووې سخته دا ده مساپره !

چې خالی پنډه کې راوړی له سفره

کاشکې ته وای مساپره لږ خبر

په لټون پسي يي نه تلای لراو بر

راشه راشه سترګي وغړوه دواړه

رب که غواړې خو همدلته يي وغواړه

مساپر په بیړه بیړه روانیږي

وې: نیالګی به په مزله نوڅه پوهیږي

چې پښې وې د چا بندې په کمروکې

ژمې دوبی به ولاړ وي اندیښنو کې

مساپر په غرونو سر شو لا روان و

ډیر کلونو پرې تیر شوي د زمان و

د سفر له ډیرو سختو مزلونو

له دردونو او له ډیرو کړاونو

لوږو، تندو اوله زیاتو عذابونو

شو په ځور د فلک له ګردشونو

له کلونو وروسته راغی بیا کوڅې ته

اړخ يي تم کړ د یوې لو ونې تنې ته

له اوږو يي راجلا خپل پنډ ه کې کړ

له خولو څخه يي پاک بیا خپل تندی کړ

ناڅاپی ورته له ونې دا اواز شو

پنډه کې دې را ډک پوره د نیاز شو؟

څه خو ماته هم ترې راکړه مساپره

له موندلي حق ما هیر نه کړي دلبره

مساپروې: په لټون يي وم وتلي

تش لاس راغلم لامې هم نه دی موندلی

بیا له ونې نوراني او ځلیدونکې

رڼا راغله په پردیس شوه تاویدونکې

دواړه سترګي د پردیس شوې پرې روڼي

هم يي لیرې له غوږونوشوې پردې

مساپروې: ته په خپل ځای کې ولاړه

حق د وموند په څه ډول په څه واړه

ونې ووې: حق موندلي شي هرڅوک

ورک هم نه دي له کوم چا او له کوم توک

که په خپل ځان يې بارو وې زښته ډیر

هیڅ به نه شي حق له هیچا ځیني هیر

پیژندلی چې چا دلته دا خپل ځان دی

پیژندلې بیا هغوو خپل سبحان دی

ته چې لاړې په کوڅه کې مساپره

زه د خپل ځان په خوا راغلم برابره

که ول سخت ستا په داغرونو سفرونه

زه هم ځان سره اخته وم په جنګونه

ما موندلی په دا خپل ځای حقیقت دی

نه مې کړی پسي چېرته حرکت دی

په دا پوه شه! پیژندلي چې چا ځان دی

پیژندلی يي څیښتن او لوی سطان دی.
تهران پښتو رادیو/ ۱۳۸۴/ د جدې ۲۲

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button