لیکوالي له کوم ځایه را پيل کړو؟

(د لیکوالۍ تګلاره)

لیکنه: عبداللطیف آرش

ژباړن: څېړندوی لطف الله صابر

تیودور لودویګ ویزنګروند ادورنو (Theodor Ludwig Wiesengrund Adorno) پياوړي الماني فیلسوف او د فرانکفورت د انتقادي ښوونځي بنسټګر ویلي دي چې؛ « لیکنه د وګړو له پاره داسې مثال لري لکه د کورنۍ مسولیت چې په غاړه لري» لیکنه یا لیکوالي د تاریخ په اوږدو کې د بشر له پاره د تکیه ځای معنا ورکوي. لیکنه کول تاسې په خپل نفس باندې باورمن کوي، لیکنه کول ستاسې د روح او روان د ارامتیا لامل کېږي، لیکوالي تاسې له عبث ورځې تېرېدلو څخه ژغوري. لیکوالي تاسې خوښ او ژوندی ساتي، لیکوالي تاسې له ژور خپګان څخه ساتي او ژوند ته مو نوې هیلې در بخښي.

بشر په فطري توګه کیسه ویونکی او خیالیګر موجود دی، هغه څه چې انسانان یې په ژوند کې تجربه کوي؛ هڅه کوي چې نورو دوستانو ته یې واوروي او ویې لیکي، موږ ټول له لیکوالۍ سره علاقه لرو او غواړو چې د ټولنیز ژوند او استوګنې تجربې د رنګینو او لطیفو کلمو په چوکاټ کې د کاغذ پر مخ ترسیم کړو؛ خو هغه عمومي پوښتنه چې زموږ ټولو په ذهن کې را پيدا کېږي هغه داده چې څه ډول یې ولیکو او لیکنه له کوم ځای څخه یې را پيل کړو؟

ښايي موږ او تاسې ته ویل شوي وي چې لیکنه کول او لیکوالي سخت او پېچلی کار دی او ددې کار له پاره سل کلن مزل ته اړتیا ده؟، رښتیا هم همداسې ده او لیکوالي پېچلی کار دی!؟ د همدې دودیز تصور پر خلاف لیکوالي او لیکنه کول سخت او پېچلی کار نه دی، بلکې لیکوالي هم د نورو پدیدو په شان یوه اکتسابي پدیده ده او د پرله پسې تمرین پر بنسټ کولای شو چې لیکوال شو او په زړه پورې لیکنه وکړو؛ خو با هم هماغه تکراري پوښتنې سره مخ کېږو چې لیکنه له کوم ځای څخه را پيل کړو؟

لومړی: یاددښت لیکنه

یاددښت لیکنه د لیکوالۍ او لیکنې کولو له پاره تر ټولو اسانه تګلاره ده، لیکنه کوونکي او د لیکوالۍ مینه وال ته اړینه ده چې له ځان سره د یاددښت (نوټ) کولو کتابچه ولري او هغه څه چې د ورځې په لړ کې یې ویني، د لیدلې پېښې، موضوع یا مسئلې اصلي مفکوره دې په کتابچه کې یاددښت کړي او بیا دې په مناسب وخت کې د هماغې یاددښت کړې مفکورې په اړه رڼا واچوي. که څه هم په افغانستان کې یاددښت لیکنه د بېلابېلو دلایلو له مخې ځانګړی دود او عمومیت نه دی موندلی؛ خو په نورو هېوادونو او غربي نړۍ کې یاددښت لیکنه د لیکوالۍ له مهمو فورمونو څخه ګڼل او د نړۍ په نامتو ورځپاڼو کې د یاددښت لیکنې له پاره ځانګړې برخې په پام کې نیول کېږي. هغه کسان چې د لیکوالۍ نوي ګامونه اخلي او غواړي نامتو لیکوال ترې جوړ شي له یاددښت لیکلو دې پيل وکړي او بیا دې د لیکوالۍ د نورو ژانرونو په لټه کې شي.

دویم: لیک، یا خط لیکنه

لیک چې په دري ژبه کې یې نامه بولي او په عامیانه توګه یې خط بولي په کُلي توګه په دوه برخو وېشل شوی دی چې یو یې رسمي لیکونه دي او بل یې غیر رسمي. رسمې لیکونه په عامه توګه رسمي ادارو (دولتي او غیر دولتي) اورګانونو او بنسټونو ته لیکل کېږي، چې د همدې ډول لیک متن سلیس، روان، په معیار برابر او له هر ډول پېچلتیا او استعارو څخه پاک وي. غیر رسمي لیکونه بیا هغو لیکونو ته ویل کېږي چې خصوصي او دوستانه بڼه لري، نثري لیکنۍ ژبه یې عاطفي او له شخصي احساساتو څخه برخمنه وي؛ دا ډول لیکونه معمولآ د کورنۍ د غړو له خوا د کورنۍ مساپر غړي (شخص) او یا هم د دوستانو او مئینو له خوا یو او بل ته لیکل کېږي. د لیکوالۍ همدا تګلاره د نویو او ابتدايي لیکوالو له پاره غوره چوکاټ ګڼل کېږي. په تېرو نږدې وختونو کې په افغانستان کې لیک لیکنه ډېره دود او د پام وړ وه، د کورنیو غړو به د خپلو کورنیو او بهرنیو مساپرو د حال پوښتلو په موخه هغوی ته لیکونه لیکل او لېږل به یې او هغوی به هم خپلو کورنیو ته لیکونه (نامې او خطونه) لیکل او ورته رالېږل به یې، د شاعرانو او لیکوالو تر منځ هم لیک لیکنه دود وه او ګڼ شمېر افغان لیکوالو چې دوستانو او لیکوالو ته یې لیکونه لیکلي دي او یا یې د هغوی له خوا ترلاسه کړي دي په دې وروستیو کلونو کې یې ځینې د کتاب په بڼه چاپ شوي هم دي. ځینې وګړو د لیک او نامه لیکنې خاص ذوق او وړتیاوې لرلې، چې د لیک لیکنې پر مهال به یې له رنګه پاڼو او ځانګړو قلمونو کار اخیسته؛ خو د افغانستان همدا په زړه پورې پخوانی لیکنی دود د ګرځنده تلیفونونو او ټولنیزو خواله رسنیو له امله تقریبآ له منځه تللی دی.

دریم: ځان پېښه یا خاطره لیکنه

د ځان پېښو یا خاطرو لیکنه د لیکوالۍ له یوه بل مهم او لرغونو ژانرونو څخه ګڼل کېږي، چې د تاریخ په اوږدو کې بشر د لیکوالۍ له همدې چوکاټ څخه کار اخیستی دی او له همدې ځایه یې پيل کړی دی. هغه څه چې بشر په ژوند کې تجربه کړي دي د ځان پېښې او خاطره لیکنې په چوکاټ کې یې لیکلي دي. د نړۍ سترو لیکوالو او سیاست پوهانو د خپل ژوند ځان پېښې، خاطرات او تېر حال د همدې قالب په چوکاټ کې بیان کړي دي. خاطره لیکنه د مبتدي او نویو لیکوالو له پاره ګټور ژانر ګڼل کېږي، چې کارونکی یې په اسانۍ سره د لیکوالۍ لوړو مدارجو ته رسېدلی شي.

څلورم: راپور یا ګزارش لیکنه

د راپور لیکنې فورم د لیکوالۍ له نسبتآ جدي، مسلکي، تخصصي او تخنیکي فورمونو څخه ګڼل کېږي، چې لیکنه یې د ادبیاتو او ژورنالیزم تخصصي پوهې ته اړتیا لري. د ورځپاڼو یوه مهمه برخه راپور لیکنه ده، راپور لیکنه بېلابېل ډولونه لري، هغوی چې نوې یې د لیکوالۍ لاره نیولې ده د راپور لیکنه ورته څه ستونزمن کار دی؛ خو هغو کسانو چې د (یاددښت او خاطره) لیکنې په فورمونو کې تمرین کړی وي کولای شي چې د راپور لیکلو په برخه کې هم قلم وچلوي.

پنځم: مقاله لیکنه

مقاله نسبتآ یوه لنډه لیکنه ده، چې د یوې خاصې موضوع په اړه لیکل کېږي، چې په هغې کې فکر ترویج او مسئله پکې بیان او ځواب شوې وي.

مقاله لیکنه د اوسنۍ او معاصرې نړۍ په علمي، فرهنګي او رسنییزو مناسبتونو کې خورا ارزښت او اهمیت لري. مقاله لیکنه د اندونو وړاندې کولو او علمي – څېړنیزو موندنو له پاره غوره قالب ګڼل کېږي. د علمي برخو څېړونکي خپل نوي نظریات او علمي موندنې لومړی د مقالې په بڼه په علمي مجلو کې وړاندې کوي. (یسنا، یعقوب، ۱۸۷)

مقاله لیکنه د لیکوالۍ له تخصصي (مسلکي) قالبونو څخه شمېرل کېږي، پوهان، څېړونکي او د پوهنتون استادان خپلې علمي موندنې په همدې قالب (فورم) کې په لیکنۍ بڼه وړاندې کوي چې هغې ته مقاله ویل کېږي. مقالې په بېلابېلو ډلو او ډولونو وېشل کېږي؛ لکه: ژورنالیستیکي، تاریخي، فلسفي، ادبي، انتقادي، سیاسي، اقتصادي او داسې نورو…

پایله

څرنګه چې مو ددې مقالې په پيل کې وویل؛ لیکنه کول او لیکوالي په عامه توګه سخت او پېچلی کار نه دی، د لیکلو له پاره د لیکوالۍ ذوق مهم او ضروري دی، که چېرې ستاسې په وجود کې دا ذوق موجود وي؛ هغه وپالۍ او ویې روزئ او که چېرې دا ذوق ستاسې په وجود کې نه وي، هڅه وکړئ چې رامنځته یې کړئ او وده ورکړئ. د لیکوالۍ مهم عنصر تمرین او ریاضت دی. د لیکنې د پیل له پاره له ساده، اسانو، پېژندل شوو قالبونو؛ لکه: یاددښت لیکنې، لیک لیکنې، خاطره لیکنې، یونلیک لیکنې څخه پيل وکړئ او له دې ټولو وروسته د لیکوالۍ په نسبتآ پېچلو ژانرونو لیکلو پیل وکړئ.

نور ښکاره کړئ
Back to top button