لیونی اوښ او امیرعبد الرحمن خان !

لیونی اوښ او امیرعبد الرحمن خان !
په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان پاچا امیرعبد الرحمن د اوسپنیز او پولادي پاچا او شخصیت په نوم باله شي .
رښتیا همدا هوډمن او خپل افغان ولس ته ژمن پاچا و چې ویشلی او پاشل شوی ملوک الطوایفي افغانستان یې یو موټی او د واحد مرکزي دولت تر چترلاندې راووست . په دې لاره کې یې په بیلا بیلو متمردو قومونو کې کله منارونه هم جوړکړل . او داسې جنګیالی وچې پخپل لاس یې څلور ټوپکونه هم جوړ کړي ، د جنګ جګړو په څنګ کې د ښکار او میلې شوقي هم و . د بدخشان د میر له لور سره یې واده وکړ او له هغه څخه یې دوه زامن حبیب الله خان اونصرالله خان پیدا شول. یوبل زوی او دوه لورګانې یې په ماشومتوب کې مړې شوي دي .
عبدالرحمن خان د قطغن د تاشقرغان په سیمه کې د خپل سفر یوه هیجانوونکي او هیښوونکي کیسه کوي او وایې چې په دغه سیمه کې د خپلو څلورو تنو ساتونکو سره د بیدیا د ښتې ته ووتم او په لاره کې د خپلو ساتونکو بیل شوم او د دښتې په تماشا یم . چې ناببره له لیرې یولیونی اوښ زما په لور رامنډې وهي اوپه چټکی راځغلي ، کله چې را نیږدې شو د یوې غټې ډبرې پرشاوخوا ترې ځغلم اوهغه هم په ماپسې ځغلي . په ډیرو ځغاستو ستړې ستومان شوم او بې له ډیله مې یوي غټې ډبرې ته لاس کړ او اوښ مې د غوږ تر څنګه په کـکرۍ ښه کلک وویشت ، اوښ په ګینډو شو وار له واره پخپله راسره خنجر د هغه غاړ پرې او د وینو دارې پیل شوې . زه هم له ډیر هیبته بې هوښه او بې سده شوم ،خوکله چې را پورته شوم لیونی اوښ مړ او شاو خوا ځمکه په وینوخړوب وه . او په لیوني اوښ لاسبری شوم . وروسته زما ساتونکي را پیدا شول خو هغو مې په شل،شل قمچینومجازات کړل . او ویې ویل :
جان بدربردن از خطرهم شجاعت است .
د لیونیو اوښانو د قابو او ایل کولو په موخه د یوه بل اوسپنیزعبدالرحمن خان د پنځیدو او پیدا کیدو په هیله .
۲۴/۱۱/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button