لومړۍ دویمه دریمه برخه دهیواد حالات کوم لوری ته درومي؟

 

دهیواد حالات کوم لوری ته درومي؟

لومړۍ برخه

دهیواد حالات کوم لوري ته درومي؟ دا هغه پوښتنه ده چې نه پردو کینولي واکمن، نه نندارييز پارلمان ، نه «روښانفکران » او نه هم اولسې پرګنې دغې پوښتنې ته ځواب لري.داسمه ده چې دغه درنه پوښتنه تر ډیره امنیتي حالاتوته مخ اړوي خودیوې ټولنې په دننه کې دژوند ټولې سیاسي، اقتصادي، ټو لنیزې او فرهنګي برخې په خپل منځ کې منطقي پیوند لري او په ګډه دهیواد په کچه دیوه ځانګړي وضعیت جوړونه کوي.له همدې کبله یو عام ،مجرد اوپه ذهني یا ځانګړو ګټو ولاړ جزمي حکم ددغې پوښتنې ځواب نشي ورکولی. له همدې کبله باید سیاسي، اقتصادي،ټولنیز او فرهنګي ژوند ته داشغال په اوږدو کې ژوره کتنه وشي او ددغې کتنې پر بنسټ دحالاتو کره جاج واخیستل شي.یواځې همدغه څه کولی شي چې سیاسي پوځي وضعیت او دسبا برخلیک ته سم ځواب پیداکړي.راځي د اشغال په توره خونړۍ له فریب او فساد نه ډکه دوره کې چې ګلم ېې لا نه دی ټول شوي د خپلې ټولنې دژوند هر اړخ په لنډه او ځغلنده توګه له نظره تیر کړو.

لومړی – په سیاسي ډګر کې:په افغانستان کې دولتي واکمنۍ چې ښه ده حکومتي واکمنۍ ېې وګڼو نه دولتي واکمنۍ، له ځایه هم ډیرې پخې ، سیستماتیزه شوې او د پیاوړي ثبات درلودونکې نه وې.عمرونه عمرونه دهیواد پولې داردو ګانو یا امنیتي ځواکونو پر ځای اولسې جوړښتونو ساتلې،له انګریزي استعمار سره درې جګړې تر سره شوې، سره له دې چې ددریمې جګړې(زه ورته جګړې نه بلکې داستعمار پر خلاف ولسی پاڅونونه وایم) دبریاو ویاړ دغه یا هغه لوړ پوړې خانداني جنرال یا جنرالانو ته ورکړ شو خو واقعیت داوچې انګریزي استعمار زمو ږ داولسونو دپاڅونونو په وړاندې په ګونډو شو نه دکوم اردو یا پوځي رسمي جوړښت په وړاندې.ددې خبرې معنی داده چې دا هیواد دپیړیو په اوږدو کې اولسونو ساتلی نه پوځي طاقتونو.اولسونو ددغه تاریخي بهیر په اوږدو کې له همدې پاڅونونو اومقاومتونو څخه یوه تاریخي اخیستنه هم کړې او هغه داچې دهیواد دټولو ویاړنو خاوندان هم همدا اولسونه دي.دوی وطن ناموس ګڼلی، دناموس کلمه په هغه درانه ټولنیز بار چې لري ېې خپله درنه ټولنیزه تاریخي شوې معنی په نورو ژبو کې نشي موندلی. افغانستان دتاریخ په اوږدو کې په هر نوم چې ودنړۍ دسترو فاتحینو دخوځیدو را خوځیدو لویه لاره وه.دغه حالت جګړې،پا څونونه او مقاومتونه دخلکو او اولسونو په تاریخي کرکتر واړول او له همدغه کرکتر څخه دغیرت او ناموس له ټولنیز بار څخه ډک مفاهیم را منځ ته او په تاریخي شوي کرکتر واووښتل اودخلکو او اولسونو په وینه کې ېې ځای ونیو.دمحمد ظاهر له اوږدې ، ویدې دورې واکمنۍ وروسته په ډیره چټکۍ هغه باورونه را ولویدل چې شاه یا واکمن به ېې دخدای سیوری ګاڼه او داولامر اصل ته به ېې دخپل عقیدتې باور له مخې غاړه ایښوده.دجهادي تنظیمي واکمنۍ په را خوریدوچې جوړوونکي اوبري ته رسوونکي ېې دنړۍ لوی خونکاران او دسیمې بدکاران وو،ددولت او واکمن قدرت او دحکومت کولو ټول توان له ریشې را وچ شو.پروسې ټولې پردۍ ،غیر ملي،غولوونکې او نندارییزې شوې.دغه حالت غلو ،لوټمارو اودانسان په مرګ او زورونه روږدي انسانان دواک مخې ته را وایستل.دهیواد په دننه کې یا واکمنۍ په نشت ودریدې او یاهم دومره له پردو سره غاړه غړۍ شوې چې دخپل هیواد خلک ، اولسونه، ددوی هویت، تاریخي شخصیت ېې له پردو سره دملي ضد معاملو قرباني کړ. همدغه حالت یو شمیرډلو او افرادو ته دا باورونه را منځ ته کړل چې دا وطن له پردو پرته نه رغیږي.دهمدې باورونو شاته غلو ، لوټمارو او بشري ضد خونکارو ډلوداسې ملي ضد معاملې تر سره کړې چې وطن په رښتیا په نقدو وپلورل شواو دپردو دپوځي تیري او اشغال هر کلی وشو.دوطن له اشغال څخه وروسته یوکال نیم، تودې ډرامې په لاره ولویدې هرې شو او نندارې دا ښودله چې پردي موږته دنړۍ پرمخ جنت جوړوي.دغه باور له هغو سره وو چې یا په معاملو کې شریک وو او یاېې داشغال په سیوري کې منلې وه چې «سپی دې یم خو ژوندی دې یم».خلکو او اولسونو خپل تاریخ داسې نه وجوړ کړی چې دغه ذلت ومني نو ځکه مقاومت ته را پورته شول.پردو کینولو واکمنو اوپیاده ګانو ېې دمیدیا په زورپر دې خبره زور لګاوه چې دوی خلکو ته دنیکمرغۍ را وړلوپیامبران دي.دوی داولسونو نیکمرغي په هغه پوځي خونړي ګلوبالیزم او ورسره وارداتي دموکراسۍ او دلوټ آزاد بازار کې لیده کوم چې اشغال له ځانه سره راوړي او تپلي وو،دوی غوښتل په دې نارو سورو وښيي چې دنیکمرغۍ خدایان او دبرکت کعبې هغه دې چې دوی غوره کړي دي. ددې په وړاندې هیڅ منطق اولسونه په دې نشوی قانع کولی چې په یوه اشغال شوي وطن کې د دوی ، شرف ،عزت، ناموس او ملي هویت ساتل کیدای شي.اولسونو استقلال، آزادۍ ، ځمکنۍ سلامتیا او خپلې ملي واکمنۍ ته دتقدس تر کچې اعتبار ورکاوه، له پردو سره ددین او دنیا دوارثانوپټو اوښکاره معاملو ملت دې ته اړ کړ چې دډوډۍ پرځای دخپل معنویت خوندي ساتنې ته را پورته شي.جګړه پیل شوه، هغه جګړه چې دژوند ټولو لورو دجګړې په دواړو خواوو کې یو بل ته غیږه ورکړه.دجګړې یوه لوري ته اولسونه اوبل لوري ته دپردو په خدمت کې ولاړ واکمن ودریدل. دجګړې یوه لوري دخلکو اواولسونو له منځ نه خپله تومنه تر لاسه کړه او دجګړې بل لوری تر اوږدو کلونو پورې دپردو لښکرو او پردوجاسوسي شبکو په اوږو وخوځیده.دجګړې دولتي لوري خپل مخالفین دګاوڼدیو په جاسوسي شبکو پورې تړلي وښودل خوداېې ونه لیدل چې خپله ېې پر چا ډډه لګولې ده.ګاونډیو به دخپلو غرضونو لپاره لاسوهنې کړې وي خو وطن له هغه لوري، دکلماتو په اصلي مفهوم، نه دی پلورل شوی بلکې دوطن هر انسان پوهیږي چې اشغال چا راوست او چا ورنه قدرت، ثروت او په فساد لړلی شخصیت تر لاسه کړ. همدې څرګندونو ته په ځغلنده کتنه جګړې خپل دوه بیل لوري غوره کړل.دټولنې سیاسي –پوځي ویش ژور او نه را ګرځیدونکی شو،دجګړې یو لوری خپل انساني قوت له خپلې ټولنې اخلي او خپله مالي یا تخنیکي اړتیا له نورو را پوره کوي.دغه لوري ته داستقلالیت او خپلې ملې ارادې پانګه درنه ده.وابستګي او تړاوونه ېې جبري دي خودددوی داستقلالیت او ملي هویت هرڅه نشي ورنه اخیستلی. دروانې زمانې یوه دپام وړ ځانګړنه داده چې نور اولسي پاڅونونه ددولتونو له خوا نه بلکې داولسونو له خوا تغذیه کیږي.په نړۍ واکمن حالات ښيي چې لویدیځ دامریکا په مشرۍ ددریمې نړۍ واکمن داسې خطنه کړې چې دزادو ولد هرڅه ېې پای ته رسیدلې خو اولسونه بیا لا ژوندي او له خپلو واکمنو څخه په لویه کرکه دنورو اولسونو دپاڅونونو شاته دریږي.دغه واقعیت ته په کتلو سره وایو او وینو ېې چې داولسونو دپاڅونونو استقلالیت تر ډیره خوندي دی خودواکمنیو او هغه هم دپردو پلاسو کینول شوو واکمنیو استقلالیت په هیڅ منطق ددفاع وړ نه دی.دوی که اردو ګان جوړوي،که پولیسي ځواکونه ځغلوي، که اربکي وملیشې را ټولوي دا ټول څه دوطن ددفاع په معنی نه بلکې دواکمنو کړیو دخوندي ساتنې په مفهوم را جوړیږي ، په همدې خاطردواکمنو اردو، پولیس، امنیت، اربکي ،ملیشې او نوردجکړې اوسرښندنې لپاره کومه آرماني انګیزه نه لري بلکې خپل معاش او خپلې رتبی ته ګوري.په دې توګه دجګړې ددغه لوري ځواکونه تر ډیره یا اقتصادي جبر خوځولي او یاهم دپردو دنقدو په وړاندې داجیرانو کچې ته را لویدلي دي. پر دغه لوري که معاشونه ودریږي، مړۍ ېې یو څه سپوره شي،او دسبا امیدونه ېې هم دناهیلیو په سیوري کې په ډوبیدو شي په ډیره چټکه او نه باوریدونکې توګه جګړې ته شا اړوي او ډګر خپل دښمن ته ور پریږدي. په داشان پوځي قوتونو دواکمنوواک حاکم نه دی او داځکه چې واکمن په خپله دواک خاوندان نه دي ، نورو کینولي او دنورو په اراده کې دخپل ژوند اومرګ نښې لټوي . دجګړې دې لوري ته دسر مشران اوپوځي را جوړ شوي قوتونه یو له بل سره ژور منطقي پیوند نه لري،ځکه دواړه لوري پوهیږي چې روزي ېې څوک او دڅه لپاره ورکوي.یوې ژوندۍ بیلګې ته وګورۍ: مشرانو جرګه او اولسې جرګه دواړه چیغې وهي چې امریکا څه شوه، ولې پرموږ درا روان سیلاب مخه نه نیسي؟ دې دواړو جرګو له امریکا سره مرییتوب راوړونکی امنیتي تړون په دې خاطر نالوستی لاسلیک کړ چې امریکا به ېې دژوند او واک خوندي ساتنه کوي.ددوی روانې چیغې ددې لپاره نه دي چې وطن په لویدو کې دی بلکې هم دوی او هم خلک پوهیږي چې دوی دخپلو لویدو ویرې نیولي دي.دغې ویرې په داسې تبه اخته کړي چې په خپلو تبچنوپرتو کې له امریکا پرته بل څه په تته ژبه نه لري.دا حالت په خپله دهغو ځواکونو غړي سستوي کوم چې امریکايي سینه وهلې وه چې ستاسو دساتنې توان لري. دا یواځې پارلمان نه دی چې مرګونې ویرې اخیستی، بلکې دواک لومړۍ څیره هم دبیلګې په توګه په جلال آباد کې په چیغو چیغو کې وايي:« زموږمورال قوی دی موږ تسلیم نه منو…» زموږ خلک وايي« دغله په ږیره خلی دی».دیوه واکمن له خولې څخه دتسلیم یا نه تسلیم ادبیات را منځ ته کیدل په خپله دویرې دخطرناکه شتون اعلان دی.دغه ډول اعلانونه په خپله ددولتي ځواکونو غړي ورسستوي.

له دې ټولو څرګندونو څخه دې پایلې ته رسو چې تر پوځې ویرې مخکې سیاسي ویرې ددولتي ځواکونو غړي ورسست کړي دي. خوددې په وړاندې دجګړې په بل لوري کې دمعاش ، غوړې مړۍ، رتبې، مقام او کوم ځانګړي امتیاز خبره ځای نه لري او دخلکو په خبره عند الله دوطن او خپل معنویت او دوی ته مقدسو باورونو په خاطرسر ورکوي ،هلته سیاسي ویره نشته چې پوځې سسته را منځ ته کړي.هلته دثروت، قدرت او مقام تنده نشته چې دهر ډول اعتبار سر وخوري،هلته په پردو نه بلکې پر خپلو اولسونوډډه لګول کیږي. اولسي چینه دوچیدو نه ده.دپردو کټ تر نیمو شپو دی خو خپل څه ګوزارونه خوري خو ورکه نه لري .په دې خاطر جګړه په پردو پورې باوري او غیرباوري تړلو واکمنو اوورسره کړیوپه یوه تاریخي بر خلیک اړولې ده. جګړه اوس دخپلې خونړۍ لارې هغې برخې ته رسیدلې چې را ګرځیدونکې نه ده.راتلونکی برخلیک له بده مرغه سوله نه بلکې جګړه ېې ټاکي . داخبره ترخه او زوره وونکې ده خوښکاره واقعیت دادی چې هغه څه چې په دې شرایطو کې جګړه راوړلی شي دسولې په وس نه دي. پاکستان ته لمن وغوړیږي که خاکستان ته دا یو هم دروان تپل شوي برخلیک مخه نشي نیولی.هغوی چې پرون شپه او ورځ په دې جامونه پورته کول چې جګړه خو په جنوب ده نو زما يي پرې څه نن له دې واقعیت سره مخ شول چې له جنوب څخه په شمال کې ډیرخلک دجګړې بل لوري ته واووښتل ،اوس خپل مرګ په څوقدمۍ کې ویني.پرون تاجکستان،ترکمنستان،ازبکستان او نورو لورو ته وتښتیدل که اوس هغه لارې پرې وتړل شي او د«وریښمو لاره» هم لا جوړه نه وي نو به کوم لوري ته تښتي. دا اشارې ددې خبرې ښودنه کوي چې تر پوځي لویدنې مخکې سیاسي لویدنه زموږ مخې ته ولاړه ده.دغه لویدنه دهر غرض لپاره چې وه دجان کیرې له لوري یوه تخت ته ددو پادشاهانو ټاکلو ښه په مزه وځغلوله.اوس دپوځیانو مورال نه بلکې دسیاسیانو مورال رالویدلی دی.او دغه لویدلی سیاسی حالت دی چې راتلونکو پروسو ته بل رنګ اوبل خوند ورکوي.افغان واک ته راوستو سیاستوالو یواځې په دې کې مرګونې تیروتنه ونه کړه چې په یوه تخت دوه واکمن ېې سره صلا کړل،بلکې خطرناکه تاریخي تیروتنه ېې داوه چې داشغالګرو واکمنو سیاسي، پوځي او شبکه ېې لویانو! دپیښو په سخت ترنګړي حالت کې دافغانستان برخلیک په ښکاره پاکستان ته وسپاره. په دې خبره دتیروټاکنیزو لوبودواړه «مخکښ» لوري ښه پوهیدل چې پاکستان ته دافغانستان برخلیک ور سپارل دامریکا او انګلیس ګډ پلان و،دوی دوطن عامو ملي ګټو او استقلالیت ته ونه کتل. داېې غوره وکڼله چې یواځې دقدرت ګدۍ ته ور پورته شي. همدا چې دغه جان کیري ورکړې واکمنۍ ته ورسیدل، مجبوروو چې تر هرڅه دمخه لومړی دپاکستان لمنه ونیسې او دپاکستاني اردو، پولیسو،آی اس آی اوورانکاروافغان دښمنو مذهبي لیډرانو لاسونه ښکل کړي.په دې لړ کې پټې معاملې تر ننه پټې وساتل شوې ،خلکو او اولسونو ته درسنیو په زور همدا څه ورکول کیدل چې پاکستان ېې په خپل اقتصادي تفکر دې ته را اړولی دی چې دطالبانو لمن ورټوله او په بدل کې ېې سوداګریز کاروانونه منځنۍ آسیاته ورسیږي. داسمه ده چې پاکستان یو دودې په حال کې پانګوالي ته ورمات هیواد دی. دپاکستان ځوان او تر اوسه لا دکیفیت له پلوه خام تولیدات یواځې دمنځنۍ آسیا په دننه کې بازار موندلی شي او بل لوري ته درقابت توان نه لري،خو دې خبرې ته ونه کتل شول چې پاکستان پانګوالې ودې نه دی جوړ کړی بلکې په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې دامریکایی او انګلیسي ستراتیژیو لپاره په خدمت کې دریدو پاکستان ته سیاسي، اقتصادي ، تخنیکي او پوځي توان ورکړیدی.پآکستان له خپل پیاوړي سیال هندوستان سره له پردو مالي او تخنیکي مرستوپرته دمقابلې توان نه لري،او پردي هم دخپلو اوږدو ستراتیژیو دپلي کولو لپاره په سیمه کې جګړییز حالت ته اړتیا لري. همدغو جګړو ته یوه دخیزدړه پکار ده، پاکستان همدغه دغرب ګټو ته برابره دړه ده.دا واقعیت هم پټ نه دی چې دافغانستان او پاکستان تر منځ ددیورند دکرښې هغه لوري ته پراته قبایل له ټولو پوځي اوشبکه يي فشارونو سره سره دیوي بیلیدونکې سیمې په توګه دخپلو خپأواکو دودیزو واکمنیو خاوندان دي. او همدغه واکمنۍ اوس دبنسټپالو په پراخه را غوړیدودقدرت ښودنه کوي .په دې خاطر پاکستان چې ښه ده ووایو پنجاب په دغو سیمو دولتي واکمني نه لري نه خپل ایل کولی شي او نه هغه چې له افغانستان څخه جبر ور اړولي دي.له بل لوري هغه وختونه چې پاکستان کولی شول چې خپل بنسټپال ایل او له افغانستان څخه وراووښتې ځواکونه وڅاري او مات ېې کړي، له منځه تللي دي. دامریکا ، ناتوو او آیساف په رسوا ماتې او تیښتې سره که څه هم چې دا بهیرلا پای ته نه دی رسیدلی،دکابل دواکمنۍ مخالفین په پراخه توګه دوروستي یوه کال په موده کې خپل هیواد ته دننه را ننوتل.خلکو او اولسونو ېې ښکاره ملاتړوکړ او بېشمیره سیمې ېې دهیواد په کچه لاندې کړې.اوس یواځې یوه لاره پاتې ده او هغه داچې دامریکا او ناتو یا آیساف دهوايي ځواک پرځای پاکستاني پوځي او استخباراتي عملیات دافغانستان په دننه کې په لاره ولویږي.دحیرانتیا خبره خو داده چې پرون طالبان په دې تورن وچې دوی دپنجاب نوکران دي او داشغال پای ځکه غواړې چې پاکستان ته دافغانستان دنیولو لاره پرانیزې خو نن دهمغو نارو سورو خاوندان په خپله دپاکستان دپوځیانو او آی اس آی لمنه نیسي چې راسې او په افغانستان کې دننه ددوی واکمني خوندي کړي.دقدرت لپاره سیاسي پوځي او آن استخباراتي ملي ضد معاملو دهیواد سیاسي وضعیت درسوایی کچې ته ور پورته کړ.دواک خاوندان اوس نه په خپلو تیروتنو کې دمخته تګ توان لري او نه هم شا ور اړولی شي.دغه پردو کینولي واکمن کورنی سیاست یا ښکاره دمنلو وړ سیاسي لوری نه لري او بهرنی سیاست یا سیاسي لوری ېې هم پردي ور ټاکي.داشغال تجربوپه ټول تاریخ کې ښودلې ده چې پردې دخپل سیاست اوسیاسي لوروهرڅه خپلو اجیرانو ته نه ورکوي. هغوی یواځې اجرايي دستورات ورکوي. په دې خاطرپه پردو پورې تړلي واکمن په پټو سترګوخوځول کیږي. دغه کار له لویدو پرته بله پایله نه لري

aimalhassin@aim.com

ش، حصین

 

ش،حصین

دهیواد حالات کوم لوری ته درومي؟

دویمه برخه

په اقتصادي ډګر کې:افغانستان له اقتصادي پلوه یو وروسته پاتې ساتل شوی هیواد وخو له دغه وروسته پاتیوالي سره سره افغاني ټولنه تر ډیره په ځان بسیا ټولنه وه.دحکومتونو لاس ختیځ یا لویدیځ ته په ګدايي ور غزیدلي و. خو داولسونه په منځ کې ګدايي دنن په پرتله دپراخه لیدو وړنه وه.په ټولنه کې فیوډالي ماقبل فیودالي او په ښارونو کې تر ډیره دسوداګیریزې پانګولي نښې دلید وړ وې،طبقاتي ویش له خپل شتون سره سره دټکرکچې ته نه ورسیدلی.هغه سیاسي بدلونونه چې په وروستیو لسیزو کې راغلل ډیر ېې تپل شوي او داقتصادي ټکرونوزیږنده نه وو،دغه سیاسي بدلونونه یا حالاتو وتپل او یا هم پردودخپلو ستراتیژیکو موخو لپاره رامخ ته کړل.په ښکاره وینو چې ددغو سیاسي بدلونونو په بهیرکې تر هر څه دمخه داولسونو اقتصادي حالت تر دې وځاپه چې دعامه پرګنو یوه لویه برخه دې ته اړ شوه چې دژوندې پاتې کیدو په حکم دجګړو دو لوروته دجګړو په ډګرونو وپلورل شي. جګړې مړینه اوبې لاسو پښو کول لري.دغه حالت په خپل وارداولسونو داقتصاد ملا ماتوي.ځکه ډیر پاخه ، ځوان اودکار بشري قوتونه دجګړو خوراک کیږي او شاته ېې په ملیونونو کونډې اویتیمان په لوږه ،بیکورۍ او ناروغیوکې ډوبیږي.جګړې ، هغه هم دنن زمانې جګړې یواځې انسانان نه وژني بلکې کروندې ،مالچر،داوبوسیستمونه،صنایع ، او آن معادن وژنې اویا ېې غصب او لوټ ته ورکوي. داوږدو جګړو په بهیر کې ډیر ځله دشتو زاړه خاوندان، ځمکه وال وي که دپانګو خاوندان خپل ځای له جګړو راوتوغلو ، لوټمارو او دمرګ او نابودلو روږدوتوپکوالو ته پریږي.په دغه بهیر کې داسې ټولنیز پوړکي را زیږي چې شتمنۍ ، پانګې او آن نوم او قدرت ېې جګړو ورکړی وي. دغه ټولنیز پوړکي جګړو ته دشتو دتر لاسه کولو دیوې غورې لارې په توګه ارزښت او عمر ورکوي. دسیاسي، اقتصادي ، ټولنیزواو پوځي بهیرونو په اوږدو کې ددغو پوړکو را زیږیدنه دواکمنیو نوښت هم په خپل لاس کې نیسي.او دهمدې واکمنیوله خوا هغه پټې اوښکاره وطن ضد معاملې تر سره کیږي چې په عمل کې دوطن داستقلال شتون ته دپای ټکی ږدي .څرنګه چې دغه حالت عامو اولسونو ته دځغم وړ نه وی نو ځکه مقاومتونو او پاڅونونو ته مخه کوي،دغه څه جګړه له دواړو لورو دنه را ګرځیدو پولو ته رسوي.په همدې بهیر کې دهیواد دامید وړ اقتصادي بنسټونه له پښو لویږي. په دې لړ کې له بهر نه رابلل شوي پوځي تیري اوداشغال بهیرنور هم غلو ، داړه مارانو،ملي ضد معامله کوونکو او هغوډلو ته چې له جګړو او پټو معاملو دشتو،قدرت او واک خاوندان شویدي وخت ورکوي څو دپردو په مخامخ ملاتړ خپلو مزو چړچو ته دملي او نړیوالې رسوايي تر کچې دوام ورکړي.که دسرو لښکرو له تیري او اشغال نه تیر شوچې له ټولو خونړیوکړنو سره سره دامریکایی، ناتويي اشغال فساد او خونړیووحشتونو ته نه رسي. دا واقعیت وینو چې دوروستي اشغال په خونړۍ دوره کې دهیواد په کچه داسې طبقاتي واټنونه را منځ ته شول چې لید ېې یوه بشري بیسارې تاریخي زوریدنه ده. نه پوهیږو چې څومره ملیارده ډالره دکمکونو په نوم داشغال دناولې څیرې دمینځلو لپاره افغانستان ته راوړل شول، خو ویل کیږي چې له پوځي مخامخ لګښتونو پرته تر پنځوسو ملیاردو ډالرو زیات افغانستان ته را غلل. دیوه نسبتاً کم نفوسه آسیايي هیواد لپاره پنځوس ملیارده ډالره هغه څه دي چې په رښتیا ېې دغه هیواد دپرمختللې پانګوالې نړۍ دژوند کچې ته رسولی شو. خو له دغو ملیاردي تش په نوم مرستو څخه په ښکاره یوه لوټماره کورنۍ اقتصادي مافیا اوبي شمیره پردۍ مافیایی انجیوګانې دافغانستان په برخلیک واکمنې شوې.بهرنۍ مافیا خو خپلې غلاوې خپلو بانکونو ته وړې خو کورنۍ مافیا هم دحالاتو په دوام باور نه درلود نو ځکه دغو هم خپلې له لوټاو فساد څخه تر لاسه کړې شتمنۍ پردو بانکونو ته یوړې.ددې خبرې یوه معنی هم داده چې افغانستان ته پانګې نه دې راغلي بلکې یواځي له شمیره وتي بانکي ډلرپه یوه لاس راغلي او بل لاس بیرته وتي دي .دنورو بې شمیرو عواملو په څنګ کې چې بیان ېې دلته شونی نه دی،له پردو سره تړلې کورنۍ مافیا دهیواد د اقتصاد وروستي رګونه هم ور وځپل. افغانستان تر دې امریکايي ناتو يي اشغال مخکې دهیواد په کچه ډیر دلید وړ اقتصادي بنسټونه درلودل.دهیواد دنساجیو کارخانې په کار اوتولید اخته وي، صنایعو په ورو خو په پرله پسې توګه وده کوله،معادن ددولتونو په واک کې خوندي اوتر کار او څیړنې لاندې وو، د نفتو ګازواو تیلو ر ا ایسته روانه وه،دسمنتو فابریکو دهیواد اړتیاوته ډیر څه ور رسولی شوی،لږ تر لږه دښارونو په کچه ثابته برښنا خلکوته رسیده .دماهیپر،نغلو، درونټې او کجکې دبريښنا تولید روان و. کروندې لا دجګړو تورو دودونو له کار او کښت څخه نه وې غورځولې، کرنیز فارمونه دودې او پراختیا په حال کې وو، ویلی شو چې ددموکراتیک خلق دواکمنۍ په دوره کې له ټولو ستونزو او پیچلي سیاسي پوځي حالت سره سره دهیواد دکرنې ،مالدارۍ، صنایعواو پراخه شخصي، دولتي او مختلط اقتصادي بنسټونه پرځای پاتې وو…خو داشغال په اوږدو کې دغه څه په ټپه ودریدل او یا لوټ او ویجاړ شول.په نږدې ۱۴ کاله اشغال کې په ټول هیواد کې دانجیو ګانو له فصلي کارونو پرته یوه اقتصادي کلیدي موسسه را پیدا نه شوه.

دهیواد داړتیا وړ برښنا دملیاردونو ډالرو په لګولو له بهر له تاجکستان،ترکمنستان اوآن ایران څخه راواردیږي، دا په داسې حال کې ده چې له اشغال نه مخکې ترسره شوو ځیړنو ښودلې وه چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۵۵۴داوبو بندونه جوړیدای شوای له دغې ډلې څخه ۴۰۰ بندونو ېې دبرښنا دتولید توان موندلی شو.له بده مرغه نه يواځې په دې لاره کې هیڅ ډول دپام وړ پانګونه ونه شوه بلکې دبرښنا دتولید هغه بندونه هم یا له کاره ولویدل او یا ېې تولید په کلکه را ولوید کوم چې پخواېې داړتیا وړبرښنا خلکو ته ورکوله.هسې ددروغو نارې سورې را پورته شوې چې که نن وې که سبا نو دکنړ په سیند به دبرښنا لوی بند جوړیږي،دفاریاب دالمار بند او دکابل دشکردرې دشاه اوعروس بند به جوړیږي ، دکمال خان بند به له سره جوړیږي،کجکي به په بیا جوړونه دخلکو اړتیا ته ځواب ورکوي او بند سلما به دهیواد دلودیز اړتیاوې پوره کوي خو دایوه ژمنه هم تر سره نه شوه.دا یواځې یوه بیلګه وه ،دهیواد اقتصادي لویدنه او دفساد هر اړخیز چاغښت خبره دې ته ورسوله چې دهیواد څلویښت په سلو کې دکار قدرت په مرګونې بیکارۍ سر شي.او دجګړي، نا امنیو،لوږو او فساد په نتیجه کې دهیواد دنفوس ۶۰ په سلو کې په سختو رواني ناروغیو اخته شي، همدا اوس دهیواد په کچه تر دوو ملینو زیات په مخدره توکوروږدي لرو داټول داشغال میراث دی. نشو کولی دا ووایو چې دا ټول دکرزي دواکمنۍ میراث دی، ځکه همدا دنن لوی او واړه واکمن له اشغال سره سم داشغال په څنګ کې ددغه حالت راوستونکي دي.نومونه بدل شوي خو دافرادو ډلو او معاملو هرڅه همغه دي چې وو نو ځکه دنن ژمنې هم هسې دتیر ایستنوسیاسي شوې ژمنې دي.

که دښارونو په منځ کې له جګړو څخه دراوتې مافیا له دنګو دنګو ماڼیو تیر شوچې هغه ولاړې فردي شتمني دي، دحکومت له لوري په ټول افغانستان کې یوه دلید اوپام وړ اقتصادي پروسه یا پروژه رامنځ ته نه شوه… نو داملیاردونه ډالر څه شول؟ ځواب ښکاره دی یوې له پردو سره تړلې ،حکومتي واکو ته رسیدلې مافیا دا هرڅه په خپله ګیډه ننویستل. په همدې علت که داولسونو دملي او عقیدتي باورنو زور نه وي ، په اقتصادي ډګر کې هیڅوک له دغې مافیا سره دمخامخ کیدو توان نه لري. ددې خبرې یوه معنی هم داده چې پرهیواد واکمن مافیایی اقتصاد هم واکمنیو ته مرسته کړې چې له کمې پلوه داردو ، پولیسو،عامه نظم،اربکیانو او نورولويي معاش خوړونکې ډلې را جوړې کړي او هم اولسونه دې ته اړ کړي چې له دغې مفسدې مافیايي په پردو ولاړې واکمنۍ سره منګولې ولګوي.دخلکو او اولسونو اقتصادي غوښتې ښايي دجګړې په همدې خونړیو شیبو کې ډیرې دپام وړ نه وي.خو دمقاومت په لوري کې دپراخه بزګري پرګنو او نوروبیوزلوشتون په خپله ښيي چې داجګړه ټوله هم یواځې سیاسي نه ده. نږدې دوه کاله مخکې کوم چا دکابل پوهنتون په یوه دیوال ولیکل چې «دډوډۍ جګړې ته ځان تیار کړۍ» دغه شعارچې ښاېې دیو چا شخصي نظر به ودوخت په پردو ولاړه مافیایی واکمني دومره وویره وله چې روانې جګړې هومره نه وه ویره ولې او داځکه چې دغه مافیایی په پردو ولاړه واکمنۍ پوهیده چې داشغال په دوام او خپل لوټ کې ېې داقتصادي جبر چاړه دخلکو هډوکو ته رسولې ده.

دتیرو جمهوري ریاست په ټاکنو کې دکمپا ین یوې ډلې تر ډیره په غولوونکې توګه په اقتصادي بدلونونو ډډه ولګوله څو دعامه پرګنوپه را جلبولوواک ته ورسي.دکمپاین ددغې ډلې مشر دنړۍ دویم متفکر وښودل شو،په نړیوال بانک کې ېې پخوانۍ دندې یو لوی ویاړ اودهیواد داقتصادي ودې لپاره یو لوی غنیمت وښودل شو.عمل وښوده چې داهرڅه هسې داولسونو دغولولویوه پردو ورکړې لاره وه.ددغه مشر په اقتصادي کتابي پوهه کې هیڅ شک نه و او نشته خو ستونزه داوه اوده چې کتابي پوهې هغه هم هغه پوهې چې دپردو په ډیرو پرمختللوسیستمونو پورې اړه لري هرځای او په هر هیواد کې دپلي کیدو نه وي.دټولنې ژوره پیژندنه اوپه ټولنه کې دخلکو او اولسونو له ټولو سیاسي ، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي هبلو او غوښتنو سره اوسیدنه دغو پوهو ته دعمل ډګر ورکوي.په یوه اشغال شوی هیواد کې دمتخصصینوشتون کموالی نه لري.اشغال له ځانه سره له شمیره وتي متخصصین هم لري هغوی کولی شي ډیر علمي پلانونه جوړ او وړاندې کړي خو دعملي کولو توان ېې ځکه نه لري چې خلکو اولسونو ته دمنلو وړنشي ګرځیدلی په همدې خاطر داشغال په حضور کې توپیر نه لري متخصص اومتفکر افغاني قواره لري که امریکایی، یا انګلیسي یادنورو.خلکو او اولسونوته اشغال او اشغالګر دمصیبتونو عوامل دي.په دې برخه کې په اشغال پورې تړلي خپل او پردي ټول پردي او دکرکې وړدي.له همدې کبله ښايي دواکمنو خبرې خوږي وي خو دعمل ډګر ځکه نه لري چې دخپلو خلکو او اولسونو په وړاندې ېې بله لاره ، اشغال ته دعمر ورکولو لاره نیولې ده.جالبه هم داده چې دجان کیرې دسوغاتي حکومت له همغه پیل څخه دافغانستان سوله اوترډیره اقتصادي بیا جوړونه دپآکستان ترحم ته ور واړول شوه.ددې تفکر ټوله تومنه داوه چې دافغانستان له لارې پاکستان ته دمنځنۍ آسیا په لور دور اوښتو تودې ژمنې به پاکستان دې ته را لیونی کړي چې طالبان وټکوي اوله دې لارې هم پردۍ پوځې اډې خوندي اوتلپاتې کړي او هم واکمني ته دامریکایی ګټو په لمن کې عمر ورکړي.

دې خبرې ته ونه کتل شول چې پاکستان دامریکا دګټو دډاډ منې دړې په توګه له هغو اوږدو جګړو څخه پاکستان شو چې لویدیځ دافغانستان دبشپړې نابودۍ لپاره دتنظیمي ډلوپه را جوړولو، پاللو ،وسله وال کولو او را لیږلوپه مرسته په لاره اچولې وې.داسمه ده چې په پاکستان کې پانګواله وده دې ته اړه لري چې بازارونوته لاره پیدا کړي. داهم څه ناڅه سمه ده چې پاکستاني واکمنۍ دپاکستان په طبقاتي جوړښت کې تر ډیره دپانګوالې طبقې استازیتوب کوي خودغه څه ددې معنی نه لري چې پآکستاني واکمنۍ دې خپل نقد په پور واړوي.دمنځنۍ اسیا بازارونوته رسیدل او له هغې لارې دومره ملیاردي ګټې تر لاسه کول چې دامریکايي او نورې لودیځې نړۍ دډالرې پانګوځای ډک کړي څه آسانه ، عملي او نږدې ممکنه لاره نه ده.پاکستان په ښکاره غواړي هم منځنۍ آسیاته لاره پیداکړي او هم دامریکا يي ملیاردي ډالرو لړۍ ځانته په ټینګه را وساتي. پاکستان ته دامریکایی ملیوني او ملیاردي ډالروراتویدنه مخامخ دجګړو په دوام پورې اړه لري. همدا چې جګړې ودریږي هم امریکایی سیمه ییزې ستراتیژۍ دریږي اوهم په پاکستان دډالرو چینې وچیږي.دغه حالت په هیڅ ډول او په هیڅ منطق پاکستان دکابل دحکومت په ګټه سولې ته نشي را ماتولی. ددې خوب ، خیال او جنون یودروند ګوزار بیاهم پر افغانستان راځي. ځکه واکمني دوطن په دننه کې دمقاومت واقعیتونه په هیڅ شمیري او پاکستان ته په ګونډو ګونډو دسولې لمن خوروي.دغه حالت دا په پردو پورې تړلې واکمني له هرډول ملي اعتبار څخه را پرې باسي.همدا اوس دپیښودروند اوخونړی بهیر ټول وینو.دپاکستان ترحم ته ناستي واکمنۍ دهیواد ډیر خلک په شمال ، جنوب ، شرق او غرب کې دجګړې بل لوري ته ور واړول.دا واقعیت به نور عوامل هم ولري خو یودلید وړ عامل ېې همدا خپل هیڅ ګڼل او په پردوډډه لګول دي.دارګ غبرګو ډاکترانودې ته ونه کتل چې شپږ میاشتې پاکستان ته سترګې په لاره پاتې کیدل به څه راوړي.مخکې یو تریخ ژمی وخو له هغه سره سره دطالبانو جبهې داسې په ټول هیواد خورې شوې چې عملاً ددې ښودنه کوي چې نور طالبان دپاکستان لاسوته نه دي ناست بلکې دهیواد په دننه کې فعال ،خوځنده اوله پرمختګونو سره تړلی شتون لري. دغه واقعیت په ښکاره دامریکا-پاکستان او کابل دداعش لوبه هم را وغورځوله.ددې ستر خطر وچې په افغانستان کې دبلک واټر۴۰۰۰۰ پټ ځواکونه دهغو داخلي اجیرانوپه مرسته چې سیا دجګړې په کلونوکې دامنیتي کمپنیو، سیمه ییزوپولیسو اواربکیانو په نوم روزلي دي په رښتیا هم دامریکا او پاکستان تررهبرۍ لاندې یو رسمي ډوله داعش داسې وخوځوي چې هم منځنۍ آسیا اوهم له دې لارې روسیه او هم چین ولړزوي.

دپیښو یو عجیب ورته والی دلید وړ دی.دجهادي تنظیمي ډلو په واکمنۍ کې دافغانستان دتجزیی خطرډیرویروونکی شوی و. دغه وضعیت ته په ښکاره طالبانو دپای ټکی کیښود. اوس یوځل بیا دا طالبان دي چې دامریکا پاکستان جوړ شوي داعش ته په خپل وطن کې دپای ټکی ږدي. دغه څه دطالبانو تر مشر تابه لاندې زموږ داولسونواشغال ضد پاڅون ته ښودنه کوي چې طالبان له ټولو لوړو ژورو، لویدنو او را ولاړیدنو سره سره چې ویره وونکې تیر وتنې ېې هم کړي خپل اتلان وګڼې او له دې لارې په اشغال پورې تړلې واکمنۍ له اعتباره تش نسې کړي.

نور بیا

aimalhassin@aim.com

ش،حصین

دهیواد حالات کوم لوري ته درومي؟

دریمه برخه

په ټولنیزډګر کې:

ټولنه دیوه ژوندي ارګانیزم په توګه دپراخو تاریخي شوو،ژورواویوله بل سره اوبدل شوومادي اومعني واقعیتونومجموعه ده .دیوې ټولنې ژوره پیژندنه یواځې دهمدې واقعیتونوپه دننه کې دژوند او څیړنې  له لارې شونې ده.دټولنیزژوند واقعیتونه بیشمیره خواږه او ترخه لوري لري.ډیر هغه څه چې پردو او یا هم له ټولنې څخه اوښتو خپلو ته ترخه او داړولو وړ بریښي دټولنې په ترکیب کې اولسي  خلکو او اولسونو ته همغه څه درانه، خواږه او لویه پخه پانګه بریښي او داځکه چې داولسونو عقاید، باورونه ،اخیستنې او انګرینې دتاریخ په اوږدو کې  تومنه نیسي اودپا یښت پیاوړی توان تر لاسه کوي.دټولنې په جوړښت او تاریخي برخلیک کې به ډیرڅه دزمانې له نوو غوښتنو سره نه پخلاکیدونکي وي او همدغه څه به ډیر ځله دنووخوځښتونو، نووهیلو او نوو غوښتنو په وړاندې خنډ وي خو دغه حالت په طبیعی توګه دزړو ځنځیرونو دشلولو په خاطر دنوو هیلورا پاڅیدنه په یوه ټولنیزه اړتیا اړوي او همدغه څه هرو مرو دنوو او زړو ټکرته ور ووځي.  باید دې ته ژوره کتنه او پاملرنه  وشي  چې هغه دپیړیو او آن زریزوپییل شوي زاړه هیڅکله دزور،تیر ایستنې، اوجزمي احساساتو اویواځې آرماني طرحو او غوښتنو له لارې خپل ځای نووغوښتنو او خوځښتونو ته نه پریږدي. دمبارزې او مقاومت په دې بهیرکې دنوو ماته اوسرخوړنه ډیر ځله دزړودپخې تومنې د ثبات نتیجه ده.که دافغانستان دهمدې وروستۍ پیړۍ تاریخ ته وګورو،دمشروطیت خوځښت، «اماني نهضت» دویښو ځلمیانو، وطن اوخلق په نومونو خوځښتونه هریوپر خپل ځای  دټولنې دبدلون غوښتنې او نویتوب ته دلارې ورکولو په هیله را پیل شوي وو،خو دټولنې دتاریخي ملي دودیز اوباوري بافت په وړاندې یوپر بل پسې را ولویدل.دغه شان دوروستیو لسیزو پراخه کیڼ اړخه اوملې دموکرات ځواکونه دغوښتنو او آرمانونوپه وجه دنويتوب غوښتنې  روښانه بیلګې وې خو ډیر ځله دزړوتاریخي تومنې ته په ارزښت نه ورکولوسره دزړو دمقاومت په وړاندې په ځمکه لویدلي دي.په دې برخه کې بهرني عوامل بې له شکه دپام او دلید وړ دي خو هر بهرنی عامل هم خپله تومنه تر ډیره له کورنیو عواملو څخه اخلي.دنړۍ سیاسي، اقتصادي او ایدیالوژیک ویش په دې برخه کې دټولنو په ویش او دټولنیزو نوو اوزړوپه تقابل کې خپل رول لري.په دې جګړه کې چې کله ښکاره،پراخه او دلید وړوي او کله هم تر ځمکې لاندې لاره وهي بیاهم بری تر ډیره دهغودی چې دټولنې متن او اصلي انساني زیرمو ته ورنږدې کیږي. دسړې جګړې په اوږدو کې دپانګوالې نړۍ واکمنوکړیو دنړیوال سوسیالیستي بهیر په وړاندې  خپل ځان ددریمې نړۍ تر ټولو وروسته پاتې ،تمدن دښمنو او سرسختو بنسټ پالوته ور نږدې کړ.دهمدغوزړو په راخپلولو، روزنه اوپړسونه ېې خپل سنګرونه پآخه او پیاوړي کړل. ددې په وړاندي دسوسیالیستې ځوانې نړۍ واکمنو کړیو تر ډیره دټولنو دځوان او مخکښ نسل په آرماني لورو ډډه ولګوله. دې لوري دزړو په وړاندې دنوو دبري دباورخبره دومره ټینګه کړه چې سترګو ېې تاریخي شوي اولسي ثبات ته ونشو کتلی. دسړې جګړې دپای پایلو په ښکاره وښوده چې دا دلویدیځي پانګوالې نړۍ ددموکراسۍ ، دبشر حقوق او دې ورته شعارونو بری نه وچې تر لاسه ېې کړ. بلکې دغې نړۍ دبشریت دیوې لويي برخې برخلیک په خپلو کړنو او ټاکنو سره هغو زړو، بنسټپالو او تمدن دښمنو خوځښتونو ته ورکړ کوم چې دسړې جګړې په اوږدو کې دوژنو او ورانونو وسایل ګرځیدلي وو.دټولنیزو پیښو او ټکرونو دغې برخې دپردو په پټو او ښکاره غوښتنو  خپل دخپلو په وړاندې هغو لورو ته باسي چې دپردو پانګونو ته دمرییتوب تر کچې په ملا را مات شي.همدغه څه دپیښواو بهیرونو ملي صبغه له ریشې اړوي او پیښې دومره پردۍ کیږي چې داعتماد په خوړلې چاپیریال کې ورور دورور، پلاردزوی او لور دمور په وړاندې جګړې ته را ووځي.

افغانستان په همداسې یوه دردوونکې بهیر اخته شو. دغه بهیرظاهراً دوه ځلې وطن دپرد واشغال ته ورکړ. یوځل کین اړخواوښتون غوښتونکو دغه څه را وستل او وروستی ځل بیا زاړه دپردو په لومه کې راښکیل او وطن ېې ور ډالۍ کړ.دخبرو په دې برخه کې دروانو لسیزودسیاسی او پوځي کړکیچونو بیان ته نه ورګرځو. قصد دادی چې وښیو چې دټولنې په کچه هرډول خپلې او پردۍ کړنې دټولنې او فرد په ژوندښه او بد اغیز لري .که له کورنیو ټکرونو تیر شو هغه جګړې چې دپردو دګټوپر بنسټ دهغوی داوږدو ستراتیژیو په خاطردپردو په پانګونه بڼه نیسي او ورپسې دمخامخ اشغال تور جال را خپروي دټولنو لپاره دهیڅ ډول نیکمرغي زیری نشي ورکولی.دغه څه یواځې اشغال ته لاره باسي. دیوه هیواد اشغال دپوځي لښکرو او ورسره جاسوسي شبکو په وسله وال زور تر سره کیږي .یعنې داچې زور دبرخلیک دټاکلو دنده په غاړه اخلي .لښکرې ، اردوګان او جاسوسي شبکې دجوړیدو ، ودانولو او سمسورتیا لپاره نه بلکې دوژلو او ورانولو ماموریت لري.دغه ماموریت داشغال شوې ټولنې ټوله هستي له پوښتنې سره مخامخ کوي.دټولنې هستي یواځې انسان او دهغه فزیکې شتون نه دی بلکې هر انسان دخپلې ټولنې دهویت او کرکتر یوه نښه ده اودټولنې دباورنو ، عقایدو، انګیرنو، دودونو او سنتونو لوی پیټی په غاړه لري .اشغالي پوځي ماموریتونه یواځې دانسان فزیکې وژنې ته مټې نه رانغاړي بلکې هغوی دخپلوواکمنو دلرې او نږدې موخو  لپاره دخپلې لیوالتیا له مخې  تر هر څه دمخه داشغال شوې ټولنې معنویت چې دټولنې دانسان دشخصیت تومنه ده تر ګوزار لاندې نیسي . دا یوه ناڅاپي خبره نه وه چې دافغانستان له اشغال سره سم دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه له شمیره وتي عیسوي مبلغان پر افغانستان را مات شول . دغو مبلغانوپه لوړه پانګونه دټولنې له منځ څخه دخلکو له اقتصادي تنګیا څخه په ګټه اخیستو لویي لويي پټې او ښکاره له خپل عقایدو اوښتې ټولنې را جوړې کړې او دتبلیغ خبره ېې تر دې ورسوله چې ویل به ېې دکابل په دریمه کارته کې یوه داسې لویه ونه شته چې هره شپه ېې سینه خلاصیږي او دصلیب علامت له ځلانده رڼا سره په کې ښکاري .دغو مبلغانو یواځې داسلام ځپلو او عیسویت خپرولو لپاره تبلیغ نه کاوه بلکې په دې لاره کې ېې مالي درنې پانګونې کولې او داشغال شوي افغانستان په اقتصادي جبر اخته انسان  ېې له خپلو عقایدو او باورونو څخه دپردو عقایدو او باورونو ته ورماتاوه . دا سمه ده چې دلویدیځي پانګوالې ټولنې مدنیت ډیر ښه ارزښتونه هم لري . خو دغو ټولنو ته دغه ارزښتونه یهودیت یا عیسویت نه دي ورکړي  بلکې ددغو تمدنونو په وړاندې هم همدغو مذاهبودتاریخ په اوږدو کې  تل خونړیو مقاومتونه را پاڅولي دي. دتاریخي منطق له پلوه هم هغه زاړه ادیان تر دې نوو څه ځانګړې ښیګڼې نه لري . دپانګوالې نړۍ دواکمنو غوښتنه هم دا نه ده چې دمنځنیو پیړیو کلیسايي واکمنیو ته ور وګرځي .قصد په ښکاره دادی چې لویدیځوال خپل هرڅه زاړه دي که نوي ، توهمي دي که څه واقعیتي تومنه لري دخپل لیوني غرور له مخې دارزښت وړ بولي.همغسې چې زاړه استعمار تر خپل  جغ لاندې اولسونه وحشي او ببر ګڼل اوځانونه ېې دفرهنګي رسالت سرته رسوونکي بلل دنن زماني په څیره څه اوښتی استعماري ډوله ځوځښتونه هم ځان دتمدن دخپریدو له ګناه لرې ملکې ګڼې .دوی خپل ټول ظلم ، ناروا ، فساد او جنایت دتمدن خپریدو تر پردې لاندې پټوي .ظلم ، ګناه ، جنایت او فساد داشغال له ماهیت سره تړلی واقعیتونه دي. دنن زمانې اشغال،دبیلګې په توګه فساد ته په خپله دیوې وسیلې په توګه ګوري، په همدې وسیلې ځانګړې پانګونه کوي اودپراختیا ، خوریدو او ژورتیا لپاره ېې طرحې او ټولنیزجوړښتونه را مخ ته کوي. همدې خبرې ته په پاملرنه له اشغال څخه راوتی فساد یواځې اداري بڼه نه لري. بلکې ددغه فساد ریښې دټولنې دشخصیت او کرکترنابودۍ ته ورغزیږي.دغه فساد دتعمیم اوپراختیا ځانګړې انجیو ګانې لري. داشغال شوي افغانستان روان حالات په ډاګه ښيي چې اشغال زموږ دهیواد برخلیک هغو له شمیره وتو انجیو ګانو ته ورکړیدی چې دیو لړ نندارییزو بدلونونو ،کړنو او آبادونو په څنګ کې یو بل دروند ماموریت هم لري . دغه ماموریت داشغال شوي هیواد  دژوند په ټولو برخوکې داسې ریشي ځغلوي چې اولسونه په بی خبرۍ کې دبې هویته کیدو او مرییتوب منلو ته  غاړه کیږدي . انجیو ګانې چې فساد ېې په لمن کې نغښتی دی یواځې اقتصادي لوری نه لري بلکې داشغال شوې ټولنې دانسان دبدلون دنده هم لري. خو کوم بدلون؟ دغه بدلون داساسي دندې په توګه داشغال شوې ټولنې انسان په لویو او وړو پانګونو تر ډیره دشخصي ګټو،قدرت غوښتنو او نفساني ناروا کړنو په لور خوځوي. دژبې، ژمنې،حیا، اخلاقو،او باور بنسټونه ېې  تر مرګوني ګوزار لاندې نیسي.له خلکو او اولسونو څخه ددوی دفکري اوعقیدتي تومنې اخیستنه ټولنه له فکري او اخلاقي تشې سره مخامخ کوي .دغه تشه پخپله فساد ته دپراخه غوړید لاره پرانیزي.په همدې فساد کې اشغال په لږ لګښت د قوتونو، فکرونو اوقلمونو لويي ډلې تر لاسه کوي. داشغال دکړنو دغه لوری دټولنې مخکښ نسل له ټولنې څخه بیلوي اوپه مخامخ توګه خپل دخپلو په وړاندي دمرګونو ډګر ته ور بولي.دټولنیزو ټکرونو دغه برخه تر هرڅه دمخه ملې باور او اعتماد ته دزوال لاره پرانیزي. دلویدیځي پانګوالې ټولنې دواکمنو په لویو سیاستونو یا ستراتیژیو کې یو غټ ټکی دا دی چې غواړې ملي واکمنۍ دجګړې او فساد په ژورتیا کې له هر ډول ملې اعتبار څخه را پریباسي.دغه کار له خپلو خلکو او اولسونو څخه ناهیلې شوې واکمنۍ دې ته ور باسي چې خپل پایښت دپردو په توره کې ولټوي . همدغه پردي توب دخپلو په وړاندې دعملي جګړې اعلان دی.دغه اعلان اشغال او په اشغال پورې تړلو پټو اوښکاره انجیو ګانو ته دواکمنتوب لاره پرانیزي.دملي واکمنیو پر ځای دانجیو ګانو دارزښت او عملي نقش په را اوچتیدو سره په واقعیت کې د دناروغوګلوبالیستي ستراتیژیوپه وړاندې ملې خنډونه را لویږي.داستقلال، ځمکنۍ سلامتیا، ملي واکمنۍ، ملي هویت او تاریخي شخصیت خبره دټولنې په کچه له اعتباره را پریووځي او په دې توګه یوه بې پولې ،بې هویته ، بې څښتنه او دبل خوړو ته مجبوره جغرافیا بڼه نیسي.

داشغال په تورومزو تړلې میدیا ټوله په دې زور لګوي چې اشغال دتمدن راوړونکی دی.ددغه تمدن نښې درسنیو په بې قاعدې پراختیا او څه ناڅه دټولنې په کچه دپوهنې په کمیتي پړسیدنه کې ښيي. دې ته څوک پام نه کوي چې همدغه پړسیدلې او په ښکاره پردۍ میدیا دټولنې په کچه، دخپل انسان جوړښت ته ډیرې نارې وهي که دپردو دګټوبیان او مشروعیت ته.هر اشغال دخپل خونړي ورانوونکي ماهیت دپټولو لپاره دټولنې په ځینو برخو، هغو برخوکې چې دوی ته سرخوګی نه جوړوي څه ناڅه پانګونې کوي ، په دې لاره کې ددوی پلاس جوړې واکمنۍ هم باید له همدې لارې څه سیاسي سینګار تر لاسه کړي خو دغه څه داشغال انسان وژونکی او دمدنیت نابودونکی ماهیت نشي پټولی.پوښتنه خو داده چې داشغال وارداتي مدنیت کوم دی؟ څومره انساني او اخلاقي ارزښت لري؟دغه مدنیت څه را نه اخلي او څه را په برخه کوي؟دروغ ، ریا ،فریب،لوټ،او دبیساري اخلاقي فساد دا روانې تورې لړې دهمدې اشغال را وړي مدنیت نښې نه دي؟دا مدنیت په کومه بیه راته تمام شو؟ دلته خبره دسر یا مال په بیه نه ده.دانسان دشخصیت لویدنه،دملي هویت لویدنه ،او انسان دانسان په وژنه روږدېدل یا معتاد کول ددې اشغال او ورسره تمدن لومړۍ نښي دې.دوروستیو رسمي شمیرنو له مخې دهیواد یولس سلنه نفوس په مخدره توکوروږدی دی، ۶۰ سلنه په رواني ناروغیو اخته دی، په افغانستان کې چا سرطان نه پیژانده ،دایدس هیڅ ډول نښې نښانې نه وي، دفساد داسې نښې چې نه ماشوم ورنه خلاص دی او نه آن نږدې محرمات  مګر دهمدې اشغال او ورسره تمدن نښې نه دي؟  څه ناڅه دوه کاله مخکې سي آی اې یوداسې رپوټ خپور کړ چې په کې ویل کیده چې  سیا اوس تر ډیره دډالرو پر ځای په وایګرا ګولیو قومي مشران را نیسي او خپل خدمت ته ېې ګماري . رپوټ داخبره هم کوله چې  ډیرافغان قومي مشران دڅو ودونو خاوندان دي په دې خاطر تر ډالرو نه وایګراته ډیره لیوالتیا ښيي. داشغال دخونړیو او وحشیانه تیریو په نتیجه کې دکډوال توب کورني بهیرپه ملیونونو انسانان بې کوره ، وږي ،په ناروغیو اخته او په تحقیر شوو انساني کتلو واړول.دغه انساني پرګنې په ښارونو کې دومره خوارې شوې چې آن دوخت له لویدیځ څخه راوستو افغاني مخکښو «روښانفکرانو» نارې کړې چې «دغه پرګنې له ښارونو وشړۍځکه چې بیکاره او تنبل ډوډي خوړونکي دي ،کار نه کوي او دښار ښایست او ښکلا ته تاوا رسوي»هو داجملې په یوه ژوندۍ تلویژیونې مرکه کې دشکريي بارکزي او فتانې ګیلانې له خولو راووتې.دتمدن دغه نښې او دی ته ورته نورې باید همداسې وي.له دغو متمدنو روښانفکرانو څخه به که دنورو نه وي دهمدغو خوارو مجبوروکډوالو کرکه په خپله دجګړو داوږدیدو یو عامل نه وي؟

داشغال رابلوونکي او داشغال دعمر اوږدوونکي دټولنیز بدلونونو په برخه کې په افغانستان کې داشغال له برکته دښځوپه «آزادۍ»،درسنیو په پراختیا، دروغتیایی خدمتونو په پراخیدو، دښونې او روزنې په وده،دمدني ټولنوپه جوړیدو او دګوندونو،او ټولنیز و سازمانوپه بیشمیره را زیږیدنو ډیره ډده لګوي او همدا څه دمتمدن کیدو،جهاني کیدو او را تلونکو پر مختیایی بدلونونو بنسټیزي نښې بولې.دغه ډلې تاریخ له لکۍ را نیسې. داچې دطالبي واکمنۍ په دننه کې دغه څه نه وو نوداسې ښيي چې ګوندې افغانستان داشغال له برکته دښځو آزادي تر لاسه کړیده،داشغال له برکته دښونې اوروزنې خاوند شویدي، داشغال له برکته ېې ګوندونواوسازمانونو ته ژوند ورکړی دی،داشغال له برکته دمخابراتي وسایلو اورسنیو پراختیا ته رسیدلی دی.دغه ډلې دهمدې پر مختګونو په غرضونو،کیفیت او ماهیت څه نه وايي.او په دې خبره خوله نیسي چې هر اشغال دخپلو ناروا کړنو ،لوټ او وژنو دپټولو لپاره یو شمیر نندارییزې کړنې په لاره اچوي. که دجهادي تنظیمونو او طالبي واکمنیو څخه تیر شو  افغانستان دښځو دآزادیو او حقوقو په برخه کې دخپلې ټولنې دغوښتنوپر بنسټ روښانه اودلید وړ تاریخ لري.په افغانستان کې هغه وختونه چې سوله اوثبات و دښځو دآزادیو محدودیت یو له ځغمه وتی واقعیت نه و. په لسګونوزره پیغلو او میرمنو له نارینه وو سره یو ځای زده کړې او رسمي یا غیر رسمي کارونه کول.دحجاب خبره هیڅکله دنن په اندازه دپوښتنې وړ توده خبره نه وه،په کلو او بانډو کې ښځوله خپلو محرمو کسانو سره په کار او تولید که دخپل توان په اندازه برخه درلودله.پرښځو جنسي تیری دټولنې دځغم وړ نه واو چا دا جرئت نه درلود چې دچا ناموس ته په سپکه وګوري. په لسګونو زره ځوانې نجونې او ښونکې داوږدو واټونو په وهلو سره له خپلو کورونو څخه تر ښونځیو او دکار تر سیمو پورې له هر ډول بقره يي حجاب پرته تلې خو چا ورته دبدو نظر نشو کولی.دافغانستان تاریخ ښودلې ده چې دښځوآزادۍ هغه وخت ډیرې تر پښو لاندې شویدي چې پر ملک پردي راغلي او دپردو له لوري تیریو کورنۍ دې ته اړ کړي دي چې دخپلې کورنۍ،قوم اوقبیلې دعزت دخوندي ساتلو لپاره ښځې په څلورو دیوالو کې را ایسارې کړي.په واقعیت کې ښځو ته آزادي او حقوق له پاسه له واکمنیو او هغه هم له پردو پالو واکمنیو څخه نه ورکول کیږي،دښځو آزادي له کورنیو څخه دکورنیو په غوښتنه اولورینه دعملي کیدو چانس لري.هغه څه چې دکابل په ګډون دڅوولایاتو په ښارې کوڅو کې دښځو دآزادۍ ښودنه کوي له یوه جوړ شوی نمایش څخه پرته بل څه نه دي.له دې سره سره که نور نه وي دبي بي سي دآزادې جرګې غونډو ته وګوري چې هلته دبقريي حجاب اوتړلوخولو اوپوزو شمیر زیات دی که دمخ لوڅوپه له ارو پا او امریکا څخه د واردوشوونجونو اومیرمنو.همدا شان دکابل په واټونو کې وګورۍ چې دښځو په آزادیو څه راغلي دي.داسمه ده چې یو شمیر هغو ښځو ته پراخه آزادۍ شته کومې چې له بهره هغه هم له لوړو امتیازاتو سره هیواد ته را ګرځول شوي دي. دغه ښځې هیڅکله هم له خپلو آزادیو څخه بې برخې نه وې بلکې دآزادیو کچه ېې له ارو پايي او امریکايي آزادیوڅخه هم لوړه وه.له تیر وتنې پرته په زغرده او مستنده توګه ویلی شو چې دافغانستان دښځو آزادي او حقوق هیڅکله هم دنن په اندازه تر پښو لاندې شوي نه وو. داخبره پراخه بیان ته اړتیا نه لري.هو میدیا ډیره پراخه شوه ، خودکار پایله ېې څه ده او دچا په خدمت کې دژوند او پایښت ضمانت لري،څوک ېې دڅه لپاره په کومه بیه مالي تمویل تر سره کوي.مګر په هیواد کې داخلاقي فساد تر څنګه دهیواد دخلکو اواولسونوپه منځ کې ددردونکو ژبنیو، قومې ، ملي او آن سمتي او مذهبي بیلتون اچونو اصلي وسایل همدا له شمیره وتې په پردو پورې تړلې رسنۍ نه دي؟ دروغتیایی پراختیا ننداره دلید وړ ده خوپه یوه اوونۍ کې یواځې په کابل کې نهه روغتیایی مرکزونه په دي خاطر تړل کیږي چې دسوداګریزې بڼې له مخې دمرګ په مرکزونو اوښتي وو، په همدې اونۍ کې له هغو بې شمیره «انجیوګانو» څخه رسمي سر ټکونه کیږي چې دناسمو درملو په تولید ېې دزرګونو انسانانو ژوند مرګ ته رسولی دی.یوانجیویی سوداګریزمافیایی ډوله روغتیایی سیستم هیڅکله هم دټولنې دروغتیا ضمانت نشي کولی. هیڅکله دافغانستان خلک په نننۍ پیمانه دې ته نه و اړ شوي چې خپل ناروغان په درنو لګښتونولرې او نږدې هیوادونو ته ولیږدوي. خو له دې چې تیر شو دمدني ټولنو جوړښت او مرخیړیزه تکثر خبره په افغانستان کې داشغال سوغات دی.دغه مدني ټولنې ، افغان ټولنې دخپلو اړتیاوو او غوښتنو له مخې نه دي را جوړې کړې. دا ټولې ټولنې پردو سفارتونو ، موسسو ، سازمانونو اوداشغال واکمنو کړیو په ډیره پراخه مالي پانګونه را جوړې کړیدي.دوی دپردو په خوړو،پردوته په خدمت کې ولاړې دي.ددوی دمدنیت مدنیت نارې هم  دټولنې له اړتیاوو څخه نه دي اخیستل شوي بلکې ددوی مدني نارې همغه دخپل ښه یا بد مدنیت را پرځول او دپردوهرفساد ته مدنیت ویل جوړوي. مدني ټولنې داشغال دمشروعیت ښودنې یوه رسوا ننداره ده.بد مرغي داده چې دغو ټولنو تر هر څه دمخه دسیاسي ګوندونو او ټولنیزو په ملي ګټو ولاړو ټولنو مخه په کلکه ډب کړیده. داهغه غوښتنه ده چې طرحه او پلي کول ېې داشغال له لوري را مخته شویدي ،ځکه اشغال همغسې چې دملي اردوګانو له شتون څخه ویره لري دملي ګوندې خوځښتونو شتون هم ورته ګران دی. په همدې خاطرپه لویو او وړو پانګونودمدني ټولنو په شان دخپلې خوښي ګوندونه هم په خپلومعاش خوړوونکو اړوي. دا تریخ واقعیت له هیچا څخه پټ نه دی چې دهیواد ګوندي خوځښت دنورو انجیوګانو په څنګ کې تر ډیره دیوناما په نقدو چلیږي او یوناما او همداسې دملګرو ملتونو هیڅ نړیواله موسسه نشته چې تر امریکایی تړلتیا لرې پاتې وي . که په دې خبره دچا باور نه راځي نو یوځل دې دجان کولمن «دری سوه کسیزه کمیټه » وګوري.په ښکاره خو هم اوس دهیڅ یوه ګوند غړی خپل ګوند ته غضویت نه ورکوي . په داسې حالاتو کې ښکاره ده چې دګوندونو لګښتونه نور ورکوي او هغه نور خو زموږ دټولنې له غمه مړه نه دي چې هغه څه ورته وروزي چې سبايي دخپلو سیاستونو مخالف وي.اشغال مخالف حزبونه نه بلکې موافق حزبونه روزي او مالي تمویل ېې کوي.موافق ګوندونه همغه داشغال په مشروعیت ولاړ ګوندونه دي نه څه نور.دغه حالت له مدني ټولنو څخه نیولې بیا تر ګوندونو اوسازمانونو پورې ددوی په وړاندې داسې یوه ملي کرکه را پارولې چې اوس خوخلک او اولسونه  په سړه سینه دې ټولوته انجیوګانې وايي خو ددې خبرې شاته دا واقعیت پروت دی چې دافغان مخکښ روښانفکر ملي اعتبار لږ تر لږه دیوي پیړۍ لپاره سخت پر ځمکه را لویدلی دی.همدا خبره ده چې را تلوونکې تیارې دڅار او ایل کولو وتي او ویره وونکې دي. دټولنیزو حالاتو یو لڼد بیان هم دلویو کتابونو لیکلو غوښتنه کوي . هیله من یو چې دغه لڼدې یادونې له ټولو بدبینیو سره سره چې دکتنې وړ دې ددې ښودنه وکړی شي چې زموږ دټولې ټولنیز حالت کوم لوري ته روان دی. نور بیا

 

 

aimalhassin@aim.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button