لومړۍ دویمه برخه نړیوال فورم ( د ګرباچوف بنیاد )

دویمه برخه

ژباړن : نورالحق نبی زاده

      د نړیوال فورم بل کنفرانس هم له کوم ځانګړي تبلیغاتي کمپاین څخه پرته د ۱۹۹۶ – یم کال د اکتوبر د میاشتې په پيل کې هملته د سنفرانسیسکو په ښار کېجوړ شو . کنفرانس د دوید هامبورګ له خوا پرانیستل شو چې نوموړی د نړیوالو اړیکو د شورا غړی ، د « بنای برېت » نړیوال یهودي فري ماسونې ډلې له مشرانو او د کارنیګې شرکت عمومي رئیس و .

        د نړیوال حکومت او نړیوالې ادارې پنځونه د نړیوال فورم د ستراتیژیکو نوښتونو په چوکاټ کې په هر اړخیزه توګه وڅیړل شوله . د خاخام ګیرڅبرګ ، امریکایي سناتور اې. کرینستون ، د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژیکو ځواکونو د پخواني قوماندان ال. بتلر په ګذارشونو کې د « نړیوال امنیت د نویو طرحو » د پنځولو د اړتیا مسئلو سره تماسونه ونیول شول . هغه څه چې هغوی وړاندې کړل هغه دا وو چې څه ډول د ټول بشریت د طبعي سرچینو او د درېیمې نړۍ د هغو هېوادونو د مقاومت د ځپلو په بیه چې د دغه شان نړیوال نظم منلو ته تیار نه دي د یهودي – ماسوني تمدن پارازیتي شتوالی لپاره شرایط سمبال کړي . د بې وسلې کولو په اړه د ښو هیلو له څرګندولو څخه د نړیوال فورم د سیاستوالو موخه د هغو هیوادونو یو اړخیز بې وسلې کول وه چې د امریکا د متحده ایالاتو او د نورو لوېدیځواهیوادونو دیکتو ته غاړه نه ږدي . داسې وړاندیز وشو چې د ملګرو ملتونو له لارې دې یو داسې نړیوال قانون تصویب شي چې د وسلو او ستراتیژیکي ترکیبونو خرڅلاو دې پر هغو هیوادونو باندې منع کړي په کومو کې چې له بشري حقوقو څخه سرغړونه کیږي او یا د ځواک په ګدۍ کې دیکتاتوري رژیمونه ناست وي . « د بشري مسئولیتونو منشور » د خاخام ګیرڅبرګ نوښت و چې وړاندې شو . په واقعیت کې د دغې طرحې لاس ته راوړنې به  پرته له دې چې د لوېدیځې نړۍ له جهاني ارزښتونو څخه لمانځنه وشي ، عیسوي اساسات او وطنپرستي نفی شي بل څه کیدای نشي .

        د بشریت عمومي معنوي بحران په کال ۱۹۹۶ – یم کې د نړیوال فورم د بحث یوه موضوع وه خو د نړیوال فورم غړیو داسې نه انګیرله چې دغه معنوي بحران د یهودي – ماسوني نړۍ له خوا د عیسوي تمدن د نابودولو له امله رامنځ ته شوی دی بلکې هغوی داسې انګیرله چې لامل یې د جهاني ارزښتونو او د پردي ژوند د بڼې د تپلو  هڅو په مقابل کې د بشریت د ډېرې زیاتې برخې مقاومت دی . د مذهبي فیلسوفانو اس. کین ، ام. پالمر او د نه لیدونکې نړۍ پورته یاد شوي لوبغاړی ډي. هامبورګ په ګذارشونو کې د لویدیځ د ارزښتونو سیستم چې په اساسي توګه د یهودي فرهنګ له خوا بسیا شوی دی د ټول بشریت لپاره د ميټر د ښینې د ټکي په توګه تشخیص شو ، او د هغه په مقابل کې هر ډول مخالفت یې د ژوند په اړه زوړ او ارتجاعي نظر وګاڼه .

         د بیلګې په توګه ښاغلي اس. کین د ځمکې د چاپیریالی ستونزې د حل لپاره نړیوال فورم ته داسې وړاندیز وکړ : « که چیرې مونږ د ځمکې د کرې نفوس ۹۰ سلنه راکم کړو نو د دې لپاره به خلک پاتې نشي چې د چاپیریال پورې اړوند تاوان ورسیږي » . دغه وړاندیز د حاضرینو له خوا په توفاني چکچکو سره وستایل شو .

       د نړیوال فورم له خوا د ټولو رابلل شویو کنفرانسونو تر ټولو مهمه ځانګړې ځانګړتیا د هغوی عیسوي ضد لوری  وه . ته وا چې د نه لیدونکې نړۍ اربابانو غوښتل چې د حضرت عیسی د انجیل په اړه خپل منفي نظر نندارې ته وړاندې کړي . د عیسویت دریځ حتی په یوه ګزارش کې هم نه وه منعکس شوی . په ډېرو ویناګانو کې د « نوي عصر » مذهب نظرونه برلاسي وو . د نوي عصر مذهب په حقیقت کې یو شیطاني – پانتې ایزتیک  مکتب او الحاد ته نږدې دی . ( ۴ ). ډېری ویناوالو داسې انګیرله چې په راتلونکې  کې د حضرت عیسی د انجیل لپاره ځای نشته بلکې یواځې د خدای په اړه د هغه جهاني بزنسمن مساعد نظرونه بسنه کوي چې د نورو د کړاونو او آن د بشریت د یوې زیاتې برخې د مرګ په بیه د خپلې شمنۍ د لا ډېرېدو په مینه کې ډوب دی .روښانه ده چې هغوی په واقعیت کې « د بابل برج د جوړوونکو » شیطاني عقده څرګنده کړله .

       د « نوي عصر » مذهب د امتیانو هغه نوموتي کسان چې په نړیوال فورم سازمان کې د رغنده رول خاوندان وو دغه لاندې کسان وو : د سازمان عمومي رئیس  ډي. هریسن ، د « نوي عصر » مشهور موسیقي پوه ډي. دېنور،  ممثلین ش. مکلاین او ډي. ویور ، لیکوال ډي. چورپا ، د اسالین ( لیکوال په تیروتنې اسالیم لیکلی دی – ژ. ) انستیتوت بنسټ اېښودونکی ام . میرفي ، راتلونکې پیژندونکی ډي. نایسبیت ، د سولې د انستیتوت مشر ار. میولر ، د دیانیکیس فرقي ( ډلې ) مشر بي. هوبارد .

       د « نوي عصر » مذهب استازي موسیقی پوه ډي. دېنور عملأ د نړیوال فورم لمړی کنفرانس د ماشومانو د هنري ډلې سره یو ځای د خپل نوي مذهب د یوې ترانې په ویلو سره پرانیسته . د « نوي عصر » پلویانو لپاره تر ټولو مهمه مسئله د نړۍ د نفوسو راکمول او تنظیمول ول . د نړۍ د نفوسو د راکمولو په تړاو د « نوي عصر » ګورو او فیلسوف اس. کین خبرې وکړلې . په کنفرانس کې نور وتلي وینا کوونکي ډبلیو. هرمن ( د معنوي علومو د انستیتوت مشر ، په ۱۹۶۰ – مو کلونو کې یې د نشه یي توکو په مرسته د انسان پیژندګلوۍ او ادراک ته د بدلون ورکولو په ازموینو کې ګورو و ) ، ډي. شیګن او ام. میرفي وو .

        د ۱۹۹۷ – یم کال تر پيله پورې د نړیوال فورم ټول اداري ارګانونه په پښو ودرېدل . د سازمان عمومي رهبري د فورم د رئیس ډي. هریسن او عمومي رئیس ګرباچوف له خوا تر سره کیدله . د چارو د سمون لپاره ګرباچوف اوولس مرستیالان او یوه لس کسیزه شورا لري . د رهبري ارګانونو له جملې څخه یو هم د همغږۍ نړیواله شورا ده چې له ۴۴ تنو څخه جوړه شوې ده او یو بل ارګان د سنفرانسیسکو د همغږۍ شورا ده چې لس غړي لري . د سازمان اوپراتیفي رهبري د مدیره هئیت له خوا تر سره کیږي چې څورلس غړي لري . د نړیوال فورم د رهبرۍ د غړو شمیر سل کسان جوړوي . د ګرباچوف لپاره دغه شمیره اسرار آمیزه ښکاري ، ځکه چې نوموړي آن د دغه سازمان په لمړي کنفرانس کې د یوه سل کسیزه د« نړیوال فکري ترست » او یا « د هوښیارانو د شورا » د تأسیس او اړتیا په اړه خبرې کړې وې .

       په هر حال ، د پټې نړۍ د اربابانو او میخایل ګرباچوف په لاس جوړه شوې « د هوښیارانو شورا » کې څوک ځای پر ځای شول ؟

       د ګرباچوف مرستیالان په ځانګړې توګه د نړیوالو اړیکو د شورا ، بلدربرګ کلوپ او د درې اړخیز کمیسون غړي وو . د نریوالو اړیکو له شورا څخه د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډي. بيکر او ام. ایدلمن . د بلدربرګ له کلوپ څخه د هالند هیواد پخوانی صدراعظم  ار. لوبرس . د درې اړخیز کمیسون څخه د جاپان پخوانی صدراعظم یاسوهیرو ناکوسونه ، د اسرائیلي صدراعظم کونډه ال. رابین ، د عربي اولس خائن انورالسادات کونډه ډي. سادات او ټي. تیرنر چې د نړۍ د مالوماتي سیستم یوه مهمه پایه ګڼل کیږي او د نه لیدونکې نړۍ د ټولو سازمانونو غړی دی .

       د مدیره هئیت په ترکیب کې د ډي. هریسن او اې. وسبرنک چې د نړیوالو اړیکو د شورا غړي دي ، برسیره لاندېنۍ څیرې هم ځای پر ځای شول : اس. دونوان ( د اسالیم انستیتوت رییس، « نوی عصر » ) ، ډي. اونیل ( د مشرتوب د احیا مرکز رییس ) ، ټي. رابین ( د « فوکوس میډیا » مالوماتي کارپوریشن رییس ) ، بي . سېدلیخ ( د « رایچم » کارپوریشن رییس ) .

       د نړیوال فورم د مشرانو په شورا کې د نه لیدونکې نړۍ لاندینۍ وتلې څیرې ځای پر ځای شولې چې ټول د نړیوالو اړیکو د شورا غړي وو : د امریکا په سنا کې د اکثریت پخوانی مشر ( ۱۹۸۸ – ۱۹۹۴ ) ډي. میتچیل او پخوانی سناتور ( ۱۹۶۹ – ۱۹۹۳ ) اې. کرېنستن ، د امریکا د علومو اکادمۍ رییس بي. آلبرتس ، راتلونکې پیژندونکی او لیکوال ډي. نایسبیت .

       د نړیوالې همغږۍ په شورا کې د نړیوالو اړیکو د شورا لاندیني غړي ځای پر ځای شول : ال. برون ( د « ولډ ووچ » انستیتوت رییس ) ، اف. ماستر ( په هالند کې د ګرباچوف د بنیاد مشر ) ، اس. راینسمت ( د « راینسمت اند اسوشیتس » شرکت رییس ) ، اې. ویلر ( د « لاتین امرېکن بزنس رپورت » مجلې مدیر ) او ډبلیو. ویلچ ( د « ورلډ ټایمز » مجلې سر چلوونکی ) .

         په دې توګه د نړیوال فورم « هوښیاران » یا « د هوښیارانو د شورا » د غړيو ډېری یې د نه لیدونکې نړۍ او په تیره بیا د نړیوالو اړیکو د شورا استازي وو چې د دغه سازمان د موندیالیستي ځانګړتیاوو او ماموریتونو په تړاو د شک کولو لپاره څه نه دي پاتې . دغه واقعیت د نړیوال فورم د لګښت د ذمه وارانو د ترکیب له خوا هم تاییدېږي . د نړیوال فورم د لګښت د ذمه وارانو په ډله کې داسې نړیوال فري ماسوني جوړښتونه ځای لري لکه : د روکفیلر بنیاد ، د کارنیګې بنیاد ، د ګلوبال ټولنې بنیاد ، د نتان کمینګس بنیاد ، د سي ان ان تلویزوني شبکه او همدا شان هغه کمپنۍ چې مشران یې د پټې نړۍ د اربابانو د ترکیب یوه برخه جوړي لکه : « شیورون » ، « جانسن انډ جانسن » ، « پاکارد » ، « پرودیګي » ، « اکسیدنتل پترولیم » ، « برتېش ایروېز » او نور  . ( ۵ ) .

 اخیست ځایونه :

لمړی – د ګېراسیموف ولېري سیمینویچ  له هغې مرکې څخه چې د « نوي پتربورګ » په ورځپاڼه کې د ۲۰۰۱ کال د نومبر د پنځلسمې نیټې په ۴۶ګڼه کې خپره شوې ده . نوموړی له روس دی خو د امریکا تابعیت لري ، د ډېرو امریایي آژانسونو خبریال او د ګلوبالیستي ضد غورځنګ غړی دی .

دویم – د ګرباچوف له وینا څخه ( د نړیوال فورم کاري اسناد ) .

درېیم – 

The ASAP Report .September.1995. P.1-4.

څلرم – د نړیوال فورم د ۱۹۹۵ – یم کال په غونډو کې د جنوبي افریقا نوموتی مسیحي ملا او سوسیالیست دزموند توتو حضور درلود خو د  « نوي عصر » مذهب د ایدیالوژۍ ډنډورو ته یې غبرګون ونښود .

پنځم – پلاتونوف او. امریکا ولې له منځه ځي . ۱۲۵ – ۱۳۳ مخونه

aimalhassin@aim.com

 

نړیوال فورم )  د ګرباچوف بنیاد 

ژباړن : نورالحق نبي زاده

      د دغه سازمان د ناستې ځای د امریکا د لویديځې سمندري غاړي ، د سنفرانسیسکو ښار په « ماسونیک » کوڅه کې دی . لکه چې لیدل کېږي د دغې کوڅې نوم هم فري ماسوني ځانګړتیا لري . دغه سازمان په کال ۱۹۹۲ – یم کې دلته د آرام سمندر پر غاړه د خرماوو د سیوري لرونکو ونو په منځ کې د یوې پخوانۍ عسکري چوڼۍ په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شو او له همغه وخت راهیسې د نړۍ د اولسونو پر ضد ورانوونکې کړنې کوي . د ګرباچوف بنیاد په کال ۱۹۹۵ کې د نوي نوم خاوند شو او نړیوال فورم ونومول شو .

      کله چې ګرباچوف نړیوال سوسیالیستي سیستم ړنګ او خپل اولس یې وپلوره ، هغه د سنفرانسیسکو په سیمه کې دغه پخوانۍ امریکایي چوڼۍ د انعام په توګه تر لاسه کړله . « نظامي چوڼۍ یې له منځه یوړله ، ګرباچوف یې هلته په یوې ماڼۍ کې میشت کړ . اوسمهال د هغه لپاره په سنفرانسیسکو کې یوه فري ماسوني مجتمع جوړوي . ګرباچوف ته یې د ټولو مذهبونو د عمومي منشي مقام ټاکلی دی . ګرباچوف د داود پاچا ( حضرت داود ) دوې داسې جایزې تر لاسه کړلې چې آن د یهودیانو په منځ کې داسې څوک نشته چې داسې دوې جایزې ورکړل شوې وي . ولې غیر یهودي ګرباچوف یو دم دوې داسې جایزې تر لاسه کړلې چې داسې لیکنه ورباندې انځور شوي ده : « یهودي اولس ته د خدمتونه د وړاندې کولو په خاطر » . دا ټول هر څه د هاوارد پروژې په چوکاټ کې تر سره شول » . ( ۱ ) .

       د دغه سازمان پنځونه او پراختیا په مستقیمه توګه د نړیوالو اړیکو د شورا او د امریکایي دولتي او څارګرو ادارو له کړنو سره تړل شوې ده .

       د ګرباچوف بنیاد د تأسیس پرېکړه د نړیوالو اړیکو په شورا کې وشوه. برسیره پر دې د دغه بنیاد له راڅرګندېدو دمخه یو سخت پروسیجر پلی شو . د ۱۹۹۱ – یم کال په پای کې د نړیوالو اړیکو د شورا دوو غړیو ډي. هریسن او اې. وسبرنک د دې لپاره وګمارل شول تر څو داسې یو ځانګړی سازمان جوړ کړي چې وکولی شي د پخواني شوروي اتحاد پر خاوره کې د امریکا د متحده ایالاتو د ورانولو سیاست لپاره د پوښښ دنده تر سره کړي . دغه سازمان د بهرني سیاست نړیوال بنسټ ونومول شو  او د امریکا د نړیوال انکشاف اجنسۍ ( یو اس اې آی ډي ) په نوم د یوې خصوصي دواطلب مؤسسې په توګه ثبت شوله . د اجنسۍ موخه یې « دموکراسۍ او بازار ته د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو په اوښتو کې مرسته کول » اعلان کړل . د دغه نوي پنځول شوي « بنسټ » دنده روسیې او ګرجستان ته د بشري مرستو د لېږد سمبالول و . د دغه « بنسټ » له لارې د امریکا د دفاع وزارت په خپلو الوتکو کې روسيې ته هغه خوراکي توکي ، دواګانې او البسه باب انتقال کړل چې د پنټګان په دیپوګانو کې پراته وو او د اړتیا نه لرلو ټاپې ورباندې لګېدلې وې . د دغو کړنو تر پوشش لاندې ، دا چې د الوتکو بارونه نه پلټل کېدل او هغه کسان چې په دغو الوتکو کې تلل او راتلل ویزې او راجستر ته یې اړتیا نه لرله نو ځکه سي آی اې او د امریکا نظامي څارګرې ادارې یو لوی شمېر نوي اجنتان او ځانګړی تخنیک د پخواني شوروي اتحاد خاوري ته راولېږدول .

       الېګ پلاتانوف لیکي : « د نوي بنسټ له تأسیس څخه درې څلور میاشتې وروسته همغو ډي. هریسن او اې. وسبرنک د پخواني شوروي اتحاد د اولسمشر ګورباچوف اجازه واخیستله تر څو د هغه په نوم یو بنیاد جوړ شي . نوی سازمان د پرسونل له پلوه د همغه د بهرني سیاست نړیوال بنسټ پر پایوو وپنځول شو .

       د دوو کلونو په اوږدو کې دواړه سازمانونه – هم د بهرني سیاست نړیوال بنسټ او هم د ګرباچوف بنیاد – په دوو څېرو کې د یو بل سره نښتو غبرګونو په شان خو د یوه مشرتوب لاندې موجود وو .

        د بنیاد له تأسیس څخه وروسته ګرباچوف امریکا ته په سفر لاړ او هلته یې په یو زیات شمېر اډیتوریمونو کې ویناوې وکړلې . ګرباچوف په خپلو ویناوو کې همدا ویل چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره نړۍ له کیفي پلوه د انکشاف نوي پړاو ته ننوتله . د روسي تمدن ړنګېدل د نوي ګلوبال تمدن د بري نښه وه . د تاریخي انکشاف د پخوانیو پرادیګمونو ځای نوي پرادیګمونه نیسي » . ( ۲ ) .

         ګرباچوف د امریکا د اولسمشرانو ډي. بوش ، ار. ریګان ، ډي. کارتر ، ار. نیکسن او د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډي. شولڅ سره وکتل . له اولسمشر ریګان سره په کتنه کې ګرباچوف هغه ته ډاډ ورکړ چې « د نوي یو لاس نړیوال تمدن » چې د یوه مرکز څخه اداره کېدونکی واوسي د رسېدو لپاره به هر څه وکړي . داسې ښکاري چې په همدغو لیدنو کتنو کې تر ډېره حده هغه کارونه او پړاونه په ګوته شول چې د واحد نړیوال حکومت د تأسیس او د یهودي – فري ماسوني تمدن د مشرانو څخه د بشریت د بشپړ لاس لاندې والي  لپاره اړین وه .

         د ۱۹۹۳ – یم کال په مني کې د ګرباچوف بنیاد چې هم روسی او هم امریکایی بنیاد ګڼل کېده د راجیو ګاندي له بنیاد سره یې په ګډه یو لړ نړیوالې غونډې راوبللې ، په کومو کې چې هغه ګامونه تر څېړنې لاندې ونیول شول چې له پخواني تمدن څخه « نوي یو لاس نړیوال تمدن » ته د اوښتو په تاریخي پړاو کې یې اخیستل اړین وه . په ۱۹۹۳ – یم کال کې همدغه د ګرباچوف بنیاد ( امریکایي ) و چې د یوه داسې نړیوال سازمان د جوړېدو د اړتیا مسئله یې  وړاندې کړله چې د ټولې نړۍ ادیان تر خپل کنترول لاندې ونیسي .

         د ګرباچوف بنیاد پر بشریت باندې د نړیوال کنترول د ټينګښت پلان « د نړیوال امنیت د پروژې » په بڼه وړاندې کړ . دغې پروژې له یوې خوا له جګړو او ټکرونو څخه پرته د نړۍ رغونه نه انکارېدونکي واقعیتونه اعلان کړل خو له بلې خوا یې دا په پام کې نیولي وو چې پر ملي بنسټونو باندې دې د نړیوالو سازمانونو په تېره بیا د ناتو صلاحیتونه خورا پیاوړي شي . د ګرباچوف بنیاد د پروژې سره سم پر بشریت باندې د بشپړ کنترول واګې په پوره زرنګۍ سره کموپلاژ ( اخفا ) شوې بڼه د امریکا د متحده ایالاتو او د هغه ناتویي متحدینو ته سپارل شوی و .

        ځکه نو دا د حیرانیا وړ نه ده چې ولې د نړیوالو اړیکو شورا د ګرباچوف بنیاد یاده امنیتي پروژه د ۱۹۹۴ – یم کال د اکتوبر په نولسمه نیټه تایید کړله . همدا شان د نړیوالو اړیکو شورا دا پرېکړه هم وکړه چې د ګرباچوف بنیاد ( امریکایي څانګه ) او د بهرني سیاست نړیوال بنسټ په یوه نړیوال جوړښت کې سره یو کړي . د دواړو سازمانونو په یو ځای کېدو سره د نړیوال فورم په نوم یو نوی نړیوال سازمان راوپنځول شو چې مشر یې د پخوا په شان ډي. هریسن و. د دغه نوي جوړښت په پښو درولو سره د صحنې تر شا نړیوالو لوبغاړو داسې ښودله چې ته وا د واحد نړیوال دولت او نړیوال حکومت نظریه قانوني کوي . نړیوال فورم ته دنده سپارل کېږي تر څو د « نړیوال دولت » د تأسیس او « د یوه لاس نړیوالې ادارې » په لور مرحله په مرحله مخ په وړاندې ودرومي ، او همدا شان د دغه نظر د منلو لپاره نړیوال عام نظر تیار کړي . نړیوال عام نظر هغه وخت بدلون مومي چې دغه ګامونه « مترقي » او « اړین » وروپېژندل شي .

         د نړیوال فورم لمړي کنفرانس چې د ۱۹۹۵ – یم کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا په سنفرانسیسکو ښار کې دایر شو . په دغه کنفرانس کې د نړیوالو اړیکو د شورا ، د بلدربرګ کلوپ ، درې اړخیز کمیسون او همدا شان د ډېرو فري ماسوني ډلو ګڼ شمېر استازو ګډون درلود . د نړیوال فورم غونډې په سمبولیکه توګه د کلیفورنیا د فرماسوني ودانۍ د کنفرانسونو په ستر تالار کې تر سره کېدلې . په کنفرانس کې د ګډون کولو د ټکټ بیه د پنځو ورځو لپاره پنځه زره ډالره وه ( په شمول د خوراک او مېلمستون دلګښت په ګډون ) . د پټې نړۍ شیخانو هر یوه ډي. بوش ، جیمز بېکر ، ز. برژینسکي ، ام . ګرباچوف ، ام. تچر ، تي. تیرنر ، کې. ساګن ، ډي. ډېنور او ډېرو نورو په خپلو ویناوو کې بیا بیا د « نوي نړیوال نظم » ، « نړیوال حکومت » او « نړیوالې ادارې » په تړاو یادونې کولې . د بېلګې په توګه ز. برژينسکي اعلان وکړ چې ( د نړیوالې ادارې جهانې کېدنه د ښه نیت او خپلې خوښې کړنه نه ده بلکې یو حتمي پېښېدونکی بهیر دی » چې سمبالولو ته اړتیا لري . د دغه بهیر د سمبالښت لپاره نړیوال فورم وپنځول شو . په دغه کنفرانس کې په خپله ګرباچوف د نوي تمدن عصر اعلان کړ . د کنفرانس د پرانیستلو په مناسبت د « د نوي پيل په لټون کې : د نوي تمدن انکشاف » په نوم د ګرباچوف کتاب خپور شو . په دې تړاو نوموړي د خپلې وینا په یوې برخه کې داسې وویل : « د دې وخت رارسېدلی دی چې د یو لاس جهاني سیاست ته وده ورکړل  شي» .

        ګرباچوف په راتلونکې کې د نړیوال حکومت او د ملي دولتونو تر منځ د « اجماع » نظریه وړاندې کوي ، وړاندیز یې دا دی چې ملي دولتونه باید د نړیوالو قوانینو په ګټه له خپل استقلال څخه لاس په سرشي . نړیوال قوانین به د ځمکې ټولو اوسېدونکو ته هغه « عمومي باورونه ، ارزښتونه ، معیارونه او د ژوند بڼه » دیکتې کوي چې نړیوالو مشرانو د یوه ګروپ له خوا به فورمولبندي شوي وي . ګرباچوف وړاندیز کوي چې سل تنه « نوښتګر مفکرین » دې غوره شي ، هغوی دې « نړیوال فکري ترست » یا « د هوښیارانو شورا » ونومول شي . دغو سل تنو هوښیارانو ته دې دنده وسپارل شي چې هر کال د بشریت د نړیوالو بهیرونو د ادارې لپاره سره جرګه شي . د شوروي اتحاد د کمونست ګوند پخوانی عمومي منشي د ځمکې د منشور د جوړېدو وړاندیز هم کوي ، دا به د ځمکې د کرې د حقوقو قانوني لایحه وي چې د ځمکې ټول اوسېدونکې به مجبور وي چې د هغو سره سم ژوند وکړي .

        د کنفرانس ډېرې غونډې پټې وې ، د رسنیو استازو او معمولې ګډونوالو ته اجازه نه وه چې غونډو ته ورشي . هغه لیدنې کتنې چې د ځمکې د نفوسو د کنترول او تنظیم ، د طبعي منابعو د کمښت ، د ژوند د ساده توب او همدا شان د ټولې نړۍ د شتمنیو د بیا وېش د مسئلو د څېړلو په موخه وې په لا ډېرو پټو او کوچنیو کړیو کې تر سره شولې . د یهودي – ماسونې تمدن استازو د تړلو دروازو تر شا پرېکړه وکړه چې د نړۍ نفوس په کومه بڼه راکم کړي تر څو د هغوی د شمېر لا ډېرېدنه د لوېدیځو هېوادونو د وګړو سوکالۍ ته سرخوږی جوړ نه کړي . د شتمنیو له سره وېشلو په مسئله کې د صحنې تر شا نړیوال مشران د وروسته پاتې هېوادونو د ستونزو په اړه اندېښمن نه وو او هڅه یې نه کوله چې هغه شتمنۍ چې لوېدیځ د « دریمې نړۍ » د استعمار په پایله کې تر لاسه کړې دي له هغوی سره ووېشي ، بلکې برعکس د بې رحمانه چور کولو لپاره د نوو لارو او سرچینو په لټه کې وو . د پخواني شوروي اتحاد د طبعي سر چینو تالان د هغوی د لمړيتوبونو په سر کې و .

         د کنفرانس په وروستۍ ورځ د پټې نړۍ د سترو مشرانو بوش ، تچر او ګرباچوف تر منځ د راتلونکې « د بشریت لپاره په جهاني اداره » کې د ملګرو ملتونو د سازمان د رول په اړه بحث پیل شو . د دغه بحث څخه دا راڅرګنده شوله چې په خپله د ملګرو ملتونو سازمان او اوسنی وضعیت د پټو دوکه مارو لپاره مساعد نه دی . ځکه چې د ملګرو ملتونو د استازو ترکیب د ملي هویتونو پر اساس بڼه نیسي او د سازمان غړي هېوادونه خپل استازي په خپله خوښه ټاکي . د ملګرو ملتونو ډېری غړي هېوادونه د نړۍ د پټو دوکه مارو کړیو امرونو ته غاړه نه ږدي او دې ته لېواله دي چې د خپلو ملي ګټو سره سم مستقلې پرېکړې وکړي . له دې چې نړیوال حکومت یواځې د یهودي – فري ماسوني تمدن هېوادونو دریځ منعکس کوي نو ځکه هغوی هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د سازمان امکانات محدود او هغه په یوه تخنیکې اپرات واړوي چې یواځې د دې جوګه واوسي چې هغه پرېکړې چې د نړۍ د صحنې تر شا اربابان یې کوي هغه عملي کړي . لکه څرنګه چې د ۱۹۹۵ – یم کال په کنفرانس کې مارګریت تچر په ډانګپېیلې توګه اعلان وکړ – په کار نه ده چې د نړۍ تر ټولو مهمې ستونزې د ملګروملتونو د تصمیم نیولو لپاره وړاندې شي – هغه ستونزې به یو نوی د دغه کار لپاره مناسب سازمان حل کړي . د نړیوال حکومت د مسئلې په راپورته کولو کې د نه لیدونکې نړۍ اربابان نه غواړي چې د هغه په اساس کې د ملګروملتونو په شان د ټولو هېوادونو  د عادلانه استازيتوب پرنسیب تنظیم کړي . هغوی د داسې سازمان د پنځولو په هڅه کې دي چې د هر ملي ارګان نه لوړ واوسي ، دا اختیار ولري چې د هر هېواد دولتي حاکمیتونه غوبل او د هر هغه چا پر ضد چې غاړه نه ږدي له نظامي ځواک څخه کار واخلي . د نړیوال فورم د غړو له پلان سره سم د نړیوال حکومت د کار کوونکو ترکیب به زمونږ د کرې اولسونه نه بلکې د بلدربرګ کلوپ ، د نړیوالو اړیکو د شورا او درې اړخیز کمیسون په شان موندیالیستي سازمانونو په پټو غونډو کې ټاکل کېږي .

        د پټې نړۍ اربابان د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د نړۍ پر خپلواکو اولسونو باندې د اغېز کولو لپاره د یوې تخنیکي وسیلې په توګه کار اخلي . د نړیوال فورم په کنفرانس کې د نړۍ د نفوسو د شمېر د تنظیمولو هغه پروګرام تایید شو چې نړیوال بانک ، ملګري ملتونه او د امریکا د متحده ایالاتو حکومت یې په ګډه سره  مخ ته بیایي . د دغه پروګرام اساسي موخه دا ده چې په هغو هېوادونو کې چې د یهودي – فري ماسونې تمدن په ډله کې نه راځي د نویو ماشومانو د زېږېدنې کچه راکمه کړي . دغه پروګرام د نړۍ څه نا څه سل هېوادونه تر خپل پوښښ لاندې نیولې دي او د نارینه وو او ښځو د جبري شنډونې په شمول يې بېلا بېل تدابیر ورته پلان کړي دي . د دغه بشري ضد پروګرام د پلي کولو یو تر ټولو مهم مسئول د نړیوال بانک رئیس ډي. ولفېنزون دي . نوموړي د نړۍ د صحنې تر شا اربابانو یوه ځواکمنه څېره ، د روکفیلر بنیاد د مالي کمیټې رئیس ، د بلدربرګ کلوپ د مشرانو له جملې څخه یو تن او د نړیوالو اړیکو د شورا غړی دی . ( ۳ ) .

نور بیا . . .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button