له کمزوري مدیریت څخه د خلاصون لارې چارې

غواړم هڅه وکړم چې ټول هغه عوامل چې پیاوړي مدیریت شوني کوي او همدارنګه له کمزوري مدیریت څخه د خلاصون سبب ګرځي په ګوته کړم که څه هم عوامل یی ډیر دی ولی هغه عوامل چې زه یې تجروبه لرم او د پوهې پرمټ یې پیژنم ستاسی بر وړاندي یې ږدم، ګوندي مربوطه ټکو او نښو ته په کتو د ګران هیواد افغانستان د اقتصادي او سیاسی خپلواکۍ او په ځان بسایني سبب شي. همدارنګه دا موضوع مې په دې غرض غوره کړې چې د مدیریت په جارو کې په هر ډول مدیریت او پروګرامونو کې د ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستلي شي. ځکه چې مربوطه ټکي او نښې د ادارې په غرض په اقتصادی، سیاسی، فرهنګي، نظامي او تولنیزو چارو کې د تطبیق وړ دي.

۱- د مدیریت په اړه د مدیریت پوهه لرل:

د مدیریت په اړه د مدیریت لرل د مدیریت د لومړنیو او بنیادي اړتیاو څخه دي.معني دا چې په دې پوهه لرل چي هغه عبارت دي له:

د څه لپاره مدیرټاکل شوي؟

د څه لپاره ګمارل شوي یی؟

د اړونده مدیریت منابعي د کومي او په څه ډول دي.؟

په پورتنیو اړونده مواردو کي د ناپوهي څخه ځان ژغورل د پیاوړي مدیریت د رامنځته کیدو او د کمزوري مدیریت څخه د خلاصون د لارو څخه یوه لارښونه ده چی باید ورته پاملرنه ووشي.

همدارنګه دلته باید ووایو چی د پیاوړي مدیریت د شوني کیدو په غرض باید مدیران او مدیریتونه د کمزورتیا ټکی باید په ځان کی پرنږدي.بی وویلو دپاتي نه شی چی پیاوړي او به چارو پوهه لرونکی مدیران او مدیریتونه هغه مدیریتونه دي چی د خپلو کمزور نقطو څخه ځان باخبره ګڼی او همیشه په لټه کي اوسي ترڅو هغه کمزوري نقطي چی یی لري د مینځه ویسی. ددي لپاره چی د کمزوري مدیریت مخه ونسي او په مدیریت کي پیاوړي شيږ د څو ساعتونه په درشل کي د خپل مسؤلیت ساحه مطالعه کړي. او همدارنګه د څارني او پلي کیدنی به غرض ورته یو چوکاټاو شکل ترتیب کړي.ترڅو موخي مو حاصلي او مدیریت موپیاوړی شي. چي زه دلته د بیلګي په شکل یو څو نقطو ته ستاسی پام او توجو اړوم.چي هغه عبارت دي له:

۱- د وظایفو څومره برخه ستاسی د د مسلک، تخصص،لرونکي پوهی او موجوده امکاناتو سره چی لری یی تناسب لري.؟

۲- د وظایفو څومره برخه مو د نورو د همکاریو او همفکري په بنآ د ترسره کیدو وړده؟او همدارنګه څومره نورو همفکره او همکاره وګړو او ملګرو ته اړتیا لري؟

۳- همدارنګه واضحه کړي چی د وظایفو څومره برخه په ګوښي ډول ترسره کولی شي؟

دلته یوځلي بیا عرض کوم کچري وظایف موپه پورتني ډول توزیع او تشخیص نه کړل نو پوه شي چی د یو ناخبره او ناپوهه مدیرپه څیر د مدیریت چاري پرمخ وړي. چي په نتیجه کي به مو د پیاوړتیا سلنه او سطحه کیدلی شي چی کمه اوسي. نو د پیاوړي مدیریت د شوني کیدو په غرض موخپل متفاوته او بیلا بیل وظایف ، مسؤلیتوننه ډلبندي کړي.او د اجرایوي پروسي په غرض یی ترتیب او تنظیم کړي.

۲- د یو باخبره مدیریت رول لوبول: زیاتره وخت اکثریت د مدیرانو ځان ناخبره ګڼي او مسولیت څخه تیښته کوي.چي د مدیریت د کمزورتیا سبب جوړیږي. د منابعو د ضایع کیدو او د موخود لاسه ورکیدلو سبب ګرځي.کچري برعکس عمل وکړو او وخت په وخت د برنامو او موخو په اړه ذهنیت جدي کړو.ځان د ناخبرتیا د جعل څخه وژغورو.خپل مسولیت ووپیژنو نو د صلاحیتونو په کارولو سره کولیشو چي د مدیریت او سازمان موخي شوني کړو.چی به نتیجه به مو مربوطه لاسته راوړني د ټولني او دسازمان اساسی پوښتني ځواب کړي اوسي. او د دسازمان په ووجود کی د نورو اقتصادي او مدیریتي واحدونو د زیادښت سبب شي. معني داچی د مدیریت په اړه د ځان باخبره ګڼل او مسولیت اخستل د پیاوړي مدیریت د شوني کیدو سبب او وسیله جوړیږي.او د ناکامیو مخه نیسی. همدارنګه دلته باید ووایو چي ځان ناخبره ګڼل او د مسؤلیت څخه تيښته هغه عوامل دي چي ستاسي په برنامو باندی مثبت او منفي اغیزي شیندی. نوددي لپاره چي پیاوړي شی مربوطه موارد مطالعه کړي؟ معلوم یی کړي؟او وګوري چي وګړي او مشتریان مو لا تاسي څه غواړي؟ایا ورکولی یی شی؟همدارنګه معلوم کړي چي ستاسی او ستاسی د سازمان موخي، توقعات او د همکاره و ګړو ګټي مو څه دي؟بي وولو د پاتي نه اوسی د عمل او عکسل عمل ترمینځه اړیکه وسنجوي چی معلومه شی چی د وګړو او اداری مطلوبي موخي ترکومه کچه په لاس راغلي او یاه راوړل کیږي؟ همدارنګه د مثبت بدلون په پار د عمل او عکس العمل ترمینځه نتیجه ګیري په حتمي ډول ترسره کړي.کچري به پورتني ډول د چارو په مدیریت کي تنظیم راولو نو ضرور به ضرور به د مدیریت پیاوړتیا شوني شوي اوسي.او کچري ورته تنظیم ونه کړود مدیریا د کمزورتیا نښي به مو زیاتیږي او راتلونکی فرصتونه به دلاسه ورکوو.

۳- د ځان ځوښی مدیریت څخه تیریدل:

اکثریت د مدیرانو ددي له د ناکامیو سره مخامخ کیږي چی زیاتره وختونه یواځي اويواځی پخپلو خوښیو تمرکز کوي. د لاس لاندي وګړو نه اووري او نه پوښتنه کوي. همدارنګه د ځان به نفع د مدیریت منابعي کاروي او مدیریت یی د ټولني او سازمان ګټی نشي ترلاسه کولي.هغه ځکه چي د مدیریت هرم او راس یی هغه څه به لاس راوړي د کوم څه لپاره چي مدیریت ورته امر او لارښونه کوی.چي هم دغه عمل د مدیریت اصلي مسیربدلوي.او د سازمان اصلي موخي نشي ترلاسه کولي . ځکه چی سازمان د یو شخص د شخصي ګټو قرباني کیږي. نو په دی لحاض غوښتنه لرم ترڅو په مدیریتونو کي د مدیرانو رول باید د ځان خوښي برځاي باید د تولنیزو او سازمان خوښیو طرف ته باید وګرځی. ترڅو له یوي خوا د پیاوړي مدیرت شوني کیدل ممکن شي.او له بلي خو په ټولنه کی د هوسایني سلنه لوړه شي.

همدارنګه دلته غواړم چي د ځان خوښي مدیریت په اړه یوڅه توضیحات زیات کړم هفه داچي کچري موخه مود پیاوړي مدیریت شوني کول اوسي. نو ضرور به ضرور د ځان خوښي مدیریت برعکس عمل باید ترسره شی. د ځان خوښي مدیریت اصلی تکي په زه کلیمه کي تمرکز کوي. هغه وخت چی مدیر هڅه کوي چی په هرڅه کي د زه او ځان تلاش کوي او همیش په فکر کی اوسي چي زه باید ووستایلي شم.؟

زه یی باید ترسره کړم؟

د نورو په اړه هیڅ فکر نه کوي؟

هغه مدیر چی په دي فکر ډوب اوسي چي زه یم نورڅه کوي؟

د نورو وظایف په مدیریت کي کم ارزښته ګڼل همدارنګه هرڅه ته په ځان پوري ربط او تړاؤ ورکول هغه ټکي او عوامل دي چي ستاسی د مدیریت د پیاوړتیا څخه راګرځوي. نوددی لپاره چي مودیریت مو پیاوړي شي نو پورتني ټکي مه تکراروي. همدارنګه بي وویلو د پاتی نه اوسي هغه مدیریتونه چي کمزوري دی تل په کي ورته وګړي او مدیران رول بازي کوی. د نوو افکارو او اندونو په کي هیڅ درک نه اوسي. ټولی چاري او بوختیاوي په کي د یو نفر په واک اوسي. د نورو مامورینو چاري تابعي د یونفر اوسي.نورو مامورینو ته حتی د نظر ورکولو فرصت هم نه ورکولی کیږی.کمه به نه اوسي چي ووایم چي په ورته سازمانونو کي د نورو نظر همیشه د رد سره مخامخ اوسي.

چی یو تعداد سازمانونو او وختونه لیدلی کیږي

۴ – د زور زیاتي مدیریت نه کول:

زیاتره شرکتونو کی مدیران ډانګ په لاس مدیریت یا د زور زیاتي له لاري امرانه برخورد کوي. چي دغه رویش هم د سازمان اوږدمهاله ګټي زیانمنوي او هم په لنډمهال کي د سازمان او شرکت اصلي موخي د خطر سره مخامخ کوي. نو پدي لحاض غوره ګڼم چي په مدیریتي چارو کي د مدیریت د پیاوړتیا د شونی کیدو په غرض باید د لاس لاندي وګړو ته د چارو دسمبالښت به پار وخت ورکړو.هغه ځګه کچري د لاس لاندي وګړو ته د چارو د سمبالښت لپاره وخت ورنه کړو نو کیدلی شی چاره ترسره شوي اوسی ولي مؤثر او مثمیر کیدلی نشی.په ډانګ پلي کیدونکي مدیریتی چاري د لاس لاندي مامورین او مدیران ستړی ستومانه کوی.او په نتیجه کي د لاس لاندي مامورین په نوروساحاتو کي د وظایفو تلاش کوی.چی په نتیجه کي اړونده مامورین او مدیران وظیفي خوشي کوي او مربوطه نهاد د ستونزو سره مخامخ کوي. همدارنګه دلته باید ووایم چی په مدیریتي چارو کي ډانګ په لاس کیدل او زور زیاتي کونکي مدیران مربوطه سازمان او ادره یو بد سازمان او اداره معرفي کوي.ځکه چي د اخلاقو اورویشونو څخه یی د سازمان او اداري مامورین زړه بدي کیږي. ځکه چي مامورین په طبعي ډول نه خوښوي چي په ملکي اداراتو کي د یوي فوځي قومندي لاندی کار وکړي.او د چارو د سمبالښت څخه زړه توري کیږي او مربوطه وظیفه په خان باندي یو لوی بوج ګڼی.

۱- نوددي لپاره چی مدیریت مو پیاوړی شی. زه ووایم چي ورته عمل مه ترسره کوي

۲- په مدیریتي چارو کي د استبداد لپاره ځاي مه پریږدي.

۳- د مدیریتي د سنمبالښت لپاره لارښود او وخت ورکړي.

۴ – دمدیریتي چارو د سنمبالښت پر وړاندي ستونزي د مامورینو څخه وواري او ورسره کومک وکړي.

۵ – مدیریتي چارو لپاره یو معقول اوسم پلان جوړ او ترتیب کړي.

۶-همدارنګه د سازمان او اداری لمړیتوبونه خپل لاس لاندي وګړوته وروپیژني.

په لنډو ټکوکي دلته وضاحت ورکوم کچري پورتني ټکي مو په برنامو کي د چارو د تطبیق په غرض نه وي څرګند کړي. نو پوه شي په مدیریت کي مو زور زیاتي او ډانګ په لاس مدیریت طرز مو خپل کړي. نو نتیجه به یی ضرور د یو کمزوري مدیریت معرفي اوسي.

۵ – هرکاره مدیریت نه ترسره کول: دلته باید ووایم چي هرفن مولی مدیریت کول یو ناشوني او کم حاصله عمل او مدیریت دي چي باید تري په مدیریتي چارو کي اجتناب وشی. ځکه چي ټول چاری مدیریت د مدیریت د کمزورتیا سبب ګرځی.او همدارنګه د پیاوړي مدیریت د رامنځ ته کیدو پروړاندي ستونزمن واقع کیږي. چي دلته باید د یو متل لمخی تمثیل وکړم نو بده به نه اوسي. چي هغه عبارت دی له: طلب الکل فوت الکل معني داچي د ټولو طلب او تلاش کول د ټولو د مرګ او هلاکت سبب ګرځي. نو د مدیریت په ساحه کي کله چي یو مدیر غواړي چي تولي چاري بخبله ترسره کړي نو په لوی لاس ټولی چاري پخپله خرابوي. پس دلته باید وواضحه کړم چي کچريپه یو مدیریت کی ټولي چاري یو نفر ترسره کړی نوهغه مدیریت پیاوړي مدیریت نه دی.او نه پیاوړي مدیریت کیدلی شي.

ځکه یو نفر تل وظیفه او دنده نشي ترسره کولي.

یو نفر تل په اداره کي حضور نشي ورکولي.

یو نفر تل د مدیریت ټولو واحدونوته رسیدګي نه شي ورکولي.

نوددي لپاره باید ووایم چي په اداره او مدیریت کي د ټول چاري او هرکاره مدیر پرځاي باید ټول عیاره مدیر ته اړتیا لري. ترڅو کارونه او وظیفي د کار دویش د لایحي لارښود او وسپاري. ترڅو اداره یی پیاوړي او مطلوبي موخي یی حاصلی شی.همدارنګه ددي لپاره چي مدیریت مو پیاوړي شي.نو د پورتنیو ټکو ترڅنګه د لاس لاندي وګړی د کار د ویش د اصل په بنآ د تخصص لمخی په دندو وګماري. همدارنګه د چارو د بهبود په بناء مطالعه وکړی د هم سیاله سازمانونو او ادارو په اړه په کنفرانسونو او ورکشاپونو کي ونډه واخلي.همدارنګه د نورو د ادارو د میتودونو څخه زده کړه وکړي.همدارنګه د سازمان په داخل او خارج کيد اړونده نهادونو د مامورینو څخه وواري او ذده کړه وکړی. ترڅو سازمان مو پیاوړي شي.او د کمزوري مدیریت او سازمان د نامه څخه ځان وژغوري .

۶ – د سترګو پروړاندي مدیریتي چاري پرمخ وړل: ددي لپاره مربوطه موضوع په ښه او غوره ډول واضحه شي. په ځینومدیریتونو اوسازمانونو کي یو لړ مامورین د مشرانو مدیرانو د سترګو پروړاندي په وظایفو کي حضور لري او دنده پرمخ وړي ولي په هغه صورت کي چي مشران مدیران نه اوسي بیا یا خو د وظیفي محل ترک کوي او یاهم وظیفه نه اجراء کوي او وخت خوشي ضایع کوي.نوددي لپاره چي پیاوړی مدیریت رامینځته شی نو د سترګو پروړاندي مدیریتي هنر او جعل څخه ځان وژغوري او اجتناب وکړی. ځکه چي یواځی هغه مهال ددندو ترسره کول چي مدیران مو اوسي او بیایی نه ترسره کول ستاسی شخصیت او د وظایفو کیفیت خرابوي. چی پاتی دي نه اوسی دي دول د مدیریت ته د نژدي څارونکي مدیریت نوم هم ورکولی شوو. چي په مربوطه شیوه مدیریت کول د مدیریت لوري ټيټي خوا ته بیایی او مدیریواځی او یواځي د نژدي څارونکی رول لوبوي او بس نور د خپلو چارو د ترسره کیدو به اړه دومره جدیت نه لري.چي به نتیجه کي مربوطه مدیریت د کمزورتیا ښکار کیږی او حاصل یی کمیږی.او همدارنګه ورته مدیریت ته د چارو دلایحي څخه صرف نظرکونکي مدیریت هم ویلي کیږي.

همدارنګه دلته باید ووایو د نژدی کتونکي مدیرتي رول پار دلته باید ووایو چی ځینی مشران مدیران هم د لاس لاندي وګړی په یو ساعت کی څو واري خپل لاس لاندی مامورین ګوري او څاری،همدارنګه ځینی وختونه برعکس هم کیدلی شی چی د ټیټی طبقی مدیران د لوړي طبقي مدیران په یو ورځ او یو ساعت کی څوحو واري ګوري او تلاش کوی. چی به دغه دول کتنی د کدیریت د کمزورتیا سبب ګرځي.او پري اخته مامورین او مدیران د یو بل د نه کتني په صورت کی نا ارامي احساس کوی.همدارنګه بی ویلو د پاتی نه اوسي چي کله نه کله په ورته مدیریتی چارو کی ځینی مامورین او مدیران د جاسوسی دنده ترسره کوی. وخت او منابعي ضایع کوی او مربوطه سازمان د ستونزو سرخ مخامخ کوی .همدارنګه هیر باید نه کړو چي د مدیریت ټولی بشری منابعي باید یو بل ته باید وګوري او اړینه ده چي یو بل ته باید وګوري ولی په دومره سطحه نه چي د اداري اومدیریت نوري منابعي ضایع شی او مثمیریت حاصل نشي. همدارنګه دلته زه باید ووایم چي په اداره او مدیریت کي د اداراتو ترمینځ په شفاهي خبرو باید ډیره اتکاء ترسره نشی. کارکوونکو او مامورینو ته باید د پریکړی حق ورکړی شی .همدارنکه مسؤلیتونه او صلاحیتونه باید وسپارل شي،ترڅو اداره اومدیریت د کمزورتیا ښکارنشي او بل اخیره د پیاوړی مدیریت شوني کیدل ممکن شي.

۷ – په قلم او پوهه برلاسي مدیریت کول : ټول هغه مدیریتونه چی په قلم او پوهه برلاسي ولري.د پیاوړي مدیریت څخه برخمن کیږي. همدارنګه ټول هغه مدیریتونه چي په لیک او لوست د پوهاوي سطحه یی ټیټوي د کمزوري مدیریتونو په قطار کي شمیرل کیږي.ځکه چي زیاتره وختونه د عاجزي سره مخامخ کیږي. د مثال په توګه زیاتره وختونه په ځینو مدیریتونو کي د لوړي سطحي مدیران د ټیټی سطحي د مدیرانو یاخو لیکلي شوي مکتوبونه رد وي او بیایی ورته پخپله لیکي.چي په دي کار سره د ټیټی سطحي مدیران خپل موجود ځواک دلاسه ورکوي. همدارنګه کله نا کله د لوړي سطحي مدیران د خپل لاس لاندي مدیرانو او مامورینو لیکني او مکتوبونه له سره ګوري نه او نه یی اصلاح کوي.چي ددي کار اغیزه هم زیاتره وختونه منفي کیدلی شي او مربوطه سازمان د کمزورتیا سره مخامخ کوي.نو ددي لپاره چي مربوطه سازمان مو د مکتوبونو او لیکلو پرمټ پیاوړي شي نو د ځان او د اداري پوري اړونده مکتوبونه او لیکني مو اصلاح کړي او همدارنګه هغه مکتوبونه او لیکني چي تاسي ته د ملاحظي په غرض استول کیږي مطالعه یی کړي. کچري اصلاح ته اړتیا لري اصلاح یی کړي او کچري لیکنه یی سمه کړي اوسي نو د لاس لاندي مامورین مو نور هم وهڅوي. تر څو د پیاوړتیا په لور نور ګړندي شي او د کمزورتیا څخه به مو فاصله زیاته شي.

۸- د اصولو تابعي مدیریت کول : دلته باید ووایم چي که څه هم د پیاوړي مدیریت په بار د اصولو پابند کیدل یواځیني اړتیا ده چی مدیریت باید د اصولو پابند شي. ولي ځیني وختونه باید د اصولو د کاروني په پار باید د وخت په مناسبوالي کي لټون اوتلاش ترسره شي. ځکه چي د پیاوړي مدیریت د شوني کیدو به غرض یواځی د اصولو او مقراراتو غر او مجموعه کفایت نه کوي.هغه داچي ممکن لایحه او اصول د نوخت او نبوغ سره دښمني لري.ټول وختونه یو شانته نه اوسي د ځینو بحرانونو به کتني سره د اصولو او مقراراتوتجدید نظر او تعدیدل ته اړتیا احساس کیږی. دلوزوم دید په نظر کي نیولو سره د سازمان د مشرتابه پر ملاحظه اخیستو باید د وخت په مناسبواليد اصولو پیروي وشي. تر حو د محصول کچه لوړه اورضایت حاصل شي. په لنډه توګه باید ووایم چي د اصولود ایجاد په پارباید د سازمان په داخل او خارج کي ربط لرونکي وګړی د نوؤ حالاتو په کتو سره د اصولو په اړوند باید تجدید نظر ترسره کړي. تر څو به اجتماع کي د تغیر سره سم د خلکو غوښتنی ځواب شي.کچري پورتني کړنی ترسره کړو نو مدیریت به مو پیاوړي شي او د کمزوري مدیریت د نامه څخه به موځانونه زغورلي اوسي.

۹ – امریت پلو او محافظه کاره مدیریت نه ترسره کول: دپیاوړی مدیریت په پار باید د حده زیات ډیر د امریت په وړاندی تشریفاتي نه اوسو. ځکه چي د حده زیات تشریفاتي کیدل مدیریت د کمزورتیا سره مخامخ کوي اوستاسي مدیریتي حیثیت ورسره خرابیږي چي په نتیجه کي ستاسي لاس لاندي وګړي او مامورین ستاسي د اطاعت پرځاي ستاسی د امرینو اطاعت کوي ولي ستاسي اطاعت بیا د صفر په طرف میلان کوي. چي نتایج یی ښه نه بریښي او ستاسی د مدیریت چینل ته صدمه رسوي. نو ددي لپاره چي مدیریت مو پیاوړی شی او ستاسی مدیریتی حیثیت لوړ او غوره شي په ریښتینولي ښو اخلاقو او د وظایفو د لایحو پوري پابند شي. همدارنګه په وظایفو کي منطقي اوسمی پریکړي او معقول دستورونه وړاندي کړي،پس د کمزوري مدیریت څخه د خلاصون یواځیني لاره د بلان اوتقصیم اوقات لمخي د وظایفو ترسره کول دي. نه یواځی تشریفاتي کیدل.

۱۰ – خیال پلو مدیریت نه ترسره کول: که چیري خیال پلو مدیریت ترسره شي نو ممکن ستاسی مدیریت کمزوري شي او اصلي موخي به موضایع شي.معني داچي کله نا کله چي ورته پیښي په مدیریتونوکي د چارو په ترسره کیدو کي واقع شی نو ځیني مدیران بیا وواي چي کاش داسي نه وی شوي. نو مربوطه مدیران خپل واک خپل خیال ته سپاري چی بیا وروسته افسوس کومه نتیجه نه لري. نو دپیاوړي مدیریت د شوني کیدو به غرض مدیران او مدیرتونه باید خیال پلو نشي یعني خپل واک باید خپل خیال او فکرونوته باید ونه سپاري. دخبل مسؤلیت ساحه باید درک کړي او په مربوطه ساحه کي باید د صلاحیتونو څخه کار واخلي. همدارنګه بی وویلو دي پاتي نشی چی د بیاوړي مدیریت په غرض او دکمزوری مدیریت حخه د خلاصون په موخه باید په تصادفي ډول باید دندي تر سره نشي . ځکه چی کله چي په مدیریتونو کی دندي په تصادفي ډول ترسره کیږي یعني بی پلان د وظایفو ترسره کول مدیریت د کمزورتیا سره مخامخ کوي او نشی کیدلي چي مربوطه مدیریت پیاوړي شي. او نهادونه یی پیاوړي نهادونه په ټولنه کي ثابت شي.

۱۱ – په دوه مخیتوب سره مدیرت نه ترسره کول: کله چي په یو مدیریت کي دوه مخیتوب موجود شي نو بی ویلو باید پوه شو چي مربوطه سازمان او مدیریت د ناکامي سره مخامخ کیږي. نو ددي لپاره چي مدیرت موپیاوړي شي په مدیریتونو کي د دومخیتوب پرځاي د صداقت او د ریښتنولي اصل عمل کړي.تل خپل لاس لاندي وګړو او مامورینو ته ریښتني او صادقه پاتي شي. مامورینو ته مو د سازمان موخي څرګندي کړی،کله چی مامورین اوادارچیان باخبره اوسی چي د څه د ترلاسه کولو په غرض وظیفه ترسره کوي نو ضرور به ضرور به کامیابي ممکن کیږي او د حاصلاتو سطحه به لوړیږي.

۱۲- يو مخ لرونکي او ملاتړ کونکي مدیریت نه ترسره کول:

یو مخ لرونکي مدیریت نه ترسره کول یعني داچي په یو سازمان کی کله چي ستونزي موجودي اوسی ولي ټول پري په یوه خوله سترګي پټوي او یو دبل څخه ملاتړ کوي.او حل لاري لپاره تلاش نه ترسره کوی. د مثال په توګه باید زه دلته ووایم کله نا کله په یوه اداره کي ځینی مدیران سره د ګډوډیو د خپل لاس لاندي مامورینو څخه دفاع کوي چي په دی ډول د مامورینو سره یومخیزتوب او ملاتړ کول اداره د نور بحران په طرف وړي او ستونزی د حل کیدو برخلاف نوري هم زیاتوي.چي په دي ډول د مربوطه سازمان امر، ریس ، مدیران او مامورین سره مل د مسؤلیت د صحني څخه ځان باسي. چی په نتیجه کي ددوي موجده ملاتړ یو له بل څخه د سازمان اصلي موخو ته صدمه رسوي او نه پریږدي چي موجوده سازمان وده وکړي. نو ددي لپاره چي سازمان او اداره مو پیاوړي شي د لاس لاندي وګړو د تیر وتنو او اشتبهاتو څخه ملاتړ مه کوي ولي کله چی درک کړی چي ستونزي، اشتبهات تکراریږي نو دخپلو مامورینو سره لارښود شریک کړي او همکاري ورسره وکړي. ترڅو وظایف د پلان لمخي په غوره ډول پرمخ لاړشي.اوسازمان به مو نامه ور شي.

۱۳ – د ساعت او وخت پوري مربوط مدیریت نه ترسره کول:

که چیري غواړي چي سازمان موپیاوړي شي اود کمزوري مدیریت څخه خلاص شي په مدیریتي چاپیریال کي مو داسي فضاء جوړه کړي تر څو مامرین او مدیران مو خپله د وخت پوري قید نه کړي.یعني د چارو د ترسره کیدو په صورت کي د هغو امتیازاتو ته قایل شی او څه هڅونکي توکي یعني تقدیر نامي ورته د مکافاتو په توګه ورکړي تر څو په غوره ډول چاري سنمبال او شوني کیدل یی حتمي شي. همدارنګه دلته که څه هم باید هیر نه کړو چي پروګرام او پلان جوړونه د زماني جدولونو د تدوین د مدیریت په پار یو اساسي عنصر دي. خودلته دا هم باید هیر نه کړو چي په مدیریت کي د ستونزو راټوکیدل د زماني قوانینو تابعي ندي.نو ددي لپاره چي مدیریت مو پیاوړي شي په اداره کي د رسمي ساعتونو ترڅنګ دستونزو پیچلتیا ته په کتو سره اداره کووني ته يوڅه اضافه وخت هم وروسپاري ترڅو په وخت اوزمان سره مو مطلوبي موخي حاصلي شي. د کمزوري مدیریتونو په چوکاټ کي کله نا کله د مدیرانو څخه ساعتي مدیران جوړیږي او زیاتره وختونه وواي چی لا اوسمهال اته بجي ندي، اوسمهال د ډوډي وخت دي یا خو وواي اوسمهال د وظیفي وخت ندي. بیاراشه بیا به ګورو نن چیري کار لرم . د نن ورځي کار سبا ته او دسبا کار د پلان لمخي وروسته پاتي کیږي. نو دپیاوړي مدیریت د شوني کیدو په غرض ډیر باید د کلاسیک رویشونو تابعي پتي نه شو.ځکه چي د عصري غوښتنو د ځوابولو په موخه باید په پلان او تقصیم اوقات کي تغیرات راولو او همدارنګه چاري باید د وخت پوري قید نه کړو.

۱۴ – زړه نه زړه مدیریت نه ترسره کول:

که چیري غواړي چي مدیریت مو پیاوړي شی نو دچارو د ترسره کیدو په صورت کي زړه نا زړه کیږي مه. ځکه چی تصمیم او پریکړي نیول د مدیریت د اساسي عناصرو څخه شمیرل کیږي. یعني معقول تصمیم نیول په مناسب وخت کي د پیاوړي مدیریت لپاره یواځیني ارزښت بښوونکي عما دي. او د بریالیتوب لپاره یوه واحده وسیله ده. همدارنګه دلته باید ووایو چي زړه نه زړه کیدل چاري مختل او د ناکامي سره مخامخ کوي.د پیاوړي مدیریت دشوني کیدو په غرض باید په اداره کي د عادي او فوق العاده پریکړو لپاره باید د پلان لمخي د ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو په غرض باید دوسیه بندي د پلان او وخت سره باید ترسره شی تر څو د اړتیا لمخي محصولات په لاس راشي. نو ددي لپاره چي مدیریت مو د کمزورتیا څخه وژغورل شي د اساسي بریکړو دوسیه باید ترتیب اوسي. او راپورونه باید په وخت اړونده نهادونو ته وسپارلي شي.

۱۵ – تر حدزیات د مقراراتو پوري تجسس کوونکی مدیریت نه ترسره کول:

د پیاوړي مدیریت په پار باید د حده زیات د مقراراتو به اداري چوکاټ کي محبوس او بندیوان نشو.معني داچي ډیره به ضروري نه بریښي چي خامخا د ځیني کاعذپرانیاني په حتمي توګه تر سره شي. او داباید ممکن کړو چي به ځینو حالاتو کی د ستونزو په درکو کولو سره ډیر باید وګړی مجبور نشی چي اړونده لازمه کاعذپراني نده تر سره شوی او تاسی اجرات نه ترسره کوي. معني داچي کچری به بیادي ډول کومه ستونزه نه پیښوي اجرات ترسره کړي او کارونه مه ځنډوي. د ډیرو احکامو اوکاعذپراڼی څخه تیر شي تر حو وخت او منابعي مو ضایع نه شي

۱۶ – په ګوښي ډول د مدیریت نه ترسره کول: دبیاوړی مدیریا د شوني کیدو په غرض په ګوښي ډول مدیریتي چاري مه ترسره کوي.زیاتره کمزوري مدیران په ګوښی دول چاري مدیریت کوی. کچري غواړی چی چاري مو ګړندی او مؤثري، مثمیري شي نو د چارو د ترسره کیدو په غرض کمیسوني او ګروپی شکل پرمخ لاړشي. ترڅو په یوډول ستونزه مشترک افکار او قوت شامل شي او مخصولات مو زیات شي. ځیني مدیران يواځي ځانته خوښ اوسي او نه غواړي چي د نورو تر تاثیر لاندي راشی. دغه چار او خصلت لرونکي مدیران سازمان د ستونزو سره مخامخ کوي او مطلوبي موخي دلاسه ورکوي. دټیت حاصل او کم کیفیت سره مل درومي. نو ددي لپاره چی کدیریت مو پیاوړي شي په کیفي او کیمي ډول مومحصولات لوړ شي په ګوښي دول مدیریتي چاري پرمخ مه وړي.

۱۷ – د تشریفاتو خوښوونکي مدیرانو رول مه لوبوي: کچري غوښتونکي یاستي چي مدیریت موپیاوړي شي ډیر کوشش مه کوي چي د خپل لاس لاندي مامورینو ته مبالغي لمخی صرف ووایاستي چي زما دفتر او مقام دروازه ستاسي پرمخ خلاصه ده. او کله چي ستاسي لاس لاندي مامورین ستاسي مقام او دفتر ته تکل وکړي نو په ساعتونو ساعتونو ستاسي د مقام دسکرترانو او ددفتر د منشیانو سره په ساعتونو وخت یی ضایع شي. کوشش و کړي چی مامورینو ته نیغ به نیغ او مسقیم دول وخت ورکړي او دستونزو د حل په بناء غوښتونکي امکانات ورسره شریک کړي تر څو به مناسب وخت او زمان سره د غوښتنوالو غوښتني ځواب شي.او پیاوړي مدیریت صبغه مو خپله شي.

۱۸ – مقام او دفتر تړلي مدیریت مه ترسره کوي: دلته زه غواړم چي واضحه کړم یو تعداد مدیران په ورته کمزوتیا ښکار شوي اوسي چی اکثریت چی د لاس لاندي مامورین یی نشي کولی چي د ستونزو په صورت کي دوي بیاموندي او مشکل ورسره شریک کړي. اکثریت یی مقام او دفتر تړلي اوسي. نو د خپلو مامورینو پروړاندی دفتر او د مقام دروازي مه تړلي.چي ددي ډول مدیرانو شکل لکه د تشریفاتي مدیرانو اوسي ولي فرق صرف دومره اوسی چي تشریفاتي مدیران او امرین دلاس لاندی مامورینو وخت دسکرترانو منشیانو سره لیدو کاتو وخت ضایع کوي ولي دوي بیا هڅه کوي ترڅو د فتر او دروازي تړلي مدیر او امر په توګه دلاس لاندي مامورینو ستونزي او چاري ځنډني کوي چي مربوطه چاره سازمان د ستونزو سره مخامخ کوي. او د امکاناتو دلیږد د ځنډ له امله سازمان نشي کولي چي خپل کټورتوبه په لاس راوړي.

۱۹- په خپل ځاني پوه او تجروبه غره مدیریت مه ترسره کوي:تجروبو ښودلي ده چي اکثریت هغه سازمانونه او نهادونه چي امرین او ریسان یی پخپله تجروبه او پوهه غره او ډاده اوسي. دنورو نه اوري زیاتره وختونه دناکامیو سره مخامخ کیږي.همدارنګه پاتي دي نه اوسي ځیني وخت د یو یا څو نفرو په پوهه او مشوره اکتفاء کول چي بیاهم ورته نتیجه ورکوي او سازمان او اداره د ستونزو سره مخامخ کوي او د کمزوري مدیریت نښي څرګندوي چي نتیجه یی کم حاصل او ډیر مصرف جوړیږي. نو ددی لپاره چي سازمان مو کتور فعالیتونه پرمخ وسی يواځي او یواځي پخپله ځانی پوهه او تجروبه مه غره کیږي د نورو اړونده مامورینو سره په مشوره کولو پرمخ لاړ شی. ترڅو مطلوبي موخي مو حاصل شی.

۲۰ – یواځي د ځان حیثیت مدیریت ترسره کیدو څخه ډده کول: د ځان څیثیت طلبي د سازمان ګټي د نش سره برابروي.او سازمان د ستونزو مرکز جوړوي. ځکه چي په اړونده مواردو کي د سازمان مشران مدیران یواځی او یواځی په ځاني ګټو تمرکز کوي.او د خپل حیثیت د لوړوي په موخه دسازمان او مدیریت منابعي کاروي چي د سازمان اصلي اغراض یا خو په بشپړه توګه په لاس نه راځي او ډیر کم حاصل چي په سازمان او مدیریت کۍ مصرف شوي منابعي تر څو چنده زیاتيږي او مدیریت د کمزورتیا ښکار کیږي. بله داچي مربوطه سازمان او اداره نشي کولی جوړیدونکی او روزونکي مهارتونه عرضه کړي جی په نتیجه کي د مربوطه سازمان اداري واحدونه نه زیاتیږی او ځاي په ځاي دریږي. اوسازمان د ستونزو مجموعه جوړیږي. نو ددي لپاره چی سازمان او اداره مو پیاوړي شي او د کمزوري مدیریت څخه مو د خلاصون لارموندلي اوسي یواځی او یواځی د ځاني حیثیت په پار د سازمان او اداري منابعي مه کاروي. ترڅو مطلوبی موخي مو په لاس راشي او د سازمان او اداري نوم به موطلایی شي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button