له ولسمشر نجيب او ورور سره يې رښتيا څه پېښ شول؟

يما بارز
پوره ۲۰ کاله وړاندې پلازمېنې کابل ته له ننوتو سره سم طالبانو پورې اړوندې یوې ډلې پخوانی افغان ولسمشر نجیب الله سره له خپله ورور احمدزي د ملګرو ملتونو له دفتره چې هلته يې پناه اخيستې وه، د باندې وایست او په ناڅرګندو حالاتو کې یې ووژل.

د دغه پخواني افغان ولسمشر وژنه آن تر ننه په ابهام کې نغښتې او په تړاو یې روایتونه بېلابیل دي.

خو هماغه شپه له ولسمشر او ورور سره یې رښتیا څه پېښ شول؟

د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیزې شورا ته د واک لېږدونې بهیر ولې ناکام شو؟

پړه چا ته ور تر غاړې ده؟ ولسمشر نجیب له خپلې کورنۍ سره په وروستي تماس کې څه وویل؟

دا پوښتنو له تېرو شلو کلونو راهيسې د خلکو ذهنونه بوخت ساتلي د پخواني افغان ولسمشر نجيب الله د شلم تلین په مناسبت بي بي سي د نوموړي له مېرمنې فتانې نجیب سره خبرې کړې او دغو پوښتنو ته يې د ځواب موندنې هڅه کړې.

د واک لېږدونې بهیر ولې ناکام شو
فتانه نجيب کيسه د ملګرو ملتونو ۱۵ کسيزې شورا ته د واک لېږدونې له بهیر پيلوي، چې په وينا يې تود هرکلی يې کېدهٔ.

خو وايي په دولت کې دننه او له دولته دباندې د هغو ډلو له مخالفت سره مخ شو، چې د سولې په بهیر کې یې خپلې ګټې په خطر کې لیدې، او زياتوي چې دا بهير د کورني مخالفتونو او بهرنیو لاسوهنو په پایله کې بالاخره ناکام شي.
فتانه نجیب دا انګېرنې نه مني چې گواکې پر ولسمشر نجيب الله کړۍ دومره تنگه شوې وه چې نه يې غوښتل دغه مسووليت ته نوره اوږه ورکړي.

د ملگرو ملتونو په دفتر کې پناۀ اخيستل
د ولسمشر نجیب مېرمن وایي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه مهال ځانگړي استازي بنن سېوان ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به راځي او ١٥ تکنوکراتان به راپېژني چې په سوله ييز ډول ورته واک ولېږدول شي، چې هېواد کې کومه ناخواله رامنځته نه شي.

خو له دې ټولو وړاندې ډاکټر نجيب ته وويل شول چې د بنن سېوان الوتکه د کابل په هوايي ډگر کې ناسته ده، خو هغه ته له الوتکې د کوزيدو اجازه نه ورکول کېږي.

ډاکټر نجيب الله له مسوولو کسانو سره اړيکه ونيوله او وروسته د ملگرو ملتونو گاډي راغلل او دوى يې هم بوتلل چې مسوولو کسانو ته ووايي بنن سېوان پرېږدي چې د مسلې هواري لپاره راشي.

مېرمن نجيب زياتوي “پخوانى ولسمشر لا هوايي ډگر ته نه و رسېدلى چې يوه سرتېري يې گاډي درولي و.

شپې نوم چې ورته ورکړل شوى و هم ناسم و، هغه سرتېري له ولسمشره غوښتنه کړې وه چې بېرته ور وگرځي او ورته يې ويلي و فکر کوم چې دا ځاى ستاسو لپاره خوندي نه دى. ډاکټر نجيب الله بېرته ستون شو او په هماغو گاډوکې د ملگرو ملتونو دفتر ته لاړ”

مېرمن نجیب وایي، د هوايي ډگر امنيت هغه مهال د جنرال دوستم او د جمعيت اسلامي گوند پورې د تړلو وسله والو په لاس کې و او ادعا کوي چې د ولسمشر نجيب الله پر وړاندې وار له مخه کودتا شوې وه.

د فتانه نجيب په وينا دوې ورځې وړاندې له دې چې ډاکټر نجيب الله د بنن سېوان او د واک لېږدنې بهير نورو مسوولو کسانو راوستو لپاره خپل استوگنځاى د هوايي ډگر په تکل پرېږدي ټول ټيليفوني مزي پرې شوي وو او ورته شپې نوم هم نه ورکول کېده.

يوازې د کور يو عادي ټيليفون فعال پاتې و چې هغه هم کنټرولېده، له دې څرگندېږي چې کودتا شوې وه.

مېرمن نجیب د دې پوښتنې په ځواب کې چې کودتا د چا له لوري شوې وه وايي “یوټیوب ته ورشئ په څرګنده یې ښېي چې هلته څوک دي.”
کورنۍ سره لومړۍ اړیکه
مېرمن نجیب وایي، ولسمشر نجیب الله یې د وروستي ځل لپاره د حکومت له پرځېدو دوه ورځې وړاندې په خپل استوگنځي کې ولید چې ورته یې هند ته د تگ لارښوونه وکړه.

ډاکټر نجيب الله د خپلې واکمنۍ له پرځېدا دوې ورځې وروسته د ملګرو ملتونو له دفتره له خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه، چې د مېرمن نجیب په وینا په هېواد کې د روانو حالاتو او د یعقوبي (د ولسمشر نجيب الله په واکمنۍ کې د افغان استخباراتو د ادارې مشر) په څېر د خپلو ځينو ملگرو د وژل کېدو له امله خپه و او اندېښنه یې څرګنده کړه چې حالت ښایي ورځ تر بلې ترینګلی شي.

فتانه نجیب زیاتوي له لومړنۍ ټیلیفوني اړیکې وروسته د جګړې د تودېدو له امله و نه توانېده چې تر نهو میاشتو له خپل خاوند سره اړیکي ټینګ کړي.

خو له نهو میاشتو وروسته د لیکونو او ټیلیفوني اړیکو لړۍ بیا پیل شوه.

مېرمن نجیب وایي که څه هم ولسمشر نجیب الله د واک لېږدونې د بهیر د ناکامۍ په برخه کې د چا نوم وانخیست خو دې ته په خپل یوهٔ استولي لیک کې یې لیکلي و “دوی خپلې ریښې په خپله ووهلې او دا هېواد یې تباه کړ.”

د فتانه نجیب په وینا د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د خپلې استوګنې د مودې غځېدا سره سره د ولسمشر نجیب روحیه پیاوړې وه او تر پايه يې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو هيله نه وه بايللې.

د ولسمشر نجیب د کورنۍ نورغړي له نوموړي سره لیدو لپاره به کابل کې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته تلل، خو د ښاغلي نجیب الله مېرمن وایي میړه یې له دې وغوښتل چې لیدو لپاره یې کابل ته ورنه شي، ځکه داسې نه چې په وینا یې “خدای مکړه په هوایي ډګر کې یې څوک پر وړاندې سپکاوی وکړي.”
له کابله د پخواني ولسمشر د رايستلو هڅې
فتانه نجيب وایي له کابله د ډاکټر نجيب الله د رایستلو په موخه ګڼې هڅې وشوې خو پایله یې نه درلوده. د مېرمن نجيب په وينا په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د هغه مهال له سرمنشي بطروس – بطروس غالي نه یې څلور لیکونه هم ترلاسه کړي وو.

دهغې په وينا د ولسمشر نجیب د رایستلو په لړ کې د ملګرو ملتونو یوه هڅه دا وه چې نوموړى پر تذکرې له خپل دفتره وباسي او درملنې لپاره يې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته بوځي.

د فتانه نجیب په ټکو ډاکټر نجيب الله په رښتيا ډېر ناروغ و، پښتورگو کې يې ډبرې وې. هغه ته ويل شوي و چې پر تذکرې پرېوځي، او دوى به يې درملنې لپاره اسلام آباد ته ولېږدوي، خو وايي ډاکټر نجيب الله هېڅکله اسلام آباد ته ورتگ نه غوښتل.

مېرمن نجيب زياتوي: “په خپله یې ما ته په خندا وويل زه په دې دنگه ونه څنگه ځان واچوم؟ هغوى زما پر وړاندې مسووليت لري. که دا بهير ناکام شوى، دوى د بهير د ناکامۍ په تړاو عملي پلټنې وکړي، که داسې وگڼو چې زه پړ يم نو ما سره خو يو حکومت و او زه ځواب ويلو ته حاضر يم.”

فتانه نجیب وايي، که ولسمشر نجیب الله اسلام آباد ته تګ منلی وای نو د وتلو شونتیا یې وه.
وروستۍ اړيکه
مېرمن نجیب وایي، له ولسمشر سره یې د ۱۹۹۶ م کال د سپټمبر پر ۲۶ د ماښام شاوخوا شپږ بجو او ٤٥ دقيقو پر ټیلیفون خبرې وکړې.

ولسمشر ورته وویل چې جمعیتیانو کابل پرېښی او دوه تنه چې ځانونه یې د شمالي ټلوالې غړي ورپېژندل ورته ورغلي وو او د کابل پرېښودو بلنه يې ورکړې وه، خو ولسمشر نجیب له دې امله چې د دغو وگړو هویت ورته نه و څرگند هغوی سره یې له تلو ډډه کړې وه.

د دغه پخواني افغان ولسمشر مېرمن د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پېژندل شوي کسان ورته ورغلي وای او یا دغو کسانو له خپلو مشرانو کوم رسمي لیک له ځانه سره لرلی، نو دی به هغوی سره ورتګ ته زړه ښه کړی وای؟ وايي:

“کله چې دغه پېژندل شويو څېرو، يا پېژندل شويو وگړيو واک په لاس کې درلود، پر کابل واکمن وو، د کابل لويې لارې او هوايي ډگر او نور ټول يې په لاس کې وو، نو ولې يې ولسمشر نجيب پرېنښود چې خپلې کورنۍ ته راشي؟ دوى سم نيت نه درلود. نو د کوم ښه نيت له مخې دى باوري واى او له هغوى سره شمال لوري ته تللى واى؟”

د ولسمشر د مرگ خبر

فتانه نجيب ولسمشر نجيب الله په شخصي ژوندانه کې خپل ښه ملگرى او بچو لپاره يې د يوۀ مهربانه پلار په توگه را پېژني او د مرگ د خبر اورېدو سختې شېبې يې په زړه کوي.

مېرمن نجیب وايي له پېښې آن ۲۵ ورځې وړاندې یې روحي حالت ډېر خراب شوی و او په وینا یې لکه شپږم حس يې چې ورته ویلي وي دا نو وروستۍ ده، نور به خپل مېړه نه ويني. فتانه نجيب د هماغې شپې کیسه په دې ډول کوي:

“موږ خو ټیلیفوني خبرې کړې وې، وروسته له هغه بچیانو خپلو سبانیو آزموینو ته تیاری کاوۀ. شپې یوه بجه وه بي بي سي اعلان وکړ چې ولسمشر نجیب د ملګرو ملتونو له دفتره بېول شوی دی،”

“په رښتیا چې حالت مې خورا ترینګلی شو. ځان سره مې ویل، زه به ناسمه پوه شوې یم. په ځغاسته خپلې مشرې لور هیلې ته ورغلم او ورته مې وویل لورې ته راځه چې اوس دا خبر بیا تکراروي. هغې هم را ته وویل چې هو، ابا یې را ته ایستلی. بچیان هغه مهال ډېر واړهٔ وو، خوشحالۍ یې کولې چې دغه دی راځي، هر غږ چې به کېده ویل به یې چې اوس را رسېږي. او د دوی په منځ کې د احمدزي مېرمن چې هغه هم ډېره ځوانه وه، له دوی سره يو ځاى خوشحالۍ کولې چې دغه دی اوس هغوی وینو.”

“خو تاسو ته رښتیا وایم چې ما ته یوه عجیبه ناهیلي پېدا شوې وه. هغې ته مې د خپلو ماشومانو په مخ کې څه و نه ویل، خو په غېږ کې مې ونیوله او دومره مې ورته وویل لورې خدای دې وکړي چې راشي، خو زه بل ډول فکر کوم. زه داسې احساس کوم چې نور نجیب نه وینم.”

مېرمن نجیب وایي سبا ته یې بچیان چې کله له ښوونځي راستانه شول نو ډېر خپه وو، او دې ته یې وویل “ادې یو ټیکری پر سر کړه، نور مو پلار نه دی ژوندی، سره مې له ترۀ.”

مېرمن نجیب زياتوي ډېره هڅه يې وکړه چې ومومي هغه شپه رښتیا له ولسمشر نجیب الله او ورور سره یې څه پېښ شول، خو په وینا یې چې بېلابېلې کیسې یې واورېدې، او دا قضیه ورته تر ننه پورې ګونګه ده.

د یادښت کتابچه او اسناد

د ولسمشر نجیب د کورنۍ د غړو په وینا د ملګروملتونو په دفتر کې د استوګنې پر مهال له ولسمشر نجیب سره یو کوچنی بکس و، چې آن کله به له یوې کوټې بلې ته ورته نو هم يې له ځانه سره لېږداوه.
فتانه نجیب مني چې په بکس کې ځینې اسناد و خو د څرنگوالي په اړه يې ناخبري څرګندوي او وایي د ولسمشر له وژل کېدو وروسته بکس ملګرو ملتونو اسلام آباد ته ېووړ، او ٢٥ ورځې وروسته دوى ته ورسېد.

د آغلې نجيب په وينا بکس پرانيستى و، په کې د دوى د ليکونو او عکسونو پرته څه نه و، او د ولسمشر د يادښت کتابچې ټولې پاڼې هم شکېدلې وې.

فتانه نجیب هغو نیوکو ته په ځواب کې چې پر ولسمشر نجیب الله د نوموړي د خاد ادارې د مشرۍ له امله کېږي، وایی د خاد د مشرۍ پر مهال ډاکټر نجیب الله ولسمشر نه و، هلته یو حکومت و، ولسمشر و، صدر اعظم و، که دغه راز خبرې کېږي نو دا ټول باید په پام کې ونیول شي او یواځې ټوله پړه باید پر ولسمشر نحیب وانه چول شي. .

مېرمن نجیب وایي سياست سره لیوالتیا نه لري. خو خپل ټاټوبي افغانستان د بېرته ستنېدو په هيله ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button