له وخت مخکې وېښتان ولې سپنېږي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دا سمه ده چې د عمر په لوړېدو سره د انسان وېښتان سپینېږي، خو ډېری کسان مخکې له دې چې زاړه شي، ان په ځوانۍ کې یې وېښتان سپین شي. په ډېرو کورنیو کې به مو لیدلي وي چې د مور او پلار سرونه یې لا تور وي، خو د اولاد د سر وېښتان یې بیا سپین شوي وي، نو د وېښتانو سپینېدل د زړښت معنا نه ورکوي، بلکې ډېر لاملونه شته چې له زړښت مخکې د انسان د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

لامل او د حل لارې یې څه دي؟

تجربو ښودلې چې په بدن کې د فلزاتو کمښت، لکه منګنيز، روي، تیتانیوم او اوسپنه د سر د وېښتانو د سپینوالي او ماتېدو اصلي لامل دی. متخصصان په دې اند دي، هغه کسان چې له وخت مخکې یې وېښتان سپین شوي وي باید په خپل غذایي رژیم کې مڼې، ناک، شفتالو او هغه مېوې ور زیاتې کړي چې ډول ډول فلزات په ځانګړي ډول منګنيز ولري. دغه راز ځیني سابه لکه اوږه، پیاز، موسیر او ګندنه چې د منګنيزو ښه سرچینه بلل کېږي، وکاروي.

مس او منګنيز لرونکي خواړه له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو مخه نیسي.

څېړنو ښودلې د نباتي درملو په ډله کې د غنمو سبوس، سنبل الطیب (یو ډل ګل دی) او د وربشو ډوډۍ خوړل کولی شي د وېښتانو د اصلي رنګ ساتنه وکړي او د سپینوالي مخه یې ونیسي. مس هم د هغو عناصرو په ډله کې راځي چې کولی شي د انسان پر پوستکي او وېښتانو باندې اغېز وکړي او د وېښتانو د سپینېدو مخنیوی وکړي.

مټر، مرخېړي، لوبیا، نسک، سره بانجان، کېله، الو، سویا او کچالو هغه خواړه دي چې په زیاته اندازه مس لري.

یوازې زړښت مو وېښتان نه سپینوي، بلکې د ويټامین B12 کمښت، د تیرويید ناروغي او سګرېټ څکول د وېښتانو د سپینېدلو کچه څلور برابره لوړوي. د وینې کمښت، سخت او د ډېر وخت لپاره غذایي رژیم او ارثي لاملونه هم له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button