له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري

کله چې یو هلک او نجلۍ واده کوي په لومړیو وختونو کې له یو بل سره ډېر جنگونه کوي، خپه کېږي، یو بل نه درک کوي، دا طبیعي خبره ده، ځکه دوه جلا فکرونو سره یوځای کېږي. وخت، درک او پېژندگلوۍ ته اړتیا لري، ترڅو د یو بل په خبره او فکر پوه شي.

اوس پوښتنه دا ده چې څنگه کولای شو چې له واده وروسته یو ارامه او له خوښیو ډک ژوند ولرو؟

د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو لومړی کار چې د یو سوکاله ژوند د پیل لپاره اړین دی، هغه د یو بل درک دی.

ښځه باید د خاوند او خاوند د ښځې په خبرو ځان پوه کړي، فکر پرې وکړې او بیا که د منلو وړ وي، ومني او که د منلو وړ نه وي، یو بل ته د قناعت وړ دلیلونه ووایي.

ښځه او خاوند باید د دې اړېکې ترڅنگ له یوبل سره د ملگرتیا اړیکه ولري.

په ډاډه زړه یوبل ته د خپل زړه خبرې وکړي، خپلې ستونزې ورته ووایي او په گډه ورته یوه حللاره پیدا کړي.

ښځه او خاوند باید یو بل ته بشپړ درناوی ولري. د یو بل خبره ومني، په هر کار کې باید له یو بل سره مشورې وکړې.

ښځه او خاوند باید تل د یو بل پر وړاندې رښتني و اوسي، ځکه چې ډېر کوچنی دروغ کولای شي چې د خاوند او مېرمن ترمنځ لویې ستونزې او واټنونه رامنځته کړي.

ښځه هېڅکله باید د خاوند له وس پورته غوښتنې ونه لري.

هغه څه چې لري باید ورباندې راضي و اوسي.

۱. له یو بل څخه مننه کول

ښځه تل باید له خپل خاوند څخه د دې لپاره، چې دې او د دې اولادونو ته زحمت باسي، مننه وکړي، خاوند هم د دې لپاره چې ښځه یې په رښتینولۍ او خوشحالۍ د کور ټول کارونه ترسره کوي، د اولادونو روزنه کوي مننه وکړي.

۲. ښه رویه

هرې ښځې او خاوند ته لازمه ده چې له یو بل سره ښه رویه وکړي، ځکه چې اولادونه تل هغه کارونه کوي چې مور او پلار یې تر سره کوي.

۳. د خپل مسوولیت پېژندل

ښځه او خاوند هغه وخت یو ښه او خوشحاله ژوند درلودای شي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه وپېژني، یعنې خاوند یې هغه کارونه ترسره کړي چې مسوولیت یې دی. لکه: په بهرکې کار کول، د ښځې او خپلو ماشومانو لپاره د نفقې راوړل او داسې نور، ښځه هم باید هغه کارونه چې په دې پورې اړوند دي تر سره کړي. لکه: د خاوند په نشتون کې د کور او کورنۍ ساتنه، د اولاد سالمه روزنه او داسې نور.

په سلګونو داسې نور لاملونه شته چې که انسانان عمل پرې وکړي، نو له خوښیو ډک ژوند به ولري او په ژوند کې به له ستونزو سره مخ نه شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button