له نظام څخه د ملاتړ لپاره، د ولس ملاتړ پکار دی

له نظام څخه د ملاتړ لپاره، د ولس ملاتړ پکار دی

سیدعبدالله پاچا

افغانان اوس د یو مستحکم نظام خاوندان شوي چې نسبي لاس ته راوړنې لري او د هرې ورځې په تیریدو سره دا نظام پياوړی کیږي او د خلکو ملاتړ ترې زیاتیږي.

پاکستان په افغانستان کې د یو نظام د دوام مخالف دی او هیڅکله نه غواړي چې افغانستان کې دې یو پياوړی نظام او قوي حکومتولي وي.

د همدې لپاره یې شل کاله طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړل چې دا نظام پياوړی او دوامداره نه شي او له بلې خوا یې افغان پلورل شوي سیاسیون په بیلابیل وختونو کې وکارول چې د نظام پښې ووهي.

دوی ته د پاکستان د ملیشو نوم هم ورکولی شو، ځکه دوی د پاکستان د هغې پلان تطبیق کوونکي دي چې هر کله یې غواړي.

طالبانو خو په جګړو او وینې تویدنې باندې دا نظام ړنګ نه شو کړلی، د دوی له جګړو سره سره پرمختګونه رامنځ ته شول او ځینې بنسټونه ورغول شول، خو کله چې پاکستان پوه شو چې یواځې پر طالبانو او جګړه باندې د دې نظام د ړنګیدو مخه نه شي نیولی، نو ځینې پلورل شوي سیاسیون یې هم لاس کې ونیول او له هغوی څخه داسې کار اخلي چې له طالبانو یې هم نه شي اخیستلی.

دا په اصطلاح سیاسیون، د پاکستان لپاره لوډسپیکرې شوې او په غیرې شعوري ډول یې د طالبانو صفونه پياوړې کړل او د دښمن فصل ته یې اوبه ورکړې، یواځې د دې لپاره چې د دوی شخصي ګټه پکې وه.

تاسو ولیدل چې د دې نظام د پياوړتیا او دوام لپاره څومره سرتیرو او څومره عام افغانانو قرباني ورکړه او لا یې ورکوي، افغانان هیڅکله حاضر نه دي چې دا نظام له لاسه ورکړي او یو ځل بیا هر څه له سره پيل کړي.

تاسو به د دوشنبې په ورځ د مارشال قسیم فهیم په اووم تلین کې د ولسمشر د لومړي مرستیال وینا اوریدلي وي چې په خواله رسنیو کې له پراخ هرکلي سره مخ ده.

امرالله صالح په ډاګه وویل چې د پاکستان هرې مرمۍ ته سینه نیسي خو نه غواړي چې د پآکستان د مدرسو څو ملایان راشي او افغانانو ته مسلماني او دیندارې ورزده کړي.

هغه په واضح ټکو وویل چې دا نظام به دوام کوي او که څوک غواړي چې پر افغانانو باندې حکومت وکړي، نو ټاکنو ته دې راشي او یواځې ټاکنې کولی شي چې حکومتونو ته مشروعیت ورکړي.

د دې تر څنګ د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په دې تړاو واضح دریځ درلوده چې اوسنی نظام به دوام کوي او که سوله کیږي چې د اوسني نظام په چوکاټ کې به کیږي او دا نظام به دوام پيدا کوي.

ټول په دې پوهیږي چې که نظام له لاسه ووت، بیا هیڅ هم لاس ته نه راځي، ځکه دا افغانانو تجربه کړي دي.

نو هغوی چې شخصي عقدې اخیستي دي، لږ تر لږه په دې دې فکر وکړي چې که دا نظام نه وي، افغانان څه لري او څه به کوي، ایا کومه حل لاره شته دی، ایا بل نظام ستونزه حل کوی شي، ایا ټول افغانان په یو ټغر تر یو نظام لاندې راټولیدلی شي، ایا پر طالبانو باور کیدلی شي، ښکاره خبره ده چې نا.

نو راځئ د خپل نظام ملاتړ وکړئ، او اجازه مه ورکوئ چې یو ځل بیا د اسلام اباد حکمونه له کابل خپاره شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button