له محمد رسول الله ص سره د مینې اظهار به څنګه کوو؟

اظهار الحق مصلح

په دې کې هیڅ شک نشته چې د پیغمبر علیه السلام سره مینه د ایمان برخه ده. او ددی مینې کیفیت به څنګه وي دا پيغمبر علیه السلام خپله بیان کړیدی, پدې حدیث کی :

عن انس بن مالک رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحبَّ إليه من ولده ووالده والناس أجمعين)).

د انس رضي الله عنه نه روایت دی ، دی واي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:{ تر هغې پورې ستاسې نه یو کس مومن (پوره ایمان والا) نشي کیدلی تر څو پورې چې ځه هغه ته د ځپل ځوۍ (اولاد) ، د خپل پلار او ټولو انسانانو نه زیات محبوبه نشم}.

یعنې تر هغه وخت پورې د يو مسلمان ايمان پوره کیدلی نشي تر څو پورې چې هغه د پیغمبر علیه السلام سره د ټولو نه زیاته مینه ونه لري حتی د خپل ځان نه هم زیاته مینه.

او ددې مینې اظهار به څنګه وي هغه به هم دپيغمبر علیه السلام نه زده کړو، پيغمبر علیه السلام فرمایلي دي:

(من أحب سنتي فقد أحبني و من أحبني كان معي في الجنة)

ژباړه : څوک چې ځما د سنتو سره مینه لري هغه د ما سره مینه لري او څوک چې له ما سره مینه لري هغه به له ما سره په جنت کې وي .

او په بل حدیث کی دي 🙁 من أحیا سنتي فقد أحبني ومن أحبني کان معي في الجنة)

ژباړه: چا چې ځما سنت را ژوندي کړل هغه له ما سره مینه وکړه او چا چې له ما سره مینه وکړه هغه به له ما سره په جنت کې وي.

او په قران مجید کې الله پاک فرماي:( قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ ) آل عمران:31.

ژباړه : ووایه (خلکو ته ای پیغمبره صلی الله علیه وسلم) که چیرته تاسې الله سره مینه لرئ نو ځما تابعداري وکړئ الله به تاسې سره مینه وکړي.

نو معلومه دا شوه چی دالله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره د مینی د اظهار یواځینۍ لار د پيغمبر علیه السلام په سنتو عمل کول دي، نه په خوله ویل چی زه د الله او رسول سره ډیره مینه لرم ، خو عملونه یی ټول د پیغمبر علیه السلام د طریقو خلاف وي. نن سبا مونږ ګورو ډیر داسې خلک دي چی ځان ته عاشق رسول وای خو کارونه یی ټول بدعات او خرافات دي، او پیغمبر علیه السلام فرماي (کل بدعة ضلالة وكل ضلالة في النار) یعنې په دین کې هر نوی کار ګمراهي ده او هره ګمراهي سړی اور ته بیایی. نو د هر نیک کار د قبلیدو لپاره دوه شیان ډیر مهم دي اول نیت چی خاص د الله لپاره وي او دویم دا چی د پیغمبر علیه السلام په طریقه وي، که هغه هر څومره کم وي او په مقابل کی ډیر زیات عمل وي خو د پيغمبر علیه السلام په طریقه نه وي نو دغه لږ عمل به قبلیږي او دغه ډیر عمل به مردود وي.

نو که چیرته یو څوک ځان ته مسلمان وایي او دا دعوه کوي چې د پيغمبر علیه السلام سره ډیره مینه لري نو باید د ژوند په هر کار، هر وخت، هر ځای، غم او خوشالي هر حالت کې د هغه صلی الله علیه وسلم سنتو ته مراجعه وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button