له غرمې وروسته د لنډ خوب ګټې 

پوهانو ویلي دي چې له غرمې وروسته ساعتونو کې څو دقیقې خوب کول د ماغزو د فعالیت د ښه کیدو سبب کیږي.

د یوې نوې څیړنې نتیجې ښيي چې تر ډیره د هغو ۶۰کالو پورته عمر لرونکو د ماغزو د شناخت یا تشخیص فعالیت ښه يي چې د ورځې څو دقیقې بیدیږي.

دغه څیړنه چې د عمومي روانشناسۍ په ژورنال کې خپره شوې د۲۲۱۴کسانو ترمنځ‌ چې عمر یې له ۶۰کالو پورته و، د هغوی فزیکي او روحي سلامتیا او په ځانګړې توګه ددغو کسانو شناختي فعالیتونه د چین په سترو ښارونو کې ارزولي دي چې ددې جملې نه ۱۵۳۴تنو یې د ورځې لنډ خوب کاوه.

د څیړنې نتیجو وښودله چې هغه کسان چې د غرمې وروسته یې د څو دقیقو لپاره لنډ خوب کاوه د حافظې، مشکلاتو په حل، په خبرو، د وضعیت او موقعیت په هکله د پوهاوي او د دماغ د نورو شناختي فعالیتونو نمرې یې اوچتې وې.

ډاکتران وایي له غرمې وروسته لنډ خوب ددې سبب کیږي چې ماغزه د هغو غیرضروري فکرونو او معلوماتو له منګلو ځان خلاص کړي د ورځې په اوږدو کې ورسره مخ کیږي.

د غرمې له خوړو وروسته د یوې بجې او دریو بجو ترمنځ د لږ تر لږه لسو دقیقو څخه تر نیم ساعت پورې پرله پسې بیدیدل لنډ خوب یا په اصطلاح پینکي ګڼل کیږي.

خو په دغه څیړنه کې نده څرګنده شوې چې ګډون کوونکو په اونۍ کې څو ځلې او د ورځې څومره لنډ خوب کاوه.

د خوب د چارو کارپوهان وایي هر څومره چې دغه ډول خوب لنډ وي خو لږ تر لږه اس دقیقې په هماغه اندازه د یو کس د عمومي وضعیت د ښه والي سبب کیږي، خو ددغه ډول خوب اوږدیدل او څو ساعته بیدیدل پخپله د سستۍ او ګنګستیا سبب هم کیږي.

له دې دمخه د یوې بلې څیړنې موندنو ښودلي وو چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځلې لنډ خوب کول د زړه د سلامتۍ سبب کیږي.

د امریکا غږ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button