له طلوع ټلویزیون سره د یو امریکايي مېشتي او درغجن ملا مرکه

عبدالمنان توحیدیار

تاسو به یو جالب بحث لیدلی وي چې خواله رسنیو کې لاس په لاس شوی دی، د داوود عابدي په نوم یو کس چې ځان یې د دیني عالمانو په څېره کې جوړ کړی او له کورنۍ سره امریکا کې اوسیږي، په خپله فتوا کې یې له خلکو غوښتي چې که جنت او شهادت غواړي نو د کابل دروازو کې دې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي او کابل دې فتحه کړي چې غازیان شي.

په اصل کې دا بحث د خلکو لپاره د خندا وړ دی چې څنګه یو امریکایي میشتی چې کورنۍ یې د غرب په لباس کې ګرځي او د غرب قانون یې په ځان منلی دی، له هېواد تښتیدلی دی، خو په افغانستان کې خلکو ته د جګړې دعوت ورکوي.

دا بحث خلکو ډير جدي نه دی اخیستی، خو یو څه چې ښکاره کوي، هغه دا چې د اسلام ټیکداران په همدې ډول باندې خلک په نورو باندې وژني، خلکو باندې خلک وژني او دې ته بیا د اسلام او جهاد نوم ورکوي.

تاسو به دا بحث لیدلی وي، ډير جالب دی چې وایي تاسو لاړ شئ، یا به کابل فتحه کړئ او که مو فتحه نه کړ، شهیدان به شئ، یانې ډير د خندا بحث دی چې که هر څومره ګمراه او جاهل کس وي، پوهیږي چې داوود عابدي څومره لوده دی او څومره بې منطقه انسان دی.

له همدې بحث وروسته مالومه شوه چې د داوود عابدي لور په امریکا کې له یوې کمپنۍ سره موډلنګ دنده لري او بیلابیلو لباسونه کې خپل اندامونه ښکاره کوي او له دې لارې پيسې ګټي.

کله چې دا عکسونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول، ټولو ته مالومه شوه چې عابدي څوک دی او دا خبرې یې د څه لپاره کړي دي.

د عابدي لور نیمه لوڅه امریکا کې ګرځي، خو افغانستان کې خلکو ته د شهادت او جهاد بلنه ورکوی.

همداسې طالب مشران هم دي، خپل او د کورنۍ ژوند یې له هېواده بهر جوړ دی او افغانستان کې پردې اولادونه د اسلام او جهاد په نوم باندې وژني او له دې درکه ډیرې پيسې په لاس راوړي.

د افغانستان ټوله معضله همداسې ده، که تیرو کلونو کې انقلابونو او جګړو ته وګورو، یواځې د غریب اولاده قرباني شوې، د جهالت او پرديو ګټو قرباني شوې او ګټه یې څو رهبرانو وړې ده.

پکار ده چې افغانان نور له دې ډول خلکو او دې ناسمو تجربو څخه ګټه زده کړه وکړي او نور د تاوتریخوالي پر ځای منطق او عقل څخه کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button