له طالبانو د جلا شوي کس کیسه

له طالبانو د جلا شوي کس کیسه

عبدالمنان توحیدیار

لغمان کې یو کس چې له طالبانو سره یو ځای شوی و، بیرته یې د طالبانو لیکې پريښې او عادي ژوند یې پيل کړی دی.

دا کس د طالبانو تر فریبانه تبلیغاتو لاندې راغلی و چې په ډير مهارت جذب شوی و، خو کله چې د طالبانو مرکزونو ته تللی و، هلته وضعیت تر هغې بدل و چې دی يې په کومو خبرو جذب کړی و.

دا کس چې نوم یې نه دی ښودلی، خپله کیسه کړې چې طالبانو په مرکزونو کې اخلاقي فساد و، کم عمره هلکان و او هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د دې کس د بیرته راستنیدو یو لامل دا و چې د طالبانو مشورتي ناستو کې یې اوریدلي چې د ملکي وګړي دې په تنګ شي چې له سیمو ووځي او کورونه یې دوی ته پاتې شي.

دغه راز طالبانو خپلو مشورتي ناستو کې خپلو وسله والو ته سپارښتنې کولې چې د جګړې پر مهال دې کلیو کې ملکي وګړي وژني او تپيان کوي او بیا دې مسوولیت پر دولتي ځواکونو اچوي.

مشورتي ناستو کې دغه راز ویل شوي چې د کلیو دې پر افغان ځواکونو بریدونه وشي، چې د هغوی مقابل برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي چې افغان ځواکونه د خلکو پروړاندې ملامت شي.

دا کس کیسه کوي چې د سهار لمر ته راټول شویو د طالبانو یوې ډلې حتا په دې بحث کو چې د جګړې لپاره باید پيسې او امکانات له خلکو واخیستل شي او که چا انکار کو، و دې وژل شي.

دوی د عشر او زکات په نوم باندې له خلکو پيسې ټولولې او بیا یې دا پيسې خپل منځ کې سره ویشلې.

دا کس چې طالبانو یې ډير ژر خپله لار جلا کړې وايي، چې د طالبانو جګړه یو کاروبار او سوداګري ده او بل هیڅ لامل نه لري.

کس ، کیسه کوي چې طالبانو لیکو کې تر ډيره هغه بې روزګاره او بې سواده خلک راټول شوي چې حتا د خپلې کورنۍ په درد هم نه خوري او یواځې د دې لپاره چې د جیب خرڅ پيدا کړي د طالبانو لیکو کې جګړې کوي.

دې کس ویلي چې د طالبانو لیکو کې یې داسې څه په خپلو سترګو لیدلي چې حتا انسانیت پرې شرمیږي، اسلامیت خو لیرې خبره ده.

یواځې هغه ډلې چې طالبانو سره یې ګټې خوندي دي د طالبانو جګړې توجیه کوي، نور خلکو هر څه په خپلو سترګو لیدلي چې طالبانو لیکو کې څوک جګړې کوي او دا جګړې د څه لپاره کوي.

طالبانو د اسلامیت او انسانیت ټولې پولې نړولي او هر هغه کار کوي چې یواځې دوی ته پکې امتیازات او پيسې لاس ته ورشي.

دا د یو جلا شوي طالب کیسه وه، چې د یوې سیمې او یوې ډلې د څو ورځو حالت یې بیان کړی و، داسې زرګونه کیسې شته چې د طالب اصلي څېره بیان کولی شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button