له سیاسیونو او سیاي ګوندونو سره یوڅو اړینې خبرې -:دوهمه او وروستنئ برخه

اسدالله پیام
د ۲۰۱۵ کال د مې یو دېرشمه

مخکې له دې چه دا برخه پیل او بشپړه کړم،باید یادونه وکړم چه ځنې دوستانو یا دفیسبوک او یا هم دمخامخ تلیفوني اړیکو له لارې راته سپارښتنه وکړه چه دا برخه څومره چه شووني وي،نښتېځلې او لنډه ولیکم،زه به هڅه وکړم چه دهمدغي سپارښتنې خیال وساتم او خپل دسترګو لیدلی حال، آند اووړاندیزونه تر ممکنه حده په لنډ،نښتېځلي او سکڼل شوي شکل وړاندې کړم

زه به پدې برخه کی له اخواني،جهادی اولېبرالو تنظیمونو اوګوندونو سره اصلآ تماس ونه نیسم چه څنګه او په کوم افق کولای شي چه لویو ملي ګوندونو ته ګذار وکړي،خو دوطن ګوند له هډانې نه دجوړو او بېل شویو ګوندو او سازمانونو پراوسني حالت اوواحد،آغیزمن،قانونی او په ټولو ملي معادلاتو کی مطرح ګوند ته دګذارپرڅرنګوالې نښتېځلی تمرکزهم اړین دی،هم یې دهمدې لويې هډانې دیوه متعهد غړی په توګه دځان ملی او ګوندي ژمنتوب بولم او هم زما او محترم کبیر کمال هڅې چه عمدتآ یې همدغه آړ په نښه کړی وو،انځوریدلای شي
الف – دګوند دتېرو۲۵کالواواوسني حالت سکڼلی انځور
زما موخه دلته دغه نده چه دهمدې مودې ټول واقعیتونه او پېښې راوسپړم کوم چه دیوې ملي یا ګوندې اجماع په محضرکی باید تر سره شي،بلکه یواځې دهغو فکتونو خورا ځغلنده یادونه کوم چه زموږ دنني حالت اومطرحو بېړنیو دندو سره نیغ په نیغه تړاو لري
زموږ دپخواني ګوند(ا.خ.د.ګ)لمړنئ کنګره چه په اسنادو کي ددوهمې کنګرې نوم ورکړل شو(هغې ته چه موسسه کنګره وایونه دکنګرې دندې تر سره کړې اونه هم دکنګرې په معیارونو رابلل شوې وه،یواځې دیوه غیر نورماتیف دموسسانو دمجلس یا غونډې نوم ورکیدای شي)له ۲۷کالو وروسته د۱۳۶۹کال په چنګاښ کي هغه هم دهمدې ګوند دوروستني عمومي منشي ډاکترنجیبالله په پرله پسې اصرار او غوښتنه دایره شوه.وکنګرې ته دټاکنو،دتصویبیدونکو اسنادو،دګوند دنوم اوهمدارنګه دانتخابی مشرتابه په هکله پوره شپږمیاشتې کمپاین او نظرخواهي وشوه چه دهمدې ګوند ټولوغړواونااعلان شویو فرکسیونو ،دحفیظ الله امین دپلویانو، دشهنواز دسمبالیدونکې کودتا د۵۶۶پلویانواودببرک کارمل دپلویانو په شمول،پکښې فعاله او دموکراتیکه برخه واخیستله.دکنګرې کار په بیسارې توګه دکورنیو چارو دوزارت دکنفرانسونوپه تالار کي درئ پرله پسې ورځې دوام وکړ.د همدغې دموکراتیکي ګوندي اجماع پریکړه وکړه چه هم دخ.د..ګ له نامه او هم دهغه له ایدیالوژی،مرامنامې او اساسنامې سره دتل لپاره خدای په اماني اوهم د«وطن»نوی ګوند نوې کړنلارې او اساسنامی ته هرکلی ووايي.یاپه بل عبارت موږ ټولو دخپلو منتخبو استازیو له لارې په ګډه پرېکړه کړېده چه وواحد نوي ملي ګوند ته ګذاروکړواوخپل زوړشوی ګوند له خپلو منفی مولفاتو او تبعاتو سره نقداود تاریخ پاڼو ته وسپارو ولې؟
ـ همدغه ګوند له هماغه لمړني پیل نه دخپل نامه په خلاف غیردموکراتیک وو او هیڅوخت یی حتی خپلووضع کړی دموکراتیکو ارزښتونو او بنسټونو ته اعتنا او مراجعه ونه کړه
ـ دولتي قدرت یی غصب او بیایی تر آخیره خیټه پرې واچوله او پر انحصاری توګه یی دنورو دموکراتیکو او ملی ځواکونو دقانونی او دموکراتیک مشارکت مخه ډب کړه
ـ دولتي واکمنی ته له رسیدلو وروسته په خپله په دولت کي ویلي شو اوهممهاله په یوه پوځی ګوند واوښت.دګوندي کنګرې دتدویر په مهال ددې ۱۵۸۰۰۰ګوند په جوړښتونو کي ۹۳۰۰۰نظامیان ثبت او راجسترووچه همدغه ترکیب څوځله هم ګوند او هم هیواد له سترو ګواښونو سره مخامخ کړ
البته دا پدې معني نده چه دګوندی او غیر ګوندي وطنپالونکو نظامیانو هغه سترو سرښندنوته سپکاوی وشي چه له هیواد او ولس نه په دفاع کي یی کړې او ښودلې دي
ـ هغه ایدیالوژي چه همدې ګوند ځان ته دلارښود په توګه خوښه کړې وه نه یواځې داچه دافغانستان په شرایطو کی دتطبیق وړ نه وه بلکه دنړئ وروستیو انکشافاتو وښوده چه اصلآ تطبیقي نسخه نه وه.دهمدغی ایدیالوژی داحکامو متابعت پرهمدغه ګوند هم په کورني او هم په بهرني سیاست کی خورا سترې او نه تلافی کیدونکی تېروتنې وتپلې

وطن ګوند چه زموږ ټولوګډ،اصولي او تاریخي انتخاب وو دافغانستان دجمهوري دولت د۱۳۶۹ کال دسیاسي ګوندونو دقانون داحکامو سره سم دخ.د.ګ پرځای راجستر شوی او په همدې ملحوظ هم خلک دموکراتیک ګوند داحیا چانس نلري
وطن ګوند چه دافغانستان دجمهوری دولت دافغانشموله،نویو او دموکراتیکو سیاستونو(دملی روغې جوړې ستراتیژی،سیاسی پلورالیزم او دملګرو ملتودسازمان پنځه فقره ایزپروګرام او….)ترټولوپیګیر اوډاډمن ملا تړی وو،هاند او هځه وکړه چه په تدریجي او سیتماتیک ډول دخپل سلف د میراث له تبعاتو راووځی،خپل تشکیلات له وسله وال پوځ او له ټولې دولتي هډانې راوباسي او دموکراتیک مشارکت ته دنورو ګوندونو ترڅنګ سیاسی تیاری بشپړ کړي خوددغه آړ په بشپړ پل کیدلو ځکه بریالي نه شو چه دیو شمېرلاملونو له امله چه توضیح او تفصیل یی اوس لازم نه بولم او هم دملګرو ملتو دسازمان دپروګرام او دافغانستان دجمهوری دولت پر ضد دیوې موازی داخلي او سیمه ایزې توطيي دعملی کیدو او ددولتی حاکمیت دسقوط په نتیجه کی،پرهمدغه ګوند یوه لویه غمیزه د
تشکیلاتی سکولښت په بڼه او بیه وتپل شوه چه له بده مرغه تر دااوسه په یو څه بدلو بڼو دوام لري

دجهادی ـ طالبي ـجهادی ولکې او واکمني څخه درازېږېدلوناخوالو او شرایطو تر آغیز لاندې چه زموږ دګوند ډیر شمیرغړی او کادرونه له دولتی دستګاه او حتی له خپلې مېنې او هیو ادڅخه وتلو ته اړایستل شول،دبیاراټولیدو اوفعال،آغیزمن او قانوني مجدد حضور بهیرخورا پېچلی اوستونځمن شو.دبیا راټولیدو لپاره زموږ لمړنئ هڅې دخلقي،پرچمي اووطن ګوند دخورا کوچنیو،سلیقه یی او یو له بله دمجزا ډلو په بڼو لمړی په بهر او بیا دهېواد په دننه کي راپیل اوورو ورو دسیالئ او حتی خصومت لورې ته وروښوییدې.هم دهمدغه خوځښت پراختیاچه دخودمحوری او رهبرکیدوشوقونه یی راوزیږول اوهم له ۲۰۰۳ وروسته چه په شنه آسمان هم دډالرو او هم داحزابودجوړولو موسمی اورښت پیل شودګوندونو جوړولو مسابقه اودانفصال پروسه نوره هم توده کړه چه له هماغه یوې هډانې نه دجوړو شویو او بیل شویو ګوندونو اوسازمانونوجمعي شمیراوس اوس۳۸ اودپخوانیو تمایلاتو په تفکیک، ترخلقي پوښ لاندی دجوړو شویو ګوندو شمېر ۷،تر پرچمي پوښ لاندې دجوړوشویو ګوندونو شمیر۱۱ او دوطن ګوند تر نامه لاندی دراټولو شویوګوندونو او سازمانونو شمیرهم ۷ ته رسیدلی دی. ا دا پاتې دیارلسو یی پرمخ لیبرال اودموکرات نقاب راکش کړیدی.ددوی ټولټال دکاغذ پرمخ اوپه اصطلاح راجسترشوی شمیر تر ۴۰۰۰۰۰ اوښتی دی خوواقعی او فزیکی اټکل شوی شمیر یی لا ۵۰۰۰۰غړو ته هم نه رسیږی.دوطن ګوند په زرګونه متخصص اومجرب کادرونه چه په عین حال کي دوطن ملي پانګه هم ده دهمدغه ګوندونوغړیتوب ځکه نلري چه یايې په هډانه کی خپل ځای نه ویني اویایی په آغیزمن توب باور نلري.دهمدغو ۳۸ په مینځ کي داسې ګوندونه هم شته چه ټوله هډانه یی له هیواد نه بهر ده او دهیواد په دننه کی یواځې یوه کوچنئ او ناپېژندل شوې نمایندګي لري.
د۱۳۹۳ کال په ټولټاکنو کي دهمدې ګوندونومشران له ډاکتراشرف غني نیولې بیا ترګل آغا پورې د۷کاندیدانو شاته ودریدل،ځینو یی دګوند له آدرسه شرم آوره معاملې او لوبې وکړې او بیا ټولوځان ځان ته ادعاوې کولې او لایی هم کوي چه فلاني نوماند ته یی څولس زره امضا ګانې راټولې کړې.پداسې حال کی چه دولایتي شورا ګانو په ټاکنو کی ټولو نوماندان ودرول خو په پایله کي حتی یونوماند یی هم بری ته ونه شوای رسولای چه دهغو لپاره حد اکثر یواځې ۳زره ووټونه په کاروو

دافغانستان دپرتواو راتلونکو ستونځولپاره دحل دلارو موندل یواځې ددولتو دنده نده حتي که آغیزمن ملی دولت هم رامینځ ته شي بلکه سیاسی لوی ګوندونه اومخکښ سیاسیون له دولتونو سره په یوه انډول ژمن دي چه دابتکارونو اوآغیزمنوطرحو دایم الفعاله مولده منبع وی اوپه ځینو حالاتوددولتي دستګاه دناغېړیو او سرغړونو په وړاندې دفشارسالمه وسیله وی.خو دتېر یوه کال ربړوونکي حالت وښوده چه زموږ ددې لويې هډانې سیاسیون او سیاسی ګوندونه نه یواځې داچه دابتکار او تولید ظرفیت يې ونشوای ښوودلای بلکه ویې نشو کړای چه حتي عکس العملي نقش ولوبوي،په داسې حال کی چه مسلم او انکار نه کیدونکی واقعیت دادی چه دټول هېواد دسیاسيونو او سیاسي جوړښتونو په پرتله زموږ په دې لویه هډانه کي خورا سترې فکري ملي پانګې شته چه دسوچمن انسجام په صورت کي ستر آغیز ښندلای شي.
پردې برسېره موږ ټول اویا ډیرکي دځان غولونې په وژونکي رنځ اخته شوي یو،زما په شمول زموږغیرمتشکله سیاسیون یا دخیر او ترصد په غونډئ ناست دی او فکرکوي چه هرکله چه داټول خواره واره ګوندونه په یوه واحد ګوند کي راټول شول اوددوی استقبال ته سرې غالئ ویړې شوې بیانوکه په لکړو او امساء هم روان ووانشاءلله که نور يې څه نه شوای کولای نو درهبري دمقام زحمت په داوطلبانه توګه مني ،یازموږ ددولتی واکمني دمهال په مېچ او کچ پردې اخته دی چه مینځته راغلې فاصیلې نورې هم ژورې اودمخامخ تربګنیوتر پولو يې وغزوی او یا هم دځان دسپیناوي په موخه څومره درواغ او لیږ رښتیا چه راټولولای شي د«خاطرو»،«شخصي یادداشتونو» او«تاریخ لیکنې» ترپوشش لاندې داسې لیکنې،کتابونه اومرکې خپروی چه نه ددوی
ځانګړی صلاحیت دی او نه هم له واقعیتونو سره ډډه لګوي

زموږ کابو ټول سیاسیون او سیاسی ګوندونه،کټ مټ دجهادی سیاستوالو او تنظیمونو په شان،دتېرې پیړئ په افتخاراتو !!!شخوند وهي،دتېر په حساب خپل ځانونه او ګوندونه له جهادیانو او طالبانو سره پرتله کوي،دخپلو تېرو ناخوالو او نیمګړتیاوو پړه پر خپلو مشرانو او یا پردغه یا هغه پروني سیالو فرکسیونونو وراچوي،خپل ځانونه داسې ښیې چه یا په هماغه وخت کي دوی دافغانستان او ځمکې له اتوموسفیر نه پاس له خلاء نه ددې ټولو غمیزو ننداره کوله او یا خودګډو او مېږو په شان بې اختیاره او بې ارادې موجودات وو چه دخپلو شپنودشتمنئ او ملکیت په توګه په اطاعت محکوم ول.خو!!!داوسني حالت،ستونځو اوګذار لپاره هیڅوک او هيڅ یوکومه مشخصه طرحه اونسخه نلري چه ولس او دولت ته یی وړاندې کړي .دټولو دبراءت اسناد هماغه یو له بل نه اویا دوطن ګوند له لمړنیو اسنادو کاپي شوې کتابچې دي چه دمرامونو نوم یی پرې ايښی دی.همدغه ګوندونه هم چه موږ یا دنوي اویا هم دوطن ګوند نوم ورکړیدی نه نوي دي او نه هم دوطن ګوند،بلکه لوی کمال مو چه کړی هغه داده چه هماغه مورنی دوطن ګوند مو هډ هډ کړی او بیا مو دخپلې خوښې ټاپه پرې لګولې ده.یواځې دځوانانو یوڅو سازمانونه هم نوي دي او هم نیت لري چه ددې پېړئ دایجاباتو سره سم دبشپړتیا په لورې ولاړ شي،په ځانګړې توګه د(ملي روغې جوړې دسیاست دپلویانو سازمان)چه دوراندېشه،مبتکراو نه ستړی کیدونکی ځوان محترم امید وطنیاراکاخیل یی مشرئ کوي په متوازنه توګه خپلې ريښې دهیواد ډیری ولایتونو ته غزولې او سالم او متعهد ځوان کادرونه يې منسجم کړیدی چه زه دوی ټولواو ددوی په استازي توب ګران وطنیارصاحب ته مبارکي وایم

هم همدغه غم لړلي حالت او هم هغه نور فکتورونه چه ما دهمدغې لیکنې په لمړئ برخه کی ذکر کړل اکیدآ داحکم کوي چه دغه دیوې ریښې اوګډو اهدافو لرونکي جلا جلا ګوندونه او سازمانونه په یوه او یا حد اکثر په دوو لویو،ملی،قانونی،آغېزلرونکو او تلپاتې سیاسي ګوندونوکي سره راټول،دخپلو پخوانیو او اوسنیوغیر متشکلو کادرونودراننوتلو اودځوانانودپراخو کتلو دجذب لاره دی هواره او په یوه لوی اونوي ځواک دی یوځل بیادفعال او میداني سیاست ډګرته راووځي

دهمدغو ټولو عواملو ،اړتیاوواودلایلو پر بنسټ ما اوزما دټولو موسمونو دوست محترم کبیرکمال(چه زه یی په وطنپالنه،درایت،پوهه اوژمنتیا ویاړم)له اوږدو،موخه لرونکو اوبې الایشه لوڅو خبرو اترو وروسته د۱۱هغو ګوندونو اوسازمانونودمشرتابه هییت ته،چه و واحد لوی ګوند ته دګذار لپاره یی دګډې غونډې له جوړیدواومشترکوخبرو اترو او ګډون سره موافقه کړې وه،په دې شرح او محتوی و یوې ګډې مشورتي غونډې ته را وبلل
کابل – افغانیستان
۱۷ حمل ۱۳۹۴
دعوت نامه اجلاس مشترک
 
دوستان ارجمند!
اجازه دهید تا اینجانب و دوست عزیزم کبیر کمال از فرد فرد شما اظهار سپاس و قدردانی نماییم که با آغوش ګرم، پرعطوفت و صمیمیت ما را به حضور پذیرفتید و خیلی سخاوتمندانه نظریات، برداشتها، اطلاعات و تجارب کسب شده ارزشمند خود را با ما در میان قرار دادید. ما خود را منت دارهمه شما میدانیم که نظریات و پیشنهادات متقابل ما را نیز با کمال حوصله مندی و احساس مسوولیت استماع فرموده و بدان ارج قایل بوده اید.
درسها، برداشتها و آموزه های عمده که ما از ملاقاتها و صحبتهای شما اخذ و استخراج نموده ایم:
–    تجارب تلخ و فاجعه بار ۲۳ سال ګذشته به صورت عام و ۱۳ سال ګذشته به صورت خاص همه و یا اکثریت قاطع قریب به اتفاق ما را باالاخره معتقد ساخته است که فرصت های زیادی را در جهت تامیین حضور مجدد، سرتاسری، نیرومند، یکپارچه و قانونی حزب واحد خود از دست داده ایم که مسوولیت این امر قبل از دیګران متوجه همه ما است.
–    انکشافات ۱۳ سال ګذشته و از جمله انکشافات ۱ سال اخیر کشور این حقیقت تلخ را با وضاحت غیر قابل اغماض به اثبات رسانید که تمام احزاب راجستر شده و غیر ثبت شده با مشخصات و کیفیت تا اکنون موجود خویش صلاحیت وظرفیت انرا از دست داده اند که مطابق ایجابات قرن ۲۱ پاسخګو و حلال مسایل، معادلات و چالشهای مطرح ملی باشند. بر مبنای حکم همین حقیقت تلخ و انکشافات قریب الحدوث ملی همه انها محکوم و مکلف به بازسازی بنیادی خود هستند.
–    انفصالات متعدد، مسابقات و ذوقهای سازمان سازی فرد محوری، مراجعه به نسخه های مصنوعی و بی ثمر ایتلافها، وحدتهای عمل و جبهه ها و «کنارزدن» و «کناررفتن» های خود مان باعث ان ګردیده که اهداف کلان ملی قربانی وسایل و آینده فدای ګذشته ګردد. برای رفع بلاتاخیر این نقیصه بزرګ و تلافی فرصتهای از دست رفته محکوم به «کنارآمدن» های فراګیر، سرتاسری و فوری بین الحزبی بوده تا در معادلات و وظایف کلان ملی که همین اکنون مطرح اند نقش، رسالت و مسوولیت ملی و قانونی خود را ایفا نموده بتوانیم.
–    حل فوری تمام پرابلمهای متراکم و ګذار به یک ساختار واحد، سرتاسری، قانونی و کیفیتآ نوین سیاسی ضرورت اکید و تاخیر ناپذیر انرا مطرح نموده تا همه با هم راهبرد و راهکار تدارک و تدویر مرجع با صلاحیت، دموکراتیک و با کیفیت عالی (کنګره و یا مجمع واحد) را با خود ګذری، درایت و مسوولیت پذیری دریافته و بدون فوت زمان با ان مشترکآ نایل ګردیم. زمان بیش از این به ما انتظار نمی نماید «لا به یو کیږو، که نه، نو ورکیږو». 
 
جهت اغاز حرکت فوری و عملی در این راستا همه شما با منتګزاری، لطف بی پایان و مسوولیت پذیری به پیشنهاد ما مبنی بر دعوت فوری یک اجلاس مشترک تفاهمی در شهر کابل توافق نمودید که صمیمانه از ان سپاسګزار هستیم.
برای معلومات مزید بایست عرض نمود که با ذوات محترم آتی الذکر در همین مورد تبادل نظر و توافق صورت ګرفته است:
۱. محترم داکتر داوود راوش به معیت  یک عضو هیت رهبری انها.
۲. محترم عبدالحی مالک و یک عضو هیت رهبری انها.
۳. محترم میر افغان باوری و سه عضو هیت رهبری انها.
۴. محترم شیرالله جبارخیل و یک عضو هیت رهبری انها.
۵. محترم عبدالهادی جنګیالی و یک عضو هیت رهبری انها.
۶. محترم احمد شاهین.
۷. محترم کابل خان تدبیر.
۸. محترم امید وطنیار و پنج عضو هیت رهبری انها.
۹. محترم آرین خیبر و محترم نقیب الله جعفری به صورت جداګانه.
۱۰. محترم نذیر احمد احمدی و شش عضو هیت رهبری انها.
۱۱. محترم شیر محمد بزرګر.
همچنان با یک عده از شخصیت های محترم مستقل و غیر منسلک حزب وطن ( سابق ح.د.خ.ا) نیز در همین مورد تبادل نظر صورت ګرفته که به ارتباط چګونګی سهم ګیری فعالانه انها و سایر شخصیت های موثر دیګر و همچنان احزاب و تشکلات که تا هنوز بنا بر محدودیت زمانی با ایشان تبادل نظر صورت نګرفته است، میتوان در اجلاس مشورتی مشترک تصامیم مقضی اتخاذ نمود.
قابل تذکر است که اینجانب و محترم کبیر کمال با وجود انکه افتخار عضویت حزب وطن و خودم افتخار عضویت شورای مرکزی منتخب کنګره ۱۳۶۹ را داریم اما در احزاب و سازمان های موجود عضویت نداشته ولی با هر یکی از سازمان های شما به نحوی از انحا خود را شریک میدانیم.
 
بر مبنای تفاهم باهمی فوق الذکر پیشنهاد میګردد که اجلاس مشترک ما از ساعات ۰۹:۰۰ الی ۱۷:۰۰ یوم جمعه تاریخ ۲۸ حمل ۱۳۹۴ در شهر کابل به تفصیل ذیل دایر ګردد:
–    کار اجلاس درست ساعت ۰۹:۰۰ صبح به نام خداوند بزرګ (ج) و کلیمات مختصر افتتاحیه اینجانب ویا محترم کبیر کمال به مثابه مهمان دار شما اغاز ګردد. مرجح خواهد بود تا همه ما قبل از ساعت ۰۹:۰۰ در سالون اجلاس حضور به هم رسانیده باشیم.
–    انتخاب ناظم و سکرتر جلسه از میان شرکت کننده ګان.
–    در نیمه اول اجلاس که الی ساعت ۱۳:۰۰ ادامه خواهد داشت در مورد مبادی اساسی و راهبردی حزب واحد و مشترک تبادل نظر سازنده انجام یافته و تصامیم مقدماتی مشترک به دو ثلث آرا و یا اتفاق شرکت کنندګان اتخاذ ګردد.
–    از ساعت ۱۳:۰۰ الی ۱۴:۰۰ طعام مختصر چاشت و نماز ظهر.
–    در نیمه دوم اجلاس که از ساعت ۱۴:۰۰ الی ۱۷:۰۰ ادامه خواهد داشت در مورد راهکارهای پروسه ذوالجوانب تدارک و تدویر مرجع واحد ذیصلاح تبادل نظر سازنده صورت ګرفته و مسوده تصامیم مقدماتی با قید زمان برای جلسات بعدی وسیعتر آماده ګردد.
–    در یک ساعت اخیر اجلاس مصوبه یا اعلامیه و یا قطع نامه مشترک بعد از توافق دموکراتیک اماده و تصویب ګردد.
–    همه احزاب و تشکلات اشتراک کننده اجلاس با تطبیق بلاتاخیر و بلا انحراف مفاد سند مصوب نهایی که در ان امضا نموده باشند ملزم میباشند.
–    پیشنهاد میګردد که بر علاوه شخصیت اول هر حزب ویا تشکل، دو عضو ارشد حزب ویا تشکل مربوطه انها نیز با صلاحیت کامل شرکت نمایند.
–   اشتراک رییس ویا شخصاول حزب و یا سازمان حتمی میباشد. فرستادن نماینده قوت تطبیقی تصاویب اجلاس مشترک را با ابهام مواجه میسازد.
–    اسناد، هیرارشی تشکیلاتی و رهبری هیچ یک از احزاب و سازمان های شامل پروسه ملاک و معیار نبوده و مستثنی ویا منتفی نیز بوده نمیتواند.
–    پیشنهاد میګردد که هر یک از هیت ها و یا شخصیت های اشتراک کننده اجلاس بالای طرح های مشخص، انعطافی و سازنده قبلآ کار نموده و در جریان اجلاس از ارایه ارقام، اَمار و چګونګی سوابق حزب و سازمان مربوطه خویش ابآ ورزند. ما همه با هم هستیم و همه از یک دیګر خود شناخت و تصور دقیق داریم.
–    تفکیک شرکت کننده ګان پروسه واحد به احزاب و سازمان های راجستر شده و غیر راجستر شده و یا کوچک و بزرګ به موثریت کار اجلاس مشترک و اقدامات بعدی مفید نبوده بنآ پیشنهاد میګردد تا مساعی همګانی به هم پذیری و داخل ساختن کیفیت ها و ظرفیت های مشترک معطوف ګردد.
–    ضمن انکه ما به فراست هر کدام تان اعتقاد داریم با ان هم پیشنهاد میګردد که در جریان کار اجلاس از شیوه های تجربه شده منفی دیروز، محور بازی، تحجر، چانه زنی و توهین اجتناب صورت ګرفته و کفایت و صلاحیت خود را برای «کنار آمدن» درعمل به نمایش بګذاریم.
–    پیشنهاد میګردد که هر یک از احزاب، سازمان ها و شخصیت های محترم اشتراک کننده لطف نموده قبل از تاریخ ۲۳ حمل ۱۳۹۴ از چګونګی مشارکت و ذوات محترم شرکت کننده خود به صورت کتبی به ایمیل ادرس:
payama49@hotmail.com
و به صورت شفاهی به تیلیفون:              ۰۷۶۶۲۷۶۰۶۶  اطلاع دهند.
ادرس دقیق محل انعقاد اجلاس بعد از تاریخ ۲۳ حمل ۱۳۹۴ تیلیفونی به شما ابلاغ خواهد ګردید.
دوستان عزیز!
از جسارت خارج از صلاحیت خود صمیمانه و قبلآ پوزش می طلبم و با کمال صراحت و تواضع به عرض میرسانم که در اجلاس مشترک با مسوولیت فردی در برابر همه شما و به حیث یکی از هم اندیشان ردیف اخیر شما سهم میګیرم و افتخار دارم که شما با بزرګواری تان همین چانس را به اینجانب اعطا فرموده اید.
به امید پیروزی همه ما
ارادتمند شما
اسدالله پیام
ټولو هغو محترمو ذواتو چه بلنلیک ورته استول شوی ووزموږ دې غوښتنې ته په هماغه ټاکلې نېټه دګدون په موخه لیکلی مثبت ځواب راکړیواځې محترم شیرمحمد بزرګرسره له دې چه په مخامخ خبرو کي یی په ډېره خوښي دګډون موافقه او وعده کړې وه ځواب را نکړ.دبلل شویو ذواتو له جملې هغو دوستانو چه پدې وروستیو کي یی کومه اعلامیه خپره کړیده نه یواځې داچه دګډون سره یی موافقه درلوده بلکه دلورېینې له مخې یی وړاندیز وکړ چه که زه دملاقاتو لپاره ددوی دمشرتابه هییت کوم غړی او یا هم نقلیه وسیلې ته اړتیا لرم دوی به یی سخاوتمندانه زما په اختیار کي راکړي.همدغو دوستانو دمشورتي غونډې دګډون لپاره تر ټولو دمخه ډاډ راکړاوخپل هییت یی په لیکلې توګه پدې ترکیب را معرفي کړ

ملاحطات موقف حزبی اسمیاتخلص شماره
ریئس حزب وطن میر افغان (باوری) 1
مسول بخش سیاسی حزب پیغام 2
مسول شهر کابل حیدر زرمل 3
معاون مسول سیاسی روزیخان فولاد 4

لست اشخا صیکه به اجلاس تاریخ 28حمل اشتراک می ورزند
قرار شرح فوق لست تقدیم است
بااحترام
موږ ویاړو چه زموږ دنیک نیت هلو ځلو لمړنئ مثبته پایله له درویشت کلنې ځان ځاني نه وروسته د۹ګوندونواو سازمانونواولینه ګډه مشورتی اوتفاهمي غونډه وه چه دپروګرام سره سم د۱۳۹۴کال دحمل دمیاشتې په ۲۸مه او د۲۰۱۵کال داپریل په ۱۷ددریمو مکروریان په «قصردنیا»کی دسهار له نهو بجو بیا دمازدیګرتر۱۵۳۰پورې پدې ترکیب دایره شوه
محترم عبدالحی مالک،محترم ډاکتر آصف بکتاش او محترم عبدالرشیدآرین ـ محترم امیدوطنیاراکاخیل،محترم محمدموسی پکتین اومحترمه ماریه شهابی ـ محترم سلیمان کامجو،محترم میرمحمد شاه رفیعي او محترم لطیف صالحي ـ محترم شیرالله جبارخیل،محترمه تورپیکئ نوابي او محترم محمد نبی ساحل ـ محترم نذیراحمد احمدی،محترم نذیرنوری او محترمه شمیلا محمدی ـمحترم عبدالهادی جنګیالی ـ محترم آرین خیبر،محترم نقیب الله جعفری او محترم همایون دهقان ـ محترم احمد شاهین،محترم طاهرزاهل او محترممحمدظاهر نایبي ـ محترم کابل خان تدبیر او محترم عبدالفتاح احمدی ـ محترم حکیم الماس ـ اواسدالله پیام
دغه تاریخي غونډه چه ریاست یی پرما او سکرتریت یی پرمحترم شیرالله جبارخیل(دوطن دملی ګوند رییس)درایو په اتفاق وتپل شودډله ایزباور،خودګذری،یو دبل دزغملواولوړسیاسی فرهنګ په فضاکی پیل شوه او تر پایه په همدغومشخصات روانه وه.هیڅچا نه دخبل ګوند او سازمان دشان نزول او یا دهغه د«جهاداومقاومت»په هکله څه وویل او نه یی دخپلو ګوندونوبې بدیله نسخې اوکتابچې له جیبو راوباسلې،بلکه دلمړي ځل لپاره دټولوتاکید،اراده اووړاندیزپردې وو چه همدا نن باید پدې کار پیل وکړو چه په ممکن سرعت واحد ګوند ته ګذار وکړو.له هغه ځایه چه زه دغونډې دټول جریان دلوڅولو اجازه او صلاحیت نلرم او حتي زما په وړاندیزاو اصراردجلسې دتدویر دخبر دخپرېدو څخه ډډه وشوه نودلته به یواځې دې ته اشاره وکړم چه ټولو ګډونوالو څوڅو وارې خبرې وکړې او په نهایت امر کي څرګنده شوه چه دواحدګوند او یا وحدت په هکله دوه توپیر لرونکي وړاندیزونه وو چه یو شمیردنوی واحدګوند پلویان وو اویوشمیردوطن ګوند دمشترکې یا واحدې کنګرې له لارې پرمینځته راغلي ګوند ټینګار او استدلال کاوو.څرنګه چه زه دنورو ګډونکونکو ددریځ دانعکاس صلاحیت نلرم نو یواځې دځان ددریځ په هکله باید ووایم چه ماله همدغه دوهم دریځ نه دفاع وکړه.دغونډې په وروستئ برخه کی پدې بحث او پریکړه وشوه چه
ـ زما په شمول دسیاسی ګوندونواو سازمانونودوحدت دتدارک ۱۵کسیزکمیسیون وټاکل شو
ـ کمیسیون به دثورپه دوهمه نيټه دوطن دترقی ملي ګوند په دفترکي لمړنئ غونډه کوی
ـ کمیسیون به په راتلونکي غونډه کي پریکړه کوی چه پر دغو موجوده ګډون کوونکو ګوندونو او سازمانونوبرسیره ددریو نورو ګوندونواو یوشمېر آغیزمنوناپېیلو شخصیتونو په ګډون یوه لویه او رسمي غونډه څه وخت او چېرې دایره کړی خو سپارښتنه وشوه چه هڅه باید وشي چه دثور دمیاشتې ترپایه دی داسې غونډه راوبلل شي
ـ کمیسیون دی محترم انجینربهادر،محترم میرافغان باوری اومحترم عبدالرحیم سالارزی ته چه دخپلو سازمانو رییسان دی بلنه ورکړي چه په راتلونکي لویه غونډه کي باصلاحیته برخه واخلي او هم دی دیوه ګډ لست له مخې ځانګړو شخصیتو ته بلنه ورکړی

کمیسیون په ټاکلې نیټه او په ټاکلی آدرس کي زما ترتپل شوی ریاست لاندې درئ ساعته غونډه وکړه او فیصله وشوه
ـ دکمیسیون شپږ ټاکل شوی غړی دی په دریو نوموړو اشخاصو برسیره له محترم خانمیر غیور سره چه دملی یووالی له ګوند نه دیوه جلاشوی سازمان مشری کوی تماسونه او تفاهم تر سره کړی
ـ دکمیسیون پاتې غړی دي وظایف تقسیم او دلویی او رسمي ګډې غونډي په اړونده چارواو اسنادو کار وکړي
ـ دکمیسیون دراتلونکو غونډو ریاست دالفبا دتورو دترتیب له مخې تنظیم شي
ـ محترم شیرالله جبارخیل دلویې غونډې تر پایه دکمیسیون دایمی سکرتر هم دی
ـ ما دخپل منفرد مکلفیت او دکمیسیون دفیصلې سره سم د۲۰ کسانو لست دکمیسیون سکرتریت ته وسپاره

ګرانو دوستانو
زه او محترم کمال له خپلو ټولو هغو«هم سنخ»(دا دمحترم احمد شاهین اصطلاح ده)دوستانو نه چه په خلاصه غېږاومینه یې له موږ سره مسولانه تبادل نظروکړ او دلمړني ګام په اخیستو کی راسره صادقانه او سخاوتمندانه مرسته وکړه او یایی برخه واخیستله،یو ځل بیا دزړه له تل نه مننه کوو.هم پخوا او هم دکار په همدې موده کي راته ددرک وړوه چه موږ څومره فرصتونه له لاسه ورکړي او په لنډه موده کي دهغو تلافي کول څومره سخت او ستونځمن کار دی او داهم منو چه لدې وروسته به هم په ډیره آساني مطرح شوی آړ ته ونه رسیږو خو«غرکه هرڅومره لوړوي په سریی لار شته».زما باور دادی چه موږ پدې خورو وروګوندونو اوسیاسیونو کی دومره لوی ظرفیتونه شته چه دافغانستان ټول تنظیمونه او ګوندونه حتی دافغانستان اوسنئ دولتي دستګاه یې نلرې خو پدې شرط چه سره راټول او منسجم شی.زما باور دادی چه په پخوانیو میخانیکی وحدتونو اوله پورته څخه وکښته ته دواحد ګوند جوړښت نور نه ممکن او نه هم ګټور دی.موږ نه باید له خپلو ظرفیتونو څخه ویره ولرو او نه هم دخپل ګوند له دموکراتیزی کیدو څخه شوکه شو.که قوی او ریښتینې اراده موجوده وي تر واحدې کنګرې رسیدل نه «زمان ګیره» او نه هم«به محوردفاع از خود»ده.په همدې خوځښت کي هیڅ ګوند اوسازمان هیڅ شی هم له لاسه نه ورکوی بلکه برعکس هرڅه چه تر اوسه یی په خوب هم نشوای لیدلای لاسته راوړي.ما په همدې مشورتي غونډه کی هم مطرح کړه چه دواحدې کنګرې تر تدویره زموږ دموجوده ګوندونو او سازمانونو انحلال مضر او حتی احمقانه ده خوددموکراتیکې کنګرې رابلل او جوړیدل یو ه خاص اوګډ پروسیجر ته هرومرو اړتیا لری چه دلته یی چند وچون لازم نه بولم.موږ باید په ګډه اوآګاهانه توګه له دې فرهنګه راووځو چه هم کوزه هم ګل کوزه او هم کوزه جوړوونکي یو.زموږ هدف «مصروف ساختن نیروها…..وخالی کردن میدان» نه وو او نه دی بلکه برعکس دبایللي میدان بیرته ګټل او له سیاسي افلاس نه راوتل اصلي موخه ده.زه په مینه او تواضع ټولو ته مراجعه او وړاندیز کوم چه داعلامیه بازی او بې مورده تقابل له فر هنګه راووځو اوهرڅومره ښه نظریات او دریځ که ولرو د«همګرایی» په ناستو کي یی مخامخ مطرح کړو او دفاع ځني وکړو.زما وړاندیز ټولو ناپېیلو سیاسیونو ته دادی چه نور دي له سیل بیني او ترصده راووڅی اودیوه لوی او واحد ګوند په دموکراتیکه جوړونه کی دی جوړونکي برخه واخلې خصوصآ هغه قدرمن دوستان چه دهیواد په دننه کي اوسیږي
زه او کمال صاحب را تښتېدلی نه یو بلکه هروخت دې ته تیار یو چه ددې پروسې دبریالیتوب په لاره کی هم دمیکانیزمونو،هم داسنادو په اړوند مشخصې طرحې وړاندي کړو اوپه ډله ایز کارکی که یی ټول په ګټه وبولي عملآ برخه واخلو.موږ نباید دچا په طمع کښینو چه موږ ته مطرح ګوند جوړکړي او یایی فرمان راکړي،برعکس ټولې هڅې دادي چه دسیاست له ډګر نه مو څپ وهي.نو ځکه«لابه یو کېږو که نه نوورکیږو» تاسو هریوه هموطن ته ددې توفیق غواړم چه له دغه تاریخي امتحان نه ټول اوپه ګډه بریالي او سرلوړي راووځو ومن الله التوفیق

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button