له رحم نه بېرون امېندوارۍ (Ectopic Pregnancy)

لیکنه: ډاکتر استاد شفیقه صدیقي

د رحم له خپل اصلي موقعیت (فنډس) نه بغېر که بل ځای کې امېندواري را منځ ته شي، خارجي رحمي امېندواري ورته ویل کېږي، چې دا امیندوارۍ په ٪۱۰ ښځو کې منځ ته راځي او موقیعت یې عنق، نفیرونه، تخمدانونه، ګېډه، فیمبریا … .

د خارج رحمي امېندوارۍ د خطر فکتورونه:

Chronic Pelvic Inflammatory Disease د حوصلې مزمن التهابي ناروغۍ

د Ectopic Pregnancy پخوانۍ تاریخچه

د IUCD استعمالول

د Contraceptive استعمال

د نفیرونو انومالي

د تیوبونو جراحي

لومړی ماشوم یې له ۳۵ کلنۍ وروسته راوړی وي.

د خارج رحمي سالمې امېندوارۍ نښې نښانې:

د شکمنې امېندوارۍ یا Early Pregnancy نښې

Pregnancy Test ( Positive )

روښانه مهبلي وینه بهېدنه

په ادنکس ساحه کې د کتلې حس کول

د رحم غټوالی او د رحم عکس العمل

د څیرې شوې خارج رحمي امېندوارۍ نښې نښانې:

د وینې بهیدنې له وجې شاک

شدیده وینه بهیدنه

ناڅاپي درد

د بطن انتفاخ یا پړسوب

د ګېډې عکس العمل

د Ectopic Pregnancy تشخیص:

د امېندوارۍ عمر ته په کتو به په ناروغانو کې د Beta hcg کچه ښکته وي، همداراز په ښځو کې به د امېندوارۍ وده ځنډنۍ وي؛

که چېرې په التراسونډ سره د خارج رحمي امېندوارۍ تشخیص په اسانۍ سره ونه شو، نو د بشپړ تشخیص لپاره په ۴۸ ساعتونو کې د HCG اندازه ګورو چې څومره ډېرښت یې موندلی، دا ډېرښت موږ سره د Ectopic Pregnancy په تشخیص کې مرسته کوي.

د خارج رحمي امېندوارۍ درملنه:

درملنه یې د جراحي Laparotomy او یا Laparoscopy په واسطه ترسره کېږي.

محافظه درملنه د خونریزۍ په نه شتون کې له لاپراټومي څخه لافراسکوپي غوره ده.

که چېرته ناروغ وینه بهېدنه ولري Laparotomy ورته کوو، که چېرې نفیر د ترمیم وړ و، ورته ترمیم کوو یې؛ بغیر له ترمیم نه تر ټولو ښه درملنه د نفیر ایسته کول دي چې ناروغ د بیا امېندوارۍ چانس هم پیدا کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button