له دیموکراسي څخه وروسه په سوله هم مسخرې شروع شوې

بســــــــمل

دنړۍ په مخ دیوداسې مهم اوارزښتناک جغرافعي موقعیت زموږ (ګران افغانستان) په کوم، چې دانږدې څلورلسیزې د تپل شوې جګړې اوربلیږي اوس یې پاکستان په دوو لغړیانو اراموي واوا چرګه په دې تنده شوروا.

بهتره به وي واضع ولیکم، چې پاکستان دخپلې څلوېښت کلنې سپین سترګي اوافغان دښمني وروستي شرموونکي مانورونه اجرأ کوي.
له دې به هم تېرشم، چې په ارګ مینو کومې وعدې ورکړې خو له حالاتو مالومیږي، چې ترکاسه لاندې نیم کاسه هم شته ځکه خو یې د(مري)په غونډه کې یو څو بې واکه طالب نومي دکابل له بې واکانوسره مخامخ کړل.
له نېکه مرغه چې په دا سبا یې دطالبانو دقطر دفتر لخوا د(مري) په غونډه کې کښېنول شوي طالبان بې صلاحیته وبلل شول او اختلاف له هغه وروسته نورهم ژورشو چې ملا اخترمنصور دملاعمر له خوايو پيغام خپوراوپه هغه کې يې له حکومت سره د خبرو ملاتړ وکړخو دقطر دفتر له غبرګون څخه مالومه شوه چې پاکستان دفشارپه بنا دا یو څو طالب نومي ورکش کړي وو.
له دې پرمختګ څخه وروسته دپاکستان لېنګي په لړزېدو شول اوپه اجولانه ډول یې ددوهمې ناستې نغاره وغربوله لمړی خو یې له چین سره ګوتې خوږې کړې وې خوکله چې چین ته دپاکستان نیت او یو څو بې واکو طالبانو حال څرګند شو نو ددوهمې ناستې له کوربه توبه چین په شا شو.
پاکستان خپلو موخو ته درسېدو لپاره پرون په څرګند ډول وویل، چې دوهمه غونډه به په پاکستان کې ترسره شي  دا چې جریان جعلي او شرمېدونکی دی نو لوېدیځو رادیوګانو د دوهمې ناستې په اړوند د طالبانو ترمینځ دافرادو په سر داختلاف خبرې راپورته کړې په داسې حال کې چې داځل دقطر ددفتر مسؤلین ددې دسیسې دمخنیوي لپاره خورا جدي شوي دي.
لکه تېره اونۍ مې چې د (یوڅــو بې صـــلاحیته طالبـــان + تپـــــل شوي غــــلامان = جعلي ســــوله)ترسرلیک لاندې یوه لیکنه رسنیو ته ورلېږلې وه په نننۍ لیکنه کې یو ځل بیا په هغې  لیکنې ټينګار کوم او زیاتوم، چې په زورکلي نه کیږي که نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی.
که څوک یې مني او که نه خو طالب هغه فزیکي موجود دی، چې هم د کلیواوبانډو ونې ترخپل سیوري لاندې ځای ورکوي اوهم دکابل دفساد ګروله لاسه زموږ ځورېدلی ولس ورته هرکلی وايي په دې مانا، چې طالبان ټينګ ولسي ملاتړ لري.
له دې ولسي ملاتړه وراخوا طالبانو دافغان ولس زرین تاریخ له غباره پاک ساتلی او د یرغلګرو سرونه یې ورټیټ کړي دي نو آیا طالبان به دومره بې غیرته وي، چې خپلې شل کلنې سرښندنې له یو ګوډاګي حکومت سره په واک کې له شریکېدو قربان کړي؟
زما په فکر خو به رښتیني، په هیواد او اسلام مین طالبان داسې جفا هیڅکله هم ونه کړي هو دا منم، چې لویدځوالو خو خپله راکش کړې دیموکراسي دجان کیري په واسطه په شرمو وشرموله او اوس یې پاکستان رامخ ته کړی، چې په سوله هم داسې مسخرې وکړي خو دا ارمان به ګور ته وېسي .
افغانان به یا په مېړانه ترپایه جګیږي اویا به په ګډه دخپل بهرني او کورني دښمن په ځپلو بریالي کیږي.
دلاندنیو لینکونو په کښېباسلو سره په دې اړوند نورمالومات هم ترلاسه کولای شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21024

http://zhman.net/?p=51099

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39498

http://www.nunn.asia/49813/%DA%86%DB%8C%D9%86-%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%88%DA%9A%D8%AA-%D8%AF-%D9%85%D8%B0%D8%A7%DA%A9%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%88-%DA%A9%D9%88%D8%B1%D8%A8/

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button