له بهرنیو ترهګرو سره به طالبان اړیکې وشلوي؟

عبدالمنان توحیدیار

طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې خپلو لیکو کې به بهرنیو ترهګرو ته ځای نه ورکوي او هغه بهرني ترهګر چې دا شل کاله ورسره د جګړې په لیکو کې و، له خپلو لیکو به یې باسي.

خو داسې ښکاري چې طالبانو لپاره د دې مادې عملي کیدل ځکه سخت کار دی چې سیاسي او جنګي طالبانو اختلاف پرې راپورته کیږي او راپورته شوی دی.

جنګي طالبان اکثریت برخو کې بهرني ترهګر له ځان سره لري او بیلابیلو برخو کې ترې د جګړې لپاره کار اخلي.

د بهرنیو ترهګرو لویه برخه پاکستاني دي چې د سخت دریځو ګوندونو غړي دي، دا ګوندونه په مستقیم ډول د پاکستان د استخباراتو له لوري د کشمیر او افغانستان د جګړو لپاره جوړ شوي او دواړو ځایونو ته ترهګر د جګړو لپاره لیږي.

تاسو به د سږ کال اختر کې د پاکستان د ځینو جوماتونو ویډیوګانې لیدلي وي چې خواله رسنیو کې خپرې شوي او طالبان پکې د افغانستان د جګړې لپاره تبلیغات کوي او له خلکو چندې غواړي.

دا د طالبانو لپاره سخته ده چې د بهرنیو ترهګرو سره پریکون وکړي، له همدې کبله طالبان د امریکا او نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دي.

طالبان هڅه کوي چې دا موضوع په یو ډول نه، یو ډول باندې پټه وساتي خو پټه ځکه نه ساتل کیږي، چې زیاتو سیمو کې له طالبانو جسدونه پاتې کیږي چې هویت مالومیږي، د بهرنیو هېوادونو ترهګر دي.

همدا د روژې میاشت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هلمند کې هوایي برید کړی و چې شاوخوا ۲۰ د القاعده غړي یې پکې وژلي و.

د دې تر څنګ د هلمند او کندهار له جګړو څخه لسګونه جسدونه له ډیورنډ کرښې هاغاړې وړل شوي او هلته د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال دفن شوي دي.

تاسو به کوزه پښتونخوا او پاکستان کې د طالبانو د جسدونو د تدفین مراسم لیدلي وي چې د جنازې مراسمو په بیانونو کې ښکاره ویل شوي چې دا کسان د افغانستان جګړه کې وژل شوي دي.

اوس چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووتل او طالبانو هم ژمنه کړې چې بهرني ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي، نو اړتیا ده چې طالبان دا ژمنه عملي کړي، که طالبان دا ژمنه نه شي عملي کولی، باید نړیواله ټولنه او امریکا په دې تړاو تصمیم ونیسي.

امریکا چې کله د دوحې تړون ارزونې ته وړاندې کړ، یو لامل یې دا و چې طالبانو تر اوسه له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.

طالبان داسې انګیري چې د پاکستان د سیاسي ګوندونو سخت دریځې وسله وال بهرنيان نه دي، دوی دې وسله والو ته د افغانانو نوم ورکوي چې ګنې مهاجر دي او له پاکستان څخه افغانستان ته د جګړې لپاره راځي.

خو طالبانو نور پلمې نه شي کولی، او د دې وخت رارسیدلی چې خپلې لیکي له بهرنیو ترهګرو پاکې کړي او هغه ژمنه عملي کړي چې کړې یې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button