له بد حالته د راوتلو اسانه لارې

لیکنه: هینریک اډبیرګ
ژباړه: مینه احمدي

تجربه کار خلک د هرې ورځې د پیل لپاره فکر کوي، لارې چارې لټوي چې هره ورځ او وخت یې ښه پیل او پای ولري.

ځیني وخت شاید موږ یو ښه پيل ونه لرو، لالهانده شو خو کیدای شی دا ځیني عوامل ولري.

مثلاً ممکن د شپې مو ښه خوب نه وي کړی. اسمان خړپړ وي یا هم په یخ ژمي کې باران وریږي او دا مو په قوت او انرژۍ بد تاثیر وکړي یعنې لټي او بهانې درپیدا کړي.

ددې ترڅنګ کیدای شي چې د ورځې په پیل کې مو ټول مثبت قوت له لاسه ورکړی وي او وروسته بیا د ورځې په منځ کې د ستومانۍ احساس وکړئ.

نو په داسې حالاتو کې باید څه وکړو؟ ایا باید غلي کیښنو؟ دا ورځ له لاسه ورکړو او دې ته په تمه شو چې ښه ورځ راشي؟
په هر حال؛ نن ورځ لا نه ده تمامه شوې. غلي مه کیښنئ. کیدای شي که لاس په کار شې له دې هم ښه څه لاسته راوړۍ.

نو دلته هم ځیني لارې درښیوو چې له منفي حالت نه پرې مثبت هغه ته ورتلی شئ:

۱– څه چې لرې پرې شکر وباسه!

ما له تر ټولو ساده او اسانو لارو کار اخیستو. دوه دقیقې به خبرې کولې او نور به غلی کیښناستم.

ما به له ځانه سره ویل: ښه، که اوس ښه احساس ونه کړم؛ نو په ژوند کې به د څه شي قدرداني او ښه احساس وکړم؟

ما به معمولاً له ساده شیانو سره ښه احساس جوړوه:
– زه خواړم خورم خوندور دي
– زما صحت یا روغتیا؛ روغ صحت لرم.
– او دا چې بام یا اوسیدو ځای لرم

دې خبرو یادولو سره به زما ذهن روښانېده. په دې سره به ما خپل فکرونه له منفي ګرايي ژغورل.

همداسې که هر څه لرو؛ باید هڅه وکړو چې ځان پرې خوښ له مثبتو احساساتو بشپړ وساتو.

۲– څنګه چې احساس کوئ هماغسې عمل وکړئ

کله کله احساسات د شاته پاتې کیدو کار هم کوي. نو که غواړو چې ډیر مثبت او علاقمند اوسو؛ باید د هغو کسانو په شان عمل وکړو چې هغوی ډیر مثبت او علاقمند یا لیواله وي.

شاید زه داسې احساس ونه کړم؛ خو څومره چې وسه وه داسې کړي؛ د مثال په ډول:

– فکر کوو؛ یو کار را په غاړه دی؛ خو داسې احساس کوو چې دا یو ډول ساعتیري او انګیزه راکوي؛ کوم مشکل کار په سترګه ورته نه ګورم.

– ځینو ایمیلونو ته ځواب ورکړئ یا له چا سره خبرې وکړئ؛ خو په مثبت او ډیره لیوالتیا سره. وار مه خطا کوئ چې دا به څنګه وکړم.

– زه یو کار ترسره کووم یا له یوه کس سره ګورم؛ که دا لیدل هر څومره سخت وي؛ خو داسې احساس ځانته ورکوم لکه له یو غوره ملګري سره چې ګورم؛ هیڅ منفي فکر او تشویش نه کوم؛ چې همدا کار وضعیت او حالت جوړوي.

۳– د یوې دقیقې لپاره فکر وکړئ او نورو ته رښتینی کور ودانی ووايئ

ځیني ساعتیرۍ شته چې زه یې کاروم او تل زما وضیعت زما په کنټرول کې ساتي.

د بیلګې په توګه غوره ده چې لږ وخت مو د هغو خلکو څخه مننې او کور وداني ته ځانګړي کړئ چې له تاسې سره په یو لیول یا کچه ژوند لري؛ او له هغه/هغې شخص سره تل په ورین تندي مخ شئ او راشه درشه ولرئ.

که مو دا کار وکړ نو بل انسان یا مقابل شخص به له تاسې خوښ شي او دواړه به د خوښۍ او نیکمرغۍ احساس وکړئ.

دغسې اوسیدل مو په ژوند کې بدلون راوړي او بالاخره یوه ښه او مثبت لوري ته مو بیايي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button