له بالښت پرته ويده کېدل: دا ګټې لري!

ژباړه: نسيمه محمدي

د خپلې خوښې بالښت څخه زړه شکول سخت کار دى، خو بې بالښته ويده کېدل هم ډېرې ګټې لري.

د لومړي بالښت پېژندلو مخينه د لرغوني بين النهرين وخت ته ګرځي. دا بالښتونه له تيږو جوړېدل او يوازې بډايه وګړو يې د اخيستلو وس درلود. د لرغونې زمانې د بالښتونو اپوټه، ننني بالښتونه چې موږ يې کاروو، نرم او پف شوي دي او زياتره وګړي چې غټ او نرم بالښت په غېږ کې ونه نيسي، خوب يې نه وړي. خو حقيقت دا دى چې د بالښت سره ويده کېدل ممکن د استراحت لپاره غوره طريقه نه وي، ځکه کولاى شي زموږ په جسم، خوى او اخلاقو اغېز وښندي. وړاندې هم له بالښت پرته ويده کېدلو ګټو په اړه درته وايو، راسره اوسٸ.

د ملا درد مخنيوى کوي

زياتره بالښتونه د دې سبب ګرځي چې بدن د خوب پر وخت، ناطبيعي حالت ونيسي او له لږ وخت وروسته د بدن تکيه نه وي. که څه هم پخپله بالښت د ملا درد سبب نه ګرځي، خو ممکن زمينه اى ستونزې تشديد کړي. کله چې بالښت نه ږدٸ، نو د ملا تير استراحت کولاى شي او بدن په خپل طبيعي حالت کې وي.
د غاړې درد مخنيوى کوي

زياتره بالښتونه زموږ د سم خوب کولو سره مرسته نه کوي او حتا کولاى شي د ويده کېدلو حالت نور هم بدتر کړي. د غاړې ښکته کېدل په اوږدمهاله کې غاړه په زحمت کړي او هغه بالښتونه چې ډېر زيات نرم او راحت دي، ممکن د غاړې د درد سبب شي.
د سردرد مخنيوى کوي

که سهار د سردرد او يا سرګنسۍ سره ويښېږٸ، شايد د بالښت قصور وي. هغه بالښتونه چې لوړ دي سر او غاړه مخ خواته ټيټوي او د غاړې په عضلو فشار راوړي. دا مسٸله د دې لامل ګرځي چې سهار د خوب څخه د ويښېدلو سره سم، سردرد اوسٸ.

ممکن اضطراب مو کم کړي
که مو د شپې بالښت هوسا نه وي، ممکن په خوب کې اړخ بدل او له يو اړخ بل اړخ ته شٸ. هرڅو چې مو خوب ګډوډ شي، بدن مو هم د مهمو کړنو لپاره کم وخت لري، چې شپې په اوږدو کې تر سره کېږي. دوامداره بېخوبي شايد ستاسو په خوى او فکري وړتياوو اغېزه وښندي او د دې سبب شي، چې د ورځې په اوږدو کې د اضطراب هورمون زيات ترشح شي.
د مخ د ځوانکو مخنيوى کوي

که نور له بالښت پرته ويده شٸ، پوستکى/ جلد به مو ستاسې منندويه وي. په عادي حالت کې د شپې مهال ستاسې پوستکى په بالښت ډېر مښل کېږي. په لوړ ګمان هره ورځ مو د بالښت پوښ نه وينځٸ، نو ټول غوړ، ګرد/ ډوړې او خيري يې پر مخ راټولېږي. دا ټول د پوستکي د دانکو، التهاب او له وخت مخکې ګونځو سبب کېږي.
ممکن ويښتانو ته مو ګټور وي

که سهار مهال د وچو او کلوکه شويو وېښتانو سره له خوبه ويښېږٸ، ښه ده چې د خپلو وېښتانو لپاره هم وي، بالښت لرې کړٸ. کله چې د شپې له يوه اړخ بل اړخ ته کېږٸ، وېښتان مو په بالښت سولېږي، چې دا چاره پخپله د وېښتانو د ماتېدلو لامل کېږي. روجايي د وېښتانو غوړ ځانته جذبوي، نو ځکه وېښتان وچ او ماتېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button